ښځې د سولې په جرګه كې ګډون غواړي

افغان دولت په پام كې لري، چې د ثور(غويي) په ۱۲ مه نيټه په كابل كې د سولې مشورتي جرګه جوړه كړي.

دا جرګه ، چې د افغانانو يوه خپل منځي جرګه ده او مخكې د سولې له جرګې څخه جوړيږي كيداى شي يو ګټور ګام وي ، ځكه په دې جرګه كې به د ځينو هغو ډلو او ګروپونو نظرونه او وړانديزونه هم وڅيړل شي كوم ، چې په راتلونكې لويه جرګه كې به ونډه ولري.

خو پوښتنه دا رامنځ ته كيږي ، چې په دې مشورتي اوعمومي لويه جرګه كې به د ښځو ونډه تر كومې كچې په پام كې ونيول شي ، ځكه تيرو جرګو او لويو او وړو كنفرانسونو دا په ګوته كړې ، لكه څنګه ، چې ښايي د ښځو ونډې ته لازمه پاملرنه نه ده شوې، چې ښه بيلګه يې د لندن كنفرانس و ، چې د ښځو ګډون پكې ډير كمرنګ و. په داسې حال كې ، چې ښځې د هرې ټولنې نيمه برخه ده او كه چيرې دې نيمې برخې او لوى اكثريت ته پاملرنه ونه شي ، نو څرګنده ده چې د ټولنې په هره برخه كې به په ډاګه نيمګړتياوې تر سترګو شي. په تيره بيا زموږ په هيواد كې ، چې تل ښځو ته د دوهم جنس په سترګه كتل شوي او نه يوازې په ټولنه بلكې په كورنيو كې هم د دوى نظراو مشورې ته پاملرنه نه كيږي ، خو كه يوې ښځې ته په هره برخه كې په تيره بيا د سولې او امنيت په راوستو كې د نظر حق وركړل شي ، شايد له نارينه و څخه هم ښه او مثبت نظر ولري ، ځكه ښځه هغه موجود ده ، چې هيڅكله د جنګ جګړې طرفداره نه ده او نه غواړي ، چې نړۍ د اور د لمبو خوراك شي ، ځكه په جګړه كې چې هر څوك وژل كيږي يا د دې زوى، ورور، پلار او يا ميړه وي ، نو ځكه خو له جنګ څخه نفرت لري . له بلې خوا په نړۍ كې څومره جنګونه ، چې كيږي عاملين يې ټول نارينه دي او دا يوازې ښځې دي ، چې له جګړې څخه كركه لري. د افغانستان د ښځو غوښتنه هم له دولت څخه دا ده ، چې په دې جرګو كې دوى ته پوره ونډه وركړل شي او نظرونو ته يې د قدر په سترګه وكتل شي. له بلې خوا خو زموږ د خويندو انديښنه په دې جرګه كې د دوى د ګډون په هكله دا ده ، چې په دې جرګه كې به هغه كسان هم ګډون لري ، چې د ښځو د حقوقو او په ټولنه او سياست كې د دوى د ګډون مخالف دي ، خو افغان دولت ته په كار ده ، چې د ښځو د زيات ګډون په خاطر په دې جرګه كې پوره هڅه اوهاند وكړي او زموږ هغو خويندو ته پكې برخه وركړي ، چې په رښتينې توګه يې تر اوسه د هيواد د نيكمرغۍ ، پرمختګ او سولې په راوستو كې د پام وړ خدمتونه كړي او اوچت ګامونه يې پورته كړي او دا هم لرې له حقيقت څخه نه ده ، چې په افغانو خويندو كې داسې د اوچت او لوړ فكر خاوندانې او وړ شخصيتونه لرو ، چې كولاى شي حتى تر نارينه و ښه قضاوت وكړي او ګټورې مشورې وركړي.

ټول افغانان د دې جرګې جوړيدو ته د اميد په سترګه ګوري او هيله من دي ، چې د دې جرګې جوړيدل به په هيواد كې د جنګ ،جګړو د پاى ته رسيدو په خاطر يو ګټور ګام وي او همداشان له نړيوالې ټولنې څخه غواړي ، چې په دې جرګه كې خپله ونډه د جګړې د پاى ته رسولو په خاطر په رښتينې توګه ادا كړي ، تر څو وروسته له دې افغانستان د نړيوال تروريزم او نورو هيوادونو د جګړې ډګر ونه اوسي .