د ژورنالستانو سپكاوى ، كه د بيان د ازادۍ سپكاوى
د ژورنالستانو سپكاوى ، كه د بيان د ازادۍ سپكاوى
د بيان آزادي د افغانستان د خلكو يوه پر ځاى غوښتنه او حق دى . كه څه هم اوسنى دولت دغه آزادي د خپلو لويو لاسته راوړنو يوه بيلګه بولي، خو ځينې نور بيا په دې اند دي ، چې ګواكې د بيان ازادي يوه غربي پديده ده، حال داچې د بيان او مطبوعاتو ازادي زموږ په هېواد كې خورا پخه او لرغونې ماضي لري، چې ډېرو سرښندويانو د هغې د ترسره كيدنې لپاره قربانۍ وركړي دي.
په هر صورت دغه آزادي پدې وروستيو كې له يو لړ ننګونو او ګواښونو سره مخامخ شوې او هغه كسان ، چې په دې ډګر كې په كار لګيا دي په بيلا بيلو پلمو تر ګواښ لاندې راځي .
يوازې په تير او روان كال كې د هيواد په بيلابيلو ولايتونو كې د ژورنالستانو د وهلو ، ټكولو او وژنو څو پيښو ته د بيلګې په توګه نغوته كوو ، چې هم د دولت او هم د دولت د مخالف لوري لاس پكې دخيل ګڼلى شو.
د طالبانو په لاس د اجمل نقشبندي وژل ، په نا څرګند ډول د طلوع ټلويزيون د ژورنالستې شيما رضايي ،د شمشاد ټلويزيون ويندويې څانګې آماج او د جبل السراج راډيو د مسوولې ذكيه ذكي وژنه هغه پيښې دي، چې پردوام يې سږكال په مزارشريف كې د ملي ټلويزيون څوتنو كاركوونكو د څوكلېمو د كارولو په سبب سزا وليده او بيا وروسته د يوشمېر هندي سريالونو پر نندارې د خصوصي ټلويزيونود چارواكو اود اطلاعاتو او فرهنګ ترمنځ ناندرو زور واخيست او ان ترهغه، چې د يوشمېر دوسيې يې څارنوالۍ ته هم وپيژندل شوې.
د پورتنۍ پيښې پردوام د وزير په بيړني حكم له دندې څخه د فيضي ځدران ګوښه كيدل او يا ګواښل هغه څه وو، چې په تړاو يې د هرات والي سيد حسين انوري، په دې خاطر د هغه ولايت د راډيو ټلويزيون سرپرست ښاغلى فرهاد جويا په خپله وواهه او وډباوه، چې ګواكې د هغه له اوامرو او غوښتنو يې سرغړونه كړې ده.
دا په داسې حال كې ده، چې ښاغلى فرهاد په خپله خوله وايي، چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د يوه دستور په ترڅ كې هغه د دغه وزارت د اوامرو په ترسره كولو اړكړى او هغه اړ دى هغه څه، چې انوري يې وايي، هغو ته شا كړي او د وزارت په اوامرو او دستوراتو پسې ولاړ شي.
دغه رازبيا هم د هرات په ولايت كې د فردا راډيو د مديرې په كور دوه ځله بمي بريد وشو، چې په سبب يې دغه ميرمنې لاهم له ويرې خپل كور پريښى او په كابل كې په يوه هوټل كې شپې او ورځې تيروي . همداشان د هرات ولايت د ملي ټلويزيون د يوې بلې ژورنالستې ټپي كيدل ، له هغو پيښو څخه دي ، چې د ژورنالستانو د كار په وړاندې د ګواښونو او ستونزو ژوره څرګندونه كوي .
هغه هم په داسې يوه ولايت كې، چې نه يوازې د افغانستان لپاره يې لرغونتوب جوت دى، بلكې په ټوله نړۍ كې د فرهنګ اوتمدن په ټاتوبي يادېږي .
په هرحال په دې ترڅ كې هغه رسنۍ، چې په رښتنې مانا ځان د بيان د ازادۍ سر ښندونكي او همدارنګه د ژورنالستانو هغه اتحاديې، چې د دغو سرغړونو د جاج اخيستلو دنده لري بايد د دغو سرغړونو په وړاندې ودرېږي او له خپلې قانوني ازادۍ څخه په كلكه دفاع او ملاتړ وكړي .
د بيان د ازادۍ او د مطبوعاتو د ازادۍ لپاره مبارزه كول د هر افغان په تېره د هغو قلم په ګوتو كړيو كاردى، چې ځانونه د دغې ازادۍ سرښندويان بولي.
دغو كړيو ته پكارده،چې د يوې همغږې كړنلارې له مخې د هغو كسانو پرضد ودرېږي، چې د بيان او مطبوعاتو دازادۍ په وړاندې خنډونه جوړوي او كه نه ، نو دا هڅې به هومره ژورې شي، چې بيا به يې هېڅوك هم په وړاندې دمقاومت وړتيا ونه لري .