هغوی به ځان ووژني!!

 

هغوی به ځان ووژني!!

که څه هم لس کاله کیږي، چې په هیواد کې د ډموکراسۍ او د ښځو د حقوقو د تامین ډول غږول کیږي،خو لا هم د هیواد په ډیری سیمو کې هماغه د جنګسالارۍ او قوماندان سالارۍ قانون حاکم دی او هر جنګ سالار او ټوپک سالار په سلهاوو مسلح کسان لري چې په اړونده سیمه کې ورته څوک برند نه شي کتلای او هر هغه څه یې چې  زړه وغواړي په خپل ملوک الطوایفي چاپيریال کې يې تر سره کوي .

تیره اوونۍ یو ځل بیا د تخار له ولایت څخه یو له درد او شرم څخه ډک د جنسي تیري خبر په رسنیو کې خپورشو، چې د تخار ولایت په تاشتم سیمه کې پنځو تنو، چې یو یې مسلح و، د یوې کورنۍ په ځوانې لور وروسته له دې چې هغه یې تر وهلو ډبولو لاندې ونیوه پرې ډله ییز جنسي تیری وکړ. د دغې نجلۍ د کورنۍ غړي وايي که د دې جنایت عاملین ونه نیول شي او جزا ورنکړل شي، نو دوی به ځانونه ووژني. خو څوک به د دوی غږ واوري؟ دا لومړۍ پيښه نه ده، لرې نه ځو یوازې په تیر او روان کال کې د هیواد په بیلابیلو په تیره بیا تخار ولایت کې په لسهاوو د دې پیښو رامنځ ته شوې، خو کله هم تر اوسه څوک د دې شاهد نه وو، چې ددغه ډول جنایت تر سره کوونکو ته دې جزا ورکړل شي. تیره اوونۍ د ښځو په وړاندې له تاوتریخوالي او وژنو ډکه اوونۍ وه. دا د ډیر شرم ځای دی،چې د امنیتي ارګانونو په شتون کې او د ښځو د حقونو د دفاع د بنسټونو د فعالیتونو تر څنګ بیا هم تاوتریخوالی ډیر او د جنسي تیریو پیښو زور موندلی دی.

یو عمده علت،چې د دې پیښو د تکرار باعث ګرځي دا دی چې قانون نه تطبیق کیږي، د دا ډول اعمالو تر سره کوونکي نه نیول کیږي او که نیول کیږي هم له دې کبله چې زور واکي دي او یا خو د پیسو په زور ډیر ژر بیرته خوشي کیږي.د قانون نه تطبیق زموږ د ټولنې اساسي ستونزه ګڼل کیږي، په ډیری نورو مواردو کې هم دا کار په ټولنه کې د ننا امنۍ او انارشۍ لامل ګرځیدلی دی.

له بلې خوا په لرې پرتو سیمو کې لاه د پخوا په شان له دې کبله چې د حکومت کړنې ضعیفې او نا توانه دي، نو دا ډول خلک له قانون څخه په سرغړونې او خپلسریو هر څه چې وغواړي هغه تر سره کوي او له بده مرغه ډیری وخت د دغو بې قانونیو او خپلسریو قربانیان ښځې او ماشومان دي، ځکه دا دواړه د ټولنې هغه برخه دي چې ډیر ژر متضرر کیږي او هغه عامیانه متل هم دی، چې د نارینه وو لاس هم پرې بر دی.   

بل خوا د افغانستان د بشري حقونوخپلواک کمیسیون هم په څو څو ځلې اندیښنه ښودلې چې  په افغانستان کې پر ماشومانوهم د جنسي تیري پیښې د تېر کال په پرتله زیاتې شوې دي .

د هیواد د بشري حقونو وضعیت د تیر په څیر د اندیښنې وړ دی. د بشري حقونو د ستونزو په ډله کې له  عدالت نه پرته  وژنې، شکنجه، د بندیخانو خراب وضعیت، له سزا نه د چارواکو معافیت، دمحاکمې نه مخکې د اوږدې مودې لپاره په بند کې ساتل، د مطبوعاتو پر آزادۍ محدودیت لګول، په دېني ازادېو باندې محدودېت لگول، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی او ټولنیز تبعیض، ، د لږکیو سره ناوړه چلند، د ماشومانو سره ناوړه جنسي چلند، د انسانانو قاچاق، د کارګرانو د حقونو تر پښو لاندې کول، په وسله والو شخړو کې د کم عمرو سرتیرو کارول، او د کم عمره ماشومانو په کار ګومارل راځي او داسې نورو ته ګوته نیولی شو.

د بشري حقونو د دفاع ډلو د رپوټونو له مخې په افغانستان کې هر کال د تاوتریخوالي، په سلګونو پیښې رامنځ ته کیږي، چې ورکې ځان وژنه، ځان سوزونه، له کور څخه تیښته، وهل ‌‌ډبول، جبري ودونه او نور شامل دي.

نن سبا د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې داسې پیښې لیدل  کیږي چې قلم ئې په ليکلو شرمېږي .د دې لپاره چې ښځې ته هم انسان په سترگه کتل شوي وي اړينه ده چې دولت د قانون پلي کېدو او د ښځوپه وړاندې ناروا کړنو ته جدي پاملرنه وکړي او ديني عالمان ،ټولنيز سازمانونه اومدني ټولنې د ښځو په وړاندې دظالمانه کړنو اوتوپيريز برخورد پر خلاف پراخ تبليغ وکړي اوزموږ هیوادوال په دې پوه کړي چې ښځه هم انسان ده او له نارينه سره دټولنيز ژوند په ټولوبرخو کې برابر حق لري.

 

اوس یې حلالوي هم

 

اوس یې حلالوي هم

تیره اوونۍ د هرات ولایت په کشک کهنه ولسوالۍ  کې یوه میړه په ډیره بې رحمۍ خپله ښځه د چاقو په وسیله حلاله کړه او همداشان په پروان ولایت کې هم دوه تنه پر یوې یوولس کلنې نجلۍ د ډله ییز جنسي تیري په تور ونیول شول.

دا هغه پیښې دي، چې په یو ډول نه یو ډول رابرسیره کیږي، خو دا چې څومره د دې پیښو پټې پاتې کیږي او کورنۍ او متضررین یې د څرګندیدو مخالف دي، بیا د قضیې بل اړخ دی.

پورته یادې پیښې او دې ته ورته نورې د تاوتریخوالي بیلابیلې بڼې څرګندوي، چې زموږ په ټولنه کې د ښځو په وړاندې شتون لري.

د نجونو او ښځو په وړاندې تاوتریخوالی د افغاني ټولنې د ستونزو له بیلابیلو اړخونو سرچینه اخلي. په ټولنه کې د ناوړه دود او دستور شتون، د خلکو د سواد د کچې ټیټوالی، اقتصادي کمزورتیا، د اسلامي قوانینو پر بنسټ د ښځو له حقونو بې خبري او... ټول هغه څه دي چې د ښځو په وړاندې د حساسیتونو زیږنده او د دوی په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو سبب ګرځي.

د تاریخ په اوږدو کې افغان ښځې د ټولنې هغه برخه ده، چې هر وخت یې د ټولنیزو او سیاسي بدلونونو په ترڅ کې ستونزې او ناخوالې زغملې او تر نورو ډیرې اغیزمنې شوې دي. له بیلابیلو تاوتریخوالو سره مخ شوې ان تر دې چې د وخت په تیریدو دغه تاوتریخوالي په یوه دود بدل شوي او ښځې هم پرته له دې چې هغه د تاوتریخوالي په توګه وپیژني زغمي يې او په وړاندې یې هیڅ ډول حساسیت نه ښيي. ځکه خو د افغانستان د مدني ټولنو یو شمېرغړې په دې باور دي، چې افغانې ښځې د خپلو طبیعي او اساسي حقونو څخه بې خبرې دي او په یوه ډول يې په خپله تر پښو لاندې کړي دي چې باید په خپلو اساسي حقونو ځانونه پوه کړي.  

په تیر هجري شمسي کال کې د ملګرو ملتونو د سازمان د راپور پر بنسټ په سلو كې ۳۵ افغانې ښځې  له فزيكي تاوتريخوالي ، په سلو كې ۴۰ له جنسي تاوتريخوالي او ۳۰ تر ۴۰ فيصده نورې له رواني تاوتريخوالي سره مخ شوي ، چې دا مساله د مدني ټولنو ، د ښځو د حقوقو د ملاتړ د ټولنو او د دولتي چارواكو  د ژورې انديښنې سبب ګرځيدلې.

خو خبره دا ده چې یو نارینه په کوم حق د یوې ښځې ، چې هغه هم یو انسان ده ، د اسلام مقدس دین، د بشر د حقونو قانون او د هیواد قوانینو هم ورته مساوي حقوق ورکړي ، ژوند ترینه اخلي او بیا هغه ته دولت او د دین عالمان جزا نه ورکوي .

دا لومړۍ یا هم کومه نوې پیښه نه ده ، بلکې ویلی شو چې هر کال په لسهاوو دې ته ورته د تاوتریخوالي پیښې د ښځو په وړاندې تر سره کیږي ، خو له بده مرغه نه یوازې مخه یې نه نیول کیږي، بلکې ورځ تر بلې یې په شمیر کې زیاتوالی هم رامنځ ته کیږي.

کله چې یوې ښځې ته په داسې حال کې چې نکاح يې هم کړې، د سنګسار سزا ورکول کیږي ، کله چې یوه نجلۍ د زنا په تور په داسې حال کې چې مقابل لوری یعنې نارینه برات اخلي د مرګ جزا ورکول کیږي ، نو بیا ولې دولت او علما د یوه نارینه د جرم په وړاندې پټه خوله پاتې کیږي.

ځواب څرګند دی دا ځکه چې هغه یوه ښځه ده او زموږ په ټولنه کې ښځه یعنې محکوم ، مظلوم او له حقونو او انساني ژوند څخه محروم انسان .

موږ يوازې د ښاري ښځو ژوند ته په كتو سره نشو كولاى، د هغوى د حقونو د تامين يا نه تامين ارزونه وكړو بلكې د هيواد په لرې پرتو سيمو كې زموږ خويندې په ډير بد او ناوړه حالت كې ژوند كوي او اصلا د حق په نوم كومه كلمه هم نه پيژني، پاتې لا څه، چې دوى زده كړه وكړي او يا هم له كور څخه بهر ووځي او يا هم د نظر وركولو حق ولري.

د بشري حقونو د دفاع ډلو د رپوټونو له مخې په افغانستان کې هر کال د تاوتریخوالي، په سلګونو پیښې رامنځ ته کیږي، چې ورکې ځان وژنه، ځان سوزونه، له کور څخه تیښته، وهل ‌‌ډبول، جبري ودونه او نور شامل دي.

له تیرو لسو کلونو راپدیخوا چې کوم بنسټونه  د ښځو د حقونو د تامین په خاطر سره له ډیرو پیسو او امکاناتوپه کارلګیا دي او په تیره بیا د ښځو لپاره د یوه وزارت شتون د دغو ستونزو په کموالي او له منځه وړلو کې ګټور نه دي ثابت شوي.

 

ښځینه سوداګري د ودې په حال کې

 

ښځینه سوداګري د ودې په حال کې

د سوداګرۍ په بیلابیلو برخو کې افغان سوداګرو ښځو د شپږ ملیونو ډالرو په ارزښت پانګه اچونه کړې.

په هیواد کې له پانګې اچونې څخه د ملاتړ د ادارې (آیسا) چارواکي د ښځو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره له تازه هڅو څخه خبر ورکوي.

دغه اداره وايي چې د شپږ ملیونو ډالرو په ارزښت، د ښځو له خوا پانګه اچول شوې او شرکتونه جوړ شوي، څه باندې پنځه سوه ښځې په هغو کمپنیو کې برخه لري او په رهبري پلاوي کې شاملې دي چې له دغې ادارې سره ثبت دي.

دغو سوداګرو ښځو په خپلو هڅو سره هم د خپلو کورنیو او هم د دې هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لوبولی دی.

په افغانستان کې له پانګې اچونې څخه د ملاتړ ادارې چارواکي وایي، په پام کې لري چې سوداګرو ښځو ته د روزنیزو پروګرامونو د عملي کولو تر څنګ په کابل او ولایتونو کې د سوداګرو ښځو د لاسي صنایعو نندارتونونه هم پرانیزي.

په عین حال کې د ښځو چارو وزارت هم په سوداګریزه برخه کې د دې ډول روزنیزو پروګرامونو د عملي کولو هرکلی کوي او وایي چې سوداګرې ښځې جدي مرستو ته اړتیا لري.

کله چې لس کاله پخوا ښځو په بیلابیلو ټولنیزو چاروکې په کار پيل وکړ، د ښځو د سوداګرۍ چارې یو څه کمزورې او کمرنګه وې، خو د وخت په تیریدو سره دغه چارې پرمختللې او ګړندۍ شوې او په دې برخه کې زیات شمیر نورو ښځو هم لیوالتیا پیدا کړه او دغې چارې ته یې مخه کړه، سوداګرو ښځو په بیلابیلو تولیدي برخو لکه: لاسي صنایع، دغالیو اوبدل، د چرګانو روزل، زراعت، مالداري، ماهي روزل او داسې نورو کې یې پانګه اچونه کړې ، چې د دغو ټولو د ښه سمبالښت په مقصد اوس د سوداګرو ښځو فدراسیون ترعنوان لاندې یوه ټولنه هم فعالیت لري، چې پکې د ځینو مخکښو ښځو په زیار او زحمت افغانې کسبه کارې ښځې راغونډې شوې دي. دغه فدراسیون چې د ټول هېواد په کچه شاوخوا ۳۲ زره غړي لري، په بیلا بیلو لاسي صنایعو کې کار کوي.

سر بیره پر دغو ټولو پرمختګونو یو شمیر ستونزې او ننګونې هم وجود لري، چې د سوداګرو ښځو فدراسیون انتقاد ترې سر ټکوي او وايي، چې مرسته کوونکو ادارو ورسره اساسي مرستې نه دي کړي او د دوی لاسي صنایعو ته یې بازار نه دی پیدا کړی.

 د دې تر څنګ د دغه فدراسیون یو شمیر غړې شکایت کوي، چې ښځې په خواریو لاسي صنایع جوړوي، خو ډيره ګټه یې نورو ته رسیږي او دغو تولیداتو ته ښځې بازار نلري.

په تیرو څو کلونو کې د افغان دولت او نړیوالې ټولنې د هلوځلو په ترڅ کې افغانو ښځو ته په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې د ودې زمینه مساعده شوې ده، خو یو شمیر ښځې انتقاد کوي چې اکثره اسانتیاوې په ښارونو کې رامنځ ته شوې او د کلیوالو ښځو په ژوند کې تراوسه پورې کوم ژور بدلون نه دی راغلی. انتقاد کوونکې وايي، چې د دې ستونزې د هواري لپاره دولت او خلکو ته په ګډه کار کولو ته اړتیا ده.

هغه ستونزې، چې سوداګرې ښځې ورسره لاس او ګریوان دي : په بهرنيو نندارتونونو كې د لګښت د بودجې كموالى، د لوازمو نه لرل، لوړ ټكسونه، د دولتي ارګانونو لږه پاملرنه، د پورونو په لاس نه راتګ او داسې نور هغه څه دي چې ښځینه سوداګرو فعاليتونه يې ټكني كړي دي. سوداګرې ښځې له دولتي او غيردولتي بانكونو هم هيله لري، چې دوى ته يوه اندازه پورونه وركړي ترڅو، د لاسي او داسې نورو صنايعو توليدات زيات كړي.

پورتنیو ټولو ننګونو ته په کتو سره ویلی شو چې ښځې کولای شي د ټولنې په ټولو برخو کې په پوره وړتیا ونډه واخلي او د ډیرو ستونزو له ګاللو سره، سره بیا هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي، خو له دوی سره د مرستې په خاطر باید اړوند چارواکي او نور بنسټونه پاملرنه وکړي، ځکه تر اوسه چې کوم نندارتونونه په هیواد او بهرنیو هیوادونو کې په لاره اچول شوي د افغان ښځو لاسي صنایع او تولیدات پکې په نړیواله کچه ډیر ښه ځلیدلي، نو په کار ده چې د ملي او کورنیو تولیداتو په لا پراختیا کې هڅه وشي چې ویاړ یې په ټولو پورې تړلی دی. 

                                                                                                                                                             

... چا دا حق درکړی؟

 

... چا دا حق درکړی؟

تیره اوونۍ په نیمروز ولایت کې یوه میړه د خپلې ښځې خوله ، پزه څیرې او د دواړو لاسونو ګوتې یې پرې کړې او په هرات ولایت کې بیا یو جادوګر ملا یوه ښځه په دې پلمه چې پيریان لري او غواړي پیریان یې وسوځوي هغه وسوزوله ، چې دواړه ښځې د هرات په مرکزي روغتون کې بستر دي.

د ښځو په وړاندې دتاوتریخوالي له بیلابیلو ډولونو مو د اوونیزې په ډیری ګڼو کې یادونه کړې او دا مو هم په ګوته کړې چې زموږ په دودیزه ټولنه کې تل ښځو ته د دوهم جنس په سترګه کتل شوي او حتی په ډیری روڼ اندو کورنیو کې هم له دوی سره تاوتریخوالی کیږي او په پریکړو او مشورو کې ونډه نه ورکول کیږي.

زموږ په ټولنه كې د ښځو او نجونو په وړاندې تر زياتې كچې تاوتريخوالى شته او حتى په ځينو لرې پرتو سيمو كې خو بيا دا تاوتريخوالى په دود بدل شوى. كه څه هم له تيرو لسو كلونو راپديخوا چې كوم بنسټونه د ښځو د حقوقو د تامين په لار كې په هڅو لګيا دي، څه ناڅه په دې توانيدلي چې ښځو ته په ټولنه كې د حق په وركولو كې مرسته وكړي او په كورنيو او ټولنه كې د دوى په وړاندې له تاوتريخوالي څخه د كار اخستو مخه ونيسي، خو دې كار يوازې په لويو ښارونو او هغو كورنيو كې د عمل جامه اغوستې، چې يو څه روڼ اندي كسان دي. خو له بده مرغه په كليو او بانډو كې بيا هماغه د پخوا په شان نجونې د پيسو په مقابل كې خرڅيږي، په بدو كې وركول كيږي، په كم عمر او په زوره وديږي، جنسي تيرى پرې كيږي او په پاى كې د كورنۍ د غړو لكه ميړه، خسر، ليور او نورو لخوا وهل، ټكول كيږي او يا خو د ژوند له ناخوالو څخه دومره په تنګيږي، چې په خپله ځان سوزوي او يا په بل ډول ځان وژنې ته پناه وړي.

په تیر هجري شمسي کال کې د ملګرو ملتونو د سازمان د راپور پر بنسټ په سلو كې ۳۵ افغانې ښځې  له فزيكي تاوتريخوالي ، په سلو كې ۴۰ له جنسي تاوتريخوالي او ۳۰ تر ۴۰ فيصده نورې له رواني تاوتريخوالي سره مخ شوي ، چې دا مساله د مدني ټولنو ، د ښځو د حقوقو د ملاتړ د ټولنو او د دولتي چارواكو  د ژورې انديښنې سبب ګرځيدلې.

خو خبره دا ده چې یو نارینه په کوم حق د یوې ښځې ، چې هغه هم یو انسان ده ، د اسلام مقدس دین، د بشر د حقونو قانون او د هیواد قوانینو هم ورته مساوي حقوق ورکړي ، د هغې د بدن غړي غوڅوي او بیا هغه ته دولت او د دین عالمان جزا نه ورکوي .

دا لومړۍ یا هم کومه نوې پیښه نه ده ، بلکې ویلی شو چې هر کال په لسهاوو دې ته ورته د تاوتریخوالي پیښې د ښځو په وړاندې تر سره کیږي ، خو له بده مرغه نه یوازې مخه یې نه نیول کیږي ، چې بلکې ورځ تر بلې یې په شمیر کې زیاتوالی هم رامنځ ته کیږي.

کله چې یوې ښځې ته په داسې حال کې چې نکاح يې هم کړې، د سنګسار سزا ورکول کیږي ، کله چې یوه نجلۍ د زنا په تور په داسې حال کې چې مقابل لوری یعنې نارینه برات اخلي د مرګ جزا ورکول کیږي ، نو بیا ولې دولت او علما د یوه نارینه د جرم په وړاندې پټه خوله پاتې کیږي،چې یوه ؟وندي انسان ته د هغه د وجود د غړو د پرې کولو له کپله دومره عذاب ورکول کیږي ، چې څیره يې نه پيژندل کیږي او ولې هغه ملا چې په ژوندوني يې یوه انسان ته د دوزخ لمبې ښودلې له سخت غبرګون سره نه مخ کیږي؟

ځواب څرګند دی دا ځکه چې هغه یوه ښځه ده او زموږ په ټولنه کې ښځه یعنې محکوم ، مظلوم او له حقونو او انساني ژوند څخه محروم انسان .

د بشري حقونو د دفاع ډلو د رپوټونو له مخې په افغانستان کې هر کال د تاوتریخوالي، په سلګونو پیښې رامنځ ته کیږي، چې ورکې ځان وژنه، ځان سوزونه، له کور څخه تیښته، وهل ‌‌ډبول، جبري ودونه او نور شامل دي.

نن سبا د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې داسې پیښې لیدل  کیږي چې قلم ئې په ليکلو شرمېږي .د دې لپاره چې ښځې ته هم انسان په سترگه کتل شوي وي اړينه ده چې دولت د قانون پلي کېدو او د ښځوپه وړاندې نارواکړنو ته جدي پاملرنه وکړي او ديني عالمان ،ټولنيز سازمانونه اومدني ټولنې د ښځو په وړاندې دظالمانه کړنو اوتوپيريز برخورد پر خلاف پراخ تبليغ وکړي اوزموږ هیوادوال په دې پوه کړي چې ښځه هم انسان او د خدای بنده ده او له نارينه سره دټولنيز ژوند په ټولوبرخو کې برابر حق لري.

 

خبر داری به څه ګټه ولري؟

 

خبر داری به څه ګټه ولري؟

دا دي یو ځل بیا د بهرنیو ځواکونو له یوه بل جنایت سره مخ کیږو. سر بیره پر دې ، چې  دغو ځواکونو  له دغه ډول کړنو څخه وروسته بښنه څه چې بښنې غوښتې ، خو له بده مرغه یوځل بیا هم د خپلو تیرو تیروتنو په تعقیب، د یوه بل شرموونکي او انساني ضد عمل په تر سره کولو سره زموږ د ځوریدلي ملت په وړاندې شرمیدلي او د خپلو بدو په خاطر له دغه صبور ملت څخه بښنه غواړي. تیره اوونۍ نړیوالو ځواکونو د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ په سلام بازار سیمه کې د خپلو ړندو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ تنه ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان وو په ډیره بې رحمۍ سره ووژل، چې وروسته یې بیا هم بښنه وغوښته، خو وروسته له وژنې بیا بښنه څه درد ، دوا کولی شي او آیا د بښنې په غوښتو به د هغو کورنیو څه درد  دوا شي چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي.

 دا یو څرګند حقیقت اوټولوته په ډاګه دی، چې څه د پاسه درې نیمې لیسزې دي، چې هیواد او هیوادوال مو د جنګ په اور کې په ډیره بې رحمۍ او وحشیانه ډول سوزیږي.  وحشیانه په دې خاطرچې ډیر کم داسې لیدل شوي چې يو حیوان خپل همجنس حیوان وخوري یا یې وداړي،خو له بده مرغه د دې عصر او دوران ځینې انسانان د خپلو همجنسانو وینې په ډیره وحشیانه توګه څښي او د خپلو بادارانو زړونه یخوي.

تل د دې جنګونو قربانیان بې ګناه ملکي کسان، ښځې او ماشومان دي ، چې له دواړو لوریو وژل کیږي. که په ژوره توګه ځیر شو د هیواد په تنظیمي جګړو کې یوازې د کابل په ښار کې د ۶۰ زرو په شاوخواکې ملکي او بې ګناه کابل ښاریان ووژل شول، خو وروسته تر هغه خلکو دا تمه درلوده چې ګواکې نور به نو امن راشي او دا وژنې به ختمې شي ،خو هغه د چا خبره، چې تر څو زموږ دا زړه سوانده ګاونډیان او دا د نورو په خبرو مات واکداران او رهبران وي، هیڅکله به هم آرامي او نیکمرغي زموږ په برخه نه شي. دا ځکه چې هغوی ته په دې جګړه کې یوازې خپلې ګټې مطرح دي. او ځینې خو بیا د همدغه بدمرغه اور په تازه ساتلو کې د خپل ژوند بقا ویني، خو له بده مرغه چې بیا زموږ مظلوم ، درپه در او بیچاره ملت له منځه ځي. دا دي له دوهمې جګړه څخه نژدې ۹ کاله تیریږي، خو لا هم د هغه پای ته د حل لاره نه ده پیدا شوې ،هره میاشت د ملکي او نظامي ځواکونو څخه یو نوملړ خپریږي چې د تلفاتو ښکارندويي کوي، چې ډیری یې ملکي خلک دي.

   د هلمند د تیرې اوونۍ د پیښې په خاطر ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د عامو افغانانو په وژلو سره ناټو او امريکايي ځواکونو ته وروستى خبردارى ورکړ.

دغه خبردارى وروسته له هغه ورکړل شو، چې د ناټو امريکايي ځواکونو د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د هوايي بمبار په ترڅ کې ۱۴ تنه ملکي وګړي، چې  ۷هلکان ،۵ نجونې او دوه مرمنې وې په ډیره بې رحمانه توګه ووژل.

ولسمشر کرزي په دې خبرداري کې ویلي:(( په وار وار امريکايي او ناټو ځواکونو ته خبردارى ورکړل شوی، چې د دوی خپلسري او بې ځايه عمليات هره ورځ د افغانستان بې ګناه او بې وزلو خلکو د وژلو لامل کېږي او دا ډول عمليات انساني او اخلاقي ارزښتونه تر پښو لاندې کوي ، خو داسې ښکاري چې غوږ ورته نه نېول کېږي.))

له دې مخکې هم دغو ځواکونو په کونړ ولايت کې لسګونه ښځې او ماشومان وژلي و ، د دغو ځواکونو عملياتي قوماندان ، چې له ولسمشر سره له پېښې وروسته کونړ ته تللى و، پر دې پېښې بښنه غوښتې وه او ژمنه يې کړې وه، چې  دا ډول پېښې به بيا نه تکراريږي، خو دا دي یو ځل نه بلکې په څو، څو ځله یې د تکرار شاهدان یو د هلمند ولایت د پیښې په شان د لسهاوو نورو داسې زړه بوږنوونکو پیښو شاهدان یو ، چې په لیدو او ، اوریدو یې د هر انسان زړه ځوریږي . دا چې ځومره به دغه ځواکونه د هیواد د ولسمشر وروستي خبرداري ته ارزښت ورکړي، هغه ځه دي چې راتلونکې به یې څرګنده کړي، خو انګیرنې دا دي ، چې دا به هم لکه د بښنې غوښتنې په څیر څو څو وارې تکرار شي، خو بې ګناه افغانان به همداسې وژل کیږي.

 

روغتیایي خدمتونه دپام وړ نه دي

 

روغتیایي خدمتونه دپام وړ نه دي

تیره اوونۍ په هیواد کې د نرس یا نرس قابلو ورځ ولمانځل شوه. دا په داسې حال کې ده، چې زموږ د ټولنې له ستونزو څخه  یوه هم د صحي کارکوونکو کموالی او حتی په لرې پرتو سیمو کې نه شتون دی.

که څه هم په وروستیو څو کلونو کې د نرس قابلو په روزنه کې ژور او بنیادي پرمختګونه شوي، خو سره له دې هم د مسلکي قابلو د کموالي او هغوی ته د کاري مناسبو شرایطو نشتون له کبله، افغانستان د نړۍ په کچه یو له هغو هیوادونو څخه شیمرل کیږی چې د میندو او ماشومانو د مړینې لوړه کچه لري.

اوس مهال په ټول هېواد كې نږدې ۲۰۰۰ روغتيايي دولتي مركزونه فعاليت لري چې د عامې روغتيا وزارت تر څارنې لاندې كار كوي، د دې تر څنګ۱۷۰ خصوصي روغتونونه هم پرانستي دي، په داسې حال كې چې ۹ كاله د مخه ۴۰۰ روغتونونو په ټول هېواد كې فعاليت درلود او په دې ډول د هېواد  په دولتي تشكيل كې ۱۴ زره روغتيايي كاركوونكي شته چې ۶ نيم زره يې ډاكټران ، ۵ نيم زره يې نرسان او ۲۹۰۰ قابلې دي.  

دعامې روغتیا د چارواکو په وینا دغه  وزارت د نړیوالې ټولنې په مرسته تر دې مهاله توانیدلی، چې دوه زره او اته سوو نه تر دوه زره او نه سوو پورې  نرس قابلې وروزي او د خدمت لپاره يې ټول هیواد ته ولیږي. دا مهال ۸۰۰ تنه د قابلو د روزنې په انستیوتونو کې د قابله ګي او نرسنګ په زده کړو بوختې دي، حال دا چې امنیتي ستونزو، صعب العبوره لارو او ترانسپورتي ستونزو د دوی د کار په مخ کې لوی خنډونه را ولاړ کړي دي.

دغه چارواکي وايي ، چې د نرسنګ او قابلو د روزنې د پراختیا په برخه کې له نړیوالو معیارونو سره سم ژور او بنیادي پرمختګونه شوي، چې د مور او ماشوم د مړینې د کچې په کمولو کې خورا زیاتې مثبتې پایلې لري. د دوی پهخبره، چې د ۲۰۰۲ کال په پرتله د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی، په دې معنا چې پخوا به له پنځو کلونو ټیټ عمرلرونکو هرو ۴  ماشومانونه څخه یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکاوه، خو نن د هرو شپږو ماشومانو نه یوماشوم خپل ژوند له لاسه ورکوي او همداشان پخوا به د هرو ۹ میندو نه یوې مور د حمل او ولادت له امله خپل ژوند له لاسه ورکاوه او نن له هرو ۱۱ میندو نه یوه مور خپل ژوند له لاسه ورکوي.

 د د غو چارواکو په وینا د هیواد په ۳۲ ولایتونو کې د قابلګۍ ښوونځي فعال دي. ۹ کاله وړاندې شاوخوا ۴۵۰ قابلې وې،  خو دا مهال په روغتیايي برخه کې په دولتي او خصوصي واحدونو کې له ۲۸۰۰ قابلو نه تر ۲۹۰۰ پورې په کار بوختې دي.

د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، دوی د خلکو لپاره د ښو روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو باندې کار کوي، ځکه چې روغتیایي خدمات د هر چا بنسټیز حق دی. له دې خبرې سره سم، روغتون د هغو خلکو لپاره روغتیایي خدمتونه چمتو کوي چې د دې توانايي نلري، چې د خپل ځان درملنه په نورو لرې ځایونو کې وکړي.

په ټولیز ډول ویلی شو، چې د دغو چارواکو له خوشبینۍ  سربیره زموږ د ټولنې روغتیايي ستونزو، نفوس او ناوړه اقتصادي وضعیت ته په کتو سره لا هم د روغتیايي خدمتونو په وړادې کولو کې ډیرې ستونزئ پرتې دي، ځکه چې موږ نه باید یوازې لوی ارونه په پام کې ونیسو بلکې هغه سیمو ته هم باید پاملرنه وشي کومې چې ډیرې لرې له ښارونو پرتې دي او هلته یا د امنیتي ستونزو له کبله او یا هم د نورو موانعو له وجهې هیڅ یو صحي کارمند دې ته نه حاضریږي، چې هلته لاړ شي او دنده تر سره کړي. د عامې روغتیا چارواکو ته په کار ده، چې خپل روزل شوي کارکوونکي پرته له تبعیض د هیواد هغو سیمو ته واستوي کومې چې دغو کسانو ته ډیره اړتیا لیدل کیږي ‎، څو وروسته له دې کومه کور د زیږون په وخت او کوم ماشوم د ډیرې وړې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورنکړي.

 

پاکې اوبه حیاتي اړتیا

 

پاکې اوبه حیاتي اړتیا 

د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې د رپوټ له مخې دا وخت په كابل كې، له شلو تر ۲۵ سلنې ښاريان د نل اوبه، چې د ۹۰متره په شاوخوا كې ژورو څاګانو څخه يې ترلاسه كوي، لاس رسى لري.

د دغې ادارې د چارواکو په وینا، هغه څاګانې چې ژوروالى يې تر ٢٥ مترو وي، کېداى شي اوبه يې د خرابو اوبو د څاګانو له كبله ککړې شوې وي.

د دې ستونزې لامل دا دى چې په ښار کې د اړينو معيارونو په پام کې نيولو پرته، د خرابو اوبو لپاره څاګانې کېندل شوې دي.

اوبه د ژوندانه حياتي او مهمه ماده ده، چې له بده مرغه زموږ ډېرى هېوادوال د دغه شتمنۍ ( پاكې او صحي ) اوبو څخه بې برخې دي او په ډېرو سيمو، په تېره بيا ولايتونو او لرې پرتو سيمو كې خلك د پاكو او صحي اوبو د نشتوالي له كبله د ويالو، څاګانو او لښتيو له اوبو څخه استفاده كوي.

  د پاک چاپیریال درلودل او له پاکې هوا او اوبو څخه ګټه اخستل د ژوند لپاره تر ټولو مهم ګڼل كېږي، خو له بده مرغه چې زموږ

هېوادوال تر ډېره له دې نعمت څخه بې برخې دي.

كه څه هم په دې وروستيو كې د ارقامو له مخې په تېروڅه باندې شپږو کلونو كې، له څلويښت مليونه ډالرو څخه زياتې پيسې د پاكو او صحي اوبو په برابرولو كې لګېدلې دي، خو له دې سره سره بيا هم د پنځوس په سلو كې شاوخوا د كابل ښاريان او اويا په سلو كې ټول افغانان د پاكو اوبو له استفادې څخه محروم دي.

له دې ستونزې څخه چې  ډیری کابل ښاریان سرټکوي، عمده علتونه  يې په ښار کې له حد او اندازې زیاته ګڼه ګوڼه، د لوړو ودانیو جوړول پرته له معیاري کانالزاسیون سیستم، په دې وروستیو کلونو کې په وخت او موسم برابر د واورې او باران نه اورېدل دي چې دا ښاریان یې د پاکو او صحي اوبو له نه درلودو او یا کمښت سره مخ کړي دي.

له بلې خوا په تېرو کلونو کې د دولت لخوا  په ښار كې د مېشتو خلکو لپاره د کانالونه د کېندلو يوه طرحه تر لاس لاندې نیول شوې وه، پداسې حال كې، چې په كليو او بانډو كې خلك له ككړو او غير صحي اوبو څخه كار اخلي، ځكه هلته نه نلونه شته او نه هم ژورې څاګانې، نو دوى اړ دي، چې د ويالو، لښتيو، ډنډونو او هغو څاګانو له اوبو څخه كار واخلي، چې  ډير لږ ژور والى لري او له صحي پلوه يې اوبه د څښلو وړ نه دي.

بل لوى كړاو چې د كابل په ښار كې محسوسېږي، تر ځمكې لاندې اوبه دي چې د اټكل له مخې دوه سوه زره متر مكعبه لاندې دي ، چې دغه اندازه يوازې د درې تر درې نيم مليونه خلكو لپاره بسنه كوي، پداسې حال كې چې اټكل کېږي، په راتلونكو ۱۰او يا هم تر ۱۵كلونو پورې به د كابل ښار د اوسېدونكو نفوس له اووه تر اته مليونو پورې ورسېږي.

همدا شان د هېواد په ښارونو او په تېره بيا د كابل په ښار كې هم د ډيرې ګڼې ګوڼې له وجه د ښار ټول اوسېدونكي نه شي كولاى، د نل له اوبو څخه برخمن شي، نو ځكه يې په كورونو كې څاګانې ويستلې، چې د دغو څاګانو اوبه هم پاكې نه دي، لكه څنګه چې وينو په ښار كې يو زيات شمېر جګې ماڼۍ او تعميرونه جوړ شوي، چې د ښار په بېلابېلو سيمو كې يې د بد رفت ژورې څاګانې كېندلې، چې دا كار د دې لامل ګرځي، چې د څښاك د اوبو څاګان هم اغېزمن كړي. له بلې خوا له دې كبله، چې د كانالزاسيون يو منظم سيستم وجود نه لري، نو د داسې څاګانو اوبه غير صحي دي.

په هېواد كې د يوه منظم سيستم نه درلودل د دې لامل ګرځيدلى، چې زموږ هېوادوال له پاكو او صحي اوبو څخه محروم پاتې شي، پداسې حال كې، چې نژدې ۸۱ متر مكعبه اوبه زموږ له هېواده بې ځايه او بهر تويېږي. كه چېرته دولت په سمه توګه او بنسټيز ډول كار وكړي، كولاى شي دغه اوبه مهار كړي او د كانالونو او د اوبو د ذخيرو په جوړولو سره د صحي اوبو له پلوه د خلكو ستونزې اوارې كړي او زموږ خلك له پاكو او صحي اوبو څخه، چې يوه حياتي ماده ده، برخمن شي. 

        

ملکیان دې خوندي کړی شي

 

ملکیان دې خوندي کړی شي

په دې وروستیو کې یو ځل بیا د ملکي تلفاتو د ډیریدو خبرې کیږي، چې له بده مرغه هرکله چې بیا د ښکیلو غاړوڅخه په دې هکله پوښتل کیږي، دا خبره ترینه اوریدل کیږي چې جګړه ده او په جګړه کې خو حلوا نه ویشل کیږي .

خو بالاخره جګړه هم ځان ته اصول او قوانین لري ، چې په نړۍ کې د جنګ ښکیلې غاړې یې په رعایت مکلفې دي. له کومه وخته چې په هیواد کې د جګړې خونړی ټغر غوړول شوی دی ، له هغه وخت څخه بیا را په دیخوا بې ګناه او ملکي افغانان د دغو خپل منځیو جګړو قرباني کیږي. د ۱۳۵۷ کال د ثور له اوومې نیټې تر ۱۳۷۱ کال تر اتمې نیټې یو نیم ملیونه کسان شهیدان ، دوه ملیونه معیوب ، پنځه ملیونه بې ځایه شوي او د یو ملیونو په شاوخواکې ښځې کونډې شوې او د ۱۷۷ ملیارده ډالرو په ارزښت زیر بنایي او عام المنفعه تاسیسات له منځه تللي .

تر هغه وروسته یعنې د ۱۳۷۱ کال د ثور له اتمې تر ۱۳۷۵ کال ۶۵ زره کابلیان ووژل شول او د ۱۲۷ ملیارد ډالرو په ارزښت زیر بنايي تاسیسات هم له منځه لاړل ، چې تر دې دمه د دوه ملیونو په شاو خواکې بې ګناه افغانان وژل شوي.

ملګري ملتونو په خپل هغه رپوټ کې چې څه وخت وړاندې یې خپور کړ، دا په ګوته کړه ، هغه ملکېان چې د سږکال په اولو شپږو مېاشتو کې وژل شوي او ېا زخمي شوي ، دهغو شمېر د پروسږکال په تناسب ٣١ فېصده زېات دی. په دغه شمېر کې ١٣٠٠ مړي او ٢٠٠٠ زخمېان شامل دي.

د ملګرو ملتونو رپوټ وايي، چې د حکومت ضد قواوې په افغانستان کې د ٧٦ فېصده ځاني تلفاتو مسوولېت په غاړه لري او دا د تېرکال په تناسب ٥٣ فېصده زېاتوالی څرګندوي. په دغه رپوټ کې ١٢ فېصده تلفات دامرېکا، ناټو او حکومت طرفدارو قواوته منسوب ګڼل کېږی.

د ملګرو ملتونو خاص استاځي ستېفن ډي مستورا دغه رپوټ دخبردارۍ رپوټ بللی دی. د هغه په وینا چې ددغی شخړې غټ قېمت او انساني تاوان د ملکېانو له خوانه ورکول کېږی، په خاصه توګه د ښځو اوماشومانو له خوانه.

په  افغانستان کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله هغه نه ختمیدونکی داستان دی ، چې د طالبانو له دوهم ځلي منځ ته راتګ (۲۰۰۴) کال څخه را پدیخوا یو ځل بیا پرته له ځنډه ادامه لري او دهغه ختم ته نه یوازې هیله من کیدای نه شو ،بلکې د ناټو د جنرالانو په وینا ،. چې د جګړې په تشدید یا چټکتیا سره به دغه مرګ ژوبلې او تلفات نور هم  زیات شي.

په روانه تپل شوې جګړه کې عملیات داسې تر سره کیږي، چې له دواړو لوریو ملکي کسانو ته د یوه میږي په اندازه هم پاملرنه نه کیږي او په ډیره بې رحمانه توګه د مرګ کومي ته استول کیږي.  تر ټولو دردونکې خو بیا دا ده ، چې په څو څو واره دا تیروتنې تکراریږي او وروسته بیا د بښنې په غوښتو او یا په دې اړه به تحقیق تر سره شي بسنه کیږي . پوښتنه خو دا ده چې ولې بهرني جنرالان په وار وار سره خلکو ته د وضعیت د لا خرابیدو بد زیری ورکوي؟ سربیره پر دې چې په هیواد کې د امنیت د تامین په مقصد د ملګرو ملتونو او نړیوالو د پریکړو پر بنسټ د څلویښتو په شاوخواکې بهرني قوتونه هم شتون لري، خو بیا هم خلکو ته له نا امنیو څخه د ویرې پیغامونه ورکول کیږي. په تیرو څه د پاسه دیرش کلونو جګړو کې خلک له ویرې ډکې د ژوندانه شپې ورځې تیروي او د هر نوي دولت په راتلو یې د سولې او آرامۍ هیلې او آرزوګانې په زړونو کې غوټې وهي ، خو له بده مرغه بیا ډیر ژر يې دا هیلې او آرزوګانې د جګړې د نوې لړۍ له پیل سره له خاورو سره خاورې شوې.

په پای کې ویلی شو چې د افغانستان جګړه اوس په یوه نه حلیدونکې معما بدله شوې ، چې حتی نړیوال یې د حل لارې ته ګوته په خوله دي، خو یو څه چې د ویلو وړ دي هغه دا دي چې تر څو په خپله افغانان سره یو لاس او یو موټی نه شي او دغې غمیزې ته د حل لاره ونه مومي، نورې ټولې هڅې به بې ګټې وي.     

 

د وړو نجونو ودول، بل ظلم

 

د وړو نجونو ودول، بل ظلم

په هیواد کې ۵۰ سلنه نجونې له ۱۵ کلنۍ څخه په کم عمر کې ودیږي، چې دا یو ناقانونه عمل دی. دغه ټکی په هغه سروې کې څرګند شوی، چې په هیواد کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي په اړه د یوناما د بشر د حقونو څانګې لخوا تر سره شوې ده.

د ۲۰۱۰ کال په اوږدو کې د شمالي ولایتونو په ګډون چې کومه سروې ترسره شوه ښیي، چې د همدې کورني تاوتریخوالي له کبله دي، چې نجونې له کور څخه تښتیدو او نورو غیر قانوني کړنو لکه ځان وژنه او ځان سوځونې ته مخه کوي.

 د نجونو او ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زموږ په دودیزه ټولنه کې کومه نوې پدیده نه ده، بلکې له کلونو، کلونو راپدیخوا زموږ په  نارینه سالاره ټولنه کې د نجونو او ښځو په وړاندې په بېلابېلو بڼو تاوتریخوالی وجود لري. په ډېری لرې پرتو سیمو کې، چې کله په یوه کورنۍ کې نجلۍ زیږي، د زیږون په هماغه لومړیو شیبو کې د پلار او یا د مور د خپلوانو زوی ته په نامه کیږي او یا هم همدا چې د اوو کلونو شي، نو بیا یې یو چا ته په نامه او یا هم ودوي.

به لرې پرتو سیمو کې لا هم چې ۹ کاله د کرزي د حکومت تیریږي د نجونو لپاره د لیک لوست شرایط برابر نه دي او نجونې نشي کولای، چې وروسته له اووه کلنۍ څخه له کور څخه بهر ووځي. زموږ د ټولنې د وروسته پاتې سیمو نجونې بیا کله چې د دوو کورنیو تر منځ بدي یا دښمني رامنځته کیږي، نو بیا په بدو کې ورکول کیږي او پرته له دې، چې د هغوی عمر یا سن ته پاملرنه وشي، یا د ډېر عمر او ښځې او ماشومانو خاوند سړي ته ودیږي او یا هم د کلي د مشرانو او سپین ږیرو د پریکړې پر بنسټ یوه ډېر وړوکي ماشوم ته په نکاح ورکول کیږي، دا ټول هغه بې ځایه دود او دستورونه دي، چې زموږ په ټولنې د وګړو د بې سوادۍ او ناپوهۍ له کبله په ټولنه کې له کلونو، کلونو راپدیخوا په ځای پاتې دي.

که په ټولیز ډول نظر وکړو وینو، چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی په ټوله نړۍ ان په پرمختللو ټولنو او هېوادونو کې هم وجود لري، خو توپیر په دې کې دی، چې د دغو تاوتریخوالو بڼې توپیر لري.

په پرمختللو هیوادونو کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی په مډرنه یا په پرمختللې بڼه موجود دی. خو زموږ په هیواد کې بیا دغه تاوتریخوالی د سواد د ټیټې کچې، اقتصادي ستونزې، کورنیو ناخوالو او بې ځایه دود او دستورونو له کبله موجود دي.

د دغو تاوتریخوالو قرباني بیا تنکی نجونې او ښځې دي. زموږ هیواد له ډیرو پخوا وختونو راپدیخوا د هغو ټولنیزو ناخوالو شاهد دی، چې په کې نه یوازې ښځې او نجونې موخه کرځي، بلکې د ناوړه دود او دستورونو له وجهې، تنکي ځوانان او نارینه هم قربانی کیږي، کله چې په یوه کورنۍ کې کوم نارینه مری، نو بیا د هغه کونډه د دې حق نه لری، چې له کوره ووځي، هغه په دې مفهوم، چې د میړه د کورنۍ له یوه غړي سره به که هغه ماشوم وي یا ځوان او که سپین ږیری نکاح کوي. او که نه نو د سرغړونې په صورت کې ماشومان ترې اخیستل کېږي او کونډه له کوره وباسي. دا ټولې هغه ناخوالې دي، چې زموږ د ټولنې نجونې او ښځې یې زغمي.

زموږ د ټولنې يوه بدبختي دا ده، چې ښځې ته هميشه د دوهم جنس په سترګه كتل كيږي او تل د كورنيو او ټولنيزو ستونزو په رامنځته كيدو كې تر نارينه وو، ډيره پړه بلل  کېږي. ډېر ځله دا ليدل شوي، چې په يو زيات شمېر كورنيو كې که کله هم د كورنۍ نارينه غړی له كومې ستونزې سره مخ شي، نو بيا ښځه تر فشار لاندې نيسي. همدا شان د سوځېدنو په پيښو كې هم ډيری متضررې ښځې دي، چې د کورنیو د ډېرو ظلمونو له کبله ځان سوځونه کوي.

تجربو ښودلې حتى كه د ستونزو په رامنځته كيدو كې سل په سله هم نارينه ملامته وي، خو بيا هم سزا ښځې ته وركول كيږي، ځكه چې زموږ ټولنه نارينه سالاره ده او يو نارينه دا حق لري، چې له ښځې سره هر ډول، چې وغواړي چارچلن وكړي. هغه د يوه جنس په ډول خرڅه كړي، د يوه حيوان په ډول ترينه كار واخلي، د ژوندانه ناخوالې پرې تحميل كړي او په پاى كې يې كه په اصطلاح ريګ ترغاښ لاندې راغى، حتى هغه ووژني. دا مبالغه نه ده، ځكه په تيره يوه مياشت كې يو ځل بيا د هيواد له بيلابيلو سيمو څخه د كورنۍ د نارينه غړو له خوا د ښځو د وژنو ډيرې پيښې رامنځته شوې، چې سختې دردوونكې او نه زغمونکې دي

په کوټلي ډول په افغاني ټولنه کې په تېرو څو کلونو کې د ښځو ژوند ته ورپېښې ستونزې او هغوی ته همیشه د دويم جنس په سترګه کتل او نظر ته يې اهميت نه ورکول او په پای کې د بېلابېلو تورونو په پورې کولو سره د هغوی د وژلو يو لوی عامل د دولت، د عالمانو د شورا او د ښځو په چارو کې د اړوندو کورنيو او بهرنيو ادارو، چې په سلګونه مليونه ډالره په دې موخه ترلاسه کوي، چې د ښځو ژوند ته بهبودي ورکړي، نارسايي او د داسې پېښو په وړاندې د دوی نه جديت دی. که چېرته دغه وضعيت دوام وکړي، د ډېرۍ افغان مېرمنو ژوند به له ګواښ سره مخ وي.

 

له ښاروالې سره مرسته د ښاریانو دنده

 

له ښاروالې سره مرسته د ښاریانو دنده

د کابل ښار د افغانستان د مشهورو او لرغونو ښارونو څخه شميرل کيږى، چې د تاريخ په مختلفو دورو کې د مرکزي حيثيت درلودونکی دی.

د لرغون پېژندونکو د اټکل له مخې د افغانستان پایتخت (کابل) ٢٨٨٠ کاله لرغونتوب لري، يعنى د ايټاليې د روم د ښار له جوړيدو څخه  يوه پېړۍ دمخه رامنځته شويدى.

دې ټکي ته په کتو سره،  د افغانستان حکومت د لړم د مياشتې په ٢٠ نېټه په کابل ښار کې د کابل د پيدايښت ورځ د يوه ورځني علمي او څيړنيز سمينار په ترڅ کې ولمانځله.

ددې سمينار موخه، کابليانو ته د يو ښه حس ورکول وو، ترڅو پوه شي چې کابل په تېرو پېړيو کې څنګه و. کابل د وياړ، پاک او د درناوى ښار و او هغو کسانو چې د لړم د مياشتې د ٢٠ نېټې په مراسمو کې ګډون کړی و، ټولو په يوه خوله وويل: " دا د کابل ښار د برم د بيا ترلاسه کولو وخت دى."

نن ورځ، پلازمينه په چټکۍ سره پراختيا مومي، خو له موجوده خاورو  او ګڼ شمېر خوسا شویو کثافاتو سره مبارزه دوام لري او د نورو ښارونو په شان د ښار چاپېريال د ګاډو، جنراتورونو، په بخاريو کې د کثافاتو او لرګيو د سوځولو له امله ککړ دى.

د ښار وياړ د هر ښار لپاره مهم دى، په ځانګړې توګه لکه کابل ښار ته چې د بېلابېلو ننګونو سره مخ دى. ددې لرغوني ښار د برم د بيا ترلاسه کولو لپاره بايد د هغه څارنه وشي، هغه پاک وساتل شي او له کابل ښاروالۍ سره مرسته وشي.

له کوم وخت نه چې په هیواد کې تپل شوې جګړې پيل شوې، د هیواد له بیلابیلو ولایتونو څخه د هیوادوالو د راتګ بهیر ، کابل ښار ته زور وموند او له هر ګوټ څخه خلک یا د ناامنیو او یا هم د کار د نه شتون له کبله کابل ښار ته را کډه شول او په دې ډول د کابل ښار له خپل ګنجایش څخه زیات د استوګنو جوګه شو. طبعا کله چې په یوه محیط کې له اندازې زیاته ګڼه ګوڼه جوړه شي، نو حتمي ده، چې د هغه سیمې په چاپیریال کې هم څه ناڅه ستونزې رامنځ ته کیږي. کابل ښار هم د تاریخ په اوږدو ، په تیره بیا په تیرو وروستیو کلونو کې له ډول ډول چاپیریالي ستونزو سره مخامخ شوی.

زموږ د پيړۍ او اوسني عصر لويه ستونزه محيطي پرابلومونه او ستونزې جوړوي. د چاپيريال ككړتيا اوسني نسل ته لوى ګواښ متوجه كړى دى. پوهانو ته ثابته شوې ده، چې د چاپيريال ساتنې په برخه كې څيړنې نظر نورو ټولو څيړنو ته ستونزمنې، مهمې ، د بيلابيلو برخو لرونكې او ضروري دي. چاپيريال ساتنه او د طبيعي توازن حفظ هم د بشريت او هم د ټولو نورو ژونديو موجوداتو ( ونو ، بوټو، ژويو) لپاره حياتي ارزښت لري. زموږ په ټولنه كې هم دا ستونزه په يوه اساسي او دپام وړ مسلې اوښتې ده. دا څرګند حقیقت دی چې د هر هیواد پایتخت د هغه نمایندګي یا استازیتوب کوي.

کابل چې د هیواد پایتخت یادیږي هغه ښار دی، چې ورته د بیلابیلو هیوادونو څخه بهرني میلمانه راځي. پرته له هغې هم د پایتخت په صفت لازمه ده چې د پاک ساتلو په چارو کې یې د ښاروالۍ تر څنګ ‎، ښاریان هم خپله ونډه ادا کړي. په ښار کې له حده زیاته ګڼه ګوڼه ، د ځینو ښاریانو لخوا د ښاري فرهنګ نه مراعاتول او نه پاملرنه ټول د دې لامل ګرځیدلي، چې کابل بدل شي په له کثافاتو ډک ښار او سرکونه یې هم د ډیرو نقلیه وسیلو له کبله په ساعتونو ساعتونو د ټرافیک په مخ وتړل شي.

سره له دومره ستونزو له تیرو څو میاشتو را پدیخوا وینو، چې کابل ښاروالې یو لړ هڅې د ښار د سړکونو، کوڅو او لښتیو په جوړولو او د ټولیزو حشرونو په لاره اچولوسره  د ښار د بیلابیلو سیمو په پاکولو کې پیل کړې ، چې په رښتیا هم د ښار په بڼه کې د پام وړ بدلون رامنځ ته شوی ، چې دا په ډاګه کیږي چې کار په پوره درز روان دی او دا هڅې د نوي کابل ښاروال په راتګ سره پیل شوې، چې واقعا د ستاینې وړ دي.

 دهمدغو هڅو په ویاړ وو، چې د ولسي جرګې لخوا کابل ښاروال او ټیم یې د تلې یا میزان د میاشتې په ۲۷ مه نیټه ولسي جرګې ته وربلل شوي وو، چې د خپلو کارونو راپور ورکړي او بیا د جرګې د استازو لخوا د هغوی د ښو او با ارزښتو کارونو له کبله د ستاینلیک په ورکولو وویاړل شول.

خو دا باید له یاده ونه باسو چې تر څو په خپله کابل ښاریان خپل مسوولیتونه درک نه کړي او په هغه څه چې مکلف شوي ، هغه په پام کې ونه نیسي او له اړوندو چارواکو سره د ښار په پاک ساتلو او بیا رغونه کې مرسته ونه کړي ، که ښاروالې هر څومره هڅه وکړي ، نو دومره به ګټوره نه وي، ځکه هغه متل دی ، چې وايی:( له یوه لاس څخه ټک نه خیژي) نو ځکه خو د خلکو مرسته، د مسوولیتونو احساس او د عمل په ډګر کې کار له مهم او اړینو ټکو څخه دي.

 

ایډز د بشري ټولنو اندیښنه

 

ایډز د بشري ټولنو اندیښنه

ایډز يوه انتاني ناروغي ده، چې د انسان د بدن د دفاعي سيسټم د ناتوانۍ او ويجاړتيا لامل ګرځي. او په پايله كې د ناروغيو  يعنې د فرصت لټوونكو انتاناتو او ( سرطان) د پرمختګ او بالاخره د مړينې لامل ګرځي.

په ۱۹۸۱ ميلادي كال په امريكا كې د يوې ناپېژندل شوې ناروغۍ رپوټ وركړل شو. په ۱۹۸۳ ميلادي كال كې  فرانسې دا ويروس كشف اود ايډز نوم پرې كېښودل شو، چې د نوموړې ناروغۍ چټك خپراوى د ډيرو تلفاتو لامل شو .

ايډزيواځې په 2005 ميلادي کال کې پنځه مليونه اوپنځه لکه کسان ووژل، چې داشمېره په ټولوجګړوکې د وژل شووکسانوله شمېرې سره د پرتلې وړنده په تېرو ديرشوکلونوکې ديرش مليونه کسانو په ايډز ناروغۍ داخته کېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى  او څلوېښت مليونه کسان نورهم ددې وژونکې ناروغۍ لېږدوونکي دي .

  ايډز د اوسنۍ پيړۍ تر ټولو وژونکې ناروغي ده هغه ناروغي، چې له پيژندنې يې څه دپاسه ٢٥ کاله تيريږي، خو څه د پاسه ٢٤  ميليونه انسانان يې د مرګ کندې ته استولي دي. دغه شميره  په نولسمه پيړۍ کې د طاعون د ناروغۍ او ډيرو جنګونو او سيلابونو له قربانيانو ډيره ده.   ملګرو ملتونو له ايډز سره د مبارزې  ادارې  د ډسامبر دمياشتې لومړۍ نيټه له دغې وژونکې ناروغۍ سره د مبارزې ورځ اعلان کړې ده، چې د ايډز نړيواله ورځ بلل کيږي.                                                                                                       

 له ايډز سره د مبارزې ورځ له دې امله مهمه ده، چې نړيوالو ته ورپه زړه کوي، چې ايچ آي وي ایډز ويروس اوس هم  شته دى  او له منځه نه دى تللى او ضروري ده، چې د ختمولو لپاره يې اساسي اقدامات وشي.

د سيمې په كچه افغانستان هغه هيواد دى، چې ډېر ژر د دغې مهلكې ناروغۍ ښكار ګرځېدلى شي، ځكه يو زيات شمېر افغانان د تېرو جګړو او دوامدارې اوزګارتيا له كبله نږدې ګاونډيو هيوادونو ته كډوال شوي او په بېلابېلو بڼو د دغې ناروغۍ ښكار شوي دي. اوس، چې دغه هيواد وال بېرته راګرځي، دغه ناروغي هم ورسره رادرومي، دغه د بېرته راستنيدو لړۍ، چې ورځ په ورځ پراختيا مومي ورسره د دغې ناروغۍ د انتقال وېره هم زياته ده. كه څه هم اړوندې ادارې او چارواكي يو لړ امار او ارقام په دې برخه كې وړاندې كوي، خو دا هيڅكله هم هغه واقعي ارقام نه ارايه كوي، چې څومره افغانان د ايډز په ناروغۍ اخته دي.

که څه هم په افغانستان كې تر اوسه د ايدز ناروغانو د شميرې د معلومولو په خاطر كومه خاصه څيړنه، نه ده تر سره شوې، خو په دې وروستيو كې د عامې روغتيا وزارت اعلان كړى، چې په افغانستان كې د دغې ناروغۍ د ناروغانو شميره مخ په زياتيدو ده او تر اوسه د ټول هيواد په كچه ۶۳۶ تنه په دې ناروغۍ اخته دي، چې دا شميره صحي مركزونو ته د دغو كسانو له ورتګ څخه په ډاګه شوې ده. همداشان چارواكو ګواښنه كړې، چې شايد دغه شميره د ټول هيواد په كچه د ۳۰۰۰ نه تر ۳۵۰۰ پورې ورسيږي.

خو ځينې كارپوهان بيا په دې ګروهه دي، چې ښايي دغه شميره تر ۴۰۰۰ تنو پورې هم ورسيږي. په افغانستان كې ډير داسې بالقوه عوامل شته، چې په دغې ناروغۍ د ككړو كسانو په شمير كې د پام وړ زياتوالى راولي.

بهر ته د هيوادوالو مهاجرتونه، په دغې ناروغۍ د اخته كيدو او د هغې د مخنيوي په هكله د خلكو نه خبرتيا، په مخدره توكو د يو زيات شمير كسانو روږدېدنه، په تيره بيا هغه مخدره توكي، چې د پيچكارۍ په وسيله تزريقيږي، د نظافت نه مراعاتول، په روغتونونو او كلينيكونو كې د طبي وسايلو نه تعقيمول او په ټولنه كې د اخلاقي فساد د شتون له كبله د غير مشروع او ناوړه جنسي اړيكو شتون هغه څه دي، چې د ايدز د ناروغۍ لامل کیږي. 

دغه ناروغي په افغانستان كې بدنامه ناروغي ګڼل كېږي او ډېرى خلك هغه په جنسي روابطو پورې تړي، نو له دې كبله ډېرى خلك روغتيايي مركزونو ته له مراجعې څخه ډډه كوي.

پر نورو لارو سربېره لكه څنګه دمخه ورته اشاره وشوه، ايدز هغه ناروغي ده، چې د مخدره موادو د استعمال له لارې هم سرايت كوي، د ملګرو ملتونو د سازمان د وروستيو احصاييو او ارقامو له مخې دم ګړۍ په افغانستان كې، يو مليون خلك په مخدره توكو روږدي دي او له دې جملې څخه ۷۰۰۰ تنه دغه معتادان تزريقي مخدرات كاروي، چې په خواشينۍ سره تراوسه د دغو كسانو معاينات هم نه دي ترسره شوي، چې دا پخپل ځاى د ډېرې اندېښنې وړ خبره ده.

د ايډز د ناروغۍ پراختيا يوه ستره نړيواله اندېښنه ده، د نړيوالو ارقامو له مخې دم ګړۍ د ټولې نړۍ په كچه له ۳۳ مليونو څخه زیات خلك په دغې ناروغۍ اخته دي، چې پوره نيمه برخه يې ښځې دي.

د هغو احصايو له مخې، چې د بيلابيلو مراجعو له خوا خپاره شوي دي، د دې څرګندويي كوي، چې په افغانستان كې د ايډز په ناروغۍ د اخته كسانو په منځ كې زياته برخه نارينه دي.

  

ښځې به تر کله قرباني ورکوي

 

ښځې به تر کله قرباني ورکوي

تاوتریخوالی په ټولنه کې د یوناسمې ښکارندې په توګه ، له کورنۍ څخه ټولنې ته له بشري حقونو څخه د سرغړونې لاره اواره وي.

دا ناوړه پدیده ، زموږ په ټولنه کې تر ټولو نورو هغو په ښځو او ماشومانو ډیره تر سره کیږي او د تاریخ په اوږدو کې ښځې او ماشومان په کورنۍ او ټولنه کې د تاوتریخوالي له بیلابیلو بڼو سره مخامخ کیږي.

له اتو کلونو را پدیخوا د دغې پدیدې په وړاندې په هیواد کې د بیلابیلو بنسټونو او مرکزونو لخوا مبارزه روانه ده او د پخوا په پرتله زموږ د ټولنې وګړي ښځې او نارینه په دې پوه شوي، چې تاوتریخوالی څه دی او څه ناوړه پایلې او دردونکې غمیزې ترینه رامنځ ته کیدای شي.

خو له بده مرغه په ټولنه کې د سواد د کچې ټیټوالی، ناوړه او بې ځایه دود او دستور ، اقتصادي ستونزې، د نارینه سالارۍ د روحیې شتون او د ښځو په وړاندې حساسیتونه ټول هغه څه دي ، چې بیا هم د ښځو په وړاندې په کورنۍ او ټولنه کې تاوتریخوالی را پاروي او اند تر دې چې ډیری وخت بیا ښځې دې ته اړ کیږي چې د الهي سترې پیرزوینې یعنې ژوندانه څخه هم تیرې شي او ځان وژنې ته مخه کړي ، چې البته باید ووایو، چې دا هم یوه معقوله او د حل لاره نه ده.ځکه په ځان وژنې سره نه یوازې خپل ژوند ته د پای ټکی ږدي ،بلکې یوه کورنۍ په تیره بیا خپل ماشومان په بې سر نوشتۍ کې پریږدي.

په ښځو کې ځان وژنې هم سربیره پر تاوتریخوالي نور عوامل هم لري لکه رواني ناروغۍ چې هغه هم بیلابیل عوامل لري لکه:

جګړه ،كورنۍ او ټولنيز تاوتريخوالی ، لوږه ، بد امني او بې وزلي ، چې ښځې تر نورو زياتې ترينه زيانمنې كيږي او همدا وجه ده، چې د رواني ناروغيو پيښې تر نارنيه و زياتې په ښځو كې ليدل كيږي.

يوې نوې څيړنې ښودلې، چې همدا اوس په هيواد كې  دهغو ښځو شميره، چې په سختې رواني ناروغۍ اخته دي په سلو كې ۲۸ فيصده يعنې نږدې دوه ميليونه تنو ته رسيدلې.

په افغانستان كې په كال كې له پنځلس كلنۍ څخه تر څلويښت كلنۍ پورې نږدې ۲۲۰۰ ښځې ځان وژني، چې دغه رقم د۱۳۴۰ هجري لمريز كال په پرتله څو برابره لوړ والی ښيي.

خو راځو دې ټکي ته چې څنګه او په څه ډول، سره له دې چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په خاطر په دې وروستیو کې د قانون پر نافذیدو سربیره، په دې برخه کې زیات شمیر کورنۍ او بهرنۍ موسسې هم د ډیرو پیسو په لګولو سره په کار لګیا دي. خو له بده مرغه بیا هم د هیواد له بیلابیلو سیمو څخه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ډیرې دردونکې او نه زغمونکې پیښې تر غوږو کیږي.

په دې وروستیو کې له هلمند ولایت څخه، هلته چې په څو تیرو کلونو کې یې خلک د ډیرو سختو جنګ جګړو او تاوتریخوالو شاهدان وو، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو خبرونه تر غوږو کیږي. همداشان د هیواد په بل ولایت هرات کې هم د ځان سوزونو پیښې مخ په زیاتیدو دي. دا په خپله د دې څرګندويي کوي، چې نه یوازې دغه شومه پدیده ورکه شوې نه ده بلکې ورځ تر بلې یې پیښې دهیواد په بیلابیلو سیمو کې مخ په زیاتیدو هم دي، چې د رښتیني حل لارې په لټولو کې لا زیاتوهڅو او هاند ته اړتیا لیدل کیږي.

 زموږ په ټولنه کې ښځې د ځینې نورو هیوادونو په شان تر دوو ستمونو لاندې ژوند کوي: یو طبقاتي ستم او بل د نارینه تر ستم لاندې. په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی ډیر اوږد تاریخ لري، خو په تیرو دریو لسیزو کې  افغان میرمنو تر ټولو ډیر کړیدلی ژوند تیر کړی دی.

افغانې ښځې د نړۍ تر ټولو کړیدلې ښځې دي. نه پوهنې ته لاسرسی لري، نه زده کړې ته، نه روغتیا ته او نه هم آن لومړنیو انساني حقوقو ته. هغوی اړې دي، چې د بیوزلۍ له امله خپل ماشومان  وپلوري، ځان ته اور ورته کړي، ځان زندۍ کړي، وټکول شي، ناانساني چلند وزغمي او له کورونو څخه په تیښتې سره د ناڅرګند برخلیک په لوري لاړې شي.

د ښځو په وړاندې د دغو ټولو ستونزو د له منځه وړلو په خاطر جدي او هر اړخیزې مبارزې ته اړتیا ده .

موږ يوازې د ښاري ښځو ژوند ته په كتو سره نشو كولاى، د هغوى د حقونو د تامين يا نه تامين ارزونه وكړو بلكې د هيواد په لرې پرتو سيمو كې زموږ خويندې په ډير بد او ناوړه حالت كې ژوند كوي او اصلا د حق تر نامه لاندې كومه كلمه هم نه پيژني، پاتې لا څه، چې دوى زده كړه وكړي او يا هم له كور څخه بهر ووځي او يا هم د نظر وركولو حق ولري. په هر صورت د ځان سوزونې ناوړه او شومه پديده پر ښځو باندې د نارينه او كورنۍ د نورو غړو له خوا له حده زيات زور زياتى او ظلم څرګندوي ، چې په پايله كې يوه ښځه دې ته حاضريږي، چې خپل ژوند ته چې د نړۍ ټولو موجوداتو ته د خداى وركړه او پيرزوينه ده د پاى ټكى كيږدي.

  

ککړ چاپيریال ټولنې ته ګواښ

 

ککړ چاپيریال ټولنې ته ګواښ

ککړ چاپیریال زموږ د ټولنې او خلکو یوه بله ستونزه ده چې په دې وروستیو کلونو کې یې زور موندلی او خلکو ته یې دسالم  ژوند ساحه تنګه کړې ده . په هیواد کې د ناپاکه چاپیریال له کبله زیږیدلې ستونزې ډیری په لویو ښارونو او هغو سیمو کې تر سترګو کیږي چې د ډیر نفوس درلودونکې دي، په تیره بیا دغه ستونزه د هیواد په مرکز کابل ښار کې ډیره زیاته ده.

په وروستیو کلونو کې د کابل پر ښار د هیواد له نورو ولایتونو څخه د خلکو بې کنټروله راتګ او دا چې د ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۶ کاله د کابل ښار د نفوسو زیاتیدل له ۲ ملیونو نه ۵ ملیونه ته په خپله یوه حیرانوونکې خبره ده.

دا څرګند حقیقت دی چې د نفوسو له زیاتوالي سره، ځینې ستونزې لکه د کثافاتو ډیریدل د نقلیه وسایطو بیروبار، په ښار کې د ګرد او دود زیاتوالی ټول د یوه ناسالمه چاپیریال د رامنځ ته کیدو زمینه برابروي.

زموږ د پيړۍ او اوسني عصر لويه ستونزه محيطي پرابلومونه او ستونزې جوړوي. د چاپيريال ككړتيا اوسني نسل ته لوى ګواښ متوجه كړى دى. پوهانو ته ثابته شوې ده، چې د چاپيريال ساتنې په برخه كې څيړنې نظر نورو ټولو څيړنو ته ستونزمنې، مهمې ، د بيلابيلو برخو لرونكې او ضروري دي. چاپيريال ساتنه او د طبيعي توازن حفظ هم د بشريت او هم د ټولو نورو ژونديو موجوداتو

( ونو ، بوټو، ژويو) لپاره حياتي ارزښت لري. زموږ په ټولنه كې هم دا ستونزه په يوه اساسي او دپام وړ مسلې اوښتې ده ، په تيره بيا په كابل ښار كې چاپيريال دومره ككړ او غير صحي دى، چې ځينې وخت خو په ډيره كمه فاصله كې  د موټرو ډريوران په دې نه توانيږي ، چې مقابل لورى وويني .

دغه راز په سلوكې د شپږو په شاوخواکې خلك د ژمي په موسم كې د خپلو كورونو د تودوخې د تامين لپاره برقي او بريښنايي انرژيوته لاسرسي لري او پاتې نوريې د حرارت او تودوخې د تامين په برخه كې له جدي ستونزو سره مخ دي او په معمولي توګه له لرګيو، فوسيلي موادو، تيلو او غازو څخه استفاده كوي، چې په نتيجه كې يې په ښارونوكې د چاپيريال د ككړتيا زمينه برابرېږي.

كه چېرې د افغانستان په كچه د يوه لوى او سترمثال په توګه له كابل ښاره يادونه وكړو، ليدل كېږي، چې نه يوازې  په سلهاوو  زره نقليه وسيلې په ورځنۍ كچه په ټنونو زهري ګازات فضا ته استوي، بلكې وړې او غټې كارخانې، داشونه د خښتو بټۍ ، بدرفتونه اود كاناليزاسيون نه موجوديت هم د چاپيريال په ككړولو كې خورا زياته ونډه لري.

د هوا د ككړتيا  په سلو ۷۰ لامل د هغو ناسوځنده موادو په سبب دي، چې له موټرو دباندې وځي او په فضا كې معلق پاتې كېږي.

د افغانستان ښكلى چاپيريال، چې پخوا يې د توريزم له نظره د زياتو نړيوالو سيلانيانو پاملرنه ځانته را اړولې وه او له دې لارې هيواد ته ډير عايدات تر لاسه كيدل، اوس يې د چاپيريال د تخريب او ويجاړيدنې او دامنيت د ناډاډمن حالت په صورت كې دا ارزښت او اهميت په بشپړه توګه له لاسه وركړى دى.

ښارونو ته د خلكو د زيات بهير د راماتيدو، داستو ګنې لپاره دمناسبو كورونو كمښت او دښاروالۍ دخدمتونو نشتوالى، په ښارونو كې د خلكو ګڼه ګوڼه او تر څنګ يې د نقليه وسايلو د زياتوالي له امله د هوا او اوبو د ككړتيا او داسې نورو بې شميره ستونزو په خپل ځاى د ژوند چاپيريال له ډير ناوړه حالت سره مخامخ كړى دى.

د يو ملت داستو ګنو د ژوند د چاپيريال ساتنه تر هر څه لومړى د هغوى خپله لومړنۍ او اساسي دنده ګڼل كيږي، ځكه چې انسان په خپله د ژوند د چاپيريال د تخريب او هم يې د ساتنې، بيارغونې او ښېرازه كولو په چارو كې بنسټيز نقش لري. نو همدې ټكي ته په پاملرنې موږ د خپل هيواد د ژوند د چاپيريال د ويجاړيدنې د مخنيوي لپاره تر هر څه لومړى په ملي سطحه د ژوند د چاپيريال ساتنې د فعالو ارګانونو او ادارو د موجوديت اړتيا احساسوو، چې د اجراآتو لپاره لازم قوانين او لايحې ولري، چې دا د دولت دنده او مسووليت دى او همداشان د ټولنې د استوګنو وګړو دنده ده ، چې د خپل چاپیریال په ساتنه کې له ښاروالې او نورو اړوندو چارواکو سره مرسته وکړي.

 

بې کیفیته خوراکي توکي، د ناروغیو لامل

 

بې کیفیته خوراکي توکي، د ناروغیو لامل

افغانستان یو مصرفي هیواد دی، چې د خوراکي توکو په ګډون یې ډیری د مصرف توکي له بهرنیو په تیره بیا ګاونډیو هیوادونو څخه واردیږي ،خو له بده مرغه هیڅ داسې کوم استندرد معیار نشته چې دغه خوراکي توکي تر کنټرول لاندې ونیسي او کله چې د ګټې اخستنې یا استفادې نیټه یې ختمه شي، بیا یې له بازارونو څخه راټول کړي.

دكابل ښار په بازارونو کې دبې كيفيته خوراكي توكو خرڅلاو هغه ستونزه ده، چې دهيوادوالو روغتيا  يې له ستر ګواښ سره مخامخ كړې او اړوندې ادارې يې هم دمخنيوي په خاطر اړين ګامونه نه پورته كوي .

زموږ زيات شمير هيواد وال دبې كيفيته توكو پر وارداتو نيوكه كوي او وايي ،چې په يو شمير هټيو كې داسې خوراكي توكي پلورل كيږي، چې نيټه يې تيره او بې كيفيته دي .

اوسمهال د نورم او استندرد اداره يوازې د نفتي او ساختماني موادو د كنټرول مسووليت په غاړه لري، چې په دې اړه هم په دې اداره كې كوم لابراتوار وجود نه لري. د نورم او استندرد د ادارې د چارواکو په وينا ، دا اداره په نظر كې لري، چې په نږدې راتلونكي كې په بندرونو كې دلابراتوارونو دنصبولو تر څنګ دكابل ښار په يو شمير ماركيټونو كې هم سيار لابراتوارونه نصب كړي .

په بازار کې د بې کیفیته او تاریخ تیرو خوراکي موادو شتون او له هغو څخه د خلکو استفاده کول، روغتیا ته ستر ګواښ دی، چې استفاده کوونکي له ډول ډول ناروغیو سره لاس او ګریوان کوي.

په داسې حال كې ، چې له كلونو راپديخوا ويل كيږي ، چې افغانستان يو زراعتي هيواد دى او وچې او تازه ميوې يې په نړۍ كې سارى نه لري ، خوله بده مرغه همدا زراعتي هيواد نن د نورو غذايي مرستو ته اړ دى . 

له يوې خوا څه دپاسه ديرش كلنه تپل شوې جګړه، له بلې خوا د يوه منظم كرنيز سيستم يا ميكانيزم نه شتون، همداشان پرله پسې وچكالۍ، چې په دا څو كلونو كې يې په هيواد لمن خوره كړې، بې تاثيره نشي پاتې كيداى. له دې كبله، چې هيواد مو يو مصرفي او غير توليدي هيواد دى، نو تل د نورو هيوادونو مرستو ته اړ دى.

له كله نه، چې جګړه پيل شوې دهيواد ټولې ملي او شخصي شتمنۍ چور او تالان شوې. كومې فابريكې او كارخانې، چې په هيواد كې يې فعاليت كاوه، په ټپه ودريدې او يو زيات شمير هيوادوال مو بيكاره شول. يو زيات شمير نور د نا امنيو له كبله دې ته اړ شول، چې خپل ټاټوبى پريږدي او بهر ملكونو ته مخه كړي.

د خوراکي موادو د كيفيت په كنټرول كې تر هر څه لومړی دموادو دنمونې داخيستنې طريقه ده، چې دموادو نمونه بايد مهر او لاك وي او سر يې نه وي خلاص شوی. د اړوندوچارواکو په وینا كله، چې دخوړو مواد دعامې روغتيا وزارت د خوراکي توکو د کیفیت د کنټرول برخې  ته راځي، نو دهغې بسته بندي كنټروليږي . وروسته بيا دا مواد تر كنټرول لاندې نيول كيږي تر څو منفي يا مثبته نتيجه يې ثابته شي .

نفتي مواد ، خوراكي توكي او ساختماني مواد هغه څه دي، چې دبندرونو له لارې هيواد ته راننوځي . كه څه هم ،چې يو شمير له دې موادو څخه دحيرتان بندر ، دعامې روغتيا وزارت او دكابل پوهنتون دانجنيرۍ پوهنځي له خوا كنټروليږي، خو بيا هم دا لابراتوارونه دټولو هغو وارداتي توكو ځواب ورکوونکي نه دي، چې هيواد ته راوړل كيږي .

يو له هغو ستونزو څخه، چې تل دكابل ښار ښاريان ورسره مخ وي او په زياتره حالاتو كې يې دهغوی ژوند ته ستر ګواښ پيښ كړی، دهيواد بازارونو ته دخوړو دبې كيفيته موادو راوړل دي، چې زياته برخه يې دايران ، پاكستان ، هند او چين څخه زموږ هيواد ته راوړل كيږي .

دهيواد د وګړو دروغتيا او ژوند تامينول دهيواد دچارواكو دنده ده او په دې لار كې ستر مسووليت په غاړه لري، خو زموږ دهيواد چارواكي تل دخپلو جیبونو په فكر كې وي .

اړوندې ادارې دې بايد په دې فكر كې وي، چې تر هر څه لومړی هيواد ته د خوړو دقاچاقي موادو د واردیدو مخنيوی وكړي او يا دې په بندرونو كې داسې لابراتوارونه نصب كړي، چې د وارد شويو موادو كيفيت كنټرول كړای شي. هغه شركتونه، چې بې كيفيته مواد واردوي بايد وتړل شي او قانوني سزا وركړل شي په دې خاطر، چې هغوی دانسانانو له ژوند سره لوبې كوي .

د خوراکي توکو دكيفيت دكنټرولولو په خاطر بايد يو منظم سيستم رامنځته شي. د اوس لپاره داسې يو لابراتوار، چې فعاله وي او په منظم ډول خوراكي توكي كنټرول كړي فعال شوی نه دی. كوم لابراتوار، چې  بايد  د وزيرانو شورا دفيصلې پر بنسټ د استندرد دملي ادارې له خوا دعامې روغتيا وزارت ته سپارل شوی و، د پروتوكول دلاسليك سره سره په دولتي ادارو كې دكار شكنۍ له امله دميزونو پرمخ پروت دی او هيڅوك په دې اړه دمسووليت احساس نه لري .

 

په ټاکنو کې د ښځو د پام وړ بریا

 

په ټاکنو کې د ښځو د پام وړ بریا

ښځې، لکه هغسې چې اساسي قانون يې غوښتنه کوي، د ولسي جرګې له 249 څوکيو څخه 68 څوکۍ نيسي، خو په تیرو ټولټاکنو کې له دې کبله چې د نیمروز ولایت د نارینه کاندید څوکۍ هم یوې ښځې وګټله دغه شمیره ۴۹ ته ورسیده. ښځوته همدار راز په ولايتي شوراګانوکې 121 څوکۍ ورکړ شوې، چې ټول ټال 420 غړي لري، چې د نورو ښځينه کانديدانو د نشتوالي له امله هغوی د اساسي قانون د ونډې له مخې له 124 څوکيو څخه يوازې پنځه څوکۍ لاس ته رانه وړی شوې.

په داسې هېواد کې چې ښځې د ډار او دود له مخې او د نارینه و له پوره ځواکمنتیا له کبله شاته پاتې دي، دا په حقيقت کې د پام وړ برياليتوب دی چې افغانو ښځو د وږي یا سنبلې میاشتې په ټولټاکنو کې تر لاسه کړ. په دې ټاکنو کې ښځو وښوده چې څنګه کولای شي په خپل مټ او شهامت د هیواد په بیلابیلو ملي بهیرونو کې د ګډون په خاطرله نارینه وو سره په رقابت یا سیالۍ کې ودریږي.په دې ټاکنو کې د نیمروز ولایت دواړو څوکیو ته د دوو ښځو هرې یوې (فرشته امیني او فریده حمیدي) بریالیتوب ټولو ته وښوده چې ورو ورو په افغاني ټولنه کې هغه خنډونه چې د ښځو د پرمختګ په وړاندې پراته دي د له منځه تلو په حال کې دي.

 که د تیرو نهو کلونو بدلونو ته یو ځغلنده نظر واچوو وینو چې ، د ۱۳۸۸لمريز كال د جمهوري رياست په انتخاباتو كې د ۴۴ تنو منل شويو كانديدانو په ډله كې مجموعا د۱۰ ښځو نومونه ترسترګو کیدل، چې دوو یې د جمهوري رياست او اته تنو يې د جمهوري رياست د مرستيالۍ د څوكيو لپاره نومليكنې كړې وې او د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له خوا تاييد شوې . دغه راز د ولايتي شوراګانو لپاره هم ( ۳۴۲ ) تنو ښځو ځانونه كانديد كړي وو، چې د ټولو ولايتي شوراګانو د كانديدانو په پرتله، چې شمېر يې ۳۳۲۴ تنو ته رسېده ، لس فيصده یې جوړول. كه څه هم د شرايطو په نظر كې نيولو سره، چې لا هم افغانستان د ناامنۍ، زورواكۍ او نارينه سالارۍ په منګولو كې مروړل كېږي، تر يو بريده دغه شمېره د پام وړ تر سترګو كېږي، خو تمه كېده، چې په دواړو ټاكنو كې د كانديدانو په توګه د ښځو برخه لااقل ۴۰ فيصده واى، ځكه په تېرو ریاست جمهوري ټولټاكنو كې د ګڼو ستونزو باوجود كابو ۴۳ فيصده ښځو د رايې وركولو په پروسه كې په برخې اخيستنې سره نوموړې پروسه بريالۍ كړه او دا يې په اثبات ورسوله ، چې قانون ورته ارزښت لري او د قانون د پلي كېدو لپاره قربانۍ ته چمتو دي.

د جمهوري رياست او ورپسې په پارلماني ټولټاكنو كې د ښځو پراخه ګډون دا په ډاګه كړه، چې افغانې ښځې د هيواد په سياسي جوړښت كې د بشپړې برخې اخيستنې لېوالې دي. په تيرو او د روان كال د سنبلې د ۲۷مې نيټې په  ټولټاكنو كې د ښځو فعال حضور په ملي او نړيواله كچه افغان دولت ته د مشروعيت وركولو په معنى وه، حتى موږ د تیرو کلونو په ټاكنو كې هم په سر سترګو وليدل، چې د افغانستان په يوه لرې پرته سيمه زابل ولايت كې، چې ګمان يې نه كېده، په ډېره شمېره ښځو په ټولټاكنو كې برخه واخيسته او په پوره زړورتيا يې خپلې رايې پاڼې وكارولې.

په پارلماني ټولټاکنو کې د ښځو وروستۍ بریا، زموږ د هیواد ټولې ښځې دې ته هڅوي چې په پوره وړتیا په سیاسي چارو کې هم برخه واخلي او همداشان له هغو ښځو څخه چې د خلکو د استازو خونې ته یې لار پیدا کړې ، دا تمه لري چې په رښتینې توګه د هیواد او خلکو په تیره بیا د خپلو خویندو د خدمت مټې راونغاړي او پرته له هر ډول تبعیض او سیاسي او قومي تړاوونو خپله ونډه په ښه توګه ادا او د هغو ښځو د حقونو د تامین په لار کې کار وکړي چې د هیواد په ډیرو لرو پرتو سیمو کې پرتې دي او حتی د حقوقو په نوم څه نه پیژني. هغوی ته د تحصیل، کار، صحي آسانتیاوو او ....نورو زمینه برابره کړي.

 

خپګان د ځان وژنې عامل

 

خپګان د ځان وژنې عامل

د افغانستان د نجات موسسې د اعلان پر بنسټ چې په باختر ورځپاڼه کې ترې را نقل شوی، خواشیني ،تبعیض او د ارزښت نه قایلیدل د ښځو په وړاندې، په هغوی کې د ځان وژنې او ځان سوزونې اساسي عوامل دي.

د دغه موسسې د بنسټ ایښودونکي ډاکټر عارف جلیلي په وینا چې د ښځو ځان وژنه او ځان سوزونه په افغانستان کې له ۲۰۰۲ میلادی کال را پدیخوا په اساسي ستونزه بدله شوې .د جلیلي په وینا د نجات موسسې په کال ۲۰۰۷ کې د ۵۰ تر ۹۵ په سلو کې ځان وژنې او ځان سوزونې ثبت کړې دي چې د تیرو کلونو په پرتله یې ۴۰ په سلو کې زیاتوالی ښودلی.

زموږ په ټولنه كې د ښځو او نجونو په وړاندې تر زياتې كچې تاوتريخوالى شته او حتى په ځينو لرې پرتو سيمو كې خو بيا دا تاوتريخوالى په دود بدل شوى. كه څه هم له تيرو اتو كلونو راپديخوا چې كوم بنسټونه د ښځو د حقوقو د تامين په لار كې په هڅو لګيا دي، څه ناڅه په دې توانيدلي چې ښځو ته په ټولنه كې د حق په وركولو كې مرسته وكړي او په كورنيو او ټولنه كې د دوى په وړاندې له تاوتريخوالي څخه د كار اخستو مخه ونيسي، خو دې كار يوازې په لويو ښارونو او هغو كورنيو كې د عمل جامه اغوستې، چې يو څه روڼ اندي كسان دي. خو له بده مرغه په كليو او بانډو كې بيا هماغه د پخوا په شان نجونې د پيسو په مقابل كې خرڅيږي، په بدو كې وركول كيږي، په كم عمر او په زوره وديږي، جنسي تيرى پرې كيږي او په پاى كې د كورنۍ د غړو لكه ميړه، خسر، ليور او نورو لخوا وهل، ټكول كيږي او يا خو د ژوند له ناخوالو څخه دومره په تنګيږي، چې په خپله ځان سوزوي او يا په بل ډول ځان وژنې ته پناه وړي.

د دغو ځان وژنو او سوزونو عمده او اساسي عوامل لکه چې مخکې مو ورته اشاره وکړه، كورني تاوتريخوالي، اقتصادي ستونزې ، بيسوادي، او داسې نور ..... دي، چې د داسې دردونكو غميزو د رامنځ ته كولو باعث ګرځي. زموږ په هيواد كې ښځې تر ډول ، ډول فشارونو او تاوتريخوالي لاندې دي. په هيواد كې د دوه مليونو معتادينو له جملې څخه يو سلو شل زره يې ښځې دي، چې بيا هم د بيلا بيلو عواملو له كبله يې دغه ناوړه عمل ته مخه كړې او اساسي عامل يې د كارپوهانو په اند بيا هم نارينه دي.

په هيواد كې هغه ښځې، چې په ټولنيزو چارو كې برخه لري او د معاش په نامه له يوه امتياز څخه برخمنې دي، د هغو ښځو په پرتله، چې له كوره بهر نه وځي او رسمي دندې نه لري، لږ له تاوتريخوالي سره مخامخ كيږي، ځكه دوى د نارينه و تر څنګ د كور د اقتصاد په پياوړتيا كې برخه اخلي او له بلې خوا دوى تحصيل لرونكې او روڼ اندې هم دي.خو بیا هم یو شمیر له دغو ښځو هم د نارینه و له تاوتریخوالي سره مخامخ دي چې نه شي کولی خپل تر لاسه شوی مزد هم په خپل سر یا مستقلانه مصرف کړي.

 موږ يوازې د ښاري ښځو ژوند ته په كتو سره نشو كولاى، د هغوى د حقونو د تامين يا نه تامين ارزونه وكړو بلكې د هيواد په لرې پرتو سيمو كې زموږ خويندې په ډير بد او ناوړه حالت كې ژوند كوي او اصلا د حق په نوم كومه كلمه هم نه پيژني، پاتې لا څه، چې دوى زده كړه وكړي او يا هم له كور څخه بهر ووځي او يا هم د نظر وركولو حق ولري. خو زموږغوښتنه په راتلونکي پارلمان کې د هغو خویندو څخه چې د خلکو د رایو په اخستو سره د ملت په استازیتوب یې دې ارګان ته لار موندلې دا ده چې په رښتینې توګه د خپل هیواد د ګوټ، ګوټ اوسیدونکو خویندو ته د زړه له کومي کار وکړي او د دوی د حقونو د تامین په خاطر اوچت ګامونه پورته کړي.  په هر صورت د ځان وژنې او سوزونې ناوړه او شومه پديده پر ښځو باندې د نارينه او كورنۍ د نورو غړو له خوا له حده زيات زور زياتى او ظلم څرګندوي ، چې په پايله كې يوه ښځه دې ته حاضريږي، خپل ژوند ته چې د نړۍ ټولو موجوداتو ته د خداى وركړه او پيرزوينه ده د پاى ټكى كيږدي.

 

لوږه د افغانانو تلپاتې رنځ

 

لوږه د افغانانو تلپاتې رنځ

د تلې یا میزان ۲۴ مه برابره وه  د خوړو له نړیوالې ورځې سره چې د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې ترینه یادونه کیږي. دا ورځ زموږ په هیواد کې هم هر کال د غونډوپه ترڅ کې لمانځل کیږي.

دا ټولو ته څرګنده ده چې هیواد مو سربیره پر دې ، چې یو کرنیز هیواد دی، یو له هغو هیوادونو څخه دی ،چې له کلونو راپدیخوا د تپل شوې جګړې له کبله د نورو ستونزو تر څنګ له سختو اقتصادي ستونزو ، لوږې ، بیکارۍ او فقر سره لاس او ګریوان دی.

د دغو ستونزو بیلګې مو په تیرو څه باندې دریو لسیزو کې تر بل هر وخت ښې تجربه کړې ،ځکه په دې کلونو کې چې کومې ناخوالې رامنځ ته شوې هغه ټولې زموږ ځوریدلي ملت وزغملې. په تیرو کلونوکې حتی خلکو د لوږې او ناچارۍ له کبله خپل اولادونه وپلورل او ځینو خو له دې کبله چې خواړه نه درلودل د وښو له خوړلوهم ډډه ونه کړه.

ملګري ملتونه وایي چې له ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۹ زیږیز کال پورې له افغانستان سره نږدې ۳۵ میلیاردډالره مرستې شوې خو بیا هم ډېری افغانان په وېرونکې لوږه کې ژوند کوي

په افغانستان کې د بهرنيو مرستو خورا زيات حجم د دې لپاره چې نظامي عمليات پرمخ روان وي، مصرفېږي،ترڅو مخالف مقاومتونه وځپي او په سيمه کې يوه پياوړي حکومت ته لاره هواره شي. هغه منابع چې د بياجوړونې تر عنوان لاندې تخصيص شوي، د ملي پلان له  همغږۍ نه پرته مصرف شوي او په حقيقت کې يې د افغان ملت لپاره کومه لاسته راوړنه نه لرله. ٤٠ فيصده مرستې چې تقريباً ٦ بليونه ډالره کېږي د ٢٠٠٨ کا ل تر نيمايي پورې حتی هيواد ته نه دي رسېدلي، دغه رقم له غربي کمپنيو سره د راز راز پروژو لپاره قرارداد شوي.

د ملګرو ملتو د بشري حقونو کمېشنر ادعا کوي چې هر دریم افغان له مطلقې لوږې سره مخ دی او همدومره افغانان له یادو هغو، لږ ښه ژوند لري.

نوموړی په افغانستان کې بډې او رشوت او د افغانانو په لومړنیو اړتیاوو د نړیوالې ټولنې نه پوهېدا او یا له دغو اړتیاوو سترګې پټول د افغانانو د لوږې اصلي لامل بولي.

په دغه راپور کې ملګري ملتونه وایي، له اتو کلونو  ډېر وخت کیږي چې امریکا او ایتلاف یې د طالبانو رژیم وپرځاوه،خو افغانستان لا هم د ډېرو میندو د مړینې له امله دنړۍ دویم او د ماشومانو د مړینې له پلوه دریم هیواد دی.

ملګري ملتونه په خپل راپور کې زیاتوي چې یواځې ۲۳ سلنه افغانان د څښاک پاکې اوبه لري او د افغانانو د زده کړې په اړه وایي چې  ۲۴ سلنه افغانان چې  عمر یې له ۱۵ کلونو ډېر دی په لیک لوست پوهیږي او د کوچیانو او ښځو د لیک لوست سویه ډېره ټیټه ده.

ملګري ملتونه دا خبرداری هم ورکوي چې د هغو افغانانو شمېر ورځ په ورځ ډېریږي چې له روښانه راتلونکي ناهیلي شوي دي.

دملګرو ملتونو سازمان راپور ته په کتو سره دا ښه په ډاګه او روښانه کیږي ، چې د فقر او لوږې د کچې لوړیدو عوامل کوم دي او سربیره پر دې چې هیواد مو زراعتي هیواد دی ،څنګه او ولې له لوږې سره لاس او ګریوان یو.

په هیواد کې په زیاته کچه دښتې او میرې شته چې په آبادولویې کیدای شي د پام وړ غله دانه تر لاسه شي. همداشان که هغه اوبو ته بندونه جوړ شي کومې چې هر کال له هیواد څخه ګاونډیو هیوادونو ته توییږي، په لوړه کچه ځمکه به خړوبه او همداشان به د بریښنا په تولید کې هم مثبت ګام اوچت شوی وي. خوله بده مرغه په دې ټولو چارو کې د یوه منظم سیسټم د نشت له کبله دا هر څه په ناوړه حالت کې دي. سږ کال هم داسې ګنګوسې تر غوږو کیږي چې په ګاوندویو هیوادونو کې د سیلابونو د راوتو له کبله او همداشان د هیواد په دننه کې هم د سیلابونو او زراعتي حاصلاتو د له منځه وړلو له کبله به د ژمي په موسم کې خلک له لوږې او قحطۍ سره لاس او ګریوان وي.

دا او دې ته ورته ستونزې به تر هغو له موږسره مل وي، تر څو په دې ټولو مواردو کې یو منظم سیسټم او مدیریت موجود نه وي.

   

 

 

 

 

 

 

 

ښځې جنګ نه غواړي

 

ښځې جنګ نه غواړي

تر اوسه ، چې په هیواد کې د سولې د تامین په خاطر کومې هڅې شوې ،په هغو کې د ګډون او برخې اخیستو په مقصد تر ډیره د ښځو لیوالتیا، هڅه او هاند د پام او ستاینې وړ دی.

لکه څنګه چې په څو څو ځله مو ویلي، چې ښځې د هرې ټولنې نیمه برخه جوړوي، نو د ټولنې په هره برخه کې د دوی ګډون حتمي او ضروري دی. په تیره بیا زموږ په ټولنه کې ، چې تر هر چا زیات د دې ټولنې ښځو د جنګ جګړو او نا خوالو ترخه زهر څکلي.

څه موده وړاندې ،چې كله په هيواد كې  د سولې ملي مشورتې جرګه جوړه شوه او سلګونو  قومي مشرانو سپين ږيرو، ديني عالمانو او مخورو پكې  له درې ورځو خبرو اترو وروسته پريكړه  وكړه، چې  په هېواد كې روانو نا امنيو ته د پاى ټكي ايښودلو په موخه بايد د يوې سرتاسري سولې لپاره په ملي كچه هڅې وشي او همدې هيلې ته د رسيدلو په خاطر تر يولړ خبرو اترو وروسته  د سولې دعالې شورا  دجوړېدوپریکړه و شوه، چې بايد ژرتر ژره دسولې عالي شورا جوړه شي اوداسې غړي پكې ګډون ولري، چې له مخالفينو سره د خبرو اترو زمينه برابره كړي.

    داسې ویل کیږي ، چې په دې شوراکې  به جهادي مشران، مخور، د مخالفې ډلې استازي او د ښځو استازې ګډون ولري . خو هیله مو دا ده ، چې د دې شورا په جوړیدو به په هیواد کې د سولې د تامین په لار کې یو ګټور ګام اوچت شوی وي.که څه هم داسې ویل کیږي ،چې د سولې په عالي شوراکې به د اوو تنو په شاوخواکې ښځې ګډون ولري ، خو دا خبر لاتر اوسه دقیقه شوې نه ده.

خوبیاهم زموږ له ډیری هیوادوالو په تیره بیا ښځو سره دا پوښتنه رامنځ ته کیږي ، چې دسولې په عالي شوراکې به د ښځو ونډه تر كومې كچې په پام كې ونيول شي ، ځكه تيرو جرګو او لويو او وړو كنفرانسونو دا په ګوته كړې ، لكه څنګه ، چې ښايي د ښځو ونډې ته لازمه پاملرنه نه ده شوې. په داسې حال كې ، چې ښځې د هرې ټولنې نيمه برخه ده او كه چيرې دې نيمې برخې او لوى اكثريت ته پاملرنه ونه شي ، نو څرګنده ده چې د ټولنې په هره برخه كې به په ډاګه نيمګړتياوې تر سترګو شي. په تيره بيا زموږ په هيواد كې ، چې تل ښځو ته د دوهم جنس په سترګه كتل شوي او نه يوازې په ټولنه بلكې په كورنيو كې هم د دوى نظراو مشورې ته پاملرنه نه كيږي ، خو كه يوې ښځې ته په هره برخه كې په تيره بيا د سولې او امنيت په راوستو كې د نظر حق وركړل شي ، شايد له نارينه و څخه هم ښه او مثبت نظر ولري ، ځكه ښځه هغه موجود ده ، چې هيڅكله د جنګ جګړې طرفداره نه ده او نه غواړي ، چې نړۍ د اور د لمبو خوراك شي. له بلې خوا په نړۍ كې څومره جنګونه ، چې كيږي عاملين يې ټول نارينه دي او دا يوازې ښځې دي ، چې له جګړې څخه كركه لري. د افغانستان د ښځو غوښتنه هم له دولت څخه دا ده ، چې په دې ډول شوراګانو اوجرګو كې دوى ته پوره ونډه وركړل شي او نظرونو ته يې د قدر په سترګه وكتل شي. له بلې خوا خو زموږ د خويندو انديښنه په دې شورا كې د دوى د ګډون په هكله دا ده ، چې په هغې كې به داسې كسان هم ګډون ولري ، چې د ښځو د حقوقو او په ټولنه او سياست كې د دوى د ګډون مخالف دي ، خو افغان دولت ته په كار ده ، چې د ښځو د زيات ګډون په خاطر په دې جرګه كې پوره هڅه اوهاند وكړي او زموږ هغو خويندو ته پكې برخه وركړي ، چې په رښتينې توګه يې تر اوسه د هيواد د نيكمرغۍ ، پرمختګ او سولې په راوستو كې د پام وړ خدمتونه كړي او اوچت ګامونه يې پورته كړي او دا هم لرې له حقيقت څخه نه ده ، چې په افغانو خويندو كې داسې د اوچت او لوړ فكر خاوندانې او وړ شخصيتونه لرو ، چې كولاى شي حتى تر نارينه و ښه قضاوت وكړي او ګټورې مشورې وركړي.

پوسټرونو د ښار بڼه بدله کړې

 

پوسټرونو د ښار بڼه بدله کړې

د کابل ولسي جرګې ټاکنو ته د کابل له شاوخوا شپږ نیم سوو کاندیدانو څخه یې زیاترو خپل په سلګونو او ان ځینو یې په زرګونو عکسونه او پوسټرونه په ښار کې په مناسب او یا نا مناسب ځای کې ځړولي او سریښ کړي دي.

خو د ټاکنو له پای ته رسیدو وروسته، اوس د کابل  ښاروالۍ چارواکي او یو شمیر خلک وايي ، چې دغو عکسونو او پوسټرونو ته نوره اړتیا نه ده پاتې او باید پاک کړای شي.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال عبدالرازق عبدالرحیمزي په وینا ، چې کاندیدان باید له ټولټاکنو دوه ورځې وروسته د خپلو پوسټرونو او عکسونو په راټولولو لاس پورې کړي،که نه نو ښاروالې به په خپله دا کار وکړي او لګښت به یې له هغو پیسو ورکړي ،چې کاندیدانو د تضمین په بڼه د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره ایښې دي.

په رښتیا هم له کله نه ، چې د کاندیدانو کمپاین پیل شو،نو هر یوه کاندید ، چې څومره وسه او مالي وړتیا درلوده د ښار په بیلابیلو سیمو او برخو کې خپل پوسټرونه ونښلول او ځان ته د کمپاین په خاطر يې نه رسمي او نه هم غیر رسمي سیمو ته پاملرنه وکړه ،په داسې حال کې ، چې د دغو ټولټاکنو په پیل کې کاندیدانو ته دا په ګوته شوي وو ، چې له ښوونځیو،روغتونونو او نورو دولتي او رسمي ادارو څخه ځان ته د کمپاین په خاطر ګټه نه شي پورته کولای ، خو له بده مرغه دوی نه یوازې دې ټکي ته پاملرنه ونه کړه بلکې  ځینوکاندیدانو خو بیا د تشنابونواو ژوبڼ په دیوالونو هم خپل عکسونه نصب کړل، چې اوس يې خلک او ښاروالې په  پاکولو کې پاتې راغلي او په رښتیني ، چې د ښار بڼې ته یې بدلون ورکړی. ټولټاکنې د نړۍ په ډیری هیوادونو کې تر سره کیږي، چې ورته خاص او بیل اصول وضع کیږي او په یوه مناسب چوکاټ او د یوې خاصې کړنلارې په پام کې نیولوسره تر سره کیږي . همداشان د دغو سیالیو په خاطر مبارزه هم په دغو هیوادونو کې د خاصو اصولو او پالیسۍ لاندې تر سره کیږي ، خو له بده مرغه دغه سیالي او ټولټاکنو بیا زموږ په هیواد کې نه یوازې دا، چې یو خاص اصول او کړنلاره یې نه درلوده، بلکې د کاندیدانو او د هغوی د کمپاینرانو له خوا په ډیره بې توجهي او نه پاملرنې تر سره شوې. د ښار هره برخه د کاندیدانو په لویو او وړو پوسټرونو داسې  پوښل شوې ، چې هغه خپله اصلي بڼه اورنګ یې له لاسه ورکړی. اوس ، چې دغه سیالۍ پای ته رسیدلې او ټاکنې هم تر سره شوې د دغو پوسټرونو شتون په ښار کې خلکو ته له زغمه وتلي او همداشان د دې لپاره ، چې ښار یو ځل بیا خپله عادي بڼه خپله کړي، باید دغه پوسټرونه لکه څنګه چې په ډیره مینه او بیړه د نوماندانو او دهغوی د کمپاینرانو له خوا په بیلابیلو سیموکې پرته له توپیره او غور ولګول شول ،بیرته له سیمو ټول  او یا وشکول شي .ځینې کاندیدان په دې برخه کې دومره بې توجه او بې پاملرنې دي ، چې دا یې هم نه دي په یاد ، چې یوه ورځ یې دغه پوسټرونه په څه لیوالتیا او بیړه بند کړي وو،چې اوس یې باید بیرته پاک کړي. ځینې خو بیا د هغو پاکول د ښاروالۍ کارګڼي . په داسې حال کې ، چې په دغه اوچته کچه ، چې کوم پوسټرونه لګول شوي ، یوازې ښاروالې به يې په پاکولو کې پاتې راشي او نه شي کولای ، چې د ښار د بیلابیلو برخو څخه دغه عکسونه ، چې ډیری يې بیا په داسې موادو سریښ شوي ، چې جدا کول يې ډیرستونزمن کار دی هم ناممکن دي . دغو کاندیدانوته ښايي ، لکه څنګه چې په هومره شوق او علاقه یې دغه پوسټرونه بند کړل ،اوس چې ټاکنې پای ته ورسیدې ، هر نوماند باید خپل پوسټرونه د ښار له بیلابیلو سیمو پاک کړي ، ځکه که دا کار یوازې ښاروالۍ ته پاتې کیږي ، نو هغه به هم په دې و نه توانیږي ، چې تر سره یې کړي ، ځکه خو ښاروالې هم له دې کبله ، چې دا کار په یوازې سر نه شي تر سره کولای ،نو دغو کاندیدانو ته یې خبر داری ورکړی ، چې که د دغو پوسټرونو په پاکولو کې که ورسره کاندیدان مرسته ونه کړي ، نو د دوی له پیسو به د دغو پوسټرونو په پاکولو کې کار واخلي، خو ښه به دا وي ، چې نوماندان د ښاروالې په مرسته دغه چاره تر سره کړي ، چې د ښار بڼه یو ځل بیا خپل اصلي حالت ته راوګرځي.    

 

له زغمه اوښتې وژنې

 

له زغمه اوښتې وژنې

په  افغانستان کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله هغه نه ختمیدونکی داستان دی ، چې د طالبانو له دوهم ځلي منځ ته راتګ (۲۰۰۴) کال را پدیخوا پرته له ځنډه ادامه لري او دهغه ختم ته نه یوازې هیله من کیدای نه شو ،بلکې د ناټو د جنرالانو په وینا ،. چې د جګړې په تشدید یا چټکتیا سره به دغه مرګ ژوبلې او تلفات نور هم  زیات شي.

په روانه تپل شوې جګړه کې عملیات داسې تر سره کیږي، چې له دواړو لوریو ملکي کسانو ته د یوه میږي په اندازه هم پاملرنه نه کیږي او په ډیره بې رحمانه توګه د مرګ کومي ته استول کیږي.  تر ټولو دردونکې خو بیا دا ده ،چې په څو څو واره دا تیروتنې تکراریږي او وروسته بیا د بښنې په غوښتو او یا په دې اړه به تحقیق تر سره شي بسنه کیږي . پوښتنه دا ده آیا د بښنې غوښتنه به د هغې مور کوم درد دواکړي ، چې خپل درې ځوان زامن یې له لاسه ورکړي او یا هغه یتیم ماشوم ته به بیرته د ده مور او پلار را ژوندي کړي، چې د ده اوښکې پاکې کړي ؟

هره ورځ د دغو دردونکو پیښو تکرار ، هره اوونۍ د یوې اعلامیې خپریدل او یا بښنه غوښتل ،ځینې وخت خو بیا د جګړې ښکیلې غاړې حتی بښنه هم نه غواړي او وايي ،جګړه ده ، په جګړه کې خو حلوا نه ویشل کیږي ،خو دا باید ووایو ، چې د نړۍ هره چاره او هر کار اصول او قوانین لري حتی جګړه.

د اسد یا زمري په لومړۍ نیټه د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په ریګي سیمه کې کله ، چې یو شمیر ملکي کسانو د جګړې له ویرې په یوه کور کې پناه اخیستې وه ، د بهرنیو ځواکونو د یوه راکټ د لګیدو له کبله ۵۲ کسان ووژل شول او زیات شمیر نور ټپیان شول.

په دغو ۵۲ کسانو کې هیڅ یو یې هم نظامي نه و. په دې کچه درنه مرګ ژوبله په داسې حال کې رامنځ ته کیږي ، چې کله د ناټو قواوو نوی قوماندان په دنده وګمارل شو ، نو ژمنه یې وکړه چې خپلو ځواکونو ته به دا تاکید وکړي ، چې د ملکي کسانو ژوند ته پاملرنه وکړي او خوندي یې وساتي . تیره اوونۍ هم د بهرنیو ځواکونو د یوه راکټ د لګیدو له کبله د فراه په ولایت کې د یوې کورنۍ اووه تنه شهیدان شول. همداشان د میدان وردګو ولایت د شیخ آباد په زرین خیلو کې هم بهرنیو ځواکونو د یوې کورنۍ درې غړي ، چې درې واړه وروڼه او محصلین وو ،په ډیره بې رحمۍ شهیدان کړل . په خوست ولایت کې هم د طالبانو د یوه راکټ د لګیدو له کبله درې ماشومان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول . دې ته ورته په لسهاوو  نورې داسې پیښې یادولی شو ، چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې له دواړو خواوو ملکي ، بې ګناه او بې دفاع کسان پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

خو آیا د دغو بې ګناه کسانو وژنې د نړیوالو بشري حقونو د سازمان لخوا د غندلو وړ نه دي ؟ په داسې حال کې ،چې په دې وروستیو کې دغه سازمان د یوه راپور په خپرولو سره دا په ډاګه کړې ، چې په تیرو شپږو میاشتو کې ۱۲۷۱ تنه ملکي کسان وژل شوي، چې په دې اساس د پخوا په پرتله د ملکي کسانو مرګ ژوبله ۳۱سلنه زیاته شوې ، چې ډیری د دغو کسانو د طالبانو د حملو قربانیان دي.

خو طالبان بیا د ملګرو ملتونو دغه راپور ردوي او د یوه داسې کمیسیون د جوړیدو غوښتنه کوي ، چې پکې د جګړې د دواړو لوریو استازي ، ملګري ملتونه او نړیوال ځواکونه هم ګډون ولري ، تر څو دا په ډاګه کړي ، چې ډیره مرګ ژوبله له کومې خوا پیښیږي؟

څومره د درد او تاسف ځای دی ، چې نن ورځ په هیواد کې د بې ګناه کسانو په وژلو ناندرۍ راولاړیږي ، دهغو بې ګناه کسانو په خاطر ، چې د جګړې په هیڅ یوې غاړې پورې تړاو نه لري او غوښتل یې ژوند وکړي ، خو د دهر واکمنانو ورڅخه مخکې له وخته د هغوی ژوند واخیست .

په نړۍ کې لکه څنګه ، چې د افغانانو وژنې روانې دي بل هیڅ داسې هیواد نشته ، چې د انسان وژنه دې پکې دومره ارزانه او آسانه وي او هیڅ داسې مرجع هم نه تر سترګو کیږي ،چې د دغو وژنو پوښتنه او مخنیوی وکړي.  

 ځکه په وار ،وار د هیواد جمهور رييس وغوښتل ، چې په عملیاتو کې دې د ملکي کسانو ژوند ته پاملرنه وشي ، خو ډیر کم واوریدل شول . په هر صورت تر څو، چې په هیواد کې بهرنۍ لاسوهنې ، خپل سرۍ او د جګړې په ښکیلو غاړو کې د دقت نشوالی او د کورنیو او بهرنیو ځواکونو تر منځ نه همغږي موجوده وي او دواړه خواوې، ځانونه د ملکي کسانو د ژوند د تامین په لار کې مسوول ونه ګڼي ، دا غمیزې او له دردڅخه ډکې پیښې به همداسې روانې وي او قرباني به بې ګناه خلک ورکوي.

کرنیز هیواد ،وږی ملت

 

کرنیز هیواد ،وږی ملت

سږ کال د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د سیلابونو د راوتلو له کبله زراعتي ځمکې زیانمنې او حاصلات یې له منځه لاړل ،چې په ډیری دغو ځمکو کې غنم کرل شوي وو، چې څه یې د سیلابونو او څه نور یې هم د ملخانو خوراک شول . له دې ستونزې څخه په خاصه توګه د کندز ولایت بزګران سر ټکوي او وايي ، چې سږني حاصلات د تیرو کلونو په پرتله  په نیمه دي او هغوی هم د دغو حاصلاتو د کموالي علت د سیلابونو راوتل او په زراعتي ځمکو کې د ملخانو پیدا کیدل بولي .

په نړۍ کې تر ټولو زيات استعماليدونکو غلو او دانو کې يو هم غنم دي. په غنمو کې ډېر غذائيت او قوت شته، په ځانگړي ډول دغنمو پوستکى او باندينۍ برخې د ويټامينونو، معدني اجزاوو غوښنې برخې جوړوي. زموږ هیواد، چې یو زراعتي هیواد دی ، د خلکو عمومي خوراک د غنمو ډوډۍ جوړوي یعنې دومره ، چې وچه ډوډۍ د استفادې وړ ده ،نور مواد کم خوړل کیږي. له بلې خوا زموږ ډیری هیوادوال له دې کبله، چې پیاوړی اقتصاد نه لري او د ګوتو په شمار کورنۍ کولای شي ، چې په خپل غذايي پروګرام کې هغه خواړه شامل کړي ، چې د ښه غذایي کیفیت درلودونکي وي ،خو ډیری کورنۍ بیا د کمزوري اقتصادي وضعیت له کبله په ډیرو ستونزو کولای شي ،چې د خپلو کورنیو د ژوندانه اړتیاوې پوره کړي ،نو ځکه خو د دې بې وزلو کورنیو خواړه وچه ډوډۍ تشکیلوي.

افغانستان اساسا یو کرنیز هیواد دی ، خو له بده مرغه هیڅکله هم د غلې دانې له پلوه په ځان بسیا نه دی او د اړتیا وړ غنم او اوړه له ګاونډیو هیوادونو واردوي .

په تیره بیا په دې وروستیو کلونو کې، چې په هیواد کې د کورنۍ جګړې اور بل شوی ، خلک له ډیرې لوږې سره مخامخ شول او داسې قحطۍ او لوږې یې ولیدلې ،چې له لوږې او بې وسۍ یې خپل اولادونه د یو یا دوه منه غنمو یا اوړو په بدل کې خرڅ کړل ، د ځینو له لاسه خو بیا حتی اولادونه له لوږې مړه شول. په تیرو کلونو کې د هیواد په پایتخت کې هغه مهال ، چې کوڅه په کوڅه  تنظیمي جګړه وه ، کابل ښاریانو په بایسکل او چا چې نه درلود په شا او سر د یو یا دوه منو غنمو پنډې راوړې او ځینو خو بیا حتی خپل ژوند هم د یو من اوړو په بدل کې له لاسه ورکړ.

دوه کاله وړاندې د کرنې وزارت اعلان وکړ ، چې هیواد مو د غلې دانې له پلوه په ځان بسیا دی ،په داسې حال کې چې څه موده پس بیا دغه ادعا هم بې بنسټه وبلل شوه .

دا چې با وجود د دې ، چې هیواد مو د نړۍ له کرنیزو هیوادونو څخه دی ، اوهر کال د ۸۰ ملیارد متر مکعب په شاوخواکې اوبه مو هم پردیو ملکونو ته توييږي ،خو له بده مرغه ملت مو وږی او تږی دی ، دا ټو هغه څه دي ، چې  د دولت او حکومت بې کفایتۍ ته راګرځي ، چې په دا دومره کلونو کې په دې نه دی توانیدلی ، چې بهر ته توييدونکې اوبه مو مهار او هغه شاړې او وچې دښتې ، چې د هیواد په هر ولایت کې  لیدل کیږي آبادې او غنم پکې وکري . د غلې دانې دا ستونزه تر هر بل وخت نه زیاته د ژمي په موسم کې کله، چې د ډیری ولایتونو لارې د واورې د ورښتونو له کبله بندیږي او استوګن یې له لوږې سره مخامخ کیږي لیدل کیږي. له بلې خوا دکرنې وزارت هغو بزګرانو ته ، چې ځمکې یې په طبیعي آفتونو لکه ملخان او یا هم نورو خزنده وو له آفت سره مخامخ  کیږي باید ورته ژر تر ژره مرستې ورسول شي او کښتونه یې دواپاشي شي. دولت ته په کار ده ، چې مخکې له دې ، چې د ژمي موسم راورسیږي د دغې ستونزې د حل لارې چارې ولټوي او د اړتیا وړ غنم په ګدامونو کې زیرمه کړي .

له بلې خوا له ، چې مخکې مو ورته اشاره وکړه، افغانستان اساسا يو كرنيز هېواد دى، خو په خواشينۍ سره بايد وويل شي، چې له نيشه يي توكو سره د دولت ناكامې اته كلنې مبارزې نه يوازې د هېواد د خودكفايۍ مخه نيولې، بلكې هغه مافيايي شبكو ته يې د پراخ فعاليت زمينه برابره كړې، چې د نيشه يي توكو له قاچاق اوتجارت څخه زياته ګټه پورته كوي.

ترهغه ، چې په افغانستان كې د نيشه يي توكو پروړاندې په مبارزه كې افغان دولت له نړيوالو سره په همغږۍ عمل ونه كړي هېواد به له دا وړ ستونزو سره لاس اوګريوان وي اوتل به د نورو هېوادونو پراوږو باراو د سوال لاس به اوږدوي.

  

په اردو كې د ښځو ونډه

 

په اردو كې د ښځو ونډه

د دفاع وزارت د چارواكو په وينا ، چې دمګړۍ د ملي اردو په ليكو كې د سرتيرو شميره كابو سل زره تنو ته رسيږي ، چې دا شميره به د روان كال تر پايه ۱۶۰ زره تنو ته ورسيږي. يوازې په وروستيو دريو مياشتو كې د پوځ ليكو ته تر څلرويشت زره زيات كسان ورغلي ، چې د پام وړ ټكى خو دا دى ، چې په دې شميره كې يو زيات شميريې ښځې او نجونې دي ، چې غواړي په اردو كې د سر تيرو په توګه دنده تر سره كړي . دا په داسې حال كې ده ، چې څه موده وړاندې د كورنيو چارو مسوولينو ويلي وو ، چې په نژدې راتلونكې كې به په ملي پوليسو كې د ښځو شمير ۵۰۰۰ تنو ته اوچت شي ، چې د دواړو امنيتي ارګانونو دا ګام ،چې اوچت كړى يې دى د هيواد سياسي او امنيتي حالاتو ته په كتو سره ګټور او پر ځاى اقدام دى .

دا ټولو ته جوته ده ، چې ملي پوليس او ملي اردو دوه هغه مهم او د پام وړ ارګانونه دي ، چې په مستقيم ډول د هيواد په امنيت كې ونډه لري ، نو كله چې په دې دواړو ارګانونو كې د نارينه و تر څنګ  ښځې هم برخه اخلي او د هيواد د امنيت په تامين كې مرسته كوي ، په رښتينې چې مثبت اغيز به ولري ، ځكه ښځې هم د ټولنې نيمه برخه ده ، چې ټولنه ورته په هره برخه كې اړتيا لري .  

له بلې خوا د تاريخ په اوږدو كې ښځو په يو ډول نه يو ډول يې له هيواد څخه د دفاع په لار كې خپله ونډه ادا كړې او له نارينه وو سره اوږه په اوږه د جګړې په ډګر كې را څرګندې شوې دي. له بلې خوا د هيواد اوسنيو سياسي او امنيتي شرايطو ته په كتو سره ، په امنيتي برخو( اردو او پوليسو) كې د ښځو ګډون زموږ د ټولنې اړتيا ده . كله چې نظر په اړتيا امنيتي كسان دې ته اړ شي ، چې كورونه تلاشي يا وپلټي ،نو اړينه بريښي چې د كورنيو ښځينه او د هغوى جامې د ښځينه وو له خوا وپلټل شي ، ځكه  كه دا كار ، د نارينه و له خوا وشي ،  د ټولنې د ځينو غړو له حساسيت سره مخامخ كيږي ، نو له همدې كبله د ښځينه پوليسو او اردو ځواكونو روزنه ضروري ګڼل كيږي. همدا اوس هم زموږ يو زيات شمير خويندې په دې برخو كې په دندو بوختې دي او حتى د جګړې په ډګر كې له خپلو وروڼو سره يو ځاى د زخميانو په درملنه كې مرسته كوي. د ملي اردو او پوليسو د ښې ښوونې او روزنې په خاطر نړيوالې ټولنې او بهرنيو هيوادونو سر بيره پر مالي مرستو د دغو ځواكونو د روزنې لپاره مسلكي او مجرب كسان هم را استولي ، چې روزنه وركړي . دا هم د يادونې وړ ده ، چې په تيرو اتو كلونو كې د ملي اردو په ښوونه او روزنه شاوخوا ۱۷ نيم مليارده ډالر لګيدلي ، چې ۱۷ مليارده يې د امريكا او پاتې نور يې د نړيوالې ټولنې لخوا وركړل شوي . دا په داسې حال كې ده ، چې امريكا د اردو د ښوونې او روزنې لپاره د نورو ۱۶ مليارده ډالرو مرستې ژمنه هم كړې ، خو په دې برخه كې به دا هم بسنده نه وي ، ځكه يو ځل بيا د ملي اردو په پښو درول او هغه حالت ته يې راوستل لكه څنګه ، چې ۳۰ ، ۳۵ كاله پخوا و ، ډير لګښت ته اړتيا لري .

په هر صورت تر دا ټولو ، چې تير شو ، يو ځل بيا دا ټكى د پاملرنې وړ دى ، چې سر بيره پر دومره ستونزو او بنديزونو، چې زموږ په ټولنه كې د ښځو په وړاندې  موجود دي ، بيا هم زموږ خويندې د اردو او پوليسو په ليكو كې د دندې تر سره كولو ته حاضريږي ، چې دا په خپله يو ښه زيرى دى ، ځكه په يوه ټولنه كې ، چې ښځې او نارينه په هره برخه كې اوږه په اوږه كار وكړي ، ډير زر د ټولنې د پرمختګ او بدلون نښې نښانې تر سترګو كيږي ، په تيره بيا زموږ په هيواد كې ، چې تر هر څه لومړىس سولې او امنيت ته اړتيا لرو .

 

ښځې د سولې په جرګه كې ګډون غواړي

 

ښځې د سولې په جرګه كې ګډون غواړي

افغان دولت په پام كې لري، چې د ثور(غويي) په ۱۲ مه نيټه په كابل كې د سولې مشورتي جرګه جوړه كړي.

دا جرګه ، چې د افغانانو يوه خپل منځي جرګه ده او مخكې د سولې له جرګې څخه جوړيږي كيداى شي يو ګټور ګام وي ، ځكه په دې جرګه كې به د ځينو هغو ډلو او ګروپونو نظرونه او وړانديزونه هم وڅيړل شي كوم ، چې په راتلونكې لويه جرګه كې به ونډه ولري.

خو پوښتنه دا رامنځ ته كيږي ، چې په دې مشورتي اوعمومي لويه جرګه كې به د ښځو ونډه تر كومې كچې په پام كې ونيول شي ، ځكه تيرو جرګو او لويو او وړو كنفرانسونو دا په ګوته كړې ، لكه څنګه ، چې ښايي د ښځو ونډې ته لازمه پاملرنه نه ده شوې، چې ښه بيلګه يې د لندن كنفرانس و ، چې د ښځو ګډون پكې ډير كمرنګ و. په داسې حال كې ، چې ښځې د هرې ټولنې نيمه برخه ده او كه چيرې دې نيمې برخې او لوى اكثريت ته پاملرنه ونه شي ، نو څرګنده ده چې د ټولنې په هره برخه كې به په ډاګه نيمګړتياوې تر سترګو شي. په تيره بيا زموږ په هيواد كې ، چې تل ښځو ته د دوهم جنس په سترګه كتل شوي او نه يوازې په ټولنه بلكې په كورنيو كې هم د دوى نظراو مشورې ته پاملرنه نه كيږي ، خو كه يوې ښځې ته په هره برخه كې په تيره بيا د سولې او امنيت په راوستو كې د نظر حق وركړل شي ، شايد له نارينه و څخه هم ښه او مثبت نظر ولري ، ځكه ښځه هغه موجود ده ، چې هيڅكله د جنګ جګړې طرفداره نه ده او نه غواړي ، چې نړۍ د اور د لمبو خوراك شي ، ځكه په جګړه كې چې هر څوك وژل كيږي يا د دې زوى، ورور، پلار او يا ميړه وي ، نو ځكه خو له جنګ څخه نفرت لري . له بلې خوا په نړۍ كې څومره جنګونه ، چې كيږي عاملين يې ټول نارينه دي او دا يوازې ښځې دي ، چې له جګړې څخه كركه لري. د افغانستان د ښځو غوښتنه هم له دولت څخه دا ده ، چې په دې جرګو كې دوى ته پوره ونډه وركړل شي او نظرونو ته يې د قدر په سترګه وكتل شي. له بلې خوا خو زموږ د خويندو انديښنه په دې جرګه كې د دوى د ګډون په هكله دا ده ، چې په دې جرګه كې به هغه كسان هم ګډون لري ، چې د ښځو د حقوقو او په ټولنه او سياست كې د دوى د ګډون مخالف دي ، خو افغان دولت ته په كار ده ، چې د ښځو د زيات ګډون په خاطر په دې جرګه كې پوره هڅه اوهاند وكړي او زموږ هغو خويندو ته پكې برخه وركړي ، چې په رښتينې توګه يې تر اوسه د هيواد د نيكمرغۍ ، پرمختګ او سولې په راوستو كې د پام وړ خدمتونه كړي او اوچت ګامونه يې پورته كړي او دا هم لرې له حقيقت څخه نه ده ، چې په افغانو خويندو كې داسې د اوچت او لوړ فكر خاوندانې او وړ شخصيتونه لرو ، چې كولاى شي حتى تر نارينه و ښه قضاوت وكړي او ګټورې مشورې وركړي.

ټول افغانان د دې جرګې جوړيدو ته د اميد په سترګه ګوري او هيله من دي ، چې د دې جرګې جوړيدل به په هيواد كې د جنګ ،جګړو د پاى ته رسيدو په خاطر يو ګټور ګام وي او همداشان له نړيوالې ټولنې څخه غواړي ، چې په دې جرګه كې خپله ونډه د جګړې د پاى ته رسولو په خاطر په رښتينې توګه ادا كړي ، تر څو وروسته له دې افغانستان د نړيوال تروريزم او نورو هيوادونو د جګړې ډګر ونه اوسي .     

 

ملکي وژنه، عمدا که سهوا؟

 

ملکي وژنه، عمدا که سهوا؟

د ملکي وګړو وژنه نور نو په يوه غميزه بدلېدونکې ده او د افغانانو له زغمه وتلې ده. د افغانستان په روان حالت کې عادي افغانان د جګړې د دواړو خواوو د اور په منځ کې ایسار پاتې دي. هم د بهرنيو ځواکونو په عمليتو کې نښه ګرځول کېږي او هم د طالبانو په بمي او ځانمرګو بریدونو کې وژل کېږي. خو څوک نشته، چې پوښتنه یې وکړي. ډېری دغه قربانیان بیا ښځې او ماشومان دي، چې په هيڅ يوې ډلې پورې هم تړلي نه دي.

په څو، څو ځله مو د ملکي کسانو د بې رحمانه وژنو په هکله لیکلي او دا مو هم په ډاګه کړې، کوم ځواکونه، چې دلته موږ ته د امنیت د تامین په خاطر راغلي، نه ښايي چې وخت نا وخت د بې ګناه ملکي کسانو ښځو او ماشومانو د وژنو سبب شي او زموږ د مظلومو هیوادوالو غوسه راوپاروي. دا ټولو ته روښانه او جوته ده، چې دغو ځواکونو په څو څو ځله په دغه عمل لاس پورې کړی. دغه کړنې که عمدا وي او که سهوا خو دغه وژنې د عام ملت په ‌ذهن کې بیلابیلې انګیرنې او حساسیتونه راپارولي او دا ذهنيت رامنځته شوی، چې نړيوالو ځواکونو ته د عامو افغانانو وژل بې اهميته دی او ځکه خو هرځل، چط ژمنې کوي نور به پخپلو عملياتو کې د عامو خلکو ژوند ته ډېره توجه کوي، په بیا بیا یې خپلې ژمنې هېرې کړې او ملکي وګړي یې زیانمن کړي دي. دغه مسالې ځکه د افغانانو په منځ کې پاروونکې بڼه خپله کړې او د نړيوالو ځواکونو په نسبت یې د خلکو باور ته زیان رسولی، چې دوی خو افغانانو ته د سولې او امنیت د راوستلو په خاطر راغلي دي نه د خلکو ځورولو او وژلو ته، نوبیا ولې عام خلک په نښه کوي.

په تیرو دوو، اوونیو کې یو ځل بیا هم د ملکي کسانو په تیره د بې ګناه ماشومانو د مرګ ژوبلې ترخو خبرونو د رسنیو له لارې خلک وځورول. تیره اوونۍ بهرنیو ځواکونو په خوست ولایت کې د ښوونځي بې ګناه ماشومان د خپلو بې رحمانه حملو ښکار کړل. وروسته تر دې پیښې د تیرې شنبې په شپه په لوګر ولایت کې دغو ځواکونو د شپې د عملیاتو پر مهال درې تنه ووژل او دوه تنه یې له ځان سره یووړل، چې د دغو عملیاتو په غبرګون کې بیا د لوګر ولایت خلکو په قهرجنو لاریونونو لاس پورې کړ او له لسو څخه زیات هغو ټانکرونو ته یې اور ورته کړ، چې دغو ځواکونو ته یې تیل انتقالول  او.... دې ته ورته په لسهاوو نورې زړه بوږنوونکې پیښې. دلته پوښتنه دا ده، چې تر کله به دا ځوروونه، ربړونه او وژنه روانه وي؟

هره ورځ  زموږ په جنګ ځپلي  وطن کې  په  لسګونه بې ګناه انسانان  د جنګ د ښکیلو غاړو په بريدونو كې خپل ژوند له لاسه وركوي. اکثرا دا قربانیان ښځې او ماشومان دي. په تیرو څه كم څلورولسيزو كې، چې كومه جګړه زموږ په هيواد او مظلومو هيوادوالو تپل شوې، په كې بې شميره ښځې او تنكي ماشومان، چې د جنګ په هيڅ يوې غاړې پورې يې تړاو نه درلود له منځه تللي. سربيره پر دې، چې د بشر د حقونو بيلابيلې څانګې او سازمانونه هم په هيواد كې فعاليت لري، خو له بده مرغه تر اوسه په دې نه دي بريالي شوي، چې د دغو وژنو د مخنيوي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

د خواشينۍ وړ خبره خو په دې منځ کې دا ده، چې د بهرنيو ځواکونو لوړپوړي چارواکي او قوماندانان په بیا بیا ژمنې کوي، چې نور به د خپلو عملياتو په لړ کې د ملکی تلفاتو مخنيوی کوي، خو د دغو ژمنو په سبا او بل سبا بیا موږ اورو او وینو، چې نړیوالو ځواکونو پخپلو عملياتو کې ملکي خلکو ته تاوان وراړولی دی.

د يو شمېر کارپوهانو په اند، چې بهرني ځواکونه په اصطلاح زموږ مرستې ته راغلي، خو اوس یې زموږ مظلوم ملت له مرستې هم بیزار کړی، ځکه چې وخت نا وخت په خپلو عملیاتو کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي، چې دغه مرګ ژوبلې بیا د دوی په وړاندې د عامو خلکو د غوسې د پاریدو سبب هم ګرځي.

د خلکو هيله دا ده، چې افغان دولت دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او داسې يوه طرح راجوړه کړي، چې ټول عمليات د افغان ځواکونو په همغږۍ ترسره شي، پرته له دې د ملکي وژنو لړۍ به لا پسې نوره اوږده او د دولت او نړیوالو په نسبت به خلکو باور ته بشپړ تاوان وراړوي او حالات به داسې یو پړاو ته ننوځي، چې کنترول به یې بیا د هیچا په وس کې نه وي.

د بهرنیو ځواکونو له خوا په بیا بیا د عادی افغانانو په نښه کولو اوس د خلکو ترمنځ دې اندېښنې ته قوت وربښلی، چې دا نو اوس عمدي پېښې دي او که سهوی؟

 

د جندر نه مساوات، د ښځو له حقونو سر غړونه

 

د جندر نه مساوات، د ښځو له حقونو سر غړونه

جندر په یوه ټولنه کې د نارینه او ښځوګډې یا ټولنیزې کړنې او رولونه دي، چې د سیاسي کلتوري ، مذهبي ، اقتصادي او پوهنیزو ارزښتونو په رڼا کې ټاکل کېږي او د وخت او ځای له پلوه بدلون مومي.

د ملگرو ملتونو یوې څیړنې په ګوته کړې ، چې د آسیا پسفیک په ۲۵ هیوادونو کې جندر یا ( جنسیتي ) مساوات نه مراعات کیږي ، چې تر ټولو زیاته دا نیمګړتیا په افغانستان کې تر سترګو کیږي.

د نړۍ پرمخ تللو هيوادونو ته که ځير شو، په ټولنيز ژوند کې ښځې له نارینه و سره يو ځای د ورځني ژوند دپرمخ بولو لپاره اوږه په اوږه دخپلو همسيالو سره ونډه لري ،ښځې په ډيرو کارونو کې د نرانو په پرتله مثبت رول لوبولی شي،همدا سببونه دي چې د غربي نړۍ هيوادونو ډير زيات پرمختګ کړی دی ،ځکه چې په ټولنیزو ،سیاسي ،روغتیایي او ښوونیز او روزنیزه برخه کې یې ښځې له نارینه وو سره یو ځای په کار لګیا دي ، که څه هم په ځینو پر مختللو هیوادونو کې هم د ښځو د کار مزد له نارینه وسره توپیر لري ، یعنې د نارینه و په پرتله کم دی ،خو په هر صورت دومره محدودیتونه، چې زموږ خویندې یې لري هغوی یې نه لري. ښوونه اوروزنه ديوه هيواد داقتصاد او اجتماعي چارو په ښه سمبالښت کې د ملا د تير ارزښت لري ،که چيرې موږ ښه ځير شو د ماشومانو په روزنه کې يوه مور دپلار په پرتله زيات رول لوبوي ، نو همدا دليلونه دي چې دښځو رول په ښوونه او روزنه کې دنرانو په پرتله ډير مهم او اساسي دی ،زموږ په ټولنه کې دښځو ونډه ډيره کمه ده ،نو ځکه په ډيرو کارونوکې وروسته پاتې یو. په ټولنه کې مو د ښځو پر ونډې په څو څو ځله لیکنې درلودلې دي ، خو که بیا هم دا موضوع مطرح کوو او بحث پرې کوو، بې ځایه يې نه بولو ، ځکه سربیره پر دې چې په اتو کلونو کې د ښځو له حقونو څخه د دفاع سازمانونه او بنسټونه په کار لګیا دي او د ښځو د حقونو نارې سورې وهي ، خو لاهم د ښځو په وړاندې حساسیتونه ،د هغوی د زده کړې او په ټولو ټولنیزو چارو کې د ګډون مخالفتونه پر ځای دي او ښځو ته د ټولنې د دوهم جنس په سترګه کتل کیږي.

د افغانستان په ملي ستراتیژي کې په دولت کې ښځو ته د ۳۰ په سلو کې د ګډون وعده ورکړل شوې ، خو تر اوسه ۲۶ په سلو کې کارمندان یا کارکوونکي ښځې دي. د ۲۰۰۵ کال د سپټمبرله میاشتې نه بیا د ۲۰۰۶ کال د سپټمبر تر میاشتې پورې د رهبرۍ په کچه ۹ فیصده ښځې مقررې شوې ،چې دا فیصدي ترنړیوال ستندرد ډیره ټیټه کچه ده. دهیواد د ښوونې او روزنې په برخه کې ۳۴ فیصده د دولت کارمندانې ښځې د لوړو زده کړو خاوندې او ۶۶ فیصده نارینه کارمندان د لوړو زده کړو خاوندان دي دا موارد په خپله د دې څرګندويی کوي ، چې پخوانیو دولتونو نه دي غوښتي او یا هم په دې نه دي توانیدلي ،چې د ښځو لپاره چې د ټولنې نیمه برخه جوړوي ،ځانګړې ستراتیژي رامنځ ته کړي .په تیرو اتو کلونو کې یو شمیرښځې په دې وتوانیدې، چې د ټولنې په بیلابیلو سیاسي، تولنیزو،روغتیا ،ښوونه او روزنې ،سودا ګرۍ او..... برخو کې په خپل کار او بې ساري زیار سره د پښې د ایښودلو ځای پیدا کړي ،چې له نیکه مرغه ډیرې ښې هم وځلیدې . له بلې خوا په پارلمان کې د ښځو ۲۵فیصده شتون او د ۵ ملیونو رای ورکوونکو ښځو پیغام دا دی ،چې په هیواد کې د ښځو د یووالي او پیوستون خوځښتونه پیل شوي او د شکل نیولو په حال کې دي ، چې نارینه دې ته اړ باسي، چې د ښځو حقونو او د هغوی ګډون ته د ټولنې په بیلابیلو برخو کې جدي پاملرنه وکړي او د ښځو نظر، د ښځو پریکړې او حضور، نور له سمبولیکې او فیشني  بڼې څخه را ووځي او په رښتینې بڼه په سیاسي او ټولنیز ډګر کې په ګټورتوب سره را څرګندې شي، تر څو وروسته له دې نه یوازې زموږ خویندې په ټولنه کې له خپل نه موجودیت څخه رنځ یونسي او نه هم د نړیوالې ټولنې تر نیوکو لاندې راشو.    

 

لویه روغتیايي فاجعه

 

لویه روغتیايي فاجعه

په دې وروستیو کې د روغتیا وزارت چارواکو څرګنده کړې، چې په هیواد کې د اسهال او ځینې نورو ناروغیو له کبله د کال له ۵۰ تر ۶۵ زره ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي ،چې په دې اوچته کچه د ماشومانومړینه په رښتیا هم ،چې ځورونکې او د پام وړده.

روغتیا په هره ټولنه کې د انسانانو طبیعي حق دی او د اړونده حکومتونو له خوا باید ورته پاملرنه وشي او په تامین کې یې د ټولنې وګړو ته له هر ډول شته آسانتیاووڅخه کار واخستل شي ، ځکه که د یوې ټولنې وګړي د روغتیا خاوندان نه وي ، نو حتما به هغه ټولنه هم ناروغه وي. ترټولو بیا دا پاملرنه د ماشومانو لورته باید زیاته وي ، ځکه ماشومان د راتلونکې جوړوونکي دي، چې له بده مرغه دا پاملرنه زموږپه ټولنه کې هیڅ نه شته او که شته هم ډیره کمه ده. په هیواد کې ویجاړ اقتصادي حالت کورنۍ دومره تر اغیز لاندې راوستې ، چې نه شي کولای خپل ماشومان لکه څنګه ،چې اړینه ده سالم وروزي البته دا هم باید ووایو، چې د ګوتو په شمار داسې کورنۍ شته ، چې اولادونو ته یې د ژوندانه هر ډول آسانتیاوې برابرې دي ، خوپاتې نوربیا که خوراک پیدا کوي ،پوښاک نه لري او که پوښاک وي بیا نو دارو درمل ته لاسرسی نه لري .هرکال د هیواد په بیلابیلو سیمو کې همدا ،چې هوا تودیږي ناروغۍ هم زیاتیږي. له یوې خواڅخه ککړ چاپیریال ،له بلې خوا د ډیری کورنیو ناپوهي اود سواد د کچې ټیټوالی او یا هم نشت ، د حفظ الصحې نه مراعاتول،د پاکو اوبو نشت ، د صحي کلینیکونو کموالی او داسې نورې نیمګړتیاوې ،چې د هغو په موجودیت یا شتون کې په دې لوړه کچه ماشومان هرکال له منځه ځي، واقعا ځوروونکې ده.سربیره پر دې ،چې په تیرو اتو کلونوکې د نورو برخو ترڅنګ د روغتیا په برخه کې هم د نړیوالې ټولنې لخوا د پام وړ مرستې شوې ، خو له بده مرغه لا هم په لرې پرتو سیمو کې د مور او ماشوم روغتیايي کلینیکونه ډیر کم دي او په لویو ښارونو کې که شته هم ،یا خو با تجربې او متخصص ډاکتران نه لري او یا هم دارو درمل نشته ، چې ناروغ ته ورکړل شي او هغه کسان ، چې ناروغ لري ټول د دې توانايي او مالي امکانات نه لري ، چې له بازار څخه هغه هم په ډیره اوچته بیه دوا واخلي .   

ماشومان زموږ د ټولنې هغه زیان منونکې برخه ده ،چې د تاریخ په اوږدو کې چې کومې ناخوالې او نادودې زموږ په ټولنه کې تر سره شوې ، دښځو تر څنګ ماشومان هم ترې سخت اغیزمن شوي. په هيواد كې د څه د پاسه دريو لسيزو جنګ جګړو له كبله د ماشومانو ښوونې او روزنې، روغتيا اواقتصادي وضعيت ته جدي پاملرنه نه ده شوې.دا یوازې صحي ستونزې نه دي، چې زموږ په ټولنه کې د ماشومانو په وړاندې پرتې دي ،بلکې نورې داسې نا خوالې هم شته ، چې له وجهې يې د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی. د هغو سر شمېرنو او څېړنو له مخې، چې په تيرو كلونو كې ترسره شوې د افغانستان د نفوس په سلو كې ۵۲ ماشومان او كوچنيان جوړوي، چې عمرونه يې له ۱۸ كلونو ښكته دي او شمېر يې ۱۳ مليونه تنو ته رسيږي.

سربيره پر دې په افغاني ټولنه كې ماشومان له كله نه، چې خپل ښى اوچپ لاس پېژني د ژوندانه د ناخوالو له كبله له ډول، ډول  ستونزو لكه اقتصادي، صحي او نورو سره لاس او ګريوان وي.كه څه هم، چې  په تيرو اتو كلونو كې بيلابيلو ټولنو د ماشومانو د حقوقو نارې سورې پيل كړې، خو هيچا هم افغان بچيانو ته د زړه له كومې هڅه اوكارندى كړى. 

له بلې خوا په افغانستان كې د ماشومانو پر بد او ناوړه وضعيت د بشر د حقوقو خپلواك كميسيون هم خپله انديښنه څرګنده كړې او له دولت اونړيوالې ټولنې څخه يې دوی ته د جدي پاملرنې غوښتنه کړې.

 

دځان سوزونې په وړاندې چوپتيا  ولې؟

 

دځان سوزونې په وړاندې چوپتيا  ولې؟

د نوامبر د مياشتې ۲۵ مه برابره وه د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو له ورځې سره ، چې زموږ په هيواد كې هم د غونډو په جوړولو او د شعارونو په وركولو سره ولمانځل شوه، په داسې حال كې چې زموږ د هيواد له بيلابيلو سيمو څخه د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي بيلابيلې پيښې او رپوټونه تر لاسه كيږي،چې ډيرى دغه تاوتريخوالي خو بيا حتى زموږ د خويندو د ژوند په بيه هم تماميږي .

 د ښځوپه وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د نړيوالې ورځې په وياړ ، چې كومه غونډه جوړه شوې وه په كې د عامې روغتيا وزيرد روان كال په تيرواتو مياشتو كې  د ځان سوزونې د ۱۰۰ پيښو خبر وركړ، چې له دغو پيښو څخه ۶۴يې د هرات په ولايت كې رامنځ ته شوې .همدا شان وزيرد روان كال په ترڅ كې د هيواد په بيلابيلو سيمو كې د نارينه وو له خوا د ښځو د وهلو د ۷۱۰ ثبت شوو پيښوخبرهم وركړاو دا، چې څومره پيښې بيا پټې     دي او نه دي ثبت شوې بيله خبره ده، خو راځودې ټكي ته، چې د داسې پيښو زياتيدل يو ځل بيا د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي څرګندويي كوي او دا په ګوته كوي، چې ښځې څومره او په كومه كچه تر تاوتريخوالي لاندې دي، چې له دغه ظلم او زور زياتي څخه د خلاصون په خاطر ځان سوزونې ته، چې تر ټولو سخته وژنه ګڼل كيږي، حاضريږي.

د دغو ځان سوزونو عمده او اساسي عوامل كورني تاوتريخوالي، اقتصادي ستونزې ، بيسوادي،بې وخته او مخكې له قانوني سن څخه د نجونو ودول ، په زور او په بدو كې د هغوى وركول او داسې نور ..... هغه څه دي، چې د داسې دردونكو غميزو د رامنځ ته كولو باعث ګرځي. زموږ په هيواد كې ښځې تر ډول ، ډول فشارونو او تاوتريخوالي لاندې دي. په هيواد كې د دوه مليونو معتادينو له جملې څخه يو سلو شل زره يې ښځې دي، چې بيا هم د بيلا بيلو عواملو له كبله يې دغه ناوړه عمل ته مخه كړې او اساسي عامل يې د كارپوهانو په اند بيا هم نارينه دي.

كه څه هم ، چې د ښځو له حقوقو څخه د دفاع په خاطر يو زيات شمير بنسټونه په كار لګيا دي اوتر بيلابيلو عنوانونو لاندې فنډونه (پيسې) هم تر لاسه كوي، خو ځينو يې هيڅ داسې كوم اساسي او بنسټيزګام نه دى اوچت كړى،چې په هغو سره دې د ښځود حقونو د تر لاسه كولوپه وړاندې حساسيتونه او ضديتونه له منځه يوسي او حد اقل دې ته لاره هواره شي ، چې په ټول هيواد كې زموږ خويندې د زده كړې او ټولنيز كار اجازه تر لاسه كړي .

كه څه هم په دې وروستيو كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلوپه خاطر د ښځينه بنسټونو،مدني ټولنو ،دبشر د حقونو كميسيون، د ښځوچارو ، عامې روغتيا ، عدليې او يو شمير نورو وزارتونو په مرسته په څلورو فصلونواو ۴۴ مادوكې يو قانون هم تصويب شو، چې په كې ډير ښه او مثبت ټكي راغلي دي ، خو دا چې دا قانون به څومره د عمل جامه واغوندي، هغه څه دي چې څنګه دغه بنسټونه او رسنۍ كولاى شي ، چې د دغه قانون په خپرولو او نشر سره خلك ورڅخه با خبركړي او كوم د جزا موارد ،چې په كې ذكر شوي هغو ته د عمل جامه ور واغوستل شي. له بلې خواموږ كولاى شو ، چې د جوماتونو او ديني عالمانو له لارې خلك د ښځوله حقونو څخه خبر كړو او لكه څنګه چې د اسلام مقدس دين هم دښځو پر حقونو ټينګاركړى او پر هغوى يې ظلم او ستم ناروا ګڼلى ، د وعظ او تبليغ له لارې نارينه د ښځو د حقونو په تامين او رعايت معتقد كړو.     

د ميندو د مړينې كچه راټيټه شوې

 

د ميندو د مړينې كچه راټيټه شوې

له بده مرغه زموږ په هيواد كې له يو زيات شمېر نارينه وو سره دا ذهنيت شته، چې زيږيدنې، تولدات او د نسل زياتول د ښځو طبيعي دنده ده او اميدواره ښځو ته توجه يا پاملرنه د نارينه او دولت دنده نه ده بلكې په دې خبره كې مداخله ورته يو ډول بې حيايي او بې ننګي هم ښكاريږي. دغه ډول ذهنيت، چې د وروسته پاتې او غير علمي دود او دستور پر باور ولاړ دى، زموږ د كورنيو له اساسي او بنسټيزو ستونزو څخه شميرل كيږي. له همدې كبله د ورځې د پنځوس تنو ميندو ژوند د زيږون پروخت له مړينې سره مخامخ كيږي.

سربيره پر دې، چې زموږ ډيرۍ خويندې په تيره بيا ميندې له دغه زغمه وتلي درد څخه ځوريږي، خو له بده مرغه ورته اساسي پاملرنه نه ده شوې او سره له هغو پيسو، چې په دې وروستيو كې موهيواد ته د بيلابيلو هيوادونو او نړيوالې ټولنې لخوا وركړل شوې، د ټول هيواد په كچه دا درد لا هم نه دى علاج شوى او پرته له دې، چې د هغوى روغتيا او سلامتيا ته پاملرنه وشي، ښځې د اميدوارۍ په وخت كې شاقه كارونو ته اړ ايستل كيږي او له اميدوارو ښځو څخه هم د روغو او صحتمندو ښځو په څير د درنو او شاقه كارونو تمه كيږي، چې دا كار نه يوازې د مور روغتيا او سلامتيا ته زيان رسوي، بلكې د ماشوم سلامتيا او روغتيا ته هم د زيږيدو په وخت كې زيان رسوي او د هغو ستونزو له كبله، چې مور ورسره مخامخ كيږي، عمليات شي. دا چې زموږ د هيواد په بيلابيلو سيمو كې څومره صحي آسانتياوې او د عمليات امكانات موجود دي، څرګنده ده او دا هم ټولو ته جوته ده، چې هره ورځ د دغو نيمګړتياوو له كبله په څه تعداد ميندې خپل ژوند له لاسه وركوي.

په لرې پرتو سيمو كې سربيره پر دې، چې صحي كلينيكونه په تيره بيا د مور او ماشوم لپاره كلينيك نشته، په ډيرى دغو سيمو كې خو بيا د زړو ښځو لخوا په غير علمي توګه دغو اميدواره ښځو ته د ناپاكه وسايلو څخه په استفادې سره ولادت وركول كيږي، چې په پايله كې د دغه ډول غير مصوون او غير صحي ولادت يا زيږون له كبله هم مور او هم ماشوم له صحي ستونزو سره مخامخ كيږي او ډيرى وخت بيا حتى د مور او ماشوم د مړينې سبب هم ګرځي.

سربيره پر دې، چې د عامې روغتيا وزارت دهيواد په كچه تر اوسه په دې نه دى توانيدلى، چې د ميندو د دغو مړينو مخنيوى وكړي، زياتې سيمې تر اوسه د يوه عادي كلينيك له درلودلو هم محرومې دي، خو بيا هم د ځينو ولايتونو په مركز كې دا هڅې روانې دي، چې ځوانې نجونې په دې برخه كې وروزي، چې دې اقدام په تيرو كلونو كې هم خپل موثريت او ګټورتوب ښودلى.

څه وخت مخكې له تخار ولايت څخه د ښځو د مړينې د كچې د ټيټيدو خبرونه رارسيدلي وو، چې له نيكه مرغه دا دى اوس د هيواد له يوه بل ولايت نيمروز څخه هم يو ښه زيرى تر غوږو شوى او هغه دا، چې د شلو تنو په شاوخوا كې نجونو په فارغيدو سره، چې په ولادي برخو كې به په كار وګمارل شي نو د اميدوارو ښځو د مړينې كچه به هم راټيټه شي. كه د هيواد په بيلابيلو سيمو كې په همدې ډول د نجونو په علمي او مسلكي روزلو كې هڅه او هاند وشي، نو په رښتيا هم دا يو ګټور ګام دى.

له بلې خوا دغه نجونې د مخالفينو تر كنترول لاندې سيمو كې هم كار كولى شي، ځكه د دوى ښځې هم له ولادي ستونزو سره مخ كيږي او دغو مسلكي ښځو ته اړتيا پيدا كوي.

دا مسلكي قابلې نه يوازې له ښځو سره د ولادت په وخت كې مرسته كوي، بلكې د هغو مسلكي او صحي وړتياوو له كبله، چې لري يي په دې هم توانيږي، چې نورو ښځو ته يې انتقال كړي او هغه څه، چې يوه اميدواره ښځې ته اړين دي هغوى ترينه باخبرې كړي او هغه رعايت كړي. له بلې خوا به زموږ اميدواره خويندې دې ته نه اړ كيږي، چې د بې تجربه سپين سرو ښځو تر نظر لاندې د ګياهي دارو درملو په وسيله خپل او د خپل ماشوم ژوند له ګواښ څخه ژغورلى وي.

  

دافغان كډوالو ستونزې تر كومه؟

 

دافغان كډوالو ستونزې تر كومه؟

دم ګړۍ د نړۍ په كچه پنځه مليونه افغانان له خپل هيواد نه بهر د مهاجرت سختې ورځې شپې سبا كوي. ايران او پاكستان د افغانستان هغه ګاونډي هيوادونه دي، چې ډېرى شمېر افغان كډوال په كې مېشت دي.

په افغانستان كې د ناورين له پيله تراوسه يو شمېر افغانانو د خپل ژوند د نه خونديتوب، بې كارۍ او د امنيت او اسانتياوو د نه شتون له كبله بهرنيو ملكونو ته مخه كړې او له هغې شېبې تر دم ګړۍ له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي. په تېرو لنډو كلونو كې افغان مهاجر په نړيواله كچه له يو لړ داسې ستونزو سره لاس او ګريوان دي، چې حتى د هغوى ژوند يې له ګواښ سره مخ كړى دى.

همدا سږكال ډېرى افغان مهاجر په ايران، پاكستان، فرانسې، ايتاليې او يونان كې له نوموړو هيوادونو څخه پر اجباري وتلو اړ شوي او يا هم په بېلابېلو پلمو زندانونو ته اچول شوي دي. دوه كاله مخكې د ايران نظامي ځواكونو د يوې تصفيې په لړ كې ګڼ افغانان په وهلو ډبولو او رټنو له خپل هيواده وويستل او څو تنه افغانان يې له لوړ پوړيزو ودانيو څخه  په ډېربې رحمانه ډول لاندې را وغورځول، چې يو شمېر ځاى په ځاى مړه او يو شمېر نور يې په بد ټپي حالت افغانستان ته راغلل. دغه هيواد سره له دې، چې له افغان دولت سره خواخوږي څرګندوي، په تېرو څو كلونو كې يې د قانوني اسنادو د نه درلودلو په تور يو زيات شمېر افغانان راايستلي او پر يو شمېر نورو يې د فشار راوستلو په نيت ښوونځي تړلي او يا يې د ښوونځيو فيسونه  دنورو په پر تله پر هغوى څو چنده لوړ كړي دي. همد ا تېره اوونۍ د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون د خپل هغه رپوټ په ترڅ كې، چې په ۱۳۸۷ لمريز كې يې برابر كړى دى، ويلي دي، چې ډېرى افغان مهاجر پرته له دې، چې خپل معاشونه ترلاسه كړي او يا هلته د كار له صاحبانو سره خپل حسابونه تصفيه كړي په زوره له هغه هيواده ويستل شوي دي. يو شمېر په دې نظر دي، چې دغه كړنه په قصدي ډول ترسره شوې ترڅو د افغانانو د خولو ګټه بيا هم د ايراني صاحب كارانو جېبونو ته ولوېږي.

په پاكستان كې هم افغان مهاجر له ورته ستونزو سره مخ دي. په تېرو دوو كلونو كې په دغه هيواد كې د مخالفينو په وړاندې د دولت له خوا د جګړې له پيل سره ډېرى افغانان په بېلابېلو نومونو نيول شوي او بنديخانو ته اچول شوي دي. همدا تېره اوونۍ په سلګونه افغان مهاجر د قانوني اسنادو د نه درلودلو په پلمه ونيول شول او زندانونو ته واچول شول. خو له پاكستان نه يو شمېر راغلي مهاجر او په هغه هيواد كې مېشتو مهاجرو او يو شمېر خبريالانو له رسنيو سره په مركو كې ويلي ، چې پاكستاني پوځيانو هر هغه افغان، چې ورسره به مخامخ كېدلونيولو او زندان ته يې اچاوه، په داسې حال كې، چې په دغو نيول شويو بنديانو كې يو زيات شمېر داسې افغانان هم موجود وو، چې پاسپورټونه او ويزې يې درلودې. په پاكستان او ايران كې وخت په وخت له افغان مهاجرو سره دغه ډول ناوړه چلنونه كېږي، خو بدبختانه، چې اړوندې دولتي ادارې او په نوموړو هيوادونو كې د افغانستان سفارتي چارواكو په دې اړه كوم مثبت او رغنده ګام نه دى پورته كړى او د افغان چارواكو د همدې بې تفاوتۍ او بې كفايتۍ له كبله په نوموړو هيوادونو كې افغانان د هرې ورځې په تېرېدو سره لا زيات ځورول كېږي. ويل كېږي، چې همدا اوس په ايران او پاكستان كې يو زيات شمېر افغانان پرته له كوم جرم له كلونو كلونو راهيسې د دوسيو له څېړلو پرته  په زندانونو كې پراته دي او د چا په ياد هم نه دي . د افغانانو ګيله دا ده، چې ولې د دوى چارواكي په خپل وخت او زمان په بهرنيو ملكونو كې د بندي افغانانو د راخلاصولو هڅه نه كوي او نه يې په وړاندې د يو عادي مسووليت احساس كوي. 

دا وړ چلنونه په داسې حال كې كېږي، چې د نړيوالو ميثاقونو او قوانينو په رڼا كې هيڅوك هم دا حق نه لري، چې حتى څوك د قانوني اسنادو د نه درلودلو په تور هم وځوروي. 

راځئ،چې سوله په رښتينې بڼه ولمانځو!!!

 

راځئ،چې سوله په رښتينې بڼه ولمانځو!!!

که د نړۍ د بشريت تاريخ ته زير شو، نو د انسان له پيدايښت نه تر اوسه پورې سوله دټولنې دمهمې او ارزښت ناکې اړتيا په توګه پيژندلى شو. دا ځکه، چې سوله په نړۍ کې د آزادۍ ، ديموکراسۍ ، صميميت، ورورګلوۍ او د ټولنې د غړو په مينځ کې د يوالي ، مساوات او لنډه دا، چې سوله د جنګ د اختتام په معنی پيژندل شوې ده.

نن سبا خو په دنيا کې ډيرزيار اوکوښښونه روان دي، چې څنګه او څه وشي ، چې د نړۍ خلک سولې ته را وبلل شي او بيله جنګ نه نړيوال وکولاى  شي، چې يوله بل سره د بشريت د پايښت په موخه د سولې په فضا کې سره نژدې او انساني ژوند ته د خدمت په مو خه سوله په نړۍ کې دود کړي او دانساني ژوند په ارزښتونو يې پوه کړي دا ځکه ، تجربو نړيوالو ته وښوده چې د جنګ په دوام کې خلک د ژوند ارزښت له لاسه ورکوي او جنګ پرته له  بی کورۍ ، معيوبيت ، مړينې او بدمرغۍ بل هيڅ ارمغان نلري.

خو د خواشينۍ ځاى دى، چې زموږ درديدلى ملت له څو لسيزو را پديخوا په خپله خاوره كې د سولې او آرامۍ تږى دى. څه د پاسه درې لسيزې دي ،چې هيواد مو د تپل شوې جګړې په اور كې سوزي او د نړۍ په كچه به بل داسې كوم هيواد نه وي ، چې دومره اوږد مهالې جګړه ئې زغملې وي.

دا ، چې د وږي يا سنبلې د مياشتې ۳۰ نيټه د سولې نړيواله ورځ نومول شوې او په ټوله نړۍ كې لمانځل كيږي په داسې يوه هيواد لكه افغانستان، چې هره ورځ په كې د لسګونو مرګ ژوبلو خبرونه تر غوږو كيږي او د قدرت او څوكيو وږي او تږي په يو نه يو ډول په كې د جنګ د اور نغرى تود ساتي او نه غواړي ، چې دا در په دره ملت د هوساينې نفس وباسي سوله څه مفهوم او معنى لري ؟ هغه ميندو ، خويندو او ښځو ته ، چې په دا دومره اوږده موده يا وخت كې يې د كورنۍ يو ، دوه اويا......غړي له لاسه وركړي او لاهم هره ورځ د يوې نوې غميزې او مرګ ژوبلې انتظار وباسي ، سوله څه مفهوم لري ؟ د سولې تر سيوري لاندې خو خلك آرام او خوښ ژوند تيروي او داسلام په مقدس دين كې هم ټول مخلوقات په تيره بيا مسلمانان سولې ته را بلل شوي او له جنګ، جګړو څخه كركه او نفرت څرګند شوى، خو زموږ په هيواد كې كومه ده دا سوله او آرامي،چې له لسيزو را پديخوايې په تمه يو ؟ تر كله به د پرديو په اشاره او ګټه د لاس آله او وسيله اوسو او خپل هر څه به د نورو د خوښيو په خاطر قرباني كوو؟ تر كله به زموږ د كورنيو ستونزو د حل په خاطر په پرديو هيوادونو كې غونډې جوړيږي او فيصلې به مو پردي كوي ؟ آيا دا هماغه افغانان نه دي، چې د پيړيو په اوږدو كې د دوى له ويرې او برم نه به پردي لړزيدل؟ آيا دا هماغه افغانان نه دي، چې د هيواد او سيمې ستونزې او جګړې به يې په جرګو او غونډو فيصله كولې ؟ نو اوس څه شوي ، چې ځان، ملت او هيواد ته د سولې او آرامۍ په راوستو كې پاتې راغلي او هره ورځ يې يو د بل په مخ توره او ټوپك ايستلي او يواو بل وژني او يا يې هم د پرديو لخوا ښځې او ماشومان بې ګناه وژل كيږي .راځئ ،چې سوله په رښتينې بڼه ولمانځو او په ځاى د دې ، چې ځانونه د جنګ ، جګړو اتلان او توريالان كړو  او يوازې د يوې ورځې سولې غوښتونكي شو، خلكو ته دايمي سوله او آرامي راولو او نور پرې نږدو، چې خويندې مو كونډې، رنډې او ماشومان مو د يتيمۍ څپيړې ووهي .   

مخدره توكي د ټولنې په وړاندې ګواښ

 

مخدره توكي د ټولنې په وړاندې ګواښ

مخدره مواد يا توكي هغه ستره او دردوونكې غميزه ده ، چې په دې وروستيو كلونو كې يې زموږ د هيوادوالو په تيره بيا ځوانانو لمن نيولې .

دغې ستونزې د هيواد بيلابيلې سيمې تر خپل اغيز لاندې نيولې او په ډيرى ولايتونو كې يې كر او كښت په يوه دود بدل شوى ، چې د نورو زراعتي توكو پر ځاى د ښې ګټې د لاس ته راوړلو په موخه يې بزګران كرلوته زړه ښه كوي ، چې بيا له دې كبله چې دهغو سيمو استوګن يې په روزلو او ټولولو كې لګياوي ، نو له همدې كبله ډيرى دغه وګړي پرې روږدي كيږي . دوه كاله مخكې كومه سروې يا څيړنه ، چې سرته رسيدلې وه په كې په ټول هيواد كې د روږدو كسانو شمير د يو ، يو نيم مليون كسانو په شاوخواكې ښودل شوى و ،خو په دې وروستيو كې ويل كيږي ، چې دغه شمير د دوو مليونو په شاوخواكې زيات شوى ، چې واقعا د انديښنې وړ خبره ده او كه دغه پراخوالى همداسې دوام ومومي ، نو لرې به نه وي چې دغه در به دره ملت به په يوه مريض ملت بدل شي ، چې د نورو بدمرغيو تر څنګ به يې دا پيټى هم په اوږو  وي. د نورو نورو ولايتونو تر څنګ ، چې دغې بد مرغې هيولا پرې منګولې ټينګ كړې ، يو هم د بلخ ولايت دى چې په يوه وروستي راپور كې ، چې د بلخ له ولايت څخه تر لاسه شوى راغلي ، چې په دې ولايت كې د روږدو كسانو شمير مخ په زياتيدو دى ،چې په دې وروستيو كې د سلو زرو په شاوخوا كې نارينه او ښځينه كسان په دې ولايت كې په مخدره موادو روږدي شوي دي. د مخدره توكو كر ، كيله او په هغو باندې زموږ د هيواد والو اخته كيدل اوس په يوه هميشنۍ او نه حليدونكې ستونزې اوښتې . په دغه وژونكي ښامار د اخته كيدو بيلابيل عوامل شته ، چې تر ټولو مهم او اساسي يې له څه د پاسه دريو لسيزو را پديخوا په هيواد كې روانه تپل شوې جګړه ده ، چې د ټولو بد مرغيو زيږنده ده له بلې خوا اقتصادي ستونزې ، كورنۍ او ټولنيزې ناخوالې هغه څه دي ، چې زموږ هيوادوال خويندې او وروڼه اوپه تيره بيا ځوانان يې دې ته اړكړي ، چې دغه وژونكې بلا ته پناه وروړي .   

په هيواد كې د مخدره توكو د كركيلي، قاچاق او خپريدو يوه بله اساسي ستونزه د امنيتي چارواكو نه پاملرنه او د هغو په مخنيوي كې د دوى نه وړتيا ده ،ان تر دې ،چې ځينې دولتي او لوړ پوړي چارواكي هم د مخدره توكو په قاچاق كې د لاس په لرلو تورن دي.

د دغه كور وراني ښامار په وړاندې د مبارزې په خاطر بايد د هغه د كښت، قاچاق او خپريدو په مخنيوي كې ډيره هڅه او هاند وشي.

خاصې محكمې بايد هغو كسانو ته جوړې شي كوم، چې غواړي زموږ بې وزلي او مظلوم هيواد وال په دغه ناوړه عمل اخته كړي او جزا دې ورته وركړل شي.

د روږدي كسانو د تداوي په خاطر دې ځانګړي مركزونه جوړ او هغوى دې تر جدي درملنې او پاملرنې لاندې ونيول شي.

كه څه هم  د اړوندو مسوولينو په وينا ، چې د هيواد شل ولايتونه د دغو توكو له كر څخه پاك اعلان شوي او          يو شمير د علاج مركزونه هم شته، خو د معتادينو د شمير په پرتله ډير لږ دي. دغه ستونزه نه يوازې په هيواد، بلكې په نړيواله كچه  لمن پراخوي  او د افغانانو لپاره يو زړه بوږنوونكى مصيبت ګڼل كيږي.

نو بالاخره د يوې ټوليزې پايلې په توګه ويلاى شو،چې نن سبا د دغه ناوړه بوټي د كر او قاچاق له كبله زموږ هيواد په نړۍ كې د دغه شرموونكي بوټي د لومړۍ درجې توليدوونكي په حيث پيژندل شوى او هيوادوال مو هم په بهر نړۍ كې د قاچاقبرو په هويت پيژندل كيږي ، افغان دولت ته اړينه ده ، چې د دغې ناوړه پديدې په وړاندې جدي مبارزه وكړي او داسې يوه كړنلاره ورته خپله كړي ، چې له بيخه او بوټيه يې ريښې وچې او له منځه يوسي.

 

د سولې په تامين كې د ښځو خوځښتونه

 

د سولې په تامين كې د ښځو خوځښتونه

يو ځل بيا هم ښځې او د سولې په لاره كې هڅې او هاند، د تيرې اوونۍ د لړم د مياشتې له دوهمې تر څلورمې نيټې پورې (د افغان ښځو د سولې كاروان كنفراس ) د (د سولې په وړاندې پراته خنډونه او د افغان ښځو موقعيت ) تر سرليك لاندې د هيواد د لسو شمالي ، ختيځو ، جنوبي او كابل ولايتونو د مدني ټولنو او ټولنيزو فعاليتونو د ۸۰ تنو فعالو ښځو په ګدون جوړ شو .

همداشان تيره اوونۍ هم د سيمه ييز امن د تامين په خاطر د افغانستان، پاكستان او هندوستان هېوادونو د مدني ټولنو، پارلمان او نورو ښځينه بنسټونو د ښځو استازو په ګډون، په كابل كې دوه ورځنى كنفرانس جوړ شو. په دغه كنفرانس كې د هغو لارو چارو په هكله ، چې څنګه او څه ډول كيداى شي په سيمه كې د سولې د ټينګښت په خاطر ښځې هم مټې راونغاړي او خپل حكومتونه دې ته اړ كړي، چې د تروريزم پر ضد په ګډه سره مبارزه وكړي، بحثونه وشول.

سوله او ثبات دښځو لپاره يوه ځانګړې معنى ،مفهوم او ارزښت لري او له څه باندې درې لسيزو جنګ جګړو او تاوتريخوالي له كبله سولې او آرامۍ ته ليواله او سترګې په لاره دي ، ځكه په دې تيرو كلونو كې يې د تپل شوې جګړې له كبله د ژوندانه ټولې خوښۍ او نيكمرغۍ له لاسه وركړې او كلونه ، كلونه يې د جنګ تريخ زهر څكلي.   

د افغانستان د ښځو هيله او اميد دا دى ، چې د دوی په ژوند کې مثبت بدلون راشي، په لومړي سر کې د افغانستان خلک او ښځې سوله غواړي، ډيره مهمه او عمده خبره ، چې افغانې ښځې او  ولس يې غواړي ، هغه دا ده چې د افغانستان د خلکو ارزښتونو ته احترام وشي .

په افغانستان کی لاهم ښځې د ټولنې هغه ځورېدلې برخه ده، چې ډېرې کړېږي . د ښځو پر وړاندې کورنی تاوتريخوالی او پر نجونو جنسي تېرى هغه ظلمونه دي، چې نور د زغملو نه دي .

په هيواد كې اوسنيو سياسي، امنيتي او اقتصادي حالاتو ته په كتو سره ويلى شو، چې د ښځو له خوا داسې خوځښتونه او حركتونه په رښتينې، چې له اغېز پرته نه شي پاتې كيداى. ځكه ښځې د هرې ټولنې نيمه برخه جوړوي او تر نارينه وو زياتې د جنګ جګړو تر اغيزې لاندې راځي او تر نارينه وو زيات يې د كړاوونو ژوند په نصيب كېږي. دا ځكه چې په جگړو کې د خاوند، لور، زوى او يا د ورور د مرگ  په وير ژيدلې دي.

 د تاريخ په دې اساس پړاو كې ، چې هيواد او هيواد وال مو تر هرڅه د مخه سولې ته اړتيا لري او جنګ نه يوازې افغانستان، بلكې سيمه او نړۍ هم تر ګواښ لاندې نيولې ده، اړينه برېښي ، چې د حكومتونو او دولتونو واكمنان په دې لاره كې له هيڅ ډول هڅې او هاند څخه ډډه ونه كړي.

 د دغه ډول غونډو، كنفرانسونواو لاريونونو جوړول كه له يوې خوا د سولې د تامين په خاطر ګټور او اغيزمن دي ،له بلې خوا د سيمو د ښځو د يووالي او د يوه او بل له حال او احوال او د ژوندانه له شرايطو څخه د خبريدو سبب هم ګرځي او د دې عامل هم ګرځي كله ، چې په سيمه كې سوله له خطر سره مخ كيږي ، نو د دغو ټولنو ښځې بيا كولاى شي ، چې يوه او بل ته د لاس په وركولو سره واكمنان دې ته اړ كړي ، چې له جنګ جګړو لاس په سر شي ، ځكه هغه عاطفه او مينه چې د ښځې يا مور په سينه كې پرته ده ، له نارينه و سره نه شته او له همدې كبله هم دي ، چې ښځې هيڅكله هم جنګ او جګړې ته زړه نه ښه كوي او دا هڅه نه كوي ، چې په نړۍ او سيمه كې دې نا امني وي.

ښځې پراخ مشاركت غواړي

 

ښځې پراخ مشاركت غواړي

اته كاله مخكې همدا، چې زموږ خويندې له يوې اوږدې مودې تيارې نه را ووتې او يو ځل بيا يې د دې حق تر لاسه كړ، چې ښوونځيو، پوهنتونونو، وزارتخانو او نورو دولتي او غير دولتي موسساتو ته مخه كړي، نو په ډيره مينه او ليوالتيا يې د ټولنيزو چارو په هره برخه كې له نارينه وو سره اوږه په اوږه خپله ونډه ادا كړې.

 كه څه هم په تېرو اتو كلونو كې د ښځو په ژوند كې تر يوځايه د پام وړ بدلونونه ترسترګو كېږي، خو بيا هم لكه څنګه، چې ښايي د ښځو ژوند او حقونو ته په بشپړ ډول كار نه دى شوى او د هغو ناخوالو او نادودو په له منځه وړلو كې، چې په كورنيو او ټولنه كې، ښځې ورسره لاس او ګريوان دي، جدي ګامونه، نه دي اوچت شوي.

د جمهوري رياست او ورپسې په پارلماني ټولټاكنو كې د ښځو پراخه ګډون دا په ډاګه كړه، چې افغانې ښځې د هيواد په سياسي جوړښت كې د بشپړې برخې اخيستنې لېوالې دي. په تيرو يعنې۲۰۰۴ كال او د روان كال د سنبلې د ۲۹مې نيټې په  ټولټاكنو كې د ښځو فعال حضور په ملي او نړيواله كچه افغان دولت ته د مشروعيت وركولو په معنى وه، حتى موږ د اسد د مياشتې په ټاكنو كې په سر سترګو وليدل، چې د افغانستان په يوه لرې پرته سيمه زابل ولايت كې، چې ګمان يې نه كېده، په ډېره شمېره ښځو په ټولټاكنو كې برخه واخيسته او په پوره زړورتيا يې خپلې رايې پاڼې وكارولې.

په تيرو ټاكنو كې د افغانو ښځو ونډه ۴۲ فيصده په ګوته شوې وه، چې دا كار په ملي او نړيواله كچه د سياسي حلقو د حيرانۍ وړ وګرځېده او دا هيله پيدا شوه، چې بايد د افغانستان په سياسي او اداري نظام كې په لوړه كچه د ښځو حضور تضمين شي.

د جمهوري رياست په تېرو ټولټاكنو كې، حامد كرزي، په خپله كابينه كې د درېو وزارتونو د مشرتابه چارې ښځو ته وركړې وې، چې د هغه پر بنسټ ډاكتر مسعوده جلال ته د ښځو چارو وزارت، صديقه بلخي ته د شهيدانو او معلولينو وزارت او آمنه افضلي ته د ځوانانو د چارو وزارت وركړ شو، چې د افغانو ښځو تر منځ له تود هركلي سره مخ او د هغوى د خوشبينۍ سبب وګرځېد. خو د افغانو ښځو دغه خوشبيني ژر ټكنۍ او هيلې يې په ناهيلۍ بدلې شوې. ځكه د ولسي جرګې له فعالېدو سره ښاغلي كرزي، په خپله كابينه كې څه زياتونې او كمونې وكړې، چې له امله يې يو شمېر كسان له وزارتونو ګوښه او يو شمېر وزارتونو ته نوي كسان راوستل شول. په دې كابينه كې، چې د اعتماد د رايې اخيستلو په خاطر ولسي جرګې ته وړاندې شوه، يوازې يو وزارت د ښځو په برخه ورسېده او هغه هم د دوى خپل وزارت، چې اساسا بايد مشري يې دوى په خپله وكړي.

خو په هرصورت هغه يو متل دى، چې وايي تير په تير او هير په هير، خو اوس چې زموږ هيواد او ملت د يوه نوي پړاو په منځ ته راتګ سره له نويو هيلو اوارمانونو څخه په ډكو زړونو د يوه مستحكم، پاك او صادق حكومت او دولت منځ ته راتګ ته ستركې په لاره دي، زموږ خويندې هم، چې په ستونزمنو او له ګواښونو څخه ډك حالت كې يې د ټولټاكنوپه پروسه كې برخه واخيسته او هيوادنۍ دنده يې تر سره كړه، له كرزي څخه دا تمه او اميد لري، چې په راتلونكي حكومت كې ورته برابره ونډه وركړل شي او د ټولنې د نيمې برخې د جوړوونكو په توګه ورته ارزښت قايل شي او له وړتيا سره سم ورته د رهبرۍ او تصميم نيونو كې له نارينه ووسره سمه ونډه وركړل شي، نه دا چې بيا هم په نمايشي او سمبوليك ډول ورته يو وزارت په نامه شي. وروسته له څو كلونو اوس موږ په خپله ټولنه كې داسې وړ او مستعدې خويندې لرو، چې كه ور ته د ټول مملكت اداره هم په لاس وركړل شي كولى شي، چې په ډيره ښه توګه يې پر مخ يوسي. له بلې خوا هومره، چې نارينه په فساد او اختلاس كې ښكيل دي، ښځې له دغه خيانت څخه پاكې دي او شايد هم ډير ښه وكولاى شي، خپلې دندې په پوره صداقت او ايماندارۍ سره تر سره كړي.

اوس اوس، چې ويل كېږي حامد كرزى د راتلونكو نورو پنځو كلونو لپاره د يوې كابينې پر جوړولو لګيا دى او نړيواله ټولنه وار په وار پر نوموړي فشار راوړي، چې د فساد ريښې له افغانستان نه وباسي، په كار ده، چې كرزى په دغه چار كې د ښځو ګډون ته پوره پاملرنه وكړي او ځينې اساسې او كليدي څوكۍ دوى ته وركړي. د كرزي كابينه به هغه وخت كاميابه او د باور وړ وي، چې نوموړى هراړخيز مشاركت ته توجه وكړي او يوازې پر قومي او تنظيمي مشاركتونو ټينګار ونه لري. 

دځان سوزونې په وړاندې چوپتيا  ولې؟

 

دځان سوزونې په وړاندې چوپتيا  ولې؟

د نوامبر د مياشتې ۲۵ مه برابره وه د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو له ورځې سره ، چې زموږ په هيواد كې هم د غونډو په جوړولو او د شعارونو په وركولو سره ولمانځل شوه، په داسې حال كې چې زموږ د هيواد له بيلابيلو سيمو څخه د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي بيلابيلې پيښې او رپوټونه تر لاسه كيږي،چې ډيرى دغه تاوتريخوالي خو بيا حتى زموږ د خويندو د ژوند په بيه هم تماميږي .

 د ښځوپه وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د نړيوالې ورځې په وياړ ، چې كومه غونډه جوړه شوې وه په كې د عامې روغتيا وزيرد روان كال په تيرواتو مياشتو كې  د ځان سوزونې د ۱۰۰ پيښو خبر وركړ، چې له دغو پيښو څخه ۶۴يې د هرات په ولايت كې رامنځ ته شوې .همدا شان وزيرد روان كال په ترڅ كې د هيواد په بيلابيلو سيمو كې د نارينه وو له خوا د ښځو د وهلو د ۷۱۰ ثبت شوو پيښوخبرهم وركړاو دا، چې څومره پيښې بيا پټې     دي او نه دي ثبت شوې بيله خبره ده، خو راځودې ټكي ته، چې د داسې پيښو زياتيدل يو ځل بيا د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي څرګندويي كوي او دا په ګوته كوي، چې ښځې څومره او په كومه كچه تر تاوتريخوالي لاندې دي، چې له دغه ظلم او زور زياتي څخه د خلاصون په خاطر ځان سوزونې ته، چې تر ټولو سخته وژنه ګڼل كيږي، حاضريږي.

د دغو ځان سوزونو عمده او اساسي عوامل كورني تاوتريخوالي، اقتصادي ستونزې ، بيسوادي،بې وخته او مخكې له قانوني سن څخه د نجونو ودول ، په زور او په بدو كې د هغوى وركول او داسې نور ..... هغه څه دي، چې د داسې دردونكو غميزو د رامنځ ته كولو باعث ګرځي. زموږ په هيواد كې ښځې تر ډول ، ډول فشارونو او تاوتريخوالي لاندې دي. په هيواد كې د دوه مليونو معتادينو له جملې څخه يو سلو شل زره يې ښځې دي، چې بيا هم د بيلا بيلو عواملو له كبله يې دغه ناوړه عمل ته مخه كړې او اساسي عامل يې د كارپوهانو په اند بيا هم نارينه دي.

كه څه هم ، چې د ښځو له حقوقو څخه د دفاع په خاطر يو زيات شمير بنسټونه په كار لګيا دي اوتر بيلابيلو عنوانونو لاندې فنډونه (پيسې) هم تر لاسه كوي، خو ځينو يې هيڅ داسې كوم اساسي او بنسټيزګام نه دى اوچت كړى،چې په هغو سره دې د ښځود حقونو د تر لاسه كولوپه وړاندې حساسيتونه او ضديتونه له منځه يوسي او حد اقل دې ته لاره هواره شي ، چې په ټول هيواد كې زموږ خويندې د زده كړې او ټولنيز كار اجازه تر لاسه كړي .

كه څه هم په دې وروستيو كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلوپه خاطر د ښځينه بنسټونو،مدني ټولنو ،دبشر د حقونو كميسيون، د ښځوچارو ، عامې روغتيا ، عدليې او يو شمير نورو وزارتونو په مرسته په څلورو فصلونواو ۴۴ مادوكې يو قانون هم تصويب شو، چې په كې ډير ښه او مثبت ټكي راغلي دي ، خو دا چې دا قانون به څومره د عمل جامه واغوندي، هغه څه دي چې څنګه دغه بنسټونه او رسنۍ كولاى شي ، چې د دغه قانون په خپرولو او نشر سره خلك ورڅخه با خبركړي او كوم د جزا موارد ،چې په كې ذكر شوي هغو ته د عمل جامه ور واغوستل شي. له بلې خواموږ كولاى شو ، چې د جوماتونو او ديني عالمانو له لارې خلك د ښځوله حقونو څخه خبر كړو او لكه څنګه چې د اسلام مقدس دين هم دښځو پر حقونو ټينګاركړى او پر هغوى يې ظلم او ستم ناروا ګڼلى ، د وعظ او تبليغ له لارې نارينه د ښځو د حقونو په تامين او رعايت معتقد كړو.     

افغان مهاجر ځورول كيږي

 

افغان مهاجر ځورول كيږي

د تېر دېرش كلن ناتار يوه غټه غميزه دا وه، چې په مليونونه افغانان له خپلو كورونو او مينو بې ځايه شول او په بهرنيو په تېره ګاونډيو هيوادونو: ايران او پاكستان كې ځاى په ځاى شول. افغانانو په دغو هيوادونو كې كه څه هم د نړيوالو په مرسته يو څه اسانتياوو ته لاسرسى درلوده، خو وخت ناوخته د دغو هيوادونو د نظامي چارواكو له خوا ځورول شوي، وهل شوي او ټكول شوي دي.

دم ګړۍ داسې رپوټونه شته، چې ويل كېږي يو زيات شمېر بې ګناه افغانان په ايران او پاكستان كې پرته له كوم جرم نه په بنديخانو كې شپې تېروي. يو زيات شمېر افغانان، چې اوس هم له سختې ورځې په نوموړو ملكونو كې پاتې دي، له سختو ستونزو سره مخامخ دي او وخت ناوخته په بيلابيلو پلمو نيول كېږي او بنديخانو ته ټېل وهل كېږي، كورونه يې نړول كېږي او په زوره له پاكستان څخه ايستل كېږي، پرته له دې چې مجبوريتونو او په تېرو دوه دريو لسيزو كې په دغو هيوادونو كې د هغوى پانګونو ته پاملرنه وشي، ځكه ډېرى افغانان په نوموړو ملكونو كې د دې دومره اوږدو مهاجرتونو په جريان كې د يادونې وړ پانګونې كړې دي، چې په دې كار سره غټ اقتصادي تاوانونه ورته اړول كېږي.

همدا تېره اوونۍ داسې رپوټونه خپاره شول، چې په كارخانو، رينګ روډ او د افغانو كډوالو كمپونو ته پر تللو لارو، پاكستاني پوليسو پيرې درولې او له خلكو يې پيسې اخيستي دي. دا څرګنده نه ده، چې ولې كله كله د چپاو په ډول پاكستاني پوليس د افغان كډوالو په نيولو لاس پورې كوي. يو تن مهاجر چې تازه له پاكستان څخه راغلى او هلته په كراچۍ كې په سوداګرۍ بوخت و، وايي، يوه ورځ چې پوليسو افغانان نيول زه يې هم سره له دې، چې اسنا د مې درلودل ونيولم. ده وويل، چې ما پوليسو ته وويلې، چې زه خو قانوني اسناد لرم، خو يو پوليس راته كړه، چې وروره! دا منم چې  هرڅه دې سم دي، خو زموږ چارواكو له موږ نه خلك غوښتي، چې بايد په شمېر بنديان ورته پيدا كړو.

دغسې وخت ناوخت پاكستاني او ايراني چارواكي يا د فشار او د كوم بل دليل له مخې له خپلې خاورې د افغانانو په زور ايستلو لاس پورې كوي. د تيرو څلورو پنځو كلونو په ترڅ كې په زرګونه افغانان په ډېر بدحالت د ايراني چارواكو له خوا له ايران څخه وويستل شول او حتى تر دې چې يو شمېر افغانان له بلندمنزلونو څخه ښكته راګوزار كړل او په يخ ژمي كې يې له كرښې پورې ايستل. اوس هم  داسې رپوټونه شته، چې هره ورځ د زرو، دوو زرو په شاوخوا كې افغانان له ايران څخه ايستل كېږي او د ژوند په ډېر بد حالت كې قرار لري.

كه څه هم د افغانستان، ايران او پاكستان ترمنځه يو لړ تړونونه شته او په دې وروستيو كلونو كې نوي شوي هم دي، چې له مخې يې هغوى نبايد بې وسه افغانان په زوره له خپل هيواد نه وباسي، خو بيا هم ګورو، چې دغه توافقنامې له نظره غورځول كېږي او افغان مهاجر له سختيو سره مخ كېږي.

افغانان د افغانستان د ناورين په كلونو كې د خپلو ګاونډيو هيوادونو له ميلمه پالنې سخت منندوى دي خو اوس دا هيله هم لري، چې اوس هم د ښه ګاونډيتوب د ثبوت وړاندې كولو په خاطر له ميشتو مهاجرو سره داسې چلن وكړي، چې د دغه چلن خاطرې يې كلونه كلونه په ذهنونو كې ژوندي پاتې شي.

د داسې پېښو په رامنځته كېدو سره كومه پوښتنه، چې رامنځته كېږي، هغه دا ده، چې ولې افغان دولت د  دې هرڅه په بيا بيا ليدلو او تكرارېدو سره غلى پاتې او كوم داسې غبرګون نه څرګندوي، چې افغان مهاجر په ګاونډيو هيوادونو كې د نظامي چارواكو له خوا نور ونه ځورول شي. كه تر دې وروسته بيا هم افغان دولت او په تېره د افغانستان د كورنيو چارو وزارت كوم رغنده ګام اوچت نه كړي دا به په اثبات ورسېږي، چې حكومت پخپلو بهرنيو پاليسيو كې كمزورى دى او دا تمه ترې نه شي كېداى، چې په بهر كې د خپلو هيوادوالو د ژوند د خوندي كېدو هڅه وكړي.  

 

 

د زده كوونكو مسمومول،بل جنايت

 

د زده كوونكو مسمومول،بل جنايت

څه موده وړاندې (د ثور په ۶) د پروان ولايت د مركز چاريكارو د ښار، د نجونو په صادقي ليسه كې د مسموم كوونكو موادو په وسيله ۴۲ تنه زده كوونكې مسمومې شوې، چې تر هغه څو ورځې وروسته (د ثور په ۲۱) بيا هم د همدغه ولايت د مركز چاريكارو ښار په حره جلالي ليسه كې ۶۰ تنه زده كوونكې په سمي موادو مسمومې شوې او د درېيم ځل لپاره د كاپيسا ولايت په آفتابه چي ليسه كې د ثور په (۲۲) د سلو تنو په شاوخوا كې زده كوونكې، ښوونكي او نور كاركوونكي د سمي موادو په وسيله مسموم شول، چې وروسته له يو څه مودې د پروان ولايت امنيتي مسوولينو د دې پيښو د تړاو په تور د دوو تنو د نيولو خبر هم وركړ.

خو له بده مرغه په دې وروستيوكې مو خبر تر لاسه كړ، چې د بدخشان ولايت د حصارك ولسوالۍ په يوه ليسه كې هم په لسهاوو زده كوونكې مسمومې شوې او د هغه ځاى صحي چارواكي وايي، چې دا يو ډول ناروغي ده، چې (ميرګي) ته ورته ده او هغه څوك، چې پرې اخته كيږي په خوله يې ځګونه راځي او وروسته بيا بې هوشه كيږي. خو پوښتنه دا ده، چې ولې دا ناروغي په ښوونځيو كې؟ آيا كومې پيښې، چې څه موده مخكې يې شاهدان وو، په جدي توګه وڅيړل شوې او كه نه؟ داسې نه شي، چې يو ځل بيا د سولې او آرامۍ دښمنان د تيرو كلونو په څير له دې لارې زموږ د نوي نسل د زده كړې او تحصيل مخه ونيسي.اړينه خو دا ده ، چې امنيتي ارګانونه د داسې پيښو د مخنيوي په لار كې جدي ګام اوچت كړي اودا مسله بابيزه ونه ګڼي ، ځكه چې دا هم د دښمن بل شوم پلان دى،چې د هيواد د ښوونې او روزنې په لار كې خنډ رامنځ ته كړي.

هسې خوهم زموږ د ښوونې او روزنې د بهير په وړاندې بيلابيل خنډونه پراته دي، چې تر ټولو زيات بيا دغه ستونزې زموږ د خويندو په وړاندې ډيرې محسوسيږي او وينو، چې په لرې پرتو او نا امنه سيمو كې نجونې د څومره ستونزو په ګاللو د زده كړې د حاصلولو په لار كې ګام ږدي.

امنيت د تعليمي بهير د ښه او ګړندي پر مختللو لپاره لومړنۍ اړتيا ده. لكه څنګه، چې ليدل كيږي، د افغانستان په ځينو جنوبي ولايتونو كې نجونې زده كوونكې د امنيت د نشتوالي له كبله، ښوونځيو ته نه شي تللى يا يې ښوونځي له منځه تللي او يا خو د دولت د مخالفينو له خوا د هغوى په مخ تړل شوي دي او نه شي كولى، چې خپلو زده كړو ته دوام وركړي، كه چيرته دغه نا امني سږ كال هم همداسې دوام ومومي بې له شكه ډيرې نجونې به، چې غواړي زده كړې وكړي، د زده كړو له بهير څخه پاتې شي.

په هغو سيمو كې، چې د نجونو ښوونځي شته هم دي، د هيواد  د نا امنو او نا مساعدو  شرايطو  او هغو فسادونو له وجهې، چې په ټولنه كې حاكم دي نجونې په ډاډ او اطمينان نه شي كولاى ښوونځي ته لاړې شي او دا، چې په دې وروستيو كې حتى په هغو ښوونځيو كې، چې امنيت هم نسبي ښه دى بيا د هيواد دښمنان د سمي موادو په پاشلو غواړي، چې دغه بهير له ستونزو سره مخ كړي، د ښوونځيو د ادارو او اړوندو امنيتي چارواكو دنده ده، چې جدي پاملرنه ورته وكړي او پرې نږدي، چې د هيواد د سولې او پرمختګ دښمنان خپلو شومو اهدافو ته په رسيدو سره د هيواد د پرمختګ اوسوكالۍ مخه ونيسي.

د ښوونې او روزنې په برخه كې كومې نورې ستونزې، چې د ښوونځيو نجونې او هلكان ورسره مخ دي او نه شي كولى، چې د خپلې زده كړې پروسه په ښه توګه مخ ته يوسي، هغه د درسي خونو، ميز او څوكۍ، كتابونو، مسلكي ښوونكو او لابراتوارونو نشتوالى دى.

د هيواد په كچه په هغو سيمو كې، چې امنيت ښه او يا نسبي شتون لري، ډيرى زده كوونكي د درسي خونو د نشتوالي له كبله تر خيمو لاندې او يا په آزاده فضا كې درس وايي. دا هغه ستونزه ده، چې په پسرلي او دوبي كې د بارانونو د وريدو  او ګرمۍ له امله د ناروغيو ښكار كيداى شي.

د كتابونو نشتوالى او يا نا منظم ويش، هغه ستونزه ده چې د زده كړې بهير له ډير غټ خنډ سره مخ كولى شي.

كه څه هم د ښوونې او روزنې وزارت په دې وروستيو كې د دغه بهير د ښه كيدو په لار كې هلې ځلې پيل كړې او يو شمير تړلي ښوونځي يې د زده كوونكو پر مخ پرانيستي دي او د ښوونكو د ظرفيتونو د كچې د لوړيدو او هغوى ته د لوړو معاشونو د وركړې په لاره كې يې هڅې پيل كړې، خو دا ټول هم امنيت او سولې ته اړتيا لري او هيله من يو، چې د هيواد امنيتي ارګانونه په دې برخه كې له ښوونې او روزنې وزارت  سره مرسته او ملاتړ يې وكړي.  

كندهارۍ نجونې په انټرنټ زده كړې كوي

 

كندهارۍ نجونې په انټرنټ زده كړې كوي

ښوونه او روزنه د هرې ټولنې د نيكمرغۍ بنسټ جوړوي ، چې په اساس يې د يوې ټولنې او هيواد راتلونكې اټكل كيږي او دا جوتيږي، چې د پوهو ، كارفهمو ، با درايته او متخصصو وګړو پر مټ كېداى شي يوه ټولنه د پرمختګ او برياوو لوړو پوړيو ته ورسيږي .

خو له بده مرغه په افغانستان كې د كلونو كلونو تحميلي جګړو په نتيجه كې دغه بهير سخت ټكنى شوى دى او همدا وجه ده، چې شاوخوا پنځه نيم مليونه هغه ماشومان، چې په ښوونځيو كې د شموليت په شرايطو برابر هم دي، زده كړې نه شي كولى او د سواد له نعمته بې برخې دي.

 د دې په څنګ كې امنيتي ناخوالې ، د ښوونكو، ښوونځيو كمښت او د كورنيو اقتصادي ضعف د هغو عواملو په ډله كې راځي، چې د دغه بهير په لا ټكني كولو يې خپل اغېزښندلى دى.

خو پر دې  ټولو ستونزو ، ناخوالو اونيمګړتياوو سربيره كله، چې د هېواد د ښوونيز سيستم په برخه كې د كومې بريا او مخته تلنې خبر مو ترغوږونو شي، د خوښۍ احساس كوو، په تېره بيا، چې دا بريا د هېواد په يوه نا امنه او لرې پراته ولايت كې وي.

له څه وخت راهيسې د هېواد په جنوب د كندهار په جګړه ځپلې ولايت كې څه د پاسه ٧٠٠ زده کوونکي د انټرنېټ پر مټ د کاناډا هېواد په ښوونځيو او پوهنتونو کې زده کړې کوي، چې څلور سوه يې نجونې دي . په جنگ ځپلي سويلي ولايت کندهار کې د ښوونې او روزنې بهير د هېواد ترنورو ولايتونو زيات ټکنى دى، په ولسواليو کې د نجونو او هلکانو په لسگونه ښوونځي تړل شوي او زده کونکي يې له يوه ورک برخليک سره لاس او گرېوان دي، خو اوس له همدغه کندهاره داسې خبر خپرېږي، چې ۷۰۰ او پنځوس تنه زده کوونکي د انټرنېټ پر مټ ځانگړې او لوړې زده کړې کوي. دا اسانتيا په کندهار ولايت کې افغان کاناډا ټولنيز مرکز برابره کړې او د خورا ستاينې وړ ده.

د دغه ګام اوچتول، هغه هم په داسې يوه ولايت كې ، چې د امنيتي ستونزو او د پوليسود كمزوري رول له كبله يې د مكتبي نجونو پرمخونو په رڼا ورځ تېزاب پاشل كېږي، خورا د قدر وړ دى او د دې سپيناوى كوي، چې د پوهې او زده كړې مخالفان په خپلو بدو كړنواوعملونو، هومره هم، چې ويره خوره ده، د نجونو د زړورتياوو مخه نه شي نيولى او دا مبارزه به ښځې لاپسې چټكه كړي، ځكه زده كړه لكه څنګه چې د نارينه وو حق دى، د ښځو حق هم دى او هرهغه څوك، چې له ښځو څخه دا حق واخلي، ښځې به  يې سخته مقابله وكړي.

د كندهار ولايت د ښوونې او روزنې د چارواكو په وينا په دې ولايت كې ټول ټال  ۳۶۹ليسې شته ، چې ۷۷۵۹۷زده كوونكي په كې زده كړې كوي ، چې ۱۳۴۲۰ تنه يې نجونې دي . د دغو ښوونځيو له ډلې څخه ۱۳۷يې تړل شوي . همدا شان په ګاونډي ولايت هلمند كې بيا ۲۲۶ ښوونځي شته، چې ۵۹يې فعال او ۱۶۹ يې يا سوځول شوي او يا هم د بيلابيلو ستونزو له كبله تړل شوي دي.

په كندهارولايت كې د انټرنيټ له لارې د نجونو د زده كړې مسئله داسې مهال راپورته كېږي، چې د ښوونځيو د پيل كېدو نېټې ته هم زيات وخت نه دى پاتې. پروسږكال د تعليمي كال د پيل پرمهال د ښوونې وزارت چارواكو ويلي وو، چې نږدې شپږنيم مليونه زده كوونكو، چې  ۳۰ سلنه يې نجونو جوړوله، ښوونځيوته تلل،چې دا دافغانستان په تاريخ كې يو  بې سارى زيرى وګڼل شو، هماغه مهال دا هم وويل شول ، چې دغه شمېر زده كوونكو  ته د يو سلو څلوېښت زره ښوونكو له خوا روزنه او زده كړه وركول كېده او سږكال هيله كېږي، لكه څنګه چې د ښوونې وزارت نوې رهبرى وعده كړې ده، د هېواد په نا امنه ولايتونو كې هغو زده كوونكو ته د زده كړې اسانتيا برابره كړي ، چې ترې بې برخې دي.

پرهرحال چارواکي كه څه چې  له ۲۰۰۱ كال څخه راپه دې خوا  د ۲۰۰۰ او يا ترهغو د پورته ښونځيو د جوړېدلو خبره كوي خو دوى بيا دا خبره نه ده كړې، چې له دغه ښوونځيو څخه څومره يې د کتاب، لابراتواراو نورو درسي توكوڅخه بې برخې دي، د ميز او چوکۍ خبره خو بيخې كيږي نه.

 

 

 

افغان ماشومان، ربړې او كړاوونه

 

افغان ماشومان، ربړې او كړاوونه

د جوزا ( غبرګولي ) يوولسمه نيټه د ماشوم له نړيوالې ورځې سره سمون لري ، چې په ټوله نړۍ كې لمانځل كيږي ، خو زموږ په هيواد كې د ماشومانو وضعيت ته په كتو سره بايد څه ډول له دغې ورځې څخه يادونه وكړو؟

زموږ په هيواد كې د څه د پاسه دريو لسيزو جنګ جګړو له كبله د ماشومانو د ښوونې او روزنې، روغتيا اواقتصادي وضعيت ته جدي پاملرنه نه ده شوې.

د هغو سر شمېرنو او څېړنو له مخې، چې په تيرو كلونو كې ترسره شوې د افغانستان د نفوس په سلو كې ۵۲ ماشومان او كوچنيان جوړوي، چې عمرونه يې له ۱۸ كلونو ښكته دي او شمېر يې ۱۳ مليونه تنو ته رسيږي.

سربيره پر دې په افغاني ټولنه كې ماشومان له كله نه، چې خپل ښى اوچپ لاس پېژني د ژوندانه د ناخوالو له كبله له ډول، ډول  ستونزو لكه اقتصادي، صحي او نورو سره لاس او ګريوان وي.

دغه راز ډيرى وخت ليدل شويدي،چې له دا ډول بې وزله ماشومانو څخه  د مخدره توكوپه قاچاق ، غلا ، كيسه برۍ او نورو ناوړه اوغيرانساني چاروكې ګټه پورته كېږي .

كه څه هم، چې  په تيرو اوو كلونو كې بيلابيلو ټولنو د ماشومانو د حقوقو نارې سورې پيل كړې، خو هيچا هم افغان بچيانو ته د زړه له كومې هڅه اوكارندى كړى.  لا هم په هيواد كې جګړې روانې دي او هره ورځ په بمباريو، ځانمرګو بريدونواود چاودنو په ترڅ كې زموږ لسګونه تنه ماشومان  وژل كېږي.

په افغانستان كې د ماشومانو پر بد او ناوړه وضعيت د بشر د حقوقو خپلواك كميسيون هم خپله انديښنه څرګنده كړې او له دولت اونړيوالې ټولنې څخه يې غوښتي، چې په افغانستان كې دې د هغو ماشومانو د وضعيت د ښه والي په خاطر پاملرنه وكړي كوم، چې د سړك او واټونو پر مخ كار كوي.

زموږ په ټولنه كې  د ماشومانو په وړاندې تر ټولو بده او ځورونكې پديده، جنسي تاوتريخوالى دى ،چې  يو زيات شمير پيښې يې ثبت او  راجسترشوي او عاملين نه يوازې د قانون منګولو ته نه دي سپارل شوي او كه سپارل شوي هم وي، د هېواد دقضايي ارګانونو له لوري يا خوشې كېږي او يا داسې لنډمهالي سزاوې ګالي، چې هغوى ته دعبرت سبب نه ګرځي.

د ګوتو په شمېر يو شمير كورنۍ شته دي، چې اقتصادي ستونزې نه لري او ماشومان يې په موجود كې چاپېريال كې له هرډول روزنيزو امكاناتو برخمن دي او په ټولنه كې د دا ډول كورنيو شمېر خورا راښكته دى، حال دا چې د افغانستان ډېرى كورنۍ له ډول ډول ناخوالو سره لاس او پنجې نرموي.

 د كورنيو د خراب اقتصادي حالت له كبله ماشومان مجبور دي، چې د كورنۍ له مشرانو سره د نفقې د پيدا كولو په خاطر ډيرو شاقه او له توانه وتلو كارونو ته مخه كړي.

په هر صورت داسې ، چې زموږ په ټولنه كې ماشومان له تاو تريخوالي سره مخامخ دي په هيڅ يوه بل هيواد كې به يې سارى نه وي ، ځكه په نورو هيوادونو كې ماشومانو ته له هر پلوه ډيره پاملرنه او توجه كيږي ، ځكه دوى په دې باور دي ، چې دغه تنكي ګلان د هر هيواد راتلونكي جوړوي ، نو كه سم وروزل شي ، بې له شكه به هغه ټولنه پرمختللې او هوسا وي .

نو افغان دولت ته په كار ده، چې پورتنيو ټولو فكتونو او ننګونو ته جدي پاملرنه وكړي او افغان ماشومانو ته د ژوندانه ټولې آسانتياوې برابرې كړي تر څو مو په راتلونكې كې يوه نيمكمرغه او هوسا ټولنه په برخه شي.

د يوې وروستۍ خبرې په توګه ويلاى شو، چې دولت، نړيوالې اومدني ټولنو ته په كار ده، چې د ماشومانو حقونو ته په پاملرنې سره هغوى ته د زده كړې، ښه ژوند او روغتيايي اسانتياوو په برابرولو كې هڅاند واوسي او پرداسې لاروچارو غور وكړي، چې له مخې يې د ماشومانو په ژوند كې پوره پوره بهبود او ښه والى ترسترګو شي.

 

د پرله پسې وعدو يوه ژمنه عملي كېدونكې ده

 

د پرله پسې وعدو يوه ژمنه عملي كېدونكې ده

د مسلكي ښوونكو كمښت، د تدريسي امكاناتو نشت، د درسي كتابونو او نصاب نه موجوديت، په تېره بيا د ښوونكو د معاشونو لږوالى او د سرپناه نه لرل له هغو عواملو څخه ګڼل كېږي، چې د ښوونيز بهير كچه يې خورا راټېټه كړې او دا ندېښنه راولاړه شوې، چې د افغانستان د پوهنې وزارت به په دې ونه توانېږي، چې په لنډ وخت كې د زده كوونكو د زده كړې كچه لوړه كړي.

پوښتنه دا ده، كله چې ښوونكي د ژوندانه لپاره حد اقل هغه نسبي آرامتيا هم ونه لري او د معلمۍ ترڅنګ په څو نورو كارونو هم بوخت شي، په لوى لاس د ورځني تدريس لپاره د تياري زمينه، د مطالعې له لارې د خپلې پوهنېزې سطحې د لوړولو، د زده كوونكو د ارزيابۍ او د هغوى د كورنۍ دندې ليدنه، د ورځنۍ اړتيا له مخې زده كوونكو ته د درسي موادو د راغونډولو هڅه او نورې ضروري اړتياوې له منځه ځي ، ايا خود په خوده د زده كوونكو د زده كړې كچه نه راټېټېږي او بيا په داسې يو وضعيت كې دا هيله كيدلى شي، چې وړ او تكړه زده كوونكي دې ټولنې ته وړاندې شي، حال دا چې ټول په دې پوهېږي، چې له يوه معياري معارف پرته او د زده كوونكي د تحصيلي كچې له لوړولو پرته ناشونې ده، چې د هېواد راتلونكې سمسوره شي.

په تېرو اووكلونو كې له ښوونكو سره هركال، د معاشونو د زياتولو او د سرپناه د برابرولو وعدې وركړل شوې دي، خو دغه وعدې پخپل وخت نه دي ترسره شوي او د عملي كېدو په برخه كې يې ډېر ځنډ راغلى او يا هېرې شوې دي.

 د معاشونو ترڅنګه د افغان ښوونكو يوه ډېره ستره ستونزه، د سرپناه نه لرل دي، ډېرى ښوونكي دا شكايت لري، په كوم معاش، چې دولت يې ورته وركوي، نه شي كولى، چې د كورونو كرايې پرې كړي.    

تېر كال د پوهنې مخكيني وزير ښاغلي حنيف اتمر ويلي وو، چې دوى د افغان ښوونكو لپاره په ۲۴ ولايتونو كې سل جريبه ځمكه د سرپناه د برابرولو لپاره په نظر كې نيولې ده، خو دغه لړۍ لكه څنګه چې تمه كېږي، هومره جدي نه ده نيول شوې او له دې كبله په څرګنده ډول دا ثابته نه ده، چې د ښوونكو دغه ستونزه كله اوارېږي.

د سرپناه نه لرل، هغه ستره ستونزه ده، چې تر ډېره بريده يې د ښوونيز بهير پر كيفي كچې اغېز ښندلى، ځكه زموږ ښوونكي د خپلو كورنيو د نفقې د برابرولو او د كورونو د لوړې كرايې د پرې كولو لپاره دې ته اړ دي، چې څو ځايه كار وكړي او دا هغه څه دي، چې خود په خوده د ښوونكو وړتيا اغېزمنوي او نه شي كولى، لكه څنګه چې په كار ده، ښوونيز بهير مخ ته يوسي.

تېره اوونۍ رسنيو رپوټ وركړ، چې د پوهنې وزارت د هغې ژمنې پر بنسټ، چې په ۲۴ ولايتونو كې به خپلو ښوونكو ته سل جريبه ځكمه وركوي، په مزارشريف كې ۳۵ زره ښوونكوته يوه يوه نمره ځمكه وركړل شوه. دا خبره د پوهنې وزارت د بيا بيا ژمنو په لړ كې يوه ستره پراختيا ده او دا هيله پيدا كوي، چې بالاخره افغان ښوونكي، چې هيڅ ډول امكانات نه لري او د ډېرو سختو شرايطو په شتون كې تدريسي چارې مخ ته وړي، د سرپناه څښتنان كېږي. دا هغه څه دي، چې د ښوونكو د روحي آرامتيا سبب ګرځي او كولى شي، چې تر دې وروسته په پوره خاطرجمعى خپلې تدريسي چارې منظمې كړې او په دې توګه زموږ ښوونيز  بهير كچه، چې ډېر ځله تر انتقاد لاندې ده، لوړه شي. داهم خبره هم د پام وړ ده، چې ښوونكي به د دغو نومرو د اخيستلو په بدل كې ټاكل شوې پيسې په قسطونو وركول او له معاش څخه به يې ګرځي. خو لكه څنګه چې د دمګړۍ د ښوونكو معاشونو لږ دې ټولو ته دا پوښتنه مطرح، چې ښوونكي څرنګه كولاى شي، چې د خپلو دغو لږو معاشونو څخه دا قسطونه وركړي؟

د پوهني وزارت دا هم ويلي، چې د سږكال له پيله به تر راتلونكو دوو كلونو پورې د ښكوونكو په معاشونو كې هم د پام وړ زياتوالى ترسترګو شي او ښوونكې به دې ته اړ نه وي، چې د خپلو كورنيو د اړتياوو د پوره كولو لپاره څو ځايه كار وكړي.

 

ائتلافي ځواكونه په ښځو هم بمباركوي!

 

ائتلافي ځواكونه په ښځو هم بمباركوي!

افغانستان ته د ناټو او ائتلافي ځواكونو له راتګ راهيسې د دوى په ځمكنيو او هوايي عملياتوكې په سلګونه افغانان وژل شوي دي، چې خورا زياته برخه يې بيا  د كليو اوبانډوهغه بې ګناه ښځې اوماشومان جوړوي، چې يا په خپلو كورونو او يا په پوله او پټې كې په نښه شوې دي.

 په افغانستان كې د بهرنيوځواكونو خپلسرو او بې پرسانه وژنو د خلكو په زړونو  كې د دولت او بهرنيو ځواكونو په وړاندې د كركې او نفرت اورونه بل كړي او ځاى ځاى خلكو په لاريونو او ګواښنو هم سرفه نه ده، چې د څرګندو بيلګو په توګه يې د پكتيا ولايت او په تېركال كې د ننګرهار ولايت د خلكو له لاريونونو او له غوسې ډكو اعتراضونو څخه يادونه كولاى شو.

اوس اوس د ټولو افغانانو په وړاندې په افغانستان كې د ميشتو بهرنيو ځواكونو په اړه د خلكو نظر تر زياتې كچې بدل شوى او داسې انګيرل كيږي ، چې د دوى مرګ ژوبله د دولت او بهرنيانو په وړاندې هيڅ ارزښت نه لري.

 په هيواد كې د ميشتو بهرنيو ځواكونو له خوا  د خپلسرۍ دغې لړۍ  د تير كال په پرتله زور اخيستى او يو زيات شمير ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . د ۱۳۸۶ كال د وري په ۲۸ مه د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په  ۱۶۶ مخيز رپوټ كې د امريكايي او ناټو ځواكونو په عمليات كې د ټول ټال ۳۲۰ تنو د وژل كيدلو خبر وركړاى و. خو د ۲۰۰۷ ميلادي د پاى پرمهال د ملګرو ملتونو سرمنشي بان كې مون ډاګېزه كړه، چې په تېريوه كال كې په افغانستان كې اته زره تنه عام وګړي، په بمباريو، ځمكنيو عملياتو، چاودنو، د سړك د غاړې په بمي بريدونو او ځانمرګي بريدونو كې وژل شويدي.

د تير كال د كب د مياشتې په ۱۳ نيټه ائتلافي ځواكونو د ننګرهار په بټي كوټ ولسوالۍ كې تر يوه ځانمرګي بريد وروسته پر عامو خلكو په رڼا ورځ ډزې وكړې ، چې ۱۶ تنه پكې ووژل شول او۳۵ تنه ټپيان شول .

همدارنګه د تېركال د كب په ۱۵ د ائتلافي ځواكونو په هوايي بريد  كې د كاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ د يوې كورنۍ ۹ تنه ووژل شول .

همدا شان د تير كال د ثور د مياشتې په ۲۹ د سره صليب نړيوالې ادارې اعلان وكړ ، چې د هرات ولايت په څلورو كليو كې د ائتلافي ځواكونو په عملياتو كې څه د پاسه ۵۰ تنه ملكي وګړي وژل شوي ۱۷۳ د استوګنې كورونه نړيدلي او نژدې ۲۰۰۰ كورنۍ هجرت ته اړ شوې دي .

همداشان دې ته ورته نورې پيښې هم تير كال د دغو ځواكونو لخوا رامنځ ته شوې ، چې وروسته بيا دغو ځواكونو د بښنې غوښتنه كړې .  

خو دا دى سږ كال بيا د هيواد په بيلا بيلو سيمو كې د ائتلافي او ناټو ځواكونو لخوا په رامنځته شويو هوايي او ځمكنيو عملياتو كې د ملكي وګړو ، ښځو ، ماشومانو او سپين ږيرو د وژل كيدو خبرونه تر غوږو كيږي .

همدا يوه اوونۍ وړاندې په پكتيا ولايت كې د ائتلافي ځواكونو په عملياتو كې، چې د هغه ولايت په مټا خان ولسوالۍ كې ترسره شول، ۴۸ تنه ووژل شول،  چې ۱۶ يې ښځې او ۱۱ تنه يې ماشومان وو.

په ولسي جرګه كې د دغه ولايت استازې شريفه زرمتۍ بيا وويل، چې د يوشمېر كسانو مړي څاګانوته هم غورځول شوي وو.

دغو ځواكونو د جوزا د مياشتې په ۲۴- ۲۵ – ۲۶ په دغو ولايتونو كې خپلو عملياتو ته دوام وركړ ، چې پكې ۸ تنه ديوې كورنۍ او ۱۱ تنه د بلې كورنۍ غړي ووژل شول.

وروسته تر دغو عملياتو د دغو سيمو خلكو په لاريونونو لاس پورې كړ ، چې په ترڅ كې يې دغو ځواكونو ته خبردارى وركړ ، چې كه د دغه ډول په خپل سرو عملياتو مخه ونه نيول شي ، خلك به دې ته اړ شي ، چې ځاى ځاى راپورته شي اوپردولت باندې كلك  اعتراضونه وكړي، چې پايلې به يې له غميزو ډكې وي او بيا به يې هيڅ بهرنى او كورنى قوت مهار نه كړاى شي ، چې بيا هم د دغو لاريونونو په ترڅ كې د خلكو او دولتي كسانو تر منځ نښتې رامنځ ته شوې ، چې څوتنه پكې ټپيان او ووژل شول.

په هر صورت د يوې لنډې پايلې په توګه ويلى شو ، چې كه چيرته د دغه ډول نا همغږو  او په خپل سرو عملياتو مخه ونه نيول شي ، نو په رښتيا به هم  له خلكو سره  د دولت او بهرنيو قوتونو په وړاندې كركه او نفرت زيات شي او يو ځل بيا به خلك دې ته اړ شي ، چې غرونو ته مخه كړي ، چې پايلې به يې نه يوازې دولت بلكې ټولو نړيوالو ته د زغملو وړ نه وي .

 

 

 

مخدره مواد،كور ورانى ښامار

مخدره مواد،كور ورانى ښامار

وروستۍ شميرې او ارقام ښيي ،چې د هيواد په دوو بلخ او هلمند ولايتونو كې د روږدو كسانو شميره تر پخوا مخ په زياتيدو ده ، چې د بلخ په ولايت كې ۹۰زره او په هلمند كې ۷۰ زره تنه په نشه يي موادو روږدي دي،چې په كې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

زموږ د هيواد له اساسي او مهمو ستونزو څخه يو هم په مخدره توكو روږدې كيدل دي، چې له بده مرغه زموږ يو زيات شمير هيوادوال پرې اخته دي، چې د پراخيدو كچه يې د ټولنې په بيلابيلو قشرونو او طبقو كې خورا زياته او د پام وړ ده او  ورځ تربلې يې په شميره كې زياتوالى راځي.

په هيواد كې د يونيم ميليون په شاوخوا كې كسان په ترياكو، هيروئينو او نورو نشه يي توكو روږدي دي ، چې په هغو كې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د نورو ستونزو او ناخوالو تر څنګ،چې زموږ د هيواد د ښځو لمن يې نيولې دا ستونزه هم  ډيره دردونكې ده، چې كه د پراخيدو مخه يې و نه نيول شي، اور به يې د ډيرى كورنيو لمن هم ونيسي، چې بيا به يې د مهار او له منځه وړلو كار ډير ستونزمن وي.

زموږ په هيواد كې ښځې د بيلابيلو لاملونو له كبله روږدي شوې، چې علل او عوامل يې ډير دي. تر ټولو د مخه د هغوى روحي او رواني ستونزې دي، چې ډيرى ښځې په دې اند، چې د نشې له لارې به وكړاى شي، د څه وخت لپاره د رنځ او غم پيټى يې له اوږو لرې شي او رنځ او غم به له ياده وباسي مخدره توكو ته مخه كوي.

بله دا، چې په هغو كورنيو كې، چې نارينه په مخدره توكو روږدي دي، د دې لپاره چې د خپلو ښځو له مقاومت او مخالفت سره مخ نه شي، هڅه كوي خپلې ښځې هم پدې ناوړه عمل اخته كړي.

ځينې ښځې بيا د شاقه كارونو د سرته رسولو او دارو درملو د نه درلودلو له وجهې د دې لپاره، چې خپل دردونه او ستړيا يې د څو شيبو لپاره له منځه وړې وي اعتياد ته مخه كوي.

په ځينو نورو سيمو كې ښځې د غاليو په اوبدلو بوختې وي او د دې لپاره، چې ماشومان هغوى ته مزاحمت ونكړي، هغوى ته ترياك وركوي څو آرامه بيده شي، چې د وخت په تيريدو هغه په دغه ناوړه او وژونكو موادو روږدي كيږي او د هغوى د كورنۍ شيرازه د بربادۍ پر لوري ځي.   

په هيواد كې د مخدره توكو د كركيلي، قاچاق او خپريدو يوه بله اساسي ستونزه د امنيتي چارواكو نه پاملرنه او د هغو په مخنيوي كې د دوى نه وړتيا ده ،ان تر دې ،چې ځينې دولتي او لوړ پوړي چارواكي د مخدره توكو په قاچاق كې د لاس په لرلو تورن هم دي.

د دغه كور وراني ښامار په وړاندې د مبارزې په خاطر بايد د هغه د كښت، قاچاق او خپريدو په مخنيوي كې ډيره هڅه او هاند وشي.

خاصې محكمې بايد هغو كسانو ته جوړې شي كوم، چې غواړي زموږ بې وزلي او مظلوم هيواد وال په دغه ناوړه عمل اخته كړي او جزا دې ورته وركړل شي.

د روږدي كسانو د تداوي په خاطر دې ځانګړي مركزونه جوړ او هغوى دې تر جدي درملنې او پاملرنې لاندې ونيول شي.

كه څه هم يو شمير د علاج مركزونه شته، خو د معتادينو د شمير په پرتله ډير لږ دي. دغه ستونزه نه يوازې په هيواد، بلكې په نړيواله كچه  لمن پراخوي  او د افغانانو لپاره يوه زړه بوږنوونكې پيښه ګڼل كيږي.

نو بالاخره د يوې ټوليزې پايلې په توګه ويلاى شو، افغان دولت ته پكارده، چې په سږني كال كې د نيشه يي توكو په وړاندې په خپله مبارزه كې رښتنى واوسي او د دغه ناوړه بوټي په له منځه وړلو كې د نړيوالې ټولنې پوره ملاتړخپل كړي او كه نه، نو دا بحران به د افغانستان د راتلونكي نسل لپاره له زغمه وتلى وي

 

د ژورنالستانو سپكاوى ، كه د بيان د ازادۍ  سپكاوى

د ژورنالستانو سپكاوى ، كه د بيان د ازادۍ  سپكاوى

د بيان آزادي د افغانستان د خلكو يوه پر ځاى غوښتنه او حق دى . كه څه هم اوسنى دولت دغه آزادي د خپلو لويو لاسته راوړنو يوه بيلګه بولي، خو ځينې نور بيا په دې اند دي ، چې ګواكې د بيان ازادي يوه غربي پديده ده، حال داچې د بيان او مطبوعاتو ازادي زموږ په هېواد كې خورا پخه او لرغونې ماضي لري، چې ډېرو سرښندويانو د هغې د ترسره كيدنې لپاره قربانۍ وركړي دي.

په هر صورت  دغه آزادي پدې وروستيو كې له يو لړ ننګونو او ګواښونو سره مخامخ شوې او هغه كسان ، چې په دې ډګر كې په كار لګيا دي  په بيلا بيلو پلمو تر ګواښ لاندې راځي .

يوازې په تير او روان كال كې د هيواد په بيلابيلو ولايتونو كې د ژورنالستانو د وهلو ، ټكولو او وژنو څو پيښو ته د بيلګې په توګه نغوته كوو ، چې هم د دولت او هم د دولت د مخالف لوري لاس پكې دخيل ګڼلى شو.

د طالبانو په لاس  د  اجمل نقشبندي وژل ، په نا څرګند ډول د طلوع ټلويزيون د ژورنالستې  شيما رضايي ،د شمشاد ټلويزيون ويندويې  څانګې آماج او د جبل السراج راډيو د مسوولې ذكيه ذكي وژنه  هغه پيښې دي، چې پردوام يې سږكال په مزارشريف كې د ملي ټلويزيون څوتنو كاركوونكو د څوكلېمو د كارولو په سبب سزا وليده او بيا وروسته د يوشمېر هندي سريالونو پر نندارې د خصوصي ټلويزيونود چارواكو اود اطلاعاتو او فرهنګ ترمنځ ناندرو زور واخيست او ان ترهغه، چې د يوشمېر دوسيې يې څارنوالۍ ته هم وپيژندل شوې.

 د پورتنۍ پيښې پردوام د وزير په بيړني حكم له دندې څخه  د فيضي ځدران ګوښه كيدل او يا ګواښل هغه څه وو، چې په تړاو يې د هرات  والي سيد حسين انوري، په دې خاطر د هغه ولايت د راډيو ټلويزيون سرپرست ښاغلى فرهاد جويا په خپله وواهه او وډباوه، چې ګواكې د هغه له اوامرو او غوښتنو يې سرغړونه كړې ده.

 دا په داسې حال كې ده، چې ښاغلى فرهاد په  خپله خوله وايي، چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د يوه دستور په ترڅ كې هغه د دغه وزارت د اوامرو په ترسره كولو اړكړى او هغه اړ دى هغه څه، چې انوري يې وايي، هغو ته شا كړي او د وزارت په اوامرو او دستوراتو پسې ولاړ شي.

دغه رازبيا هم د هرات په ولايت كې د فردا راډيو د مديرې په كور دوه ځله بمي بريد وشو، چې په سبب يې دغه ميرمنې لاهم له ويرې خپل كور پريښى او په كابل كې په يوه هوټل كې شپې او ورځې تيروي . همداشان د هرات ولايت د ملي ټلويزيون د يوې بلې ژورنالستې ټپي كيدل ، له هغو پيښو څخه دي ، چې د ژورنالستانو د كار په وړاندې د ګواښونو او ستونزو ژوره څرګندونه كوي .

هغه هم په داسې يوه ولايت كې، چې نه يوازې د افغانستان لپاره يې لرغونتوب جوت دى، بلكې  په ټوله نړۍ كې  د فرهنګ اوتمدن په ټاتوبي يادېږي .

په هرحال په دې ترڅ كې هغه رسنۍ، چې په رښتنې مانا ځان د بيان د ازادۍ سر ښندونكي او همدارنګه د ژورنالستانو هغه اتحاديې، چې د دغو سرغړونو د جاج اخيستلو دنده لري بايد د دغو سرغړونو په وړاندې ودرېږي او له خپلې قانوني ازادۍ څخه په كلكه دفاع او ملاتړ وكړي .

 د بيان د ازادۍ او د مطبوعاتو د ازادۍ لپاره مبارزه كول د هر افغان په تېره د هغو قلم په ګوتو كړيو كاردى، چې ځانونه د دغې ازادۍ سرښندويان بولي.

دغو كړيو ته پكارده،چې د يوې همغږې كړنلارې له مخې د هغو كسانو پرضد ودرېږي، چې د بيان او مطبوعاتو دازادۍ په وړاندې خنډونه جوړوي  او كه نه ، نو دا هڅې به هومره ژورې شي، چې بيا به يې هېڅوك هم په وړاندې دمقاومت وړتيا ونه لري .

 

كابل، د سوالګرو ښار

كابل، د سوالګرو ښار   

په دې وروستيو كې د كابل ښار په بيلابيلو برخو، كوڅو، واټونو او سركونو كې يو زيات شمير په سوال كولو لګيا دي او له دې لارې خپل ژوند تامينوي.

ډيرى دغه كسان هغه ښځې او ماشومان دي، چې د څو لسيزو كورنيو جنګ جګړو له كبله يې د كورنۍ ټوله شتمني، وروڼه، پلرونه او ميړونه له لاسه وركړي او له مجبورې ورځې كوڅو او واټونو ته د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا كولو په خاطر راوتلي دي.

يو شمير ښځو خپل ماشومان لوڅ لغړ د ژمي په دې سړه هوا كې خپلې مخې ته اچولي، خو ځينې ماشومان بيا په خپله ګدايي كوي او له سهاره تر ماښامه په كوڅو او واټونو كې كله يوه او كله هم بل ته د سوال ماشومانه لاس اوږدوي. د كابل ښار په هره كوڅه، واټ او سرك كې دغه سوالګر ناست دي، په تيره بيا د نوي ښار او وزير محمد اكبر خان په واټونو كې، چيرته چې په هيواد كې د بهرنيو هيوادونو وګړي ډير تګ راتګ لري، اوږده قطارونه يې جوړ كړي، چې دا په خپله زموږ د هيواد ملي هويت او پيژندنې ته په نوره نړۍ كې ډير زيان رسوي او هغوى ته دا په ګوته كوي، چې ګواكې افغانستان د سوالګرو هيواد دى. په ډيره خواشينۍ بايد ووايو، چې زموږ واكمنان او چارواكي، هغه كسان چې د هيواد هر څه په دوى پورې تړلي دي، په تورو شيشو لرونكو كروزينونو كې سپاره، په ډير شان او دبدبه د هغوى تر مخ تيريږي، چې يا خو دوى اصلا ړانده دي او څه نه ويني او يا هم تورې شيشې دوى نه پريږدي، چې د خپل ملت په حال ځانونه خبر كړي.

دلته، چې هر چا يو ځل د قدرت واګى تر لاسه كړى، يوازې يې د خپلو جيبونو ډكولو په هكله فكر كړى او بس، يا يې خپل ځان ته ماڼۍ جوړې كړې او يا يې په بهر ملكونو كې بانكي حسابونه پرانستي دي، چې د دغو ښاغلو د همدغو جفاګانو له امله بې وزله او خوار ملت نور هم خوار او دربدره شوى دى. په تيرو شپږو كلونو كې سربيره پر دې ، چې په مليونونو ډالرو مرستې د بهرنيانو له خوا هيواد ته راغلې او بيلابيلې بهرنۍ مرسته كوونكې موسسې هم په فعاليت بوختې دي، خو نه د كار او ټولنيزو چارو وزارت او نه هم نور اړوند ارګانونه نه يوازې په دې بريالي شوي نه دي ، چې دغو بيكارو او دربدرو خلكو ته كار وركړي، بلكې په دولتي ادارو او وزارت خانو كې د ريفورم په راوستلو ورځ تر بلې دغه شميره نوره هم پسې زياته شوې او د لا زياتوالي اندېښنه يې هم شته.

په ولايتونو كې د جګړو او په ښارونو كې د ځانمرګو بريدونو له كبله يو زيات شمير ماشومان يتيمان او ښځې كونډې شوې او له مجبورې ورځې له يو ځاى نه بل ځاى ته مهاجر شوي دي او ټول ژمى يې تر خيمو لاندې په سړه هوا او بد حالت كې تير كړى دى ، چې د رپوټونو له مخې يو زيات شمير دغو كسانو خپل ژوند هم له لاسه وركړى او د يو شمير نورو بيا د لاسونو او پښو ګوتې پرې شوې دي. دا هرڅه له دې امله راپېښ دي، چې زموږ چارواكي د خپلو دندو په ترسره كولو كې صادق نه دي، كه چيرته زموږ چارواكي په صادقانه ډول خپلې دندې پر مخ بوځي هيڅكله هم دا ستونزې او دا حالت نه رامنځته كېږي. خلك د خپلو مشرانو په صداقت ځكه شك كوي، چې په مليونونه ډالره دې هيواد ته راغلل ، خو په سر سترګو ګوري، چې هيڅ درد پرې دوا شوى نه دى. كه چارواكي په دې خبر نه دي، چې ښآر يې له سوالګرو ډك دى، يو ځل دې د خپلې دندې په رڼا كې يوه ورځ هغه هم د قسم لپاره ښار ته ووځي او ودې ګوري، چې ولس يې په څه حال كې دى، وروسته تر هغه دې بيا تصميم ونيسي، چې لوړ بيه د تورو شيشو كروزينونو كې وګرځي او كه نه!؟

 

ناوخته خو ګټور اقدام

ناوخته خو ګټور اقدام

 

له تركمنستان څخه د  څه باندې (۱۱) مليونه او ۶۵۵زره ډالرو په ارزښت د څه باندې ۱۵ زره ټنه  اوبلنو ګازو په  وارديدو سره به په افغانستان كې د ګازو بيه ټيټه شي.

په دې وروستيو كې د تركمنستان هيواد پتېېلې، چې د نړيوال بازار له بېې څخه په كمه بيه ۱۵ زره ټنه ګاززموږ هيواد ته وارد كړي . تركمنستان هر ټن ګاز پر افغانستان په ۵۸۰ ډالرو پلوري ، چې له نړيوالې بېې څخه۱۱۹ ډالره كم دى . د دغه ګاز په بيه كې څلور نيم مليونه ډالره كمښت د نړيوالې بېې په پرتله په پام كې نيول شوى ، چې د دغه ګاز په وارديدو سره به دغه اندازه ګاز د څوارلسو افغان خصوصي شركتونو تر منځ په برابر ډول وويشل شي .

په هيواد كې سږنى ژمى له نورو كلونو يو څه سخت او له ډيرې سړې هوا او ستونزو سره يو ځاى و . له يوې خوا سړه هوا ، له بلې خوا زموږ د هيواد والو بې وزلي او كمزورى اقتصادي وضعيت ، له ګاونډيو هيوادونو څخه د مهاجرينو ډله ييز راتګ ، د خواراكي او سون موادو لوړه بيه هغه څه دي ، چې زموږ خلك ورسره لاس او ګريوان دي . د آزاد بازار اقتصاد ، له بلې خوا په بازار كې د يو لړخپلسريو زمينه برابره كړې ، چې د همدې اصل پر بنسټ لكه څنګه چې وويل شول، د ټولو توكو بيه يو په دوه حتى درې لوړه شوه، په تيره بيا د ژمي په دې سړه هوا كې د يو خروار لرګيو بيه څلور تر څلور نيم زره  افغانيو ، د يو كيلو ګاز بيه تر اويا او اتيا افغانيو او د يو ليتر تيلو بيه هم تر شپيتو اويا افغانيو پورې ورسيده ، چې رښتيا هم د بې وزلو هيواد والو له توانه يې اخستل وتلى كار و .

د دولت دنده ده ، چې د هيواد والو د ژوندانه لپاره لازمې آسانتياوې برابرې كړي . خو له بده مرغه دولت نه يوازې په دې بريالى نشو ، چې خلكو ته لازمې آسانتياوې برابرې كړي ، بلكې د آزاد بازار د سيستم په رامنځ ته كېدلو سره د خلكو دغه ستونزې نورې هم زياتې شوې .

افغانستان ، چې يو غرنى هيواد دى د بيلا بيلو قيمتي ډبرو ، ګازو او نفتو زيرمې هم په كې موجودې دي ، خو له بده مرغه په هيواد كې د پرله پسې جګړو او د نا كار آمده دولتونو د شتون له كبله ورته پاملرنه نده شوې او د وخت دولتونه په دې ندي توانيدلي ، چې د دغو زيرمو  د را ايستلو لارې ، چارې ولټوي او هغو ته پانګه اچونه وكړي . زموږ د هيواد دغه ملي شتمنۍ بيا د تاريخ په بيلابيلو پړاوونو كې د داخلي تالانګر په مرسته د پرديو لخوا چور او تالان شو، په داسې حال كې ، چې كه دغه قيمتي زيرمې را وايستل شي او پانګه اچونه ورته وشي ، نو تر ډيره به مو د هيواد اقتصادي ستونزې حل او د سوال لاس به مو يو او بل ته اوږد نه وي.

سږ كال زموږ هيواد وال د ساړه ژمي له را رسيدو سره د سون موادو  له كمښت او د هغو  له لوړو بيو څخه ډير  و ځوريدل . زموږ ډيرى بې وزلي هيواد وال د دې جوګه  نه وو ، چې دغه مواد واخلي . د ژمي په را رسيدو او سړې هوا له امله يو زيات شمير ښځو او ماشومانو خپل ژوند له لاسه وركړ . څوك بيا د جنګ ، جګړو له وجهې پرته له هر ډول آسانتياوو، په كنډوالو او خيمو كې پراته دي .

خو په هر صورت له تركمنستان څخه هيواد ته د دغه ګازو  وارديدل ، يو ښه اقدام او د هغه هيواد د چارواكو د ښه او نيك نيت څرګندونه كوي ، خو اړينه دا ده ، چې د افغانستان دولت ورته سالمه زمينه مساعده كړي ، تر څو په عادلانه او هر اړخيز ډول هيواد وال له هغو څخه په مناسبه بيه استفاده وكړي . همداشان د تركمنستان هيواد ژمنه كړې ، په هغه صورت كې ، چې افغان حكومت پيسې چمتو كړي ، حاضر دى  د ۱۰ زره ټنو نورو اوبلنو ګازو تړون هم له افغانستان سره لاسليك كړي .

كه څه هم دغه اقدام ډير نا وخته شوى او سخت ژمۍ او سړه هوا مخ په ختميدو ده ، خو بيا هم د دغه ګازو وارديدل به په راتلونكې كال كې د خلكو ستونزې حل كړي .

د مارچ اتمه ، د ښځو د پيوستون ورځ

د مارچ اتمه، د ښځو د پيوستون ورځ

 

د مارچ اتمه، چې د ښځو د پيوستون له نړيوالې ورځې سره سمون خوري هر كال د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو كې د پرتمينو مراسمو په ترڅ كې لمانځل كيږي .

د ۱۹۰۸ كال د مارچ په اتمه د نيويارك نساجۍ فابريكې ښځينه كارګرانو د خپلو حقوقو د غوښتنې پر بنسټ مظاهره وكړه. د دوى غوښتنې د كار كولو ښه امكانات برابرول، د ښځو د رايې د حق پيژندل او د كوچنيانو په كار كولو بنديز لګول وو. همداشان د ښځو د نړيوال غورځنګ  بنسټګره كلارازتګين هم هغه ښځه وه، چې د لومړي ځل لپاره د ښځو د حقوقو غوښتونكې شوه .

دغه ورځ، هر كال په شاندارو مراسمو زموږ په هيواد كې هم لمانځل كيږي او هر كال د بيلابيلو موسسو، ښځينه بنسټونو، وزارتخانو، ښوونځيو او نورو ارګانونو له خوا د يوې زياتې اندازې پيسو په لګولو ، د سوغاتونو په اخستلو او په ډيرو لوكسو هوټلونو كې د ډوډۍ په خوړلو لمانځل كيږي ، چې دغه لمانځل ، وعدې او شعارونه يوازې هماغه يوه ورځ وي، وروسته تر هغې بيا د ښځو په ژوند كې هيڅ داسې بدلون منځ ته نه راځي ، چې د ښځو درد او رنځ دې پرې دوا شي. لكه څنګه، چې ليدل كېږي، په تېرو شپږو كلونو كې دغه ورځ زموږ په هيواد كې يوازې او يوازې په شعارونو، لكه: ښځه مور ده ، ښځه څراغ ده ، ښځه رڼا ده او . . . لمانځل كيږي، خو د افغانو ښځو په ژوند كې كوم اساسي بدلون نه ترسترګو كېږي.

كه د نورې نړۍ د ښځو ژوندانه ته يوه لنډه كتنه وشي ، په ټوله نړۍ كې به ډير كم داسې هيواد تر سترګو شي ، چې د افغانستان په كچه په كې پر ښځو تاوتريخوالى تر سره شي او د هغوى حقوق تر پښو لاندې شي ، د حيوان په مقابل كې تبادله شي ، په زوره او په كم عمر كې واده كولو ته اړ شي ، پزه او غوږونه يې پرې شي ، سنګسار شي ، جنسي تيرى پرې وشي او . . . داسې نور غير انساني اعمال ورسره تر سره شي .

زموږ خويندې ، ميندې او لوڼې  حتى د ژوندانه لومړني حقوق لكه زده كړه ، چې د اسلام دين هم په هر نارينه او ښځې فرض ګڼلې  نه لري. كوم بنسټونه  ، چې نن سبا د ښځو د حقوقو د دفاع چغه كوي او په دې نامه پيسې تر لاسه كوي خپله ټوله توجه يې د ښاري ښځو پر ژوند متمركزه كړې ده او كليوالې ښځې يې هېرې كړې دي، دوى بايد په دې پوه وي، چې زموږ ښځې يوازې په ښارونو كې ژوند نه كوي او د ښځې حقوقو او ژوند ته بايد يوازې په ښارونو كې پام وانه ړول شي بلكې هغه ښځې او خويندې، چې په لرې پرتو سيمو ، كليو او بانډو كې د څلورو ديوالونو شاته پرتې دي هم ورته  پاملرنه وشي ، ځكه  هغوى ته د كورنيو د نارينه و له خوا هيڅ ډول حقوق نه دي وركړل شوي ، د زده كړې حق نه لري ، له كوره بهر نه شي وتلى ، نظر او خبرې ته يې ارزښت نه وركول كيږي او يوازې د يوه كاري ماشين په توګه ترې كار اخستل كيږي .

سږ كال له نورو كلونو څخه په توپير د ښځو نړيواله ورځ زموږ په هيواد كې د ( خويندو ، ميندو ! زده كړه ځواكمنتيا ده ) تر عنوان لاندې لمانځل كيږي ، چې دا زموږ د ښځو د روښانه راتلونكې زيرى وركوي ، خو په دې شرط ، چې دغه شعار په عملي توګه پلى شي او زموږ هغه خويندې ، چې د سواد له نعمته برخمنې دي ، خپله دنده وګڼي چې تر راتلونكي كاله خپله يوه يا دوې بې سواده خويندې باسواده كړي ، چې په دې كار سره به يې خپله ايماني او وجداني دنده يا مسووليت تر سره كړى وي او له بلې خوا به څه ناڅه زموږ يو زيات شمير خويندې د بې سوادۍ له تور تمه ووځي .

د مرسل اوونيزې اداره د دغې ورځې په وياړ خپلې نيكې هيلې او مباركۍ د هيواد او نړۍ ټولو ښځو ته وړاندې كوي او هيله لري ، چې نور زموږ له هيواده د جنګ جګړو او تاوتريخوالي لمن د تل لپاره ټوله شي او په افغانستان كې د ښځو په نامه فعالې ټولنې تر دې وروسته نه يوازې د لويو ښارونو، بلكې د لرې پرتو سيمو د ښځو ژوند ته هم پاملرنه وكړي او د خپل كار موثريت ثابت كړي.