ښځې به تر کله قرباني ورکوي

تاوتریخوالی په ټولنه کې د یوناسمې ښکارندې په توګه ، له کورنۍ څخه ټولنې ته له بشري حقونو څخه د سرغړونې لاره اواره وي.

دا ناوړه پدیده ، زموږ په ټولنه کې تر ټولو نورو هغو په ښځو او ماشومانو ډیره تر سره کیږي او د تاریخ په اوږدو کې ښځې او ماشومان په کورنۍ او ټولنه کې د تاوتریخوالي له بیلابیلو بڼو سره مخامخ کیږي.

له اتو کلونو را پدیخوا د دغې پدیدې په وړاندې په هیواد کې د بیلابیلو بنسټونو او مرکزونو لخوا مبارزه روانه ده او د پخوا په پرتله زموږ د ټولنې وګړي ښځې او نارینه په دې پوه شوي، چې تاوتریخوالی څه دی او څه ناوړه پایلې او دردونکې غمیزې ترینه رامنځ ته کیدای شي.

خو له بده مرغه په ټولنه کې د سواد د کچې ټیټوالی، ناوړه او بې ځایه دود او دستور ، اقتصادي ستونزې، د نارینه سالارۍ د روحیې شتون او د ښځو په وړاندې حساسیتونه ټول هغه څه دي ، چې بیا هم د ښځو په وړاندې په کورنۍ او ټولنه کې تاوتریخوالی را پاروي او اند تر دې چې ډیری وخت بیا ښځې دې ته اړ کیږي چې د الهي سترې پیرزوینې یعنې ژوندانه څخه هم تیرې شي او ځان وژنې ته مخه کړي ، چې البته باید ووایو، چې دا هم یوه معقوله او د حل لاره نه ده.ځکه په ځان وژنې سره نه یوازې خپل ژوند ته د پای ټکی ږدي ،بلکې یوه کورنۍ په تیره بیا خپل ماشومان په بې سر نوشتۍ کې پریږدي.

په ښځو کې ځان وژنې هم سربیره پر تاوتریخوالي نور عوامل هم لري لکه رواني ناروغۍ چې هغه هم بیلابیل عوامل لري لکه:

جګړه ،كورنۍ او ټولنيز تاوتريخوالی ، لوږه ، بد امني او بې وزلي ، چې ښځې تر نورو زياتې ترينه زيانمنې كيږي او همدا وجه ده، چې د رواني ناروغيو پيښې تر نارنيه و زياتې په ښځو كې ليدل كيږي.

يوې نوې څيړنې ښودلې، چې همدا اوس په هيواد كې  دهغو ښځو شميره، چې په سختې رواني ناروغۍ اخته دي په سلو كې ۲۸ فيصده يعنې نږدې دوه ميليونه تنو ته رسيدلې.

په افغانستان كې په كال كې له پنځلس كلنۍ څخه تر څلويښت كلنۍ پورې نږدې ۲۲۰۰ ښځې ځان وژني، چې دغه رقم د۱۳۴۰ هجري لمريز كال په پرتله څو برابره لوړ والی ښيي.

خو راځو دې ټکي ته چې څنګه او په څه ډول، سره له دې چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په خاطر په دې وروستیو کې د قانون پر نافذیدو سربیره، په دې برخه کې زیات شمیر کورنۍ او بهرنۍ موسسې هم د ډیرو پیسو په لګولو سره په کار لګیا دي. خو له بده مرغه بیا هم د هیواد له بیلابیلو سیمو څخه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ډیرې دردونکې او نه زغمونکې پیښې تر غوږو کیږي.

په دې وروستیو کې له هلمند ولایت څخه، هلته چې په څو تیرو کلونو کې یې خلک د ډیرو سختو جنګ جګړو او تاوتریخوالو شاهدان وو، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو خبرونه تر غوږو کیږي. همداشان د هیواد په بل ولایت هرات کې هم د ځان سوزونو پیښې مخ په زیاتیدو دي. دا په خپله د دې څرګندويي کوي، چې نه یوازې دغه شومه پدیده ورکه شوې نه ده بلکې ورځ تر بلې یې پیښې دهیواد په بیلابیلو سیمو کې مخ په زیاتیدو هم دي، چې د رښتیني حل لارې په لټولو کې لا زیاتوهڅو او هاند ته اړتیا لیدل کیږي.

 زموږ په ټولنه کې ښځې د ځینې نورو هیوادونو په شان تر دوو ستمونو لاندې ژوند کوي: یو طبقاتي ستم او بل د نارینه تر ستم لاندې. په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی ډیر اوږد تاریخ لري، خو په تیرو دریو لسیزو کې  افغان میرمنو تر ټولو ډیر کړیدلی ژوند تیر کړی دی.

افغانې ښځې د نړۍ تر ټولو کړیدلې ښځې دي. نه پوهنې ته لاسرسی لري، نه زده کړې ته، نه روغتیا ته او نه هم آن لومړنیو انساني حقوقو ته. هغوی اړې دي، چې د بیوزلۍ له امله خپل ماشومان  وپلوري، ځان ته اور ورته کړي، ځان زندۍ کړي، وټکول شي، ناانساني چلند وزغمي او له کورونو څخه په تیښتې سره د ناڅرګند برخلیک په لوري لاړې شي.

د ښځو په وړاندې د دغو ټولو ستونزو د له منځه وړلو په خاطر جدي او هر اړخیزې مبارزې ته اړتیا ده .

موږ يوازې د ښاري ښځو ژوند ته په كتو سره نشو كولاى، د هغوى د حقونو د تامين يا نه تامين ارزونه وكړو بلكې د هيواد په لرې پرتو سيمو كې زموږ خويندې په ډير بد او ناوړه حالت كې ژوند كوي او اصلا د حق تر نامه لاندې كومه كلمه هم نه پيژني، پاتې لا څه، چې دوى زده كړه وكړي او يا هم له كور څخه بهر ووځي او يا هم د نظر وركولو حق ولري. په هر صورت د ځان سوزونې ناوړه او شومه پديده پر ښځو باندې د نارينه او كورنۍ د نورو غړو له خوا له حده زيات زور زياتى او ظلم څرګندوي ، چې په پايله كې يوه ښځه دې ته حاضريږي، چې خپل ژوند ته چې د نړۍ ټولو موجوداتو ته د خداى وركړه او پيرزوينه ده د پاى ټكى كيږدي.