روغتیایي خدمتونه دپام وړ نه دي
روغتیایي خدمتونه دپام وړ نه دي
تیره اوونۍ په هیواد کې د نرس یا نرس قابلو ورځ ولمانځل شوه. دا په داسې حال کې ده، چې زموږ د ټولنې له ستونزو څخه یوه هم د صحي کارکوونکو کموالی او حتی په لرې پرتو سیمو کې نه شتون دی.
که څه هم په وروستیو څو کلونو کې د نرس قابلو په روزنه کې ژور او بنیادي پرمختګونه شوي، خو سره له دې هم د مسلکي قابلو د کموالي او هغوی ته د کاري مناسبو شرایطو نشتون له کبله، افغانستان د نړۍ په کچه یو له هغو هیوادونو څخه شیمرل کیږی چې د میندو او ماشومانو د مړینې لوړه کچه لري.
اوس مهال په ټول هېواد كې نږدې ۲۰۰۰ روغتيايي دولتي مركزونه فعاليت لري چې د عامې روغتيا وزارت تر څارنې لاندې كار كوي، د دې تر څنګ۱۷۰ خصوصي روغتونونه هم پرانستي دي، په داسې حال كې چې ۹ كاله د مخه ۴۰۰ روغتونونو په ټول هېواد كې فعاليت درلود او په دې ډول د هېواد په دولتي تشكيل كې ۱۴ زره روغتيايي كاركوونكي شته چې ۶ نيم زره يې ډاكټران ، ۵ نيم زره يې نرسان او ۲۹۰۰ قابلې دي.
دعامې روغتیا د چارواکو په وینا دغه وزارت د نړیوالې ټولنې په مرسته تر دې مهاله توانیدلی، چې دوه زره او اته سوو نه تر دوه زره او نه سوو پورې نرس قابلې وروزي او د خدمت لپاره يې ټول هیواد ته ولیږي. دا مهال ۸۰۰ تنه د قابلو د روزنې په انستیوتونو کې د قابله ګي او نرسنګ په زده کړو بوختې دي، حال دا چې امنیتي ستونزو، صعب العبوره لارو او ترانسپورتي ستونزو د دوی د کار په مخ کې لوی خنډونه را ولاړ کړي دي.
دغه چارواکي وايي ، چې د نرسنګ او قابلو د روزنې د پراختیا په برخه کې له نړیوالو معیارونو سره سم ژور او بنیادي پرمختګونه شوي، چې د مور او ماشوم د مړینې د کچې په کمولو کې خورا زیاتې مثبتې پایلې لري. د دوی پهخبره، چې د ۲۰۰۲ کال په پرتله د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی، په دې معنا چې پخوا به له پنځو کلونو ټیټ عمرلرونکو هرو ۴ ماشومانونه څخه یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکاوه، خو نن د هرو شپږو ماشومانو نه یوماشوم خپل ژوند له لاسه ورکوي او همداشان پخوا به د هرو ۹ میندو نه یوې مور د حمل او ولادت له امله خپل ژوند له لاسه ورکاوه او نن له هرو ۱۱ میندو نه یوه مور خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د د غو چارواکو په وینا د هیواد په ۳۲ ولایتونو کې د قابلګۍ ښوونځي فعال دي. ۹ کاله وړاندې شاوخوا ۴۵۰ قابلې وې، خو دا مهال په روغتیايي برخه کې په دولتي او خصوصي واحدونو کې له ۲۸۰۰ قابلو نه تر ۲۹۰۰ پورې په کار بوختې دي.
د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، دوی د خلکو لپاره د ښو روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو باندې کار کوي، ځکه چې روغتیایي خدمات د هر چا بنسټیز حق دی. له دې خبرې سره سم، روغتون د هغو خلکو لپاره روغتیایي خدمتونه چمتو کوي چې د دې توانايي نلري، چې د خپل ځان درملنه په نورو لرې ځایونو کې وکړي.
په ټولیز ډول ویلی شو، چې د دغو چارواکو له خوشبینۍ سربیره زموږ د ټولنې روغتیايي ستونزو، نفوس او ناوړه اقتصادي وضعیت ته په کتو سره لا هم د روغتیايي خدمتونو په وړادې کولو کې ډیرې ستونزئ پرتې دي، ځکه چې موږ نه باید یوازې لوی ارونه په پام کې ونیسو بلکې هغه سیمو ته هم باید پاملرنه وشي کومې چې ډیرې لرې له ښارونو پرتې دي او هلته یا د امنیتي ستونزو له کبله او یا هم د نورو موانعو له وجهې هیڅ یو صحي کارمند دې ته نه حاضریږي، چې هلته لاړ شي او دنده تر سره کړي. د عامې روغتیا چارواکو ته په کار ده، چې خپل روزل شوي کارکوونکي پرته له تبعیض د هیواد هغو سیمو ته واستوي کومې چې دغو کسانو ته ډیره اړتیا لیدل کیږي ، څو وروسته له دې کومه کور د زیږون په وخت او کوم ماشوم د ډیرې وړې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورنکړي.