ښځینه سوداګري د ودې په حال کې
ښځینه سوداګري د ودې په حال کې
د سوداګرۍ په بیلابیلو برخو کې افغان سوداګرو ښځو د شپږ ملیونو ډالرو په ارزښت پانګه اچونه کړې.
په هیواد کې له پانګې اچونې څخه د ملاتړ د ادارې (آیسا) چارواکي د ښځو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره له تازه هڅو څخه خبر ورکوي.
دغه اداره وايي چې د شپږ ملیونو ډالرو په ارزښت، د ښځو له خوا پانګه اچول شوې او شرکتونه جوړ شوي، څه باندې پنځه سوه ښځې په هغو کمپنیو کې برخه لري او په رهبري پلاوي کې شاملې دي چې له دغې ادارې سره ثبت دي.
دغو سوداګرو ښځو په خپلو هڅو سره هم د خپلو کورنیو او هم د دې هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لوبولی دی.
په افغانستان کې له پانګې اچونې څخه د ملاتړ ادارې چارواکي وایي، په پام کې لري چې سوداګرو ښځو ته د روزنیزو پروګرامونو د عملي کولو تر څنګ په کابل او ولایتونو کې د سوداګرو ښځو د لاسي صنایعو نندارتونونه هم پرانیزي.
په عین حال کې د ښځو چارو وزارت هم په سوداګریزه برخه کې د دې ډول روزنیزو پروګرامونو د عملي کولو هرکلی کوي او وایي چې سوداګرې ښځې جدي مرستو ته اړتیا لري.
کله چې لس کاله پخوا ښځو په بیلابیلو ټولنیزو چاروکې په کار پيل وکړ، د ښځو د سوداګرۍ چارې یو څه کمزورې او کمرنګه وې، خو د وخت په تیریدو سره دغه چارې پرمختللې او ګړندۍ شوې او په دې برخه کې زیات شمیر نورو ښځو هم لیوالتیا پیدا کړه او دغې چارې ته یې مخه کړه، سوداګرو ښځو په بیلابیلو تولیدي برخو لکه: لاسي صنایع، دغالیو اوبدل، د چرګانو روزل، زراعت، مالداري، ماهي روزل او داسې نورو کې یې پانګه اچونه کړې ، چې د دغو ټولو د ښه سمبالښت په مقصد اوس د سوداګرو ښځو فدراسیون ترعنوان لاندې یوه ټولنه هم فعالیت لري، چې پکې د ځینو مخکښو ښځو په زیار او زحمت افغانې کسبه کارې ښځې راغونډې شوې دي. دغه فدراسیون چې د ټول هېواد په کچه شاوخوا ۳۲ زره غړي لري، په بیلا بیلو لاسي صنایعو کې کار کوي.
سر بیره پر دغو ټولو پرمختګونو یو شمیر ستونزې او ننګونې هم وجود لري، چې د سوداګرو ښځو فدراسیون انتقاد ترې سر ټکوي او وايي، چې مرسته کوونکو ادارو ورسره اساسي مرستې نه دي کړي او د دوی لاسي صنایعو ته یې بازار نه دی پیدا کړی.
د دې تر څنګ د دغه فدراسیون یو شمیر غړې شکایت کوي، چې ښځې په خواریو لاسي صنایع جوړوي، خو ډيره ګټه یې نورو ته رسیږي او دغو تولیداتو ته ښځې بازار نلري.
په تیرو څو کلونو کې د افغان دولت او نړیوالې ټولنې د هلوځلو په ترڅ کې افغانو ښځو ته په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې د ودې زمینه مساعده شوې ده، خو یو شمیر ښځې انتقاد کوي چې اکثره اسانتیاوې په ښارونو کې رامنځ ته شوې او د کلیوالو ښځو په ژوند کې تراوسه پورې کوم ژور بدلون نه دی راغلی. انتقاد کوونکې وايي، چې د دې ستونزې د هواري لپاره دولت او خلکو ته په ګډه کار کولو ته اړتیا ده.
هغه ستونزې، چې سوداګرې ښځې ورسره لاس او ګریوان دي : په بهرنيو نندارتونونو كې د لګښت د بودجې كموالى، د لوازمو نه لرل، لوړ ټكسونه، د دولتي ارګانونو لږه پاملرنه، د پورونو په لاس نه راتګ او داسې نور هغه څه دي چې ښځینه سوداګرو فعاليتونه يې ټكني كړي دي. سوداګرې ښځې له دولتي او غيردولتي بانكونو هم هيله لري، چې دوى ته يوه اندازه پورونه وركړي ترڅو، د لاسي او داسې نورو صنايعو توليدات زيات كړي.
پورتنیو ټولو ننګونو ته په کتو سره ویلی شو چې ښځې کولای شي د ټولنې په ټولو برخو کې په پوره وړتیا ونډه واخلي او د ډیرو ستونزو له ګاللو سره، سره بیا هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي، خو له دوی سره د مرستې په خاطر باید اړوند چارواکي او نور بنسټونه پاملرنه وکړي، ځکه تر اوسه چې کوم نندارتونونه په هیواد او بهرنیو هیوادونو کې په لاره اچول شوي د افغان ښځو لاسي صنایع او تولیدات پکې په نړیواله کچه ډیر ښه ځلیدلي، نو په کار ده چې د ملي او کورنیو تولیداتو په لا پراختیا کې هڅه وشي چې ویاړ یې په ټولو پورې تړلی دی.