ماشومان هم له نشو په امن کې نه دي

زموږ هيواد او ټولنې ته په څه باندې دریو لسيزوكې د بې شميره مادي او معنوي زيانونو په لړ كې ماشومانو ته تر هر چا زيات زيان وراوښتى دى.

زموږ ماشومانو د هيواد د ننه او بهر د مهاجرت او بې كورۍ ډيرې ستونزې وګاللې، د جګړو په بهير كې ډير ماشومان د ميندو او پلرونوله مينې او پاملرنې بې برخې شول،دزده كړې او لوبو له حق څخه جګړييزو حالاتو بې برخې كړل او له دغسې نورو بې شميره ستونزو سره مخامخ او لاس وګريوان شول، چې تر ټولو نورو هغو په مخدره موادو د ماشومانو روږدي کیدل دي.

یو ځل بیا یوه نړیوال پلاوي د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرایمو د ادارې په رهبرۍ د افغان ماشومانو د اعتیاد په هکله  یوه څیړنه تر سره کړې . څیړنه ښيي ، چې افغان ماشومان له وړکتوبه بیا د ښوونځي تر دورې په مخدره موادو روږدي دي .

لکه ، چې په څو څو ځله مو بحثونه کړي ، چې مخدره مواد زموږ د ټولنې یوه اساسي ستونزه ده ، چې د په ظاهر دوست ،خو په باطن دښمنو ګاونډیو ډالۍ او تحفه یې هم بللی شو ، چې له بده مرغه  سربیره پرښځو او نارینه و یې زموږ ماشومان هم تر اغیز لاندې او په دې بې درمانه درد او مرض اخته دي . هسې خو هم زموږ د ګلالیو ماشومانو ژوند له درد ، غم او کړاوونه ډک دی او دغه تنکي ګلان مخکې له دې ، چې وغوړیږي ،مړاوي کیږي ، خو دا درد او غمیزه بیا تر ټولو نورو دردونکې او نه علاجیدونکې ده . د هیواد په ډیری سیمو کې خو ماشومان د مور په نس او یا هم په غیږ کې په دغه وژونکي بوټي روږدي کیږي او هغه هم داسې ،کومې میندې چې په دغو موادو روږدې وي ، نو کله چې یې ماشوم نړۍ ته راځي هغه هم معتاده وي او ځینې بیا داسې اخته کیږي ، چې میندې یې د شاقه کارونو له کبله په دې خاطر ، چې ماشوم ورته مزاحمت ونه کړي او یا هم ډاکټر او روغتون ته د نه لاسرسي له کبله ، هغه ته نشه يی مواد ورکوي ، چې ډیری د دغو میندو خپل ماشومان د تریاکو په وسیله معتاده کوي .

لکه ، چې په څو څو ځله مو ورته اشاره کړې زموږ د ټولنې د ناخوالو له کبله ډیری متضرر کسان هم همدا ماشومان او ښځې دي . مخدره مواد يا توكي هغه ستره او دردوونكې غميزه ده ، چې په دې وروستيو كلونو كې يې زموږ د هیواد د ځوانانو،ښځو او تنکیو ماشومانو لمن نيولې .

دغې ستونزې د هيواد بيلابيلې سيمې تر خپل اغيز لاندې راوستې او په ډيرى ولايتونو كې يې كر او كښت په يوه دود بدل شوى ، چې د نورو زراعتي توكو پر ځاى د ښې ګټې د لاس ته راوړلو په موخه يې بزګران كرلوته زړه ښه كوي .

ماشومان ، چې د ټولنې دسبا ورځې ځوانان او د کار ځواک دی ، که ورسره په دومره بې تفاوتۍ چلند وشي او په ښه روزنه او پالنه کې یې هڅه او زیارونه ایستل شي ، څرګنده ده ، چې د ټولنې راتلونکې به هم له وروسته پاتې والي او کړاوونو سره مخامخ وي . دا ، چې په دومره کم عمر کې زموږ بچیان د دغه زهرناکه ښامار د نیش وژونکي زهر وڅکي ، په راتلونکې کې ورڅخه د ټولنې د یوه ښه او ګټور وګړي تمه کول هسې خوشي خیال دی.

هیڅ یوه مور او هیڅ یو پلار د دې پلوي او په دې خوښ نه دي ، چې اولاد یې له ښې لارې منحرف او په بده لار قدم کیږدي ، خو زموږ د ټولنې شرایط او مجبوریتونه د دې ټولو ستونزو زیږنده دي . که د هیواد په لرو پرتو سیمو کې د خلکو اقتصادي ستونزې نه وي او صحي مرکزونه او آسانتیاوې موجودې وي ،هیڅ کله به هم یوه مور د خپل ماشوم د آرامولو او درملنې په خاطر له دغو وژونکو توکو څخه کار نه اخلي .

زموږ په هيواد كې د څه د پاسه دريو لسيزو جنګ جګړو له كبله د ماشومانو د ښوونې او روزنې، روغتيا اواقتصادي وضعيت ته جدي پاملرنه نه ده شوې. لاهم په زيات شمېركې ماشومان د يوې مړۍ ډوډۍ د ترلاسه كولو لپاره شاقه او درنو كارونو ته اوږه وركوي، خوحكومت چې په مليارډونو ډالره د افغانستان د بيارغونې په نوم ترګوتو كړل د دوى لپاره يې هېڅ هم نه دي كړي.

كه څه هم، چې  په تيرو اتو كلونو كې بيلابيلو ټولنو د ماشومانو د حقوقو نارې سورې پيل كړې، خو هيچا هم افغان بچيانو ته د زړه له كومې هڅه اوكارندى كړى.  لا هم په هيواد كې جګړې روانې دي او هره ورځ په بمباريو، ځانمرګي بريدونواود چاودنو په ترڅ كې زموږ لسګونه تنه ماشومان  وژل كېږي.

په افغانستان كې د ماشومانو پر بد او ناوړه وضعيت د بشر د حقوقو خپلواك كميسيون خپله انديښنه څرګنده كړې او له دولت اونړيوالې ټولنې څخه يې غوښتي، چې په افغانستان كې دې د هغو ماشومانو د وضعيت د ښه والي په خاطر پاملرنه وكړي كوم، چې د سړك او واټونو پر مخ كار كوي.

 د ملګرو ملتونو د ماشومانود وجهي صندوق د معلوماتو پر بنسټ ، په افغانستان كې ۲۶ په سلو كې د پنځو نه تر څوارلسو كلونو ماشومان د خپلې كورنۍ نفقه برابروي.

په پای کې د يوې ټوليزې پايلې په توګه ويلاى شو،چې نن سبا د دغه ناوړه بوټي د كر او قاچاق له كبله زموږ هيواد په نړۍ كې د دغه شرموونكي بوټي د لومړۍ درجې توليدوونكي په حيث پيژندل شوى او هيوادوال مو هم په بهر نړۍ كې د قاچاقبرو په هويت پيژندل كيږي ، افغان دولت ته اړينه ده ، چې د دغه ناوړه پديدې په وړاندې جدي مبارزه وكړي او داسې يوه كړنلاره ورته خپله كړي ، چې له بيخه او بوټيه يې ريښې وچې او له منځه يوسي.