... چا دا حق درکړی؟
... چا دا حق درکړی؟
تیره اوونۍ په نیمروز ولایت کې یوه میړه د خپلې ښځې خوله ، پزه څیرې او د دواړو لاسونو ګوتې یې پرې کړې او په هرات ولایت کې بیا یو جادوګر ملا یوه ښځه په دې پلمه چې پيریان لري او غواړي پیریان یې وسوځوي هغه وسوزوله ، چې دواړه ښځې د هرات په مرکزي روغتون کې بستر دي.
د ښځو په وړاندې دتاوتریخوالي له بیلابیلو ډولونو مو د اوونیزې په ډیری ګڼو کې یادونه کړې او دا مو هم په ګوته کړې چې زموږ په دودیزه ټولنه کې تل ښځو ته د دوهم جنس په سترګه کتل شوي او حتی په ډیری روڼ اندو کورنیو کې هم له دوی سره تاوتریخوالی کیږي او په پریکړو او مشورو کې ونډه نه ورکول کیږي.
زموږ په ټولنه كې د ښځو او نجونو په وړاندې تر زياتې كچې تاوتريخوالى شته او حتى په ځينو لرې پرتو سيمو كې خو بيا دا تاوتريخوالى په دود بدل شوى. كه څه هم له تيرو لسو كلونو راپديخوا چې كوم بنسټونه د ښځو د حقوقو د تامين په لار كې په هڅو لګيا دي، څه ناڅه په دې توانيدلي چې ښځو ته په ټولنه كې د حق په وركولو كې مرسته وكړي او په كورنيو او ټولنه كې د دوى په وړاندې له تاوتريخوالي څخه د كار اخستو مخه ونيسي، خو دې كار يوازې په لويو ښارونو او هغو كورنيو كې د عمل جامه اغوستې، چې يو څه روڼ اندي كسان دي. خو له بده مرغه په كليو او بانډو كې بيا هماغه د پخوا په شان نجونې د پيسو په مقابل كې خرڅيږي، په بدو كې وركول كيږي، په كم عمر او په زوره وديږي، جنسي تيرى پرې كيږي او په پاى كې د كورنۍ د غړو لكه ميړه، خسر، ليور او نورو لخوا وهل، ټكول كيږي او يا خو د ژوند له ناخوالو څخه دومره په تنګيږي، چې په خپله ځان سوزوي او يا په بل ډول ځان وژنې ته پناه وړي.
په تیر هجري شمسي کال کې د ملګرو ملتونو د سازمان د راپور پر بنسټ په سلو كې ۳۵ افغانې ښځې له فزيكي تاوتريخوالي ، په سلو كې ۴۰ له جنسي تاوتريخوالي او ۳۰ تر ۴۰ فيصده نورې له رواني تاوتريخوالي سره مخ شوي ، چې دا مساله د مدني ټولنو ، د ښځو د حقوقو د ملاتړ د ټولنو او د دولتي چارواكو د ژورې انديښنې سبب ګرځيدلې.
خو خبره دا ده چې یو نارینه په کوم حق د یوې ښځې ، چې هغه هم یو انسان ده ، د اسلام مقدس دین، د بشر د حقونو قانون او د هیواد قوانینو هم ورته مساوي حقوق ورکړي ، د هغې د بدن غړي غوڅوي او بیا هغه ته دولت او د دین عالمان جزا نه ورکوي .
دا لومړۍ یا هم کومه نوې پیښه نه ده ، بلکې ویلی شو چې هر کال په لسهاوو دې ته ورته د تاوتریخوالي پیښې د ښځو په وړاندې تر سره کیږي ، خو له بده مرغه نه یوازې مخه یې نه نیول کیږي ، چې بلکې ورځ تر بلې یې په شمیر کې زیاتوالی هم رامنځ ته کیږي.
کله چې یوې ښځې ته په داسې حال کې چې نکاح يې هم کړې، د سنګسار سزا ورکول کیږي ، کله چې یوه نجلۍ د زنا په تور په داسې حال کې چې مقابل لوری یعنې نارینه برات اخلي د مرګ جزا ورکول کیږي ، نو بیا ولې دولت او علما د یوه نارینه د جرم په وړاندې پټه خوله پاتې کیږي،چې یوه ؟وندي انسان ته د هغه د وجود د غړو د پرې کولو له کپله دومره عذاب ورکول کیږي ، چې څیره يې نه پيژندل کیږي او ولې هغه ملا چې په ژوندوني يې یوه انسان ته د دوزخ لمبې ښودلې له سخت غبرګون سره نه مخ کیږي؟
ځواب څرګند دی دا ځکه چې هغه یوه ښځه ده او زموږ په ټولنه کې ښځه یعنې محکوم ، مظلوم او له حقونو او انساني ژوند څخه محروم انسان .
د بشري حقونو د دفاع ډلو د رپوټونو له مخې په افغانستان کې هر کال د تاوتریخوالي، په سلګونو پیښې رامنځ ته کیږي، چې ورکې ځان وژنه، ځان سوزونه، له کور څخه تیښته، وهل ډبول، جبري ودونه او نور شامل دي.
نن سبا د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې داسې پیښې لیدل کیږي چې قلم ئې په ليکلو شرمېږي .د دې لپاره چې ښځې ته هم انسان په سترگه کتل شوي وي اړينه ده چې دولت د قانون پلي کېدو او د ښځوپه وړاندې نارواکړنو ته جدي پاملرنه وکړي او ديني عالمان ،ټولنيز سازمانونه اومدني ټولنې د ښځو په وړاندې دظالمانه کړنو اوتوپيريز برخورد پر خلاف پراخ تبليغ وکړي اوزموږ هیوادوال په دې پوه کړي چې ښځه هم انسان او د خدای بنده ده او له نارينه سره دټولنيز ژوند په ټولوبرخو کې برابر حق لري.