روغتیایي تش په نامه وعدې
روغتیایي تش په نامه وعدې
د روغتیا نړیوال سازمان په هیواد کې له روغتیايي آسانتیاوو څخه د ۵۰۰ زره افغانانو د بې برخې توب له کبله خپله اندیښنه ښودلې . دا په داسې حال کې ده ،چې د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په هېواد كې په هرساعت كې، پنځه لس هغه ماشومان چې يو كلن لانه وي او دوه ويشت كابو پنځه كلن ماشومان مړه كيږي، همدا رنګه په هرو ديرشو دقيقوكې يوه اميدواره مور د زيږون پرمهال سا وركوي، چى د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله ډیره اوچته او لوړه ده .
د روغتیا دنړیوال سازمان له دې څیړنې سره جوخت دا دي یو ځل بیا د افغانستان دعامې روغتيا وزارت او د " مركزي احصايې ادارې" په ګډه سره د ميندو، ماشومانو او نورو خلكو د مړينې د اندازې د معلومولو لپاره يوه سروې پيل كړې. دا سروې د لومړي ځل لپاره په هېواد كې د امريكا د متحده ايالاتونو د نړېوالې پراختيايي ادارې او يونیسف په مرسته پيل شوې. د روغتيا وزارت وايي، دا سروې به د روان كال تر پايه پورې بشپړه او روغتيايي پروګرامونه به ورته تنظيم شي .
په افغانستان كې د ميندو، ماشومانو او په مجموع كې د ټولو خلكو د مړينې د سببونو موندل، د نوې سروې عمده هدف جوړوي ، چې د عامې روغتيا وزارت او مركزي احصايې په ګډه سره پيل كړې ده.
په هیواد کې له اساسي ستونزو څخه یوه هم د خلکو صحي او روغتیایي ستونزه ده ، چې د هیواد په کچه د اندیښنې وړ ده . په دې هکله هر کال د بیلابیلو روغتیایي نړیوالو او کورنیو بنسټونو لخوا څیړنې او سروې ګانې تر سره کیږي ، چې له بده مرغه د وګړو د ډیر بد حالت څرګندویي کوي .په تیره بیا له دې بد حالت سره ډیری زموږ خویندې او ماشومان مخامخ دي.
دا روغتیايي ستونزې او نیمګړتیاوې بیلابیل عوامل لري ، چې د ټولنې وګړي ورسره مخ دي. د خلکو په تیره بیا لرو پرتو سیمو کې د سواد د کچې ټیټوالی ،د پاک او صحي چاپیریال نه شتون، چې په لویو ښارونو کې د تنفسي او سرطاني ناروغیو سبب ګرځي ،کمزوری اقتصادي وضعیت، چې د هغه له کبله کورنۍ په دې نه توانیږي ، چې لازم او صحي خواړه تر لاسه کړي ،چې په پایله کې يې ضعیف او خوارځواکي ماشومان نړۍ ته راځي ، په تیرو څه باندې دریو لسیزو کې دبیلابیلو وړو او لویو وسلو کارول ،چې د معیوبو ماشومانو د زیږون لامل ګرځي ،په لرې پرتو سیمو کې د صحي مرکزونو نه شتون او د خلکو روغتیايي ستونزو ته د چارواکو نه پاملرنه او تر ټولو مهم او اساسي مشکل بیا امنیتي مشکل دی ، چې په جګړه ځپلو سیمو کې د صحي او روغتیايي ټیمونو کار او فعالیت له خنډ سره مخامخ کوي او د دې خنډ په موجودیت کې به دا بنسټونه څومره وکولای شي ،چې د هیواد له ټولو سیمو څخه دا سروې تر سره کړي. خو که په دې هکله په رښتیني او نه ستړي کیدونکې توګه کار وشي او دا روغتیایي ستونزې ، چې هر کال زموږ د زیات شمیر هیواد والو ښځو او ماشومانو ژوند اخلي له منځه لاړې شي ،موږ به یوه روغه او سالمه ټولنه ولرو .له بلې خوا حكومتونه د خپلو وګړو د صحت يا روغتيا مسووليت لري ، چې د اختصاصي يا ځانګړو او عمومي تدابيرو په نيولو يې ورته تامين كړي. خو له بده مرغه زموږ هيواد ، چې هم د صحي سازمان او هم د نړيوال سازمان غړيتوب لري په ښه او مناسب وضعيت كې قرار نلري.
له هغه ځايه ، چې افغانستان له مخ په ودې هيوادونو څخه دى او د وګړو منځنى عمر يې له ۴۰تر ۴۵كلونو پورې اټكل شوى ، پكې د ماشومانو د مړينې كچه د ژوندانه په لومړيو كلونوكې په هرو۱۰۰۰ تنو كې ۱۲۰ تنه ده. په داسې حال كې ، چې د روغتيا د سازمان اټكل شوې شميره په پر مختللو هيوادونوكې په هرو ۱۰۰۰تنو كې ۵۰ تنه ده . همداشان ۲۵ په سلو كې ماشومان مو مخكې له دې ،چې پنځه كلن شي ، خپل ژوند له لاسه وركوي.
تير كال د افغانستان د عامې روغتيا وزارت اعلان كړه، چې په ورځنۍ كچه ۴۴ تنه ميندې د ماشوم زېږولو پر مهال مري ،چې په دې ترتيب يې په نړۍ كې د ميندو دمړينې دوهم مقام هم خپل كړى و.
دا ، چې په هیواد کې د روغتیايي آسانتیاو په لار کې بیلابیل کورني او بهرني بنسټونه مټې رانغاړي او داسې لارې چارې لټوي ،چې دهیواد والو روغتیايي ستونزې څه نا څه له منځه یوسي یو ښه او ګټور اقدام بللی شو ، خو خبره په دې کې ده چې دا ګامونه جدي وڅارل شي او اړوند چارواکي ورته کلکه پاملرنه ولري ، ځکه روغتیا د هرې ټولنې د وګړو طبیعي حق دی او دولتونه او حکومتونه مکلف دي ، چې د خپلو استوګنو وګړو د روغتیايي آسانتیاوو لپاره لار هواره کړي.