امنيتي كمپنۍ تر كومه بريده په جرمونو ښكيل دي؟

په هيواد كې د امنيت ساتنې په موخه دپوليسو او اردو پر ځواكونو سر بيره يو شمير داسې كورنۍ او بهرنۍ امنيتي كمپنۍ هم شتون لري ، چې د شخصي شركتونو ،بانكونو ،انجيوګانو اونورو د امنيت ساتنې په موخه دنده تر سره كوي .

په دې وروستيو كې په ګڼو سيمو په تيره بيا د كابل په ښار كې له خلكو سره داسې شكونه موجود  وو، چې په خپله امنيتي كسان ( پوليس او اردو ) په شوكو، غلاوو او تښتونو كې لاس لري او د شپې په تياره كې د پوليسو او ملي اردو په جامو كې غلا كوي، ماشومان تښتوي، لارې نيسي او داسې نور جنايتونه تر سره كوي.

ښايي له همدې امله وو، چې د كورنيو چارو وزارت لاس په كار شو او دا لټه يې پيل كړه، چې څرګنده كړي، څوك د ملي پوليسو له يونيفورم څخه په استفادې په غلا او غدو لاس پورې كوي او د خلكو په وړاندې د ملي پوليسو دريځ كمزورى كوي. د نوموړي وزارت وياند زمري بشري د يوه كنفرانس په ترڅ كې وويل، چې د دوى د معلوماتو له مخې د يو شمېر شخصي امنيتي كمپنيو غړي په غلاو او تښتونو كې لاس لري. نوموړي دا هم وويل، چې يو شمېر دغه كمپنۍ پخپل سر فعاليت كوي او تر اوسه يې د كار او فعاليت رسمي جواز نه دى ترلاسه كړى او راجستر نه دي.

د همدغو شكونو او تورونو له وجهې وو، چې د كابل د پوليسو مشر عليشاه پكتياوال وويل، چې د خصوصي امنيتي شركتونو يو شمير كار كوونكي په سترو جنايتونو، داړو، سړي وژنو او نورو شوكو كې ښكيل دي.

د لوړ پوړو امنيتي چارواكو د دغو څرګندونو له امله خلك دې ته منتظر وو، چې دولت به پر دغو كمپنيو پشپړې څېړنې تر سره كوي او تر خپلو څېړنو وروسته به يو شمېر كمپنۍ او د هغوى غړي د همدغو جرمونو د ترسره كولو له امله زندان ته اچوي. خو لكه څنګه، چې ليدل كېږي دولت په دې برخه كې ډېر جدي ګام پر مخ نه ږدي، پرته له دې اړينه وه، چې يو څو كمپنۍ او دهغوى غړي په دې جرمونو نيول كېږي.

په افغانستان كې د پوليسو چارواكي وايي، چې په كابل كې يې د يو شمير امنيتي كمپنيو د تړلو چاره پيل كړې ده. دا هغه كمپنۍ دي، چې د دولت له اړخه يې د اخستل شوې اجازې موده پاى ته رسيدلې وه. د كابل د امنيه قوماندانۍ چارواكي وايي، چې په تيرو څو ورځو كې يې د دغو شخصي كمپنيو نه ايله دوه تړلې او د نورو د تړلو هڅې هم روانې دي. دغه چارواكي دا هم وايي، چې دم ګړۍ تر ۶۰ زيات امنيتي خصوصي شركتونو په شاوخوا كې په كابل كې امنيتي دندې تر سره كوي. د پوليسو چارواكي دا مني، چې د دغو شركتونو يو شمير كار كوونكي په سترو جنايتونو، داړو، سړي وژنې او نورو شوكو كې ښكيل دي.

د كابل د پوليسو د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې مشر عليشاه پكتياوال وايي، چې پخوا هم د دغو شركتونو كاركوونكي په ورته تورونو نيول شوي او د يو شمير نورو نوم لړ اوس هم د كابل د پوليسو په واك كې دى. د كابل پوليسو د چارواكو په وينا همدا اوس هم د هغو مشكوكو كسانو نوم لړ، چې په غلا غديو كې ښكيل دي او له دغو شركتونو سره تړاو لري، د پوليسو تر پلټنې لاندې دي.

دغه چارواكي وايي، چې دا مهال د ۶۰ په شاوخوا كې امنيتي شركتونه يوازې په كابل كې فعاله دي، چې په سپكو او درندو وسلو سمبال دي. له دوى سره ماشينګڼې، راكټونه او لاسي بمونه شته، چې پخوا يې د افغانستان له دولته جواز تر لاسه كړى دى.

خو تر دې مهاله روښانه نه ده، چې څومره امنيتي كمپنيو د افغان حكومت جواز تر لاسه كړى دى.

څه موده وړاندې د كابل ښاريانو هم له دولته غوښتي وو، چې دغه شركتونه دې وتړي، هغوى هم په دې خبره ټينګار كړى، چې د دغو كمپنيو كاركوونكي په غلاوو او وسله والو شوكو كې ښكيل دي.

خو افغان چارواكي وايي، چې يوازې هغه خصوصي كمپنۍ تړل كيږي، چې د هغوى د كار د جواز موده تيره شوې او تر دې وروسته د هغوى چارې نا قانونه ګڼل كيږي. اوس مهال زرګونه كسان په دغو كمپنيو كې په كار بوخت دي، چې د بهرنيو ادارو، يو شمير بانكونو او په افغانستان كې د بيا رغونې د ادارو د امنيت چارې پر مخ بيايي. پوښتنه دا ده، چې ايا دولتي چارواكو پر دې هم فكر كړى او كه نه، چې د تړل كېدونكو كمپنيو كسان به نورو كمپنيو ته مخه كوي او بيا بۀ هم ستونزې راولاړوي؟

ډېرى د نظرخاوندان په دې اند دي، چې دولت بايد په ښكاره توګه دا ډاګيزه كړي، چې كومې كمپنۍ تر كومه بريده په جرم او جنايتونو كې ښكېل دي او دولت له هغوى سره څه ډول چلند كوي؟