راځئ،چې سوله په رښتينې بڼه ولمانځو!!!
راځئ،چې سوله په رښتينې بڼه ولمانځو!!!
که د نړۍ د بشريت تاريخ ته زير شو، نو د انسان له پيدايښت نه تر اوسه پورې سوله دټولنې دمهمې او ارزښت ناکې اړتيا په توګه پيژندلى شو. دا ځکه، چې سوله په نړۍ کې د آزادۍ ، ديموکراسۍ ، صميميت، ورورګلوۍ او د ټولنې د غړو په مينځ کې د يوالي ، مساوات او لنډه دا، چې سوله د جنګ د اختتام په معنی پيژندل شوې ده.
نن سبا خو په دنيا کې ډيرزيار اوکوښښونه روان دي، چې څنګه او څه وشي ، چې د نړۍ خلک سولې ته را وبلل شي او بيله جنګ نه نړيوال وکولاى شي، چې يوله بل سره د بشريت د پايښت په موخه د سولې په فضا کې سره نژدې او انساني ژوند ته د خدمت په مو خه سوله په نړۍ کې دود کړي او دانساني ژوند په ارزښتونو يې پوه کړي دا ځکه ، تجربو نړيوالو ته وښوده چې د جنګ په دوام کې خلک د ژوند ارزښت له لاسه ورکوي او جنګ پرته له بی کورۍ ، معيوبيت ، مړينې او بدمرغۍ بل هيڅ ارمغان نلري.
خو د خواشينۍ ځاى دى، چې زموږ درديدلى ملت له څو لسيزو را پديخوا په خپله خاوره كې د سولې او آرامۍ تږى دى. څه د پاسه درې لسيزې دي ،چې هيواد مو د تپل شوې جګړې په اور كې سوزي او د نړۍ په كچه به بل داسې كوم هيواد نه وي ، چې دومره اوږد مهالې جګړه ئې زغملې وي.
دا ، چې د وږي يا سنبلې د مياشتې ۳۰ نيټه د سولې نړيواله ورځ نومول شوې او په ټوله نړۍ كې لمانځل كيږي په داسې يوه هيواد لكه افغانستان، چې هره ورځ په كې د لسګونو مرګ ژوبلو خبرونه تر غوږو كيږي او د قدرت او څوكيو وږي او تږي په يو نه يو ډول په كې د جنګ د اور نغرى تود ساتي او نه غواړي ، چې دا در په دره ملت د هوساينې نفس وباسي سوله څه مفهوم او معنى لري ؟ هغه ميندو ، خويندو او ښځو ته ، چې په دا دومره اوږده موده يا وخت كې يې د كورنۍ يو ، دوه اويا......غړي له لاسه وركړي او لاهم هره ورځ د يوې نوې غميزې او مرګ ژوبلې انتظار وباسي ، سوله څه مفهوم لري ؟ د سولې تر سيوري لاندې خو خلك آرام او خوښ ژوند تيروي او داسلام په مقدس دين كې هم ټول مخلوقات په تيره بيا مسلمانان سولې ته را بلل شوي او له جنګ، جګړو څخه كركه او نفرت څرګند شوى، خو زموږ په هيواد كې كومه ده دا سوله او آرامي،چې له لسيزو را پديخوايې په تمه يو ؟ تر كله به د پرديو په اشاره او ګټه د لاس آله او وسيله اوسو او خپل هر څه به د نورو د خوښيو په خاطر قرباني كوو؟ تر كله به زموږ د كورنيو ستونزو د حل په خاطر په پرديو هيوادونو كې غونډې جوړيږي او فيصلې به مو پردي كوي ؟ آيا دا هماغه افغانان نه دي، چې د پيړيو په اوږدو كې د دوى له ويرې او برم نه به پردي لړزيدل؟ آيا دا هماغه افغانان نه دي، چې د هيواد او سيمې ستونزې او جګړې به يې په جرګو او غونډو فيصله كولې ؟ نو اوس څه شوي ، چې ځان، ملت او هيواد ته د سولې او آرامۍ په راوستو كې پاتې راغلي او هره ورځ يې يو د بل په مخ توره او ټوپك ايستلي او يواو بل وژني او يا يې هم د پرديو لخوا ښځې او ماشومان بې ګناه وژل كيږي .راځئ ،چې سوله په رښتينې بڼه ولمانځو او په ځاى د دې ، چې ځانونه د جنګ ، جګړو اتلان او توريالان كړو او يوازې د يوې ورځې سولې غوښتونكي شو، خلكو ته دايمي سوله او آرامي راولو او نور پرې نږدو، چې خويندې مو كونډې، رنډې او ماشومان مو د يتيمۍ څپيړې ووهي .