هغوی به ځان ووژني!!
هغوی به ځان ووژني!!
که څه هم لس کاله کیږي، چې په هیواد کې د ډموکراسۍ او د ښځو د حقوقو د تامین ډول غږول کیږي،خو لا هم د هیواد په ډیری سیمو کې هماغه د جنګسالارۍ او قوماندان سالارۍ قانون حاکم دی او هر جنګ سالار او ټوپک سالار په سلهاوو مسلح کسان لري چې په اړونده سیمه کې ورته څوک برند نه شي کتلای او هر هغه څه یې چې زړه وغواړي په خپل ملوک الطوایفي چاپيریال کې يې تر سره کوي .
تیره اوونۍ یو ځل بیا د تخار له ولایت څخه یو له درد او شرم څخه ډک د جنسي تیري خبر په رسنیو کې خپورشو، چې د تخار ولایت په تاشتم سیمه کې پنځو تنو، چې یو یې مسلح و، د یوې کورنۍ په ځوانې لور وروسته له دې چې هغه یې تر وهلو ډبولو لاندې ونیوه پرې ډله ییز جنسي تیری وکړ. د دغې نجلۍ د کورنۍ غړي وايي که د دې جنایت عاملین ونه نیول شي او جزا ورنکړل شي، نو دوی به ځانونه ووژني. خو څوک به د دوی غږ واوري؟ دا لومړۍ پيښه نه ده، لرې نه ځو یوازې په تیر او روان کال کې د هیواد په بیلابیلو په تیره بیا تخار ولایت کې په لسهاوو د دې پیښو رامنځ ته شوې، خو کله هم تر اوسه څوک د دې شاهد نه وو، چې ددغه ډول جنایت تر سره کوونکو ته دې جزا ورکړل شي. تیره اوونۍ د ښځو په وړاندې له تاوتریخوالي او وژنو ډکه اوونۍ وه. دا د ډیر شرم ځای دی،چې د امنیتي ارګانونو په شتون کې او د ښځو د حقونو د دفاع د بنسټونو د فعالیتونو تر څنګ بیا هم تاوتریخوالی ډیر او د جنسي تیریو پیښو زور موندلی دی.
یو عمده علت،چې د دې پیښو د تکرار باعث ګرځي دا دی چې قانون نه تطبیق کیږي، د دا ډول اعمالو تر سره کوونکي نه نیول کیږي او که نیول کیږي هم له دې کبله چې زور واکي دي او یا خو د پیسو په زور ډیر ژر بیرته خوشي کیږي.د قانون نه تطبیق زموږ د ټولنې اساسي ستونزه ګڼل کیږي، په ډیری نورو مواردو کې هم دا کار په ټولنه کې د ننا امنۍ او انارشۍ لامل ګرځیدلی دی.
له بلې خوا په لرې پرتو سیمو کې لاه د پخوا په شان له دې کبله چې د حکومت کړنې ضعیفې او نا توانه دي، نو دا ډول خلک له قانون څخه په سرغړونې او خپلسریو هر څه چې وغواړي هغه تر سره کوي او له بده مرغه ډیری وخت د دغو بې قانونیو او خپلسریو قربانیان ښځې او ماشومان دي، ځکه دا دواړه د ټولنې هغه برخه دي چې ډیر ژر متضرر کیږي او هغه عامیانه متل هم دی، چې د نارینه وو لاس هم پرې بر دی.
بل خوا د افغانستان د بشري حقونوخپلواک کمیسیون هم په څو څو ځلې اندیښنه ښودلې چې په افغانستان کې پر ماشومانوهم د جنسي تیري پیښې د تېر کال په پرتله زیاتې شوې دي .
د هیواد د بشري حقونو وضعیت د تیر په څیر د اندیښنې وړ دی. د بشري حقونو د ستونزو په ډله کې له عدالت نه پرته وژنې، شکنجه، د بندیخانو خراب وضعیت، له سزا نه د چارواکو معافیت، دمحاکمې نه مخکې د اوږدې مودې لپاره په بند کې ساتل، د مطبوعاتو پر آزادۍ محدودیت لګول، په دېني ازادېو باندې محدودېت لگول، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی او ټولنیز تبعیض، ، د لږکیو سره ناوړه چلند، د ماشومانو سره ناوړه جنسي چلند، د انسانانو قاچاق، د کارګرانو د حقونو تر پښو لاندې کول، په وسله والو شخړو کې د کم عمرو سرتیرو کارول، او د کم عمره ماشومانو په کار ګومارل راځي او داسې نورو ته ګوته نیولی شو.
د بشري حقونو د دفاع ډلو د رپوټونو له مخې په افغانستان کې هر کال د تاوتریخوالي، په سلګونو پیښې رامنځ ته کیږي، چې ورکې ځان وژنه، ځان سوزونه، له کور څخه تیښته، وهل ډبول، جبري ودونه او نور شامل دي.
نن سبا د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې داسې پیښې لیدل کیږي چې قلم ئې په ليکلو شرمېږي .د دې لپاره چې ښځې ته هم انسان په سترگه کتل شوي وي اړينه ده چې دولت د قانون پلي کېدو او د ښځوپه وړاندې ناروا کړنو ته جدي پاملرنه وکړي او ديني عالمان ،ټولنيز سازمانونه اومدني ټولنې د ښځو په وړاندې دظالمانه کړنو اوتوپيريز برخورد پر خلاف پراخ تبليغ وکړي اوزموږ هیوادوال په دې پوه کړي چې ښځه هم انسان ده او له نارينه سره دټولنيز ژوند په ټولوبرخو کې برابر حق لري.