له ښاروالې سره مرسته د ښاریانو دنده
له ښاروالې سره مرسته د ښاریانو دنده
د کابل ښار د افغانستان د مشهورو او لرغونو ښارونو څخه شميرل کيږى، چې د تاريخ په مختلفو دورو کې د مرکزي حيثيت درلودونکی دی.
د لرغون پېژندونکو د اټکل له مخې د افغانستان پایتخت (کابل) ٢٨٨٠ کاله لرغونتوب لري، يعنى د ايټاليې د روم د ښار له جوړيدو څخه يوه پېړۍ دمخه رامنځته شويدى.
دې ټکي ته په کتو سره، د افغانستان حکومت د لړم د مياشتې په ٢٠ نېټه په کابل ښار کې د کابل د پيدايښت ورځ د يوه ورځني علمي او څيړنيز سمينار په ترڅ کې ولمانځله.
ددې سمينار موخه، کابليانو ته د يو ښه حس ورکول وو، ترڅو پوه شي چې کابل په تېرو پېړيو کې څنګه و. کابل د وياړ، پاک او د درناوى ښار و او هغو کسانو چې د لړم د مياشتې د ٢٠ نېټې په مراسمو کې ګډون کړی و، ټولو په يوه خوله وويل: " دا د کابل ښار د برم د بيا ترلاسه کولو وخت دى."
نن ورځ، پلازمينه په چټکۍ سره پراختيا مومي، خو له موجوده خاورو او ګڼ شمېر خوسا شویو کثافاتو سره مبارزه دوام لري او د نورو ښارونو په شان د ښار چاپېريال د ګاډو، جنراتورونو، په بخاريو کې د کثافاتو او لرګيو د سوځولو له امله ککړ دى.
د ښار وياړ د هر ښار لپاره مهم دى، په ځانګړې توګه لکه کابل ښار ته چې د بېلابېلو ننګونو سره مخ دى. ددې لرغوني ښار د برم د بيا ترلاسه کولو لپاره بايد د هغه څارنه وشي، هغه پاک وساتل شي او له کابل ښاروالۍ سره مرسته وشي.
له کوم وخت نه چې په هیواد کې تپل شوې جګړې پيل شوې، د هیواد له بیلابیلو ولایتونو څخه د هیوادوالو د راتګ بهیر ، کابل ښار ته زور وموند او له هر ګوټ څخه خلک یا د ناامنیو او یا هم د کار د نه شتون له کبله کابل ښار ته را کډه شول او په دې ډول د کابل ښار له خپل ګنجایش څخه زیات د استوګنو جوګه شو. طبعا کله چې په یوه محیط کې له اندازې زیاته ګڼه ګوڼه جوړه شي، نو حتمي ده، چې د هغه سیمې په چاپیریال کې هم څه ناڅه ستونزې رامنځ ته کیږي. کابل ښار هم د تاریخ په اوږدو ، په تیره بیا په تیرو وروستیو کلونو کې له ډول ډول چاپیریالي ستونزو سره مخامخ شوی.
زموږ د پيړۍ او اوسني عصر لويه ستونزه محيطي پرابلومونه او ستونزې جوړوي. د چاپيريال ككړتيا اوسني نسل ته لوى ګواښ متوجه كړى دى. پوهانو ته ثابته شوې ده، چې د چاپيريال ساتنې په برخه كې څيړنې نظر نورو ټولو څيړنو ته ستونزمنې، مهمې ، د بيلابيلو برخو لرونكې او ضروري دي. چاپيريال ساتنه او د طبيعي توازن حفظ هم د بشريت او هم د ټولو نورو ژونديو موجوداتو ( ونو ، بوټو، ژويو) لپاره حياتي ارزښت لري. زموږ په ټولنه كې هم دا ستونزه په يوه اساسي او دپام وړ مسلې اوښتې ده. دا څرګند حقیقت دی چې د هر هیواد پایتخت د هغه نمایندګي یا استازیتوب کوي.
کابل چې د هیواد پایتخت یادیږي هغه ښار دی، چې ورته د بیلابیلو هیوادونو څخه بهرني میلمانه راځي. پرته له هغې هم د پایتخت په صفت لازمه ده چې د پاک ساتلو په چارو کې یې د ښاروالۍ تر څنګ ، ښاریان هم خپله ونډه ادا کړي. په ښار کې له حده زیاته ګڼه ګوڼه ، د ځینو ښاریانو لخوا د ښاري فرهنګ نه مراعاتول او نه پاملرنه ټول د دې لامل ګرځیدلي، چې کابل بدل شي په له کثافاتو ډک ښار او سرکونه یې هم د ډیرو نقلیه وسیلو له کبله په ساعتونو ساعتونو د ټرافیک په مخ وتړل شي.
سره له دومره ستونزو له تیرو څو میاشتو را پدیخوا وینو، چې کابل ښاروالې یو لړ هڅې د ښار د سړکونو، کوڅو او لښتیو په جوړولو او د ټولیزو حشرونو په لاره اچولوسره د ښار د بیلابیلو سیمو په پاکولو کې پیل کړې ، چې په رښتیا هم د ښار په بڼه کې د پام وړ بدلون رامنځ ته شوی ، چې دا په ډاګه کیږي چې کار په پوره درز روان دی او دا هڅې د نوي کابل ښاروال په راتګ سره پیل شوې، چې واقعا د ستاینې وړ دي.
دهمدغو هڅو په ویاړ وو، چې د ولسي جرګې لخوا کابل ښاروال او ټیم یې د تلې یا میزان د میاشتې په ۲۷ مه نیټه ولسي جرګې ته وربلل شوي وو، چې د خپلو کارونو راپور ورکړي او بیا د جرګې د استازو لخوا د هغوی د ښو او با ارزښتو کارونو له کبله د ستاینلیک په ورکولو وویاړل شول.
خو دا باید له یاده ونه باسو چې تر څو په خپله کابل ښاریان خپل مسوولیتونه درک نه کړي او په هغه څه چې مکلف شوي ، هغه په پام کې ونه نیسي او له اړوندو چارواکو سره د ښار په پاک ساتلو او بیا رغونه کې مرسته ونه کړي ، که ښاروالې هر څومره هڅه وکړي ، نو دومره به ګټوره نه وي، ځکه هغه متل دی ، چې وايی:( له یوه لاس څخه ټک نه خیژي) نو ځکه خو د خلکو مرسته، د مسوولیتونو احساس او د عمل په ډګر کې کار له مهم او اړینو ټکو څخه دي.