حق نه وركول كېږي، اخستل كېږي
حق نه وركول كېږي، اخستل كېږي
څه موده مخكې د پاكستان په بلوچستان ايالت كې پنځه تنه بې ګناه پيغلې نجونې، چې په زور او جبر سره يې له واده كولو انكار كاوه، د سيمې د سپين ږيرو، مشرانو او د دغو پيغلو د كورنيو لخوا لومړۍ په ګوليو وويشتل شوې او بيا وروسته پداسې حال كې، چې ځينې يې لا هم ژوندۍ وې، ژوندۍ ترخاورو لاندې شوې.
خو ترټولو جالبه دا ده، چې له دغې ناوړه او وحشيانه پيښې، د پاكستان دولت يوه سناتور هم په ډيرې بيشرمۍ سره ملاتړ وكړ او دغه انساني ضد عمل يې پر ځاى او مناسب وګاڼه.
دا پېښه داسې مهال په بلوچستان كې رامنځته شوې ده، چې نړۍ د پرمختګ او تمدن پر خوا رهي ده او د هرډول ظلم اواستبداد په وړاندې سنګرونه نيسي. دا كاراو دا عمل نه له اسلامي قوانينو سره سرلګوي او نه هم له نړيوالو قوانينو، نو پوښتنه دا ده، چې دا پيغلې د كوم قانون پربنسټ پردغې سزا محكومې شوې دي؟ دا وحشيانه پېښه همدا اوس اوس د هراګاه او باخبره انسان په ذهن كې د جهالت د وختونو پېښې انځوروي، چې كوچنۍ جنكۍ به ژوندۍ په ځمكه ننويستل كېدلي.
څوارلس سوه كاله كېږي، چې د اسلام مقدس دين خپل پلويان لري او د جهالت او ناپوهۍ ټولې پردې يې له منځه وړې او خپل د ايمان په رڼا سره د جهالت له تاريكيو راايستي دي، خو جالبه ده، چې يوشمېرخلك لاهم د ظلمت د تورو تمبو ترشا ژوند تېروي او په داسې ناوړه او ناروا اعمالو لاس پورې كوي.
د اسلام د مقدس دين ترټولو لومړنى درس دا وه، چې ښځه يې له نارينه وو سره سياله كړه او خلك يې وپوهول، چې ښځه هم د نارينه وو په څېرحقونه لري او پكارده، چې د دغو حقونو درناوى يې وشي، خو د زياتې اندېښنې ځاى دى، چې د پاكستان په څېر په يوه هېواد كې ، چې په نن او سبا كې له پرمختللې نړۍ سره د سيالۍ ټټر وهي او آټومي وسلې جوړوې، سناتوران يې د پوچ باور څښتنان وي او له داسې شرموونكې څخه ملاتړ وكړي، حال داچې همدا اوس اوس د پاكستان په ډېرو ادارو او څوكيو كې باندې ښځې حكومت كوي او ان ويل كېږي، چې دغه سناتور د پيپلزګوند غړى دى، داسې يوه ګوند غړى، چې مشري يې ترڅه وخت وړاندې پورې مرحومې بينظيربوټو كوله.
كه د ګاونډي هيواد پاكستان څخه، خپل هيواد افغانستان ته راستانه شو، دا ډول پيښو د تل لپاره زموږ په هيواد كې د خلكو او مدني ټولنو او ښځينه بنسټونو غبرګونونه راوپارول او دغه كار يې وغانده. په رښتيا هم، چې ښځې په هغو هيوادونو كې، چې وروسته پاتې دي او يا هم د پرمختګ په لور خپل لومړني ګامونه اوچتوي يوه محرومه برخه جوړوي.زموږ په هيواد كې هم زموږ ځوريدلو ښځو، خويندو او ميندو له كړاوونو ډك ژوند تير كړى او لا تر اوسه يې هم تيروي.
كه په ټولييز ډول په هيواد كې د ښځو ژوندانه ته نظر واچو ليدل كېږي، چې زموږ د هيواد ماشومې نجونى په لرې پرتو سيمو او ولايتونو كې په ډير كم عمر كې يا په زور سره ود يږي ، يا په بدو كې وركول كيږي، يا خرڅيږي او يا هم د ټوپكواكانو او زورواكانو له خوا پرې جنسي تېري كېږي، چې په دې وروستيو څو مياشتو كې يې د څرګندو بېلګو او نمونو شاهدان يو.
په دې وروستيو كې د جنسي تېري زياتې پېښې ثبث شوي او ان ويل، چې يو تېري كوونكى، چې په ډله ييزه توګه يې د يوې ښځې اود هغې پرلورجنسى تېرى كړى و او بيا په دولس كاله بند محكوم شوى و، د جمهور رئيس كرزي په فرمان له بنده خوشې شوى دى او دا كار عمل د دې څرګندويي كوي، چې د دا ډول پېښو عاملينو ته يا سزا نه وركول كېږي او يا هم زوروركسان دي، چې د خلكو عزت او ناموس ورته دوه توته ارزښت نه لري.
كه څه هم ، چې په څو وروستيو كلونو كې د هېواد په لويو ښارونو په تيره بيا په پلازمينې كابل كې ښځو ته تر ډيره د زده كړې او كار شرايط آماده شوي ، خو موږ يوازې ښارونو ته ټول هيواد نه شو ويلاى ، ځكه چې د هيواد په لرې پرتو سيمو، كليواليو او بانډو كې لاهم زموږ خويندې له كور څخه د باندې د وتلو اجازه نه لري ، د ليك لوست لپاره ورته شرايط نه دي آماده ، په كورنيو كې ورته له نارينه و سره برابر حقوق نه دي وركړل شوي او لا هم ورته د دوهم جنس په سترګه كتل كيږي ، په زوره او جبر وديږي او په حقيقت كې خپل برخليك په خپله خوښه نه شي ټاكلى.
كه څه هم د ښځو د حقوقو او دفاع تر نامه لاندې ډير داسې بنسټونه شته ، چې كار كوي ، خو لكه څنګه ، چې اړينه ده د هغوى د ستونزو د لرې كولو په لار كې يې مثبت رول نه دى لوبولى او په تشو كنفرانسونو او سيمينارونو پيسې لګوي. كه چېرې دا ډول بنسټونه د كليوالو ښځو پرمټ او مرسته د خپلو حقونو په خونديتوب راووځي څرګنده ده، چې په ټولنه كې به يې اغېزمتوب ثابت شي، ځكه چې حق نه وركول كېږي، بلكې اخيستل كېږي.