پوسټرونو د ښار بڼه بدله کړې

 

پوسټرونو د ښار بڼه بدله کړې

د کابل ولسي جرګې ټاکنو ته د کابل له شاوخوا شپږ نیم سوو کاندیدانو څخه یې زیاترو خپل په سلګونو او ان ځینو یې په زرګونو عکسونه او پوسټرونه په ښار کې په مناسب او یا نا مناسب ځای کې ځړولي او سریښ کړي دي.

خو د ټاکنو له پای ته رسیدو وروسته، اوس د کابل  ښاروالۍ چارواکي او یو شمیر خلک وايي ، چې دغو عکسونو او پوسټرونو ته نوره اړتیا نه ده پاتې او باید پاک کړای شي.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال عبدالرازق عبدالرحیمزي په وینا ، چې کاندیدان باید له ټولټاکنو دوه ورځې وروسته د خپلو پوسټرونو او عکسونو په راټولولو لاس پورې کړي،که نه نو ښاروالې به په خپله دا کار وکړي او لګښت به یې له هغو پیسو ورکړي ،چې کاندیدانو د تضمین په بڼه د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره ایښې دي.

په رښتیا هم له کله نه ، چې د کاندیدانو کمپاین پیل شو،نو هر یوه کاندید ، چې څومره وسه او مالي وړتیا درلوده د ښار په بیلابیلو سیمو او برخو کې خپل پوسټرونه ونښلول او ځان ته د کمپاین په خاطر يې نه رسمي او نه هم غیر رسمي سیمو ته پاملرنه وکړه ،په داسې حال کې ، چې د دغو ټولټاکنو په پیل کې کاندیدانو ته دا په ګوته شوي وو ، چې له ښوونځیو،روغتونونو او نورو دولتي او رسمي ادارو څخه ځان ته د کمپاین په خاطر ګټه نه شي پورته کولای ، خو له بده مرغه دوی نه یوازې دې ټکي ته پاملرنه ونه کړه بلکې  ځینوکاندیدانو خو بیا د تشنابونواو ژوبڼ په دیوالونو هم خپل عکسونه نصب کړل، چې اوس يې خلک او ښاروالې په  پاکولو کې پاتې راغلي او په رښتیني ، چې د ښار بڼې ته یې بدلون ورکړی. ټولټاکنې د نړۍ په ډیری هیوادونو کې تر سره کیږي، چې ورته خاص او بیل اصول وضع کیږي او په یوه مناسب چوکاټ او د یوې خاصې کړنلارې په پام کې نیولوسره تر سره کیږي . همداشان د دغو سیالیو په خاطر مبارزه هم په دغو هیوادونو کې د خاصو اصولو او پالیسۍ لاندې تر سره کیږي ، خو له بده مرغه دغه سیالي او ټولټاکنو بیا زموږ په هیواد کې نه یوازې دا، چې یو خاص اصول او کړنلاره یې نه درلوده، بلکې د کاندیدانو او د هغوی د کمپاینرانو له خوا په ډیره بې توجهي او نه پاملرنې تر سره شوې. د ښار هره برخه د کاندیدانو په لویو او وړو پوسټرونو داسې  پوښل شوې ، چې هغه خپله اصلي بڼه اورنګ یې له لاسه ورکړی. اوس ، چې دغه سیالۍ پای ته رسیدلې او ټاکنې هم تر سره شوې د دغو پوسټرونو شتون په ښار کې خلکو ته له زغمه وتلي او همداشان د دې لپاره ، چې ښار یو ځل بیا خپله عادي بڼه خپله کړي، باید دغه پوسټرونه لکه څنګه چې په ډیره مینه او بیړه د نوماندانو او دهغوی د کمپاینرانو له خوا په بیلابیلو سیموکې پرته له توپیره او غور ولګول شول ،بیرته له سیمو ټول  او یا وشکول شي .ځینې کاندیدان په دې برخه کې دومره بې توجه او بې پاملرنې دي ، چې دا یې هم نه دي په یاد ، چې یوه ورځ یې دغه پوسټرونه په څه لیوالتیا او بیړه بند کړي وو،چې اوس یې باید بیرته پاک کړي. ځینې خو بیا د هغو پاکول د ښاروالۍ کارګڼي . په داسې حال کې ، چې په دغه اوچته کچه ، چې کوم پوسټرونه لګول شوي ، یوازې ښاروالې به يې په پاکولو کې پاتې راشي او نه شي کولای ، چې د ښار د بیلابیلو برخو څخه دغه عکسونه ، چې ډیری يې بیا په داسې موادو سریښ شوي ، چې جدا کول يې ډیرستونزمن کار دی هم ناممکن دي . دغو کاندیدانوته ښايي ، لکه څنګه چې په هومره شوق او علاقه یې دغه پوسټرونه بند کړل ،اوس چې ټاکنې پای ته ورسیدې ، هر نوماند باید خپل پوسټرونه د ښار له بیلابیلو سیمو پاک کړي ، ځکه که دا کار یوازې ښاروالۍ ته پاتې کیږي ، نو هغه به هم په دې و نه توانیږي ، چې تر سره یې کړي ، ځکه خو ښاروالې هم له دې کبله ، چې دا کار په یوازې سر نه شي تر سره کولای ،نو دغو کاندیدانو ته یې خبر داری ورکړی ، چې که د دغو پوسټرونو په پاکولو کې که ورسره کاندیدان مرسته ونه کړي ، نو د دوی له پیسو به د دغو پوسټرونو په پاکولو کې کار واخلي، خو ښه به دا وي ، چې نوماندان د ښاروالې په مرسته دغه چاره تر سره کړي ، چې د ښار بڼه یو ځل بیا خپل اصلي حالت ته راوګرځي.    

 

کاندیدې ښځې ، اغزنه لار

 

کاندیدې ښځې ، اغزنه لار

د افغاني ټولنې په سیاسي جوړښت کې د ښځو ونډه د بحث او پام وړ موضوع ده ،چې د بیلابیلو بنسټونو په تیره بیا مدني ټولنو او سیاسي اړخونو لخوا مطرح کیږي .

په تیرو پارلماني ټولټاکنو کې د ښځو دغې ونډې نه یوازې افغانانو بلکې ټولو نړیوالو ته دا په ګوته کړه ، چې افغانې  ښځې هم د دې وړتیا لري ، چې د سیاست ډګر ته راودانګي او د هیواد په پارلمان کې چې د خلکو د استازيتوب ښکارندويي کوي ، د نارینه و تر څنګ ودریږي او د پارلمان ۲۵ په سلو کې جوړ کړي .

په دموكراتيكو نظامونو كې، پارلمان د خلكو د ارادې مظهر ګټل كيږي او د قوانينو په طرح او تصويب كې اساسي او بنسټيزه ونډه لري.

دا دي یو ځل بیا ، چې پارلماني ټولټاکنې په مخ کې دي زموږخویندو د هغې ليوالتيا له كبله، چې يې درلوده په دې هڅه كې شوې، چې په ټولټاكنو كې سره له ډول، ډول ستونزو برخه واخلي  او په دې توګه د افغان رنځيدلو ښځو د خدمت په خاطر مټې راونغاړي . دغو ټاکنو ته د ۴۰۰ په شاوخواکې ښځې نوماندې شوې. خو دا ،چې دغه نوماندې خویندې به  څومره وکولای شي د ټولنې په اوسنیو شرایطو کې کمپاین وکړي یوه د پام وړ موضوع ده  ، ځکه زموږ ټولنه یوه نارینه سالاره ټولنه ده او دا هم ټولو ته جوته ده ، چې په داسې یوه ټولنه کې د ښځو لپاره د نارینه وو په انډول په سیاسي چارو کې ګډون څومره له ستونزو او نا خوالو ډک کار دی .

ښځې ، د ټولنې نيمه برخه جوړوي ، له همدې كبله د ټولنې د نيمې برخې په كچه د ټولنې په سياسي، ټولنيزو او اقتصادي برخه كې د ګډون حق لري . دا هغه څه دي، چې هم انسانيت او هم د هيواد اساسي قانون په څرګند ډول هغه ته حكم كوي. خو له بده مرغه د ځينو دلايلو له كبله د دغو دوو انساني او قانوني اصلونو مطابق زموږ په هيواد كې عمل نه كيږي په ټولټاكنو كې نه جنس، نه سن او نه بل څه ارجحيت لري، بلكې په عام ډول ويل كيږي د ټولنې هر غړى ، چې قانوني سن ته رسيدلى وي، نارينه وي او كه ښځينه كولى شي يو څوك وټاكي او هم وټاكل شي، چې دا په خپله د دموكراسۍ له منل شوو اصلونو څخه دى.

ګورو، چې ښځې د كانديديدو په جريان كې څومره د نارينه و لخوا رټل كيږي. د ټولنې په اوسنيو شرايطو كې ښځې نشي كولاى، چې د هيواد كليو او بانډو او لرې پرتو سيمو ته لاړې شي او د كوم خاص كانديد په ګټه كمپاين وكړي . په داسې يو حالت كې خو په لومړي ګام كې نارينه په اصطلاح د خپل نوم او نښان په خاطر ښځو ته دا اجازه نه وركوي او بل دا، چې ښځې بايد د نارينه له غوښتنې سره سم دا كار وكړي او د كورنۍ نارينه، ميړه، ورور او بل هغه څوك، چې د ښځې واك او اختيار لري ورسره لاړ شي، پرته  له هغې دا حق ښځې ته نه وركول كيږي. له همدې كبله اوسنى كمپاين او ټولټاكنې يو نارينه خوځښت او حركت دى، چې ښځې يوازې د نارينه و په خوښه په كې د ګډون حق لري.

د ښارونو او كوڅو په ديوالونو باندې د زرګونو نارينه لګول شوو عكسونو په منځ كې خال، خال د ښځو عكسونه هم تر سترګو كيږي، چې كله هم د دغو عكسونو ليدل، د ځينو په نزد كفري تصور كيږي او همدا، چې سترګې يې پرې لګيږي هغه شكوي. ځينې خو بيا په خپلو بې ځايه او ناوړه تبصرو غواړي، چې د نورو اذهان هم د ښځو د كانديداتورۍ په وړاندې په ضديت كې واقع كړي او داسې انګيري، چې دا يو غير انساني او د اساسي قانون خلاف كار دى.

خو ښځې پرته له دې، چې دغو غير انساني برخوردونو ته پاملرنه وكړي ، بايد هڅه وكړي، چې خپل انساني حق په دې حساسو شرايطو كې، چې ځينې كسان په واقعي او ځينې بيا په غير واقعي ډول د دموكراسۍ او ښځو د حقوقو نارې سورې وهي لاس ته راوړي او ټولټاكنې او رايه وركونه د يوې روښانه راتلونكې د څرك په مثال وګڼي تر څو له دې لارې خپلو حقه حقوقو ته ورسيږي .

 

له زغمه اوښتې وژنې

 

له زغمه اوښتې وژنې

په  افغانستان کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله هغه نه ختمیدونکی داستان دی ، چې د طالبانو له دوهم ځلي منځ ته راتګ (۲۰۰۴) کال را پدیخوا پرته له ځنډه ادامه لري او دهغه ختم ته نه یوازې هیله من کیدای نه شو ،بلکې د ناټو د جنرالانو په وینا ،. چې د جګړې په تشدید یا چټکتیا سره به دغه مرګ ژوبلې او تلفات نور هم  زیات شي.

په روانه تپل شوې جګړه کې عملیات داسې تر سره کیږي، چې له دواړو لوریو ملکي کسانو ته د یوه میږي په اندازه هم پاملرنه نه کیږي او په ډیره بې رحمانه توګه د مرګ کومي ته استول کیږي.  تر ټولو دردونکې خو بیا دا ده ،چې په څو څو واره دا تیروتنې تکراریږي او وروسته بیا د بښنې په غوښتو او یا په دې اړه به تحقیق تر سره شي بسنه کیږي . پوښتنه دا ده آیا د بښنې غوښتنه به د هغې مور کوم درد دواکړي ، چې خپل درې ځوان زامن یې له لاسه ورکړي او یا هغه یتیم ماشوم ته به بیرته د ده مور او پلار را ژوندي کړي، چې د ده اوښکې پاکې کړي ؟

هره ورځ د دغو دردونکو پیښو تکرار ، هره اوونۍ د یوې اعلامیې خپریدل او یا بښنه غوښتل ،ځینې وخت خو بیا د جګړې ښکیلې غاړې حتی بښنه هم نه غواړي او وايي ،جګړه ده ، په جګړه کې خو حلوا نه ویشل کیږي ،خو دا باید ووایو ، چې د نړۍ هره چاره او هر کار اصول او قوانین لري حتی جګړه.

د اسد یا زمري په لومړۍ نیټه د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په ریګي سیمه کې کله ، چې یو شمیر ملکي کسانو د جګړې له ویرې په یوه کور کې پناه اخیستې وه ، د بهرنیو ځواکونو د یوه راکټ د لګیدو له کبله ۵۲ کسان ووژل شول او زیات شمیر نور ټپیان شول.

په دغو ۵۲ کسانو کې هیڅ یو یې هم نظامي نه و. په دې کچه درنه مرګ ژوبله په داسې حال کې رامنځ ته کیږي ، چې کله د ناټو قواوو نوی قوماندان په دنده وګمارل شو ، نو ژمنه یې وکړه چې خپلو ځواکونو ته به دا تاکید وکړي ، چې د ملکي کسانو ژوند ته پاملرنه وکړي او خوندي یې وساتي . تیره اوونۍ هم د بهرنیو ځواکونو د یوه راکټ د لګیدو له کبله د فراه په ولایت کې د یوې کورنۍ اووه تنه شهیدان شول. همداشان د میدان وردګو ولایت د شیخ آباد په زرین خیلو کې هم بهرنیو ځواکونو د یوې کورنۍ درې غړي ، چې درې واړه وروڼه او محصلین وو ،په ډیره بې رحمۍ شهیدان کړل . په خوست ولایت کې هم د طالبانو د یوه راکټ د لګیدو له کبله درې ماشومان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول . دې ته ورته په لسهاوو  نورې داسې پیښې یادولی شو ، چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې له دواړو خواوو ملکي ، بې ګناه او بې دفاع کسان پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

خو آیا د دغو بې ګناه کسانو وژنې د نړیوالو بشري حقونو د سازمان لخوا د غندلو وړ نه دي ؟ په داسې حال کې ،چې په دې وروستیو کې دغه سازمان د یوه راپور په خپرولو سره دا په ډاګه کړې ، چې په تیرو شپږو میاشتو کې ۱۲۷۱ تنه ملکي کسان وژل شوي، چې په دې اساس د پخوا په پرتله د ملکي کسانو مرګ ژوبله ۳۱سلنه زیاته شوې ، چې ډیری د دغو کسانو د طالبانو د حملو قربانیان دي.

خو طالبان بیا د ملګرو ملتونو دغه راپور ردوي او د یوه داسې کمیسیون د جوړیدو غوښتنه کوي ، چې پکې د جګړې د دواړو لوریو استازي ، ملګري ملتونه او نړیوال ځواکونه هم ګډون ولري ، تر څو دا په ډاګه کړي ، چې ډیره مرګ ژوبله له کومې خوا پیښیږي؟

څومره د درد او تاسف ځای دی ، چې نن ورځ په هیواد کې د بې ګناه کسانو په وژلو ناندرۍ راولاړیږي ، دهغو بې ګناه کسانو په خاطر ، چې د جګړې په هیڅ یوې غاړې پورې تړاو نه لري او غوښتل یې ژوند وکړي ، خو د دهر واکمنانو ورڅخه مخکې له وخته د هغوی ژوند واخیست .

په نړۍ کې لکه څنګه ، چې د افغانانو وژنې روانې دي بل هیڅ داسې هیواد نشته ، چې د انسان وژنه دې پکې دومره ارزانه او آسانه وي او هیڅ داسې مرجع هم نه تر سترګو کیږي ،چې د دغو وژنو پوښتنه او مخنیوی وکړي.  

 ځکه په وار ،وار د هیواد جمهور رييس وغوښتل ، چې په عملیاتو کې دې د ملکي کسانو ژوند ته پاملرنه وشي ، خو ډیر کم واوریدل شول . په هر صورت تر څو، چې په هیواد کې بهرنۍ لاسوهنې ، خپل سرۍ او د جګړې په ښکیلو غاړو کې د دقت نشوالی او د کورنیو او بهرنیو ځواکونو تر منځ نه همغږي موجوده وي او دواړه خواوې، ځانونه د ملکي کسانو د ژوند د تامین په لار کې مسوول ونه ګڼي ، دا غمیزې او له دردڅخه ډکې پیښې به همداسې روانې وي او قرباني به بې ګناه خلک ورکوي.

یو ځل بیا له معارف سره دښمني

 

یو ځل بیا له معارف سره دښمني

تیره اوونۍ یو ځل بیا د کابل ښار د نجونو د دوو ښوونځیو زده کوونکې مسمومې شوې . دا پیښې یوه د توتیا په ښوونځي کې ، چې د ۷۰ تنو په شاوخوا کې نجونې پکې مسمومې شوې او بله یې د ذبیح الله عصمتي په ښوونځي کې وه ، چې پکې ۴۸ نجونې مسمومې شوې.

دا پیښې د هیواد په مرکز کابل کې په داسې حال کې رامنح ته کیږي ، چې د امنیت ساتلو په خاطر بهرني ځواکونه ، پولیس ، اردو او امنیتي کسان په دندو بوخت دي ، خو له بده مرغه بیا هم د مغرضو کسانو لاس دومره اوږد دی ، چې د ښوونځي د یوې زده کوونکې په وینا یو کرولا موټر راځي او په ډیر ډاډه زړه د ښوونځي یوه انګړ ته د مسموونکو موادو بوتل غورځوي او بیا روانیږي .

که دې ټکي ته ځیر شو ، چې د یوه بهرني عالي رتبه چارواکي راتلو ته په ښار کې څومره امنیتي ترتیبات نیول کیږي او خاص امنیتي ځواکونه یې د امنیت د تامینولو په خاطر ګمارل کیږي ، خو له بده مرغه د یوه ښوونځي د زده کوونکو په برخه کې بیا دومره بې غوري کیږي ، چې دغه ناوړه پیښه په څو څو ځله تکراریږي ، خو بیا هم اړوند چارواکي ورته په کمه سترګه ګوري او یوازې د دې په ویلو بسنه کوي ، چې په دې اړه به پلټنه وکړو ،خو وروسته بیا د دغې پلټنې هیڅ څرک هم نه تر سترګو کیږي .تر ټولو شرموونکې او دردونکې خو دا ده ، چې ځینې چارواکي په رڼا ورځ ورڅخه انکار کوي او کله د زده کوونکو بیریدل او کله د زیاتو خوړو خوړل او داسې نور پلمه کوي .

تیر کال هم د داسې ځوروونکو پیښو شاهدان وو .په کابل ، کندز ،تخار او ځینو نورو ولایتونو کې نجونې مسمومې شوې او تر ټولو دردونکې د کندهار پیښه وه ، چې پکې د نجونو پر مخونو تیزاب وپاشل شول ، چې جمهور رییس یې د عاملینو د ژر تر ژره نیولو او حتی اعدام امر وکړ او وروسته داسې خبرونه هم خپاره شول ، چې د دغې پیښې لاس لرونکي ونیول شول ، خو نه یې چا د جزا ورکول ولیدل او نه هم اعدامیدل .

پوښتنه دا ده ، چې ولې تل له معارف او هغه هم له نجونو سره دښمني ؟ دا هغه پوښتنه ده ، چې له کلونو را پدیخوا یې ځواب همدا یوه  خبره ده ، چې زموږ په وروسته پاتې ټولنه کې د ځینو په اند ، ښځې یا نجونې د تحصیل او کار کولو حق نه لري او د هیواد د بهرنیو دښمنانو دا چاره یا ممانعت بیا د هیواد او خلکو د دښمنانو لخوا په خپله خاوره کې عملي کیږي. له څه د پاسه دریو لسیزو راپدیخوا ، چې کومه جګړه زموږ په هیواد او خلکو تپل شوې ، د هیواد د دښمنانو له مهمو موخو یا اهدافو څخه د ښوونې او روزنې ټکني کول او زیان رسول دي ، چې  د ډیری دغو ناخوالو ښکار هم بې ګناه ښځې او نجونې دي . په داسې حال کې ، چې د پر مختللو هیوادونو د پرمختګ اصلي محور ښوونه او روزنه تشکیلوي او له همدې کبله ورته جدي پاملرنه کیږي .

خو له بده مرغه په ټوليزه توګه زموږ په هيواد كې ښوونيز سيستم له خورا ستونزو سره مخامخ دى . د لنډ مهالي او انتقالي دولت له رامنځ ته كيدو راپديخوا هم په دغه سيستم كې د پام وړ او ټينګ ګامونه ندي پورته شوي . په ځینو  نورو ولايتونو كې هم زده كوونكي په تيره بيا نجونې د امنيتي ستونزو له كبله نشي كولاى ښوونځي ته لاړې شي ، خو سربیره پر نورو بیا د نجونو مسمومیدل هغه څه دي ، چې ډیری کورنۍ یې له اندیښنې سره مخامخ کړې ،چې که اړوند چارواکي ورته جدي پاملرنه ونه کړي او دا پیښې تکرار شي، نو ورو ، ورو به د نجونو تګ ښوونځي ته هم کمرنګه شي.

  

ماشومان هم له نشو په امن کې نه دي

 

ماشومان هم له نشو په امن کې نه دي

زموږ هيواد او ټولنې ته په څه باندې دریو لسيزوكې د بې شميره مادي او معنوي زيانونو په لړ كې ماشومانو ته تر هر چا زيات زيان وراوښتى دى.

زموږ ماشومانو د هيواد د ننه او بهر د مهاجرت او بې كورۍ ډيرې ستونزې وګاللې، د جګړو په بهير كې ډير ماشومان د ميندو او پلرونوله مينې او پاملرنې بې برخې شول،دزده كړې او لوبو له حق څخه جګړييزو حالاتو بې برخې كړل او له دغسې نورو بې شميره ستونزو سره مخامخ او لاس وګريوان شول، چې تر ټولو نورو هغو په مخدره موادو د ماشومانو روږدي کیدل دي.

یو ځل بیا یوه نړیوال پلاوي د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرایمو د ادارې په رهبرۍ د افغان ماشومانو د اعتیاد په هکله  یوه څیړنه تر سره کړې . څیړنه ښيي ، چې افغان ماشومان له وړکتوبه بیا د ښوونځي تر دورې په مخدره موادو روږدي دي .

لکه ، چې په څو څو ځله مو بحثونه کړي ، چې مخدره مواد زموږ د ټولنې یوه اساسي ستونزه ده ، چې د په ظاهر دوست ،خو په باطن دښمنو ګاونډیو ډالۍ او تحفه یې هم بللی شو ، چې له بده مرغه  سربیره پرښځو او نارینه و یې زموږ ماشومان هم تر اغیز لاندې او په دې بې درمانه درد او مرض اخته دي . هسې خو هم زموږ د ګلالیو ماشومانو ژوند له درد ، غم او کړاوونه ډک دی او دغه تنکي ګلان مخکې له دې ، چې وغوړیږي ،مړاوي کیږي ، خو دا درد او غمیزه بیا تر ټولو نورو دردونکې او نه علاجیدونکې ده . د هیواد په ډیری سیمو کې خو ماشومان د مور په نس او یا هم په غیږ کې په دغه وژونکي بوټي روږدي کیږي او هغه هم داسې ،کومې میندې چې په دغو موادو روږدې وي ، نو کله چې یې ماشوم نړۍ ته راځي هغه هم معتاده وي او ځینې بیا داسې اخته کیږي ، چې میندې یې د شاقه کارونو له کبله په دې خاطر ، چې ماشوم ورته مزاحمت ونه کړي او یا هم ډاکټر او روغتون ته د نه لاسرسي له کبله ، هغه ته نشه يی مواد ورکوي ، چې ډیری د دغو میندو خپل ماشومان د تریاکو په وسیله معتاده کوي .

لکه ، چې په څو څو ځله مو ورته اشاره کړې زموږ د ټولنې د ناخوالو له کبله ډیری متضرر کسان هم همدا ماشومان او ښځې دي . مخدره مواد يا توكي هغه ستره او دردوونكې غميزه ده ، چې په دې وروستيو كلونو كې يې زموږ د هیواد د ځوانانو،ښځو او تنکیو ماشومانو لمن نيولې .

دغې ستونزې د هيواد بيلابيلې سيمې تر خپل اغيز لاندې راوستې او په ډيرى ولايتونو كې يې كر او كښت په يوه دود بدل شوى ، چې د نورو زراعتي توكو پر ځاى د ښې ګټې د لاس ته راوړلو په موخه يې بزګران كرلوته زړه ښه كوي .

ماشومان ، چې د ټولنې دسبا ورځې ځوانان او د کار ځواک دی ، که ورسره په دومره بې تفاوتۍ چلند وشي او په ښه روزنه او پالنه کې یې هڅه او زیارونه ایستل شي ، څرګنده ده ، چې د ټولنې راتلونکې به هم له وروسته پاتې والي او کړاوونو سره مخامخ وي . دا ، چې په دومره کم عمر کې زموږ بچیان د دغه زهرناکه ښامار د نیش وژونکي زهر وڅکي ، په راتلونکې کې ورڅخه د ټولنې د یوه ښه او ګټور وګړي تمه کول هسې خوشي خیال دی.

هیڅ یوه مور او هیڅ یو پلار د دې پلوي او په دې خوښ نه دي ، چې اولاد یې له ښې لارې منحرف او په بده لار قدم کیږدي ، خو زموږ د ټولنې شرایط او مجبوریتونه د دې ټولو ستونزو زیږنده دي . که د هیواد په لرو پرتو سیمو کې د خلکو اقتصادي ستونزې نه وي او صحي مرکزونه او آسانتیاوې موجودې وي ،هیڅ کله به هم یوه مور د خپل ماشوم د آرامولو او درملنې په خاطر له دغو وژونکو توکو څخه کار نه اخلي .

زموږ په هيواد كې د څه د پاسه دريو لسيزو جنګ جګړو له كبله د ماشومانو د ښوونې او روزنې، روغتيا اواقتصادي وضعيت ته جدي پاملرنه نه ده شوې. لاهم په زيات شمېركې ماشومان د يوې مړۍ ډوډۍ د ترلاسه كولو لپاره شاقه او درنو كارونو ته اوږه وركوي، خوحكومت چې په مليارډونو ډالره د افغانستان د بيارغونې په نوم ترګوتو كړل د دوى لپاره يې هېڅ هم نه دي كړي.

كه څه هم، چې  په تيرو اتو كلونو كې بيلابيلو ټولنو د ماشومانو د حقوقو نارې سورې پيل كړې، خو هيچا هم افغان بچيانو ته د زړه له كومې هڅه اوكارندى كړى.  لا هم په هيواد كې جګړې روانې دي او هره ورځ په بمباريو، ځانمرګي بريدونواود چاودنو په ترڅ كې زموږ لسګونه تنه ماشومان  وژل كېږي.

په افغانستان كې د ماشومانو پر بد او ناوړه وضعيت د بشر د حقوقو خپلواك كميسيون خپله انديښنه څرګنده كړې او له دولت اونړيوالې ټولنې څخه يې غوښتي، چې په افغانستان كې دې د هغو ماشومانو د وضعيت د ښه والي په خاطر پاملرنه وكړي كوم، چې د سړك او واټونو پر مخ كار كوي.

 د ملګرو ملتونو د ماشومانود وجهي صندوق د معلوماتو پر بنسټ ، په افغانستان كې ۲۶ په سلو كې د پنځو نه تر څوارلسو كلونو ماشومان د خپلې كورنۍ نفقه برابروي.

په پای کې د يوې ټوليزې پايلې په توګه ويلاى شو،چې نن سبا د دغه ناوړه بوټي د كر او قاچاق له كبله زموږ هيواد په نړۍ كې د دغه شرموونكي بوټي د لومړۍ درجې توليدوونكي په حيث پيژندل شوى او هيوادوال مو هم په بهر نړۍ كې د قاچاقبرو په هويت پيژندل كيږي ، افغان دولت ته اړينه ده ، چې د دغه ناوړه پديدې په وړاندې جدي مبارزه وكړي او داسې يوه كړنلاره ورته خپله كړي ، چې له بيخه او بوټيه يې ريښې وچې او له منځه يوسي.

  

کرنیز هیواد ،وږی ملت

 

کرنیز هیواد ،وږی ملت

سږ کال د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د سیلابونو د راوتلو له کبله زراعتي ځمکې زیانمنې او حاصلات یې له منځه لاړل ،چې په ډیری دغو ځمکو کې غنم کرل شوي وو، چې څه یې د سیلابونو او څه نور یې هم د ملخانو خوراک شول . له دې ستونزې څخه په خاصه توګه د کندز ولایت بزګران سر ټکوي او وايي ، چې سږني حاصلات د تیرو کلونو په پرتله  په نیمه دي او هغوی هم د دغو حاصلاتو د کموالي علت د سیلابونو راوتل او په زراعتي ځمکو کې د ملخانو پیدا کیدل بولي .

په نړۍ کې تر ټولو زيات استعماليدونکو غلو او دانو کې يو هم غنم دي. په غنمو کې ډېر غذائيت او قوت شته، په ځانگړي ډول دغنمو پوستکى او باندينۍ برخې د ويټامينونو، معدني اجزاوو غوښنې برخې جوړوي. زموږ هیواد، چې یو زراعتي هیواد دی ، د خلکو عمومي خوراک د غنمو ډوډۍ جوړوي یعنې دومره ، چې وچه ډوډۍ د استفادې وړ ده ،نور مواد کم خوړل کیږي. له بلې خوا زموږ ډیری هیوادوال له دې کبله، چې پیاوړی اقتصاد نه لري او د ګوتو په شمار کورنۍ کولای شي ، چې په خپل غذايي پروګرام کې هغه خواړه شامل کړي ، چې د ښه غذایي کیفیت درلودونکي وي ،خو ډیری کورنۍ بیا د کمزوري اقتصادي وضعیت له کبله په ډیرو ستونزو کولای شي ،چې د خپلو کورنیو د ژوندانه اړتیاوې پوره کړي ،نو ځکه خو د دې بې وزلو کورنیو خواړه وچه ډوډۍ تشکیلوي.

افغانستان اساسا یو کرنیز هیواد دی ، خو له بده مرغه هیڅکله هم د غلې دانې له پلوه په ځان بسیا نه دی او د اړتیا وړ غنم او اوړه له ګاونډیو هیوادونو واردوي .

په تیره بیا په دې وروستیو کلونو کې، چې په هیواد کې د کورنۍ جګړې اور بل شوی ، خلک له ډیرې لوږې سره مخامخ شول او داسې قحطۍ او لوږې یې ولیدلې ،چې له لوږې او بې وسۍ یې خپل اولادونه د یو یا دوه منه غنمو یا اوړو په بدل کې خرڅ کړل ، د ځینو له لاسه خو بیا حتی اولادونه له لوږې مړه شول. په تیرو کلونو کې د هیواد په پایتخت کې هغه مهال ، چې کوڅه په کوڅه  تنظیمي جګړه وه ، کابل ښاریانو په بایسکل او چا چې نه درلود په شا او سر د یو یا دوه منو غنمو پنډې راوړې او ځینو خو بیا حتی خپل ژوند هم د یو من اوړو په بدل کې له لاسه ورکړ.

دوه کاله وړاندې د کرنې وزارت اعلان وکړ ، چې هیواد مو د غلې دانې له پلوه په ځان بسیا دی ،په داسې حال کې چې څه موده پس بیا دغه ادعا هم بې بنسټه وبلل شوه .

دا چې با وجود د دې ، چې هیواد مو د نړۍ له کرنیزو هیوادونو څخه دی ، اوهر کال د ۸۰ ملیارد متر مکعب په شاوخواکې اوبه مو هم پردیو ملکونو ته توييږي ،خو له بده مرغه ملت مو وږی او تږی دی ، دا ټو هغه څه دي ، چې  د دولت او حکومت بې کفایتۍ ته راګرځي ، چې په دا دومره کلونو کې په دې نه دی توانیدلی ، چې بهر ته توييدونکې اوبه مو مهار او هغه شاړې او وچې دښتې ، چې د هیواد په هر ولایت کې  لیدل کیږي آبادې او غنم پکې وکري . د غلې دانې دا ستونزه تر هر بل وخت نه زیاته د ژمي په موسم کې کله، چې د ډیری ولایتونو لارې د واورې د ورښتونو له کبله بندیږي او استوګن یې له لوږې سره مخامخ کیږي لیدل کیږي. له بلې خوا دکرنې وزارت هغو بزګرانو ته ، چې ځمکې یې په طبیعي آفتونو لکه ملخان او یا هم نورو خزنده وو له آفت سره مخامخ  کیږي باید ورته ژر تر ژره مرستې ورسول شي او کښتونه یې دواپاشي شي. دولت ته په کار ده ، چې مخکې له دې ، چې د ژمي موسم راورسیږي د دغې ستونزې د حل لارې چارې ولټوي او د اړتیا وړ غنم په ګدامونو کې زیرمه کړي .

له بلې خوا له ، چې مخکې مو ورته اشاره وکړه، افغانستان اساسا يو كرنيز هېواد دى، خو په خواشينۍ سره بايد وويل شي، چې له نيشه يي توكو سره د دولت ناكامې اته كلنې مبارزې نه يوازې د هېواد د خودكفايۍ مخه نيولې، بلكې هغه مافيايي شبكو ته يې د پراخ فعاليت زمينه برابره كړې، چې د نيشه يي توكو له قاچاق اوتجارت څخه زياته ګټه پورته كوي.

ترهغه ، چې په افغانستان كې د نيشه يي توكو پروړاندې په مبارزه كې افغان دولت له نړيوالو سره په همغږۍ عمل ونه كړي هېواد به له دا وړ ستونزو سره لاس اوګريوان وي اوتل به د نورو هېوادونو پراوږو باراو د سوال لاس به اوږدوي.

  

روغتیایي تش په نامه وعدې

 

روغتیایي تش په نامه وعدې

د روغتیا نړیوال سازمان په هیواد کې له روغتیايي آسانتیاوو څخه د ۵۰۰ زره افغانانو د بې برخې توب له کبله خپله اندیښنه ښودلې  . دا په داسې حال کې ده ،چې د عامې روغتيا  وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په هېواد كې په هرساعت كې، پنځه لس هغه ماشومان چې يو كلن لانه وي او دوه ويشت كابو پنځه كلن ماشومان مړه كيږي، همدا رنګه په هرو ديرشو دقيقوكې يوه اميدواره مور د زيږون پرمهال سا وركوي، چى د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله ډیره اوچته او لوړه ده .

د روغتیا دنړیوال سازمان له دې څیړنې سره جوخت دا دي یو ځل بیا د افغانستان دعامې روغتيا وزارت او د " مركزي احصايې ادارې" په ګډه سره د ميندو، ماشومانو او نورو خلكو د مړينې د اندازې د معلومولو لپاره يوه سروې پيل كړې. دا سروې د لومړي ځل لپاره په هېواد كې د امريكا د متحده ايالاتونو د نړېوالې پراختيايي ادارې او  يونیسف په مرسته پيل شوې. د روغتيا وزارت وايي، دا سروې به د روان كال تر پايه پورې بشپړه او روغتيايي پروګرامونه به ورته تنظيم شي .

په افغانستان كې د ميندو، ماشومانو او په مجموع كې د ټولو خلكو د مړينې د سببونو موندل، د نوې سروې عمده هدف جوړوي ، چې د عامې روغتيا وزارت او مركزي احصايې په ګډه سره پيل كړې ده.

په هیواد کې له اساسي ستونزو څخه یوه هم د خلکو صحي او روغتیایي ستونزه ده ، چې د هیواد په کچه د اندیښنې وړ ده . په دې هکله هر کال د بیلابیلو روغتیایي نړیوالو او کورنیو بنسټونو لخوا څیړنې او سروې ګانې تر سره کیږي ، چې له بده مرغه د وګړو د ډیر بد حالت څرګندویي کوي .په تیره بیا له دې بد حالت سره ډیری زموږ خویندې او ماشومان مخامخ دي.

دا روغتیايي ستونزې او نیمګړتیاوې بیلابیل عوامل لري ، چې د ټولنې وګړي ورسره مخ دي. د خلکو په تیره بیا لرو پرتو سیمو کې د سواد د کچې ټیټوالی ،د پاک او صحي چاپیریال نه شتون، چې په لویو ښارونو کې د تنفسي او سرطاني ناروغیو سبب ګرځي ،کمزوری اقتصادي وضعیت، چې د هغه له کبله کورنۍ په دې نه توانیږي ، چې لازم او صحي خواړه تر لاسه کړي ،چې په پایله کې يې ضعیف او خوارځواکي ماشومان نړۍ ته راځي ، په تیرو څه باندې دریو لسیزو کې دبیلابیلو وړو او لویو وسلو کارول ،چې د معیوبو ماشومانو د زیږون لامل ګرځي ،په لرې پرتو سیمو کې د صحي مرکزونو نه شتون او د خلکو روغتیايي ستونزو ته د چارواکو نه پاملرنه او تر ټولو مهم او اساسي مشکل بیا امنیتي مشکل دی ، چې په جګړه ځپلو سیمو کې د صحي او روغتیايي ټیمونو کار او فعالیت له خنډ سره مخامخ کوي او د دې خنډ په موجودیت کې به دا بنسټونه څومره وکولای شي ،چې د هیواد له ټولو سیمو څخه دا سروې تر سره کړي. خو که په دې هکله په رښتیني او نه ستړي کیدونکې توګه کار وشي او دا روغتیایي ستونزې ، چې هر کال زموږ د زیات شمیر هیواد والو ښځو او ماشومانو ژوند اخلي له منځه لاړې شي ،موږ به یوه روغه او سالمه ټولنه ولرو .له بلې خوا حكومتونه د خپلو وګړو د صحت يا روغتيا مسووليت لري ، چې د اختصاصي يا ځانګړو او عمومي تدابيرو په نيولو يې ورته تامين كړي. خو له بده مرغه زموږ هيواد ، چې هم د صحي سازمان او هم د نړيوال سازمان غړيتوب لري په ښه او مناسب وضعيت كې قرار نلري.

له هغه ځايه ، چې افغانستان له مخ په ودې هيوادونو څخه دى او د وګړو منځنى عمر يې له ۴۰تر ۴۵كلونو پورې اټكل شوى ، پكې د ماشومانو د مړينې كچه د ژوندانه په لومړيو كلونوكې په هرو۱۰۰۰ تنو كې ۱۲۰ تنه ده. په داسې حال كې ، چې د روغتيا د سازمان اټكل شوې شميره په پر مختللو هيوادونوكې په هرو ۱۰۰۰تنو كې ۵۰ تنه ده . همداشان ۲۵ په سلو كې ماشومان مو مخكې له دې ،چې پنځه كلن شي ، خپل ژوند له لاسه وركوي.

تير كال د افغانستان د عامې روغتيا وزارت اعلان كړه، چې په ورځنۍ كچه ۴۴ تنه ميندې د ماشوم زېږولو پر مهال مري ،چې په دې ترتيب يې په نړۍ كې د ميندو دمړينې دوهم مقام هم خپل كړى و.

دا ، چې په هیواد کې د روغتیايي آسانتیاو په لار کې بیلابیل کورني او بهرني بنسټونه مټې رانغاړي او داسې لارې چارې لټوي ،چې دهیواد والو روغتیايي ستونزې څه نا څه له منځه یوسي یو ښه او ګټور اقدام بللی شو ، خو خبره په دې کې ده چې دا ګامونه جدي وڅارل شي او اړوند چارواکي ورته کلکه پاملرنه ولري ، ځکه روغتیا د هرې ټولنې د وګړو طبیعي حق دی او دولتونه او حکومتونه مکلف دي ، چې د خپلو استوګنو وګړو د روغتیايي آسانتیاوو لپاره لار هواره کړي.