نيمګړى تعليمي نصاب، نسل نيمګړى كوي

 ښوونه اوروزنه، چې د يوې ټولنې د پرمختگ  او ترقۍ اساسې بنسټ شمېرل كېږي، له كلونو كلونو راهيسي يې چارې يې له ننګونو او ستونزو سره مخ دي .

د ښوونې او روزنې منظم بهير كلونه وړاندې پرافغانستان د سره پوځ د يرغل په كلونو كې ګډوډ او په ښوونېزنصاب كې يې لاسوهنې وشوې، چې ان تراوسه هم له ځوړسره مخ دى.

همدا اوس اوس كه چېرې د رسنيو خبري سرويسونوته ځېرشو، داسې ورځ او يا اوونۍ به نه وي، چې يو يا څو ښوونځي دې د اور په لمبو كې ونه سوځي او سلګونه نجونې او هلكان دې د زده كړې له نعمت څخه بې برخې نشي.

په دې وروستيو كې تر ټولو دردونكى واقعيت دا دى، چې له شپږ نيم كلونو، هڅو سره سره، بيا هم خلك او زده كوونكي په ښوونځيو كې د يوه منظم درسي سيستم له نشت څخه سرټكوي او ويل كېږي، چې ډېرى ښوونځي تش په نوم د زده كوونكو پرمخ خلاص دي.

 په دولتي ښوونځيو كې د منظم درسي سيستم د نشت  له كبله، ډيرى كورنۍ ، چې ان لږ اقتصادي امكانات هم لري ، خپل ماشومان خصوصي او شخصي ښوونځيو ته استوي او پر دې باور دي، چې زامن او لوڼې به يې په خصوصي ښوونځيو كې په شامليدو سره وكولاى شي، چې يو څه زده  او په را تلونكي كې خپلو هيلو او اميدونو ته ورسيږي.

كه چېرې په واقعبينانه توګه دغې لړۍ ته ځېر شو، تر يوه حده د دغو كورنيو انديښنه پر ځاى ده، ځكه موږ وينو، چې په رښتيا هم په ښوونځيو كې د بيلا بيلو عواملو له كبله لكه څنگه، چې اړينه ده ليك لوست نشته،  له يوې خوا د ښوونكو د معاشونو كموالى او له بلې خوا د هغوى نه پاملرنه د دې لامل گرځيدلې، چې د تعليمى كال نږدې نهه مياشتنۍ موده، پنځه نيمو مياشتو ته راښكته او د زده كوونكو ښوونيز بهيرټكنۍ كړي.

كه چېرې همدا پنځه نيمې مياشتې محاسبه كړل شي او د ملي رخصتيو او د ښوونكو د نه حاضرېدو ورځې ترې كسرشي، بيا پخپله قضاوت وكړى، چې زده كوونكي بايد په څومره كې موده كې خپل كلنۍ نصاب بشپړكړي؟ حال دا چې په ډېرى ښوونځيو كې زده كوونكي د كتاب ۳۰ پاڼې ته هم نه دي رسيدلي.

د پورتنۍ ستونزې ترڅنګ يوبل سبب هم شته، چې د افغانستان د ښوونيزسيستم تعليمي نصاب يې ګډوډ كړى او هغه د نوي نصاب رامنځته كېدل او د نويو كتابونو چاپ دى، چې ډېربې وخته  او ان د كال په نيمايي كې وويشل شول او زده كوونكي نه شي كولاى، چې د كال ترپايه دا نوي كتابونه بشپړ كړي، ان ويل كېږي، چې په يوشمېر ښوونځيو كې استادانو، چې زاړه كتابونه تر۳۰ مې پاڼې پورې لوستي وو، نوي كتابونه يې له ۳۱ مې پاڼې پيل كړي، چې په دې توګه زده كوونكي نه له زوړ نصاب نه څه زده كولاى شي او نه هم له نوي نصاب نه .

له دې سره سره، چې د افغانستان د ښوونې وزارت چارواكو د ښوونې د بهير د ګړنديتوب او چټكتيا پرموخه ځاى ځاى د ښوونځيو او مكتبونو د ودانېو پرجوړولو لاس پورې كړى، خو لاهم ډېرى زده كوونكي په هغو ښوونځيو كې زده كړې كوي، چې ودانۍ نه لري، نه پكې د تختې او تباشيردرك شته او نه هم يې ښوونكي پروخت حاضرېږي.

امنيتي ستونزې او د كورنيو خراب اقتصادي حالت بيا هغه څه بلل كېږي، چې نږدې شپږنيم مليونه هغه ماشومان يې له ښوونځيو بې برخي كړي دي، چې د ښوونځيو ته د ورتګ په شرايطو برابر دي.

نو كه چېرې افغان حكومت دغې ستونزې ته جدي پاملرنه ونه كړي او د هېواد دماشومانو د روزولو لپاره جدي او كارنده  مټې بډ نه وهي، افغانستان به خپل يوبل نسل هم له لاسه وركړى وى.