پاکې اوبه حیاتي اړتیا
پاکې اوبه حیاتي اړتیا
د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې د رپوټ له مخې دا وخت په كابل كې، له شلو تر ۲۵ سلنې ښاريان د نل اوبه، چې د ۹۰متره په شاوخوا كې ژورو څاګانو څخه يې ترلاسه كوي، لاس رسى لري.
د دغې ادارې د چارواکو په وینا، هغه څاګانې چې ژوروالى يې تر ٢٥ مترو وي، کېداى شي اوبه يې د خرابو اوبو د څاګانو له كبله ککړې شوې وي.
د دې ستونزې لامل دا دى چې په ښار کې د اړينو معيارونو په پام کې نيولو پرته، د خرابو اوبو لپاره څاګانې کېندل شوې دي.
اوبه د ژوندانه حياتي او مهمه ماده ده، چې له بده مرغه زموږ ډېرى هېوادوال د دغه شتمنۍ ( پاكې او صحي ) اوبو څخه بې برخې دي او په ډېرو سيمو، په تېره بيا ولايتونو او لرې پرتو سيمو كې خلك د پاكو او صحي اوبو د نشتوالي له كبله د ويالو، څاګانو او لښتيو له اوبو څخه استفاده كوي.
د پاک چاپیریال درلودل او له پاکې هوا او اوبو څخه ګټه اخستل د ژوند لپاره تر ټولو مهم ګڼل كېږي، خو له بده مرغه چې زموږ
هېوادوال تر ډېره له دې نعمت څخه بې برخې دي.
كه څه هم په دې وروستيو كې د ارقامو له مخې په تېروڅه باندې شپږو کلونو كې، له څلويښت مليونه ډالرو څخه زياتې پيسې د پاكو او صحي اوبو په برابرولو كې لګېدلې دي، خو له دې سره سره بيا هم د پنځوس په سلو كې شاوخوا د كابل ښاريان او اويا په سلو كې ټول افغانان د پاكو اوبو له استفادې څخه محروم دي.
له دې ستونزې څخه چې ډیری کابل ښاریان سرټکوي، عمده علتونه يې په ښار کې له حد او اندازې زیاته ګڼه ګوڼه، د لوړو ودانیو جوړول پرته له معیاري کانالزاسیون سیستم، په دې وروستیو کلونو کې په وخت او موسم برابر د واورې او باران نه اورېدل دي چې دا ښاریان یې د پاکو او صحي اوبو له نه درلودو او یا کمښت سره مخ کړي دي.
له بلې خوا په تېرو کلونو کې د دولت لخوا په ښار كې د مېشتو خلکو لپاره د کانالونه د کېندلو يوه طرحه تر لاس لاندې نیول شوې وه، پداسې حال كې، چې په كليو او بانډو كې خلك له ككړو او غير صحي اوبو څخه كار اخلي، ځكه هلته نه نلونه شته او نه هم ژورې څاګانې، نو دوى اړ دي، چې د ويالو، لښتيو، ډنډونو او هغو څاګانو له اوبو څخه كار واخلي، چې ډير لږ ژور والى لري او له صحي پلوه يې اوبه د څښلو وړ نه دي.
بل لوى كړاو چې د كابل په ښار كې محسوسېږي، تر ځمكې لاندې اوبه دي چې د اټكل له مخې دوه سوه زره متر مكعبه لاندې دي ، چې دغه اندازه يوازې د درې تر درې نيم مليونه خلكو لپاره بسنه كوي، پداسې حال كې چې اټكل کېږي، په راتلونكو ۱۰او يا هم تر ۱۵كلونو پورې به د كابل ښار د اوسېدونكو نفوس له اووه تر اته مليونو پورې ورسېږي.
همدا شان د هېواد په ښارونو او په تېره بيا د كابل په ښار كې هم د ډيرې ګڼې ګوڼې له وجه د ښار ټول اوسېدونكي نه شي كولاى، د نل له اوبو څخه برخمن شي، نو ځكه يې په كورونو كې څاګانې ويستلې، چې د دغو څاګانو اوبه هم پاكې نه دي، لكه څنګه چې وينو په ښار كې يو زيات شمېر جګې ماڼۍ او تعميرونه جوړ شوي، چې د ښار په بېلابېلو سيمو كې يې د بد رفت ژورې څاګانې كېندلې، چې دا كار د دې لامل ګرځي، چې د څښاك د اوبو څاګان هم اغېزمن كړي. له بلې خوا له دې كبله، چې د كانالزاسيون يو منظم سيستم وجود نه لري، نو د داسې څاګانو اوبه غير صحي دي.
په هېواد كې د يوه منظم سيستم نه درلودل د دې لامل ګرځيدلى، چې زموږ هېوادوال له پاكو او صحي اوبو څخه محروم پاتې شي، پداسې حال كې، چې نژدې ۸۱ متر مكعبه اوبه زموږ له هېواده بې ځايه او بهر تويېږي. كه چېرته دولت په سمه توګه او بنسټيز ډول كار وكړي، كولاى شي دغه اوبه مهار كړي او د كانالونو او د اوبو د ذخيرو په جوړولو سره د صحي اوبو له پلوه د خلكو ستونزې اوارې كړي او زموږ خلك له پاكو او صحي اوبو څخه، چې يوه حياتي ماده ده، برخمن شي.