پاكستان اوړه بندولى شي، خو د مخالفينومخه نشي نيولى
پاكستان اوړه بندولى شي، خو د مخالفينومخه نشي نيولى
په افغانستان كې دغلې دانې كمښت او د اوړو پرلېږد باندې د پاكستان له خوا د بنديزلګولو مسئله يو له هغو بحثونوڅخه شمېرل كېږي، چې په دې وروستيو دوه دريو مياشتوكې دمطبوعاتو په لومړيو پاڼوكې ځاى وركول كېږي.
تېركال په هيواد كې د يخنۍ، ورښتونو، قيمتۍ او لوږې له كبله زموږ ګڼ شمېر هېوادوال مړه شول او ژوندي پاتو له ستونزو ډك ژمى تير كړ او د يوشمېرنورو بيا لاسونه او پښې هم د يخنۍ له كبله پرې شوې . له بلې خوا قيمتۍ هم پر خلكو خپله واكمني ټينګه كړې او د يوې ۵۰ كيلويي بورۍ اوړو بيه له ۷۵۰ افغانۍ نه ان ۱۸۰۰ افغانيوته پورته شويده او دولت په دې لړكې تراوسه په كوم جدي اقدام لاس نه دى پورې كړى.
په هر حال تير كال ، خو له خورا ستونزو سره تير شو، خو نوى كال هم له پيله د دغو ستونزو ښكارندوى دى . همدا اوس اوس يو ځل بيا د اوړو او غنمو بيې په بازارونو كې په بې سارې كچه اسمان ته ختلې او زموږ ډيرى هيوادوال يې د اخستلو توان نلري. د هيواد په ځينو ولايتونو كې خو له همدا اوس نه اوسيدونكي له قحطۍ سره مخامخ دي او داسې ويل كيږي، چې په بادغيس ولايت كې سږ كال هغه شنه بوټي، چې خلكو به د خوراكي توكو په توګه ترينه استفاده كوله هم نه دي راشنه شوي او خلك د لوږې او قحطۍ له كبله خپل ماشومان خرڅوي او له ځينو نورو ولايتونو څخه بيا داسې ګنګوسې را رسي ، چې خپل څاروي په ډيره ارزانه بيه له دې ويرې، چې له لوږې مړه نه شي پلوري.
د كال په پيل كې د بزګر په ورځ جمهور رئيس كرزي له بزګرو وغوښتل، چې په خپلو ځمكو كې نيالګي كينوي تر څو يې په دې توګه د بزګرانو پام د ترياكو له كرڅخه اړولى وي. ځكه په تيرو كلونو كې افغانستان د نړۍ په كچه 93 سلنه د ترياكو توليدونكى هيواد و.
خو د كرنې وزير بيا بزګرانو ته خبر دارى وركړ، كه چيرې دوى په خپلو ځمكو كې غله، دانه ونه كري، نو راتلونكى كال به خلك له خورا ستونزو او قحطۍ سره لاس او ګريوان وي.
د كرنې وزير په داسې حال كې د خواركي توكواو غلې دانې په كركيله ټينګار كوي، چې تير كال جمهور رئيس د ملګرو ملتونو په عمومي غوڼده كې د حبوباتو له پلوه د افغانستان د خود كفايۍ ډاډ وركړ او همداشان د كرنې وزير هم خلكو ته ډاد وركړى و، چې افغانستان د غنمو او خوراكي توكو، پوره زيرمې لري او دې ته دومره اړتيا نشته، چې له بهرنيو هيوادونو يې وپيري.
خو د كال له پيله دا په ګوته كيږي، چې نه خو هيواد د غلې دانې له كبله خود كفا دى او نه هم د كرنې وزير څرګندونې د قيقې دي، ځكه چې لا هم بزګرانو ته د كوكنارو د كر په بديل كې داسې څه نه دي وركړ شوي، چې د هغو په كر دې دوى څه ناڅه د پام وړ ګټه تر لاسه كړي، چې دوى بيا دې ته راضي شي، چې په خپلو ځمكو كې د كوكنارو پر ځاى حبوبات وكري.
پورتنيو ټكو ته په پاملرنې له يوې خوا د ګاونډي هيواد پاكستان څخه د غنمو او اوړو پر وارديدو بنديزلګول شوى او له بلې خوا د نړۍ په كچه د غنمو د بيو لوړوالى به سږنى كال زموږ هيوادوال له ډيرو ستونزو سره مخامخ كړي.
همدا اوس اوس پاكستان د افغانستان په باب په داسې يو سياست لاس پورې كړى، چې يوه بورۍ اوړه هم له هغه هېواد څخه څوك نشي اړولى او ان د اوړو د مخنيوي لپاره يې په پلي او ګرځنده لارو ډيورند پولې ته څېرمه سخت بنديزونه لګولي دي، خو جالبه بيا دا ده همدغه هېواد، چې افغانستان ته د اوړو د راوړلو مخه نيولى شي بيا ځاى ځاى ادعاكوي، چې دوى په خپلو پوځي هڅو سره افغانستان ته د افغان دولت د مخالفينو د اوښتولو مخه نشي نيولى،حال دا چې د پاكستان همدغه چال چلند د دې ښكارندويي كوي كه دوى وغواړي په پوله كې د هرډول تاوتريخوالي او جنګيالو د اوښتولو مخه نيولى شي ،خو داسې بيا نه كوي او په افغانستان كې دجګړې اور تاند ساتي.