اختر ، بې ځايه ملاماتوونكي دودونه او قيمتي
اختر ، بې ځايه ملاماتوونكي دودونه او قيمتي
اختر په رارسيدو دى او زموږ مسلمان او متدين خلك وروسته له يوې مياشتې روژې او عبادت، د اختر د راتګ هر كلى كوي.
كه څه هم په هيواد كې دا اختر، له شپږو كلونو مخكې اختر څخه ډېر جوت توپير لري، خو له بده مرغه لا هم په هيواد كې پوره او ډاډمن امنيت او ثبات نشته او زموږ زيات شمير هيوادوال په بيلابيلو نومونو او تورونو، كله د بهرنيو ځواكونو په بمبار اوكله هم د دولت د مخالفينو د انتحاري حملو قرباني كيږي، دم ګړى هم د رسنيو د رپوټونو په بنسټ د هيواد په جنوب كې زموږ يو زيات شمېر هيوادوال په اوښكو او وينو كې شپې تېروي او د خپلو عزيزانو په ماتم كې ناست دي. همدا شان د روژې په دې مباركه مياشت كې كابل ښاريان هم بې داغه پاتې نه شول او په وروستيو انتحاري حملو كې زموږ يو زيات شمير بې ګناه هيواد وال ، ښځې او ماشومان شهيدان شول ، چې كورنۍ يې په وير او ماتم كښيناستې . له بلې خوا په بازار كې د خوراكي توكو لوړه بيه هم د دې لامل ګرځيدلې، چې زموږ بې وسه او بې وزلي خلك له راز، راز انديښنو سره لاس او ګريوان وي . د بيو دا بې حده او زياتې لوړيدنې خلك دې ته رسولي ، چې يوازې د يوې مړۍ وچې ډوډۍ په موندلو اكتفا وكړي . په تيره بيا په دې ورځو كې د وچو ميوو دانو بيې خو بيا ان هغه د چا خبره آسمان ته اچتې شوې ، چې يوازې يو محدود شمير كسان كولاى شي ، چې تر لاسه يې كړي او غريب او بيچاره خلك يې بيا يوازې په ليدلو ځان تسلا كوي .
افغاني ټولنه، چې يوه اسلامي، سنتي او دوديزه ټولنه ده پكې د مذهبي او ملي ورځو په رارسيدو سره د هيواد په بيلابيلو سيمو كې ډول، ډول دود او دستورونه شته. د اختر په رارسيدو، كورنۍ له خپل وس او توان سره سم وچې او تازه ميوې اخلي، د كورنيو ټول غړي نوې جامې جوړوي او كه د كورنۍ هلك نامزد وي، نو د كوژدنې كورته يې د اختر جوړه وړي، چې پكې وچه اوتازه ميوه ، د نجلۍ او د هغې د كورنۍ نورو غړو ته جامې شاملې وي، چې په ځينو سيمو كې بيا دغه دود له اندازې زيات مصارف لري او زموږ هيوادوال، چې ډيرى يې له اقتصادي ستونزو او نيمګړتياوو سره مخامخ دي، نشي كولاى د دغو بې ځايه مصرفونو جوګه شي، په تيره بيا په اوسني نرخ او نوا كې، چې بيې ډيرې اوچتې دي او د آزاد بازار په نامه هر څوك، چې هر څه يې زړه غواړي او په هره بيه يې، چې زړه وي د هيواد والو د اړتيا وړ مواد پلوري. دولت هم له دې امله، چې له ازاد بازار نه ملاتړ اعلان كړى پر بازار حتى ډېر لږ كنټرول هم نه لري.
په ټولنه كې بې ځايه او ملا ماتوونكي دود او دستورونه له پخوا نه حاكم دي، ان په ځينو سيمو كې خلك دومره ورته د ډېر ارزښت په سترګه ګوري، چې كه ډير خراب اقتصادي حالت هم ولري، د دغو رواجونو په ځاى كول خپله وجيبه بولي، چې دا كار له يوې خوا كورنيو ته اقتصادي ستونزې رامنځ ته كوي او له بلې خوا هغه زاړه او بې ځايه رسم و رواجونه، چې له ډيرو پخوا وختونو دود وو پر ځاى ساتي.
اوس، چې زموږ ټولنې له پخوا څخه له فرهنګي، علمي، تخنيكي او ټولنيز پلوه ډير بدلون كړى او د تمدن او پرمختګ په لور ګام اوچتوي اړينه ده، چې په دې برخه كې هم پوره پاملرنه وشي او د ټولنې پوه او تعليم يافته وګړي په خپلو ښو او ګټورو نظريود هغو كسانو، چې د دغه ډول بې ځايه او ملا ماتوونكو دودونو ملاتړ او پيروي كوي د پوهاوي هڅه وكړي.