له زغمه اوښتې وژنې
له زغمه اوښتې وژنې
په افغانستان کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله هغه نه ختمیدونکی داستان دی ، چې د طالبانو له دوهم ځلي منځ ته راتګ (۲۰۰۴) کال را پدیخوا پرته له ځنډه ادامه لري او دهغه ختم ته نه یوازې هیله من کیدای نه شو ،بلکې د ناټو د جنرالانو په وینا ،. چې د جګړې په تشدید یا چټکتیا سره به دغه مرګ ژوبلې او تلفات نور هم زیات شي.
په روانه تپل شوې جګړه کې عملیات داسې تر سره کیږي، چې له دواړو لوریو ملکي کسانو ته د یوه میږي په اندازه هم پاملرنه نه کیږي او په ډیره بې رحمانه توګه د مرګ کومي ته استول کیږي. تر ټولو دردونکې خو بیا دا ده ،چې په څو څو واره دا تیروتنې تکراریږي او وروسته بیا د بښنې په غوښتو او یا په دې اړه به تحقیق تر سره شي بسنه کیږي . پوښتنه دا ده آیا د بښنې غوښتنه به د هغې مور کوم درد دواکړي ، چې خپل درې ځوان زامن یې له لاسه ورکړي او یا هغه یتیم ماشوم ته به بیرته د ده مور او پلار را ژوندي کړي، چې د ده اوښکې پاکې کړي ؟
هره ورځ د دغو دردونکو پیښو تکرار ، هره اوونۍ د یوې اعلامیې خپریدل او یا بښنه غوښتل ،ځینې وخت خو بیا د جګړې ښکیلې غاړې حتی بښنه هم نه غواړي او وايي ،جګړه ده ، په جګړه کې خو حلوا نه ویشل کیږي ،خو دا باید ووایو ، چې د نړۍ هره چاره او هر کار اصول او قوانین لري حتی جګړه.
د اسد یا زمري په لومړۍ نیټه د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په ریګي سیمه کې کله ، چې یو شمیر ملکي کسانو د جګړې له ویرې په یوه کور کې پناه اخیستې وه ، د بهرنیو ځواکونو د یوه راکټ د لګیدو له کبله ۵۲ کسان ووژل شول او زیات شمیر نور ټپیان شول.
په دغو ۵۲ کسانو کې هیڅ یو یې هم نظامي نه و. په دې کچه درنه مرګ ژوبله په داسې حال کې رامنځ ته کیږي ، چې کله د ناټو قواوو نوی قوماندان په دنده وګمارل شو ، نو ژمنه یې وکړه چې خپلو ځواکونو ته به دا تاکید وکړي ، چې د ملکي کسانو ژوند ته پاملرنه وکړي او خوندي یې وساتي . تیره اوونۍ هم د بهرنیو ځواکونو د یوه راکټ د لګیدو له کبله د فراه په ولایت کې د یوې کورنۍ اووه تنه شهیدان شول. همداشان د میدان وردګو ولایت د شیخ آباد په زرین خیلو کې هم بهرنیو ځواکونو د یوې کورنۍ درې غړي ، چې درې واړه وروڼه او محصلین وو ،په ډیره بې رحمۍ شهیدان کړل . په خوست ولایت کې هم د طالبانو د یوه راکټ د لګیدو له کبله درې ماشومان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول . دې ته ورته په لسهاوو نورې داسې پیښې یادولی شو ، چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې له دواړو خواوو ملکي ، بې ګناه او بې دفاع کسان پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
خو آیا د دغو بې ګناه کسانو وژنې د نړیوالو بشري حقونو د سازمان لخوا د غندلو وړ نه دي ؟ په داسې حال کې ،چې په دې وروستیو کې دغه سازمان د یوه راپور په خپرولو سره دا په ډاګه کړې ، چې په تیرو شپږو میاشتو کې ۱۲۷۱ تنه ملکي کسان وژل شوي، چې په دې اساس د پخوا په پرتله د ملکي کسانو مرګ ژوبله ۳۱سلنه زیاته شوې ، چې ډیری د دغو کسانو د طالبانو د حملو قربانیان دي.
خو طالبان بیا د ملګرو ملتونو دغه راپور ردوي او د یوه داسې کمیسیون د جوړیدو غوښتنه کوي ، چې پکې د جګړې د دواړو لوریو استازي ، ملګري ملتونه او نړیوال ځواکونه هم ګډون ولري ، تر څو دا په ډاګه کړي ، چې ډیره مرګ ژوبله له کومې خوا پیښیږي؟
څومره د درد او تاسف ځای دی ، چې نن ورځ په هیواد کې د بې ګناه کسانو په وژلو ناندرۍ راولاړیږي ، دهغو بې ګناه کسانو په خاطر ، چې د جګړې په هیڅ یوې غاړې پورې تړاو نه لري او غوښتل یې ژوند وکړي ، خو د دهر واکمنانو ورڅخه مخکې له وخته د هغوی ژوند واخیست .
په نړۍ کې لکه څنګه ، چې د افغانانو وژنې روانې دي بل هیڅ داسې هیواد نشته ، چې د انسان وژنه دې پکې دومره ارزانه او آسانه وي او هیڅ داسې مرجع هم نه تر سترګو کیږي ،چې د دغو وژنو پوښتنه او مخنیوی وکړي.
ځکه په وار ،وار د هیواد جمهور رييس وغوښتل ، چې په عملیاتو کې دې د ملکي کسانو ژوند ته پاملرنه وشي ، خو ډیر کم واوریدل شول . په هر صورت تر څو، چې په هیواد کې بهرنۍ لاسوهنې ، خپل سرۍ او د جګړې په ښکیلو غاړو کې د دقت نشوالی او د کورنیو او بهرنیو ځواکونو تر منځ نه همغږي موجوده وي او دواړه خواوې، ځانونه د ملکي کسانو د ژوند د تامین په لار کې مسوول ونه ګڼي ، دا غمیزې او له دردڅخه ډکې پیښې به همداسې روانې وي او قرباني به بې ګناه خلک ورکوي.