خبر داری به څه ګټه ولري؟
خبر داری به څه ګټه ولري؟
دا دي یو ځل بیا د بهرنیو ځواکونو له یوه بل جنایت سره مخ کیږو. سر بیره پر دې ، چې دغو ځواکونو له دغه ډول کړنو څخه وروسته بښنه څه چې بښنې غوښتې ، خو له بده مرغه یوځل بیا هم د خپلو تیرو تیروتنو په تعقیب، د یوه بل شرموونکي او انساني ضد عمل په تر سره کولو سره زموږ د ځوریدلي ملت په وړاندې شرمیدلي او د خپلو بدو په خاطر له دغه صبور ملت څخه بښنه غواړي. تیره اوونۍ نړیوالو ځواکونو د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ په سلام بازار سیمه کې د خپلو ړندو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ تنه ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان وو په ډیره بې رحمۍ سره ووژل، چې وروسته یې بیا هم بښنه وغوښته، خو وروسته له وژنې بیا بښنه څه درد ، دوا کولی شي او آیا د بښنې په غوښتو به د هغو کورنیو څه درد دوا شي چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي.
دا یو څرګند حقیقت اوټولوته په ډاګه دی، چې څه د پاسه درې نیمې لیسزې دي، چې هیواد او هیوادوال مو د جنګ په اور کې په ډیره بې رحمۍ او وحشیانه ډول سوزیږي. وحشیانه په دې خاطرچې ډیر کم داسې لیدل شوي چې يو حیوان خپل همجنس حیوان وخوري یا یې وداړي،خو له بده مرغه د دې عصر او دوران ځینې انسانان د خپلو همجنسانو وینې په ډیره وحشیانه توګه څښي او د خپلو بادارانو زړونه یخوي.
تل د دې جنګونو قربانیان بې ګناه ملکي کسان، ښځې او ماشومان دي ، چې له دواړو لوریو وژل کیږي. که په ژوره توګه ځیر شو د هیواد په تنظیمي جګړو کې یوازې د کابل په ښار کې د ۶۰ زرو په شاوخواکې ملکي او بې ګناه کابل ښاریان ووژل شول، خو وروسته تر هغه خلکو دا تمه درلوده چې ګواکې نور به نو امن راشي او دا وژنې به ختمې شي ،خو هغه د چا خبره، چې تر څو زموږ دا زړه سوانده ګاونډیان او دا د نورو په خبرو مات واکداران او رهبران وي، هیڅکله به هم آرامي او نیکمرغي زموږ په برخه نه شي. دا ځکه چې هغوی ته په دې جګړه کې یوازې خپلې ګټې مطرح دي. او ځینې خو بیا د همدغه بدمرغه اور په تازه ساتلو کې د خپل ژوند بقا ویني، خو له بده مرغه چې بیا زموږ مظلوم ، درپه در او بیچاره ملت له منځه ځي. دا دي له دوهمې جګړه څخه نژدې ۹ کاله تیریږي، خو لا هم د هغه پای ته د حل لاره نه ده پیدا شوې ،هره میاشت د ملکي او نظامي ځواکونو څخه یو نوملړ خپریږي چې د تلفاتو ښکارندويي کوي، چې ډیری یې ملکي خلک دي.
د هلمند د تیرې اوونۍ د پیښې په خاطر ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د عامو افغانانو په وژلو سره ناټو او امريکايي ځواکونو ته وروستى خبردارى ورکړ.
دغه خبردارى وروسته له هغه ورکړل شو، چې د ناټو امريکايي ځواکونو د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د هوايي بمبار په ترڅ کې ۱۴ تنه ملکي وګړي، چې ۷هلکان ،۵ نجونې او دوه مرمنې وې په ډیره بې رحمانه توګه ووژل.
ولسمشر کرزي په دې خبرداري کې ویلي:(( په وار وار امريکايي او ناټو ځواکونو ته خبردارى ورکړل شوی، چې د دوی خپلسري او بې ځايه عمليات هره ورځ د افغانستان بې ګناه او بې وزلو خلکو د وژلو لامل کېږي او دا ډول عمليات انساني او اخلاقي ارزښتونه تر پښو لاندې کوي ، خو داسې ښکاري چې غوږ ورته نه نېول کېږي.))
له دې مخکې هم دغو ځواکونو په کونړ ولايت کې لسګونه ښځې او ماشومان وژلي و ، د دغو ځواکونو عملياتي قوماندان ، چې له ولسمشر سره له پېښې وروسته کونړ ته تللى و، پر دې پېښې بښنه غوښتې وه او ژمنه يې کړې وه، چې دا ډول پېښې به بيا نه تکراريږي، خو دا دي یو ځل نه بلکې په څو، څو ځله یې د تکرار شاهدان یو د هلمند ولایت د پیښې په شان د لسهاوو نورو داسې زړه بوږنوونکو پیښو شاهدان یو ، چې په لیدو او ، اوریدو یې د هر انسان زړه ځوریږي . دا چې ځومره به دغه ځواکونه د هیواد د ولسمشر وروستي خبرداري ته ارزښت ورکړي، هغه ځه دي چې راتلونکې به یې څرګنده کړي، خو انګیرنې دا دي ، چې دا به هم لکه د بښنې غوښتنې په څیر څو څو وارې تکرار شي، خو بې ګناه افغانان به همداسې وژل کیږي.