دافغان كډوالو ستونزې تر كومه؟

دم ګړۍ د نړۍ په كچه پنځه مليونه افغانان له خپل هيواد نه بهر د مهاجرت سختې ورځې شپې سبا كوي. ايران او پاكستان د افغانستان هغه ګاونډي هيوادونه دي، چې ډېرى شمېر افغان كډوال په كې مېشت دي.

په افغانستان كې د ناورين له پيله تراوسه يو شمېر افغانانو د خپل ژوند د نه خونديتوب، بې كارۍ او د امنيت او اسانتياوو د نه شتون له كبله بهرنيو ملكونو ته مخه كړې او له هغې شېبې تر دم ګړۍ له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي. په تېرو لنډو كلونو كې افغان مهاجر په نړيواله كچه له يو لړ داسې ستونزو سره لاس او ګريوان دي، چې حتى د هغوى ژوند يې له ګواښ سره مخ كړى دى.

همدا سږكال ډېرى افغان مهاجر په ايران، پاكستان، فرانسې، ايتاليې او يونان كې له نوموړو هيوادونو څخه پر اجباري وتلو اړ شوي او يا هم په بېلابېلو پلمو زندانونو ته اچول شوي دي. دوه كاله مخكې د ايران نظامي ځواكونو د يوې تصفيې په لړ كې ګڼ افغانان په وهلو ډبولو او رټنو له خپل هيواده وويستل او څو تنه افغانان يې له لوړ پوړيزو ودانيو څخه  په ډېربې رحمانه ډول لاندې را وغورځول، چې يو شمېر ځاى په ځاى مړه او يو شمېر نور يې په بد ټپي حالت افغانستان ته راغلل. دغه هيواد سره له دې، چې له افغان دولت سره خواخوږي څرګندوي، په تېرو څو كلونو كې يې د قانوني اسنادو د نه درلودلو په تور يو زيات شمېر افغانان راايستلي او پر يو شمېر نورو يې د فشار راوستلو په نيت ښوونځي تړلي او يا يې د ښوونځيو فيسونه  دنورو په پر تله پر هغوى څو چنده لوړ كړي دي. همد ا تېره اوونۍ د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون د خپل هغه رپوټ په ترڅ كې، چې په ۱۳۸۷ لمريز كې يې برابر كړى دى، ويلي دي، چې ډېرى افغان مهاجر پرته له دې، چې خپل معاشونه ترلاسه كړي او يا هلته د كار له صاحبانو سره خپل حسابونه تصفيه كړي په زوره له هغه هيواده ويستل شوي دي. يو شمېر په دې نظر دي، چې دغه كړنه په قصدي ډول ترسره شوې ترڅو د افغانانو د خولو ګټه بيا هم د ايراني صاحب كارانو جېبونو ته ولوېږي.

په پاكستان كې هم افغان مهاجر له ورته ستونزو سره مخ دي. په تېرو دوو كلونو كې په دغه هيواد كې د مخالفينو په وړاندې د دولت له خوا د جګړې له پيل سره ډېرى افغانان په بېلابېلو نومونو نيول شوي او بنديخانو ته اچول شوي دي. همدا تېره اوونۍ په سلګونه افغان مهاجر د قانوني اسنادو د نه درلودلو په پلمه ونيول شول او زندانونو ته واچول شول. خو له پاكستان نه يو شمېر راغلي مهاجر او په هغه هيواد كې مېشتو مهاجرو او يو شمېر خبريالانو له رسنيو سره په مركو كې ويلي ، چې پاكستاني پوځيانو هر هغه افغان، چې ورسره به مخامخ كېدلونيولو او زندان ته يې اچاوه، په داسې حال كې، چې په دغو نيول شويو بنديانو كې يو زيات شمېر داسې افغانان هم موجود وو، چې پاسپورټونه او ويزې يې درلودې. په پاكستان او ايران كې وخت په وخت له افغان مهاجرو سره دغه ډول ناوړه چلنونه كېږي، خو بدبختانه، چې اړوندې دولتي ادارې او په نوموړو هيوادونو كې د افغانستان سفارتي چارواكو په دې اړه كوم مثبت او رغنده ګام نه دى پورته كړى او د افغان چارواكو د همدې بې تفاوتۍ او بې كفايتۍ له كبله په نوموړو هيوادونو كې افغانان د هرې ورځې په تېرېدو سره لا زيات ځورول كېږي. ويل كېږي، چې همدا اوس په ايران او پاكستان كې يو زيات شمېر افغانان پرته له كوم جرم له كلونو كلونو راهيسې د دوسيو له څېړلو پرته  په زندانونو كې پراته دي او د چا په ياد هم نه دي . د افغانانو ګيله دا ده، چې ولې د دوى چارواكي په خپل وخت او زمان په بهرنيو ملكونو كې د بندي افغانانو د راخلاصولو هڅه نه كوي او نه يې په وړاندې د يو عادي مسووليت احساس كوي. 

دا وړ چلنونه په داسې حال كې كېږي، چې د نړيوالو ميثاقونو او قوانينو په رڼا كې هيڅوك هم دا حق نه لري، چې حتى څوك د قانوني اسنادو د نه درلودلو په تور هم وځوروي.