افغان مهاجر ځورول كيږي
افغان مهاجر ځورول كيږي
د تېر دېرش كلن ناتار يوه غټه غميزه دا وه، چې په مليونونه افغانان له خپلو كورونو او مينو بې ځايه شول او په بهرنيو په تېره ګاونډيو هيوادونو: ايران او پاكستان كې ځاى په ځاى شول. افغانانو په دغو هيوادونو كې كه څه هم د نړيوالو په مرسته يو څه اسانتياوو ته لاسرسى درلوده، خو وخت ناوخته د دغو هيوادونو د نظامي چارواكو له خوا ځورول شوي، وهل شوي او ټكول شوي دي.
دم ګړۍ داسې رپوټونه شته، چې ويل كېږي يو زيات شمېر بې ګناه افغانان په ايران او پاكستان كې پرته له كوم جرم نه په بنديخانو كې شپې تېروي. يو زيات شمېر افغانان، چې اوس هم له سختې ورځې په نوموړو ملكونو كې پاتې دي، له سختو ستونزو سره مخامخ دي او وخت ناوخته په بيلابيلو پلمو نيول كېږي او بنديخانو ته ټېل وهل كېږي، كورونه يې نړول كېږي او په زوره له پاكستان څخه ايستل كېږي، پرته له دې چې مجبوريتونو او په تېرو دوه دريو لسيزو كې په دغو هيوادونو كې د هغوى پانګونو ته پاملرنه وشي، ځكه ډېرى افغانان په نوموړو ملكونو كې د دې دومره اوږدو مهاجرتونو په جريان كې د يادونې وړ پانګونې كړې دي، چې په دې كار سره غټ اقتصادي تاوانونه ورته اړول كېږي.
همدا تېره اوونۍ داسې رپوټونه خپاره شول، چې په كارخانو، رينګ روډ او د افغانو كډوالو كمپونو ته پر تللو لارو، پاكستاني پوليسو پيرې درولې او له خلكو يې پيسې اخيستي دي. دا څرګنده نه ده، چې ولې كله كله د چپاو په ډول پاكستاني پوليس د افغان كډوالو په نيولو لاس پورې كوي. يو تن مهاجر چې تازه له پاكستان څخه راغلى او هلته په كراچۍ كې په سوداګرۍ بوخت و، وايي، يوه ورځ چې پوليسو افغانان نيول زه يې هم سره له دې، چې اسنا د مې درلودل ونيولم. ده وويل، چې ما پوليسو ته وويلې، چې زه خو قانوني اسناد لرم، خو يو پوليس راته كړه، چې وروره! دا منم چې هرڅه دې سم دي، خو زموږ چارواكو له موږ نه خلك غوښتي، چې بايد په شمېر بنديان ورته پيدا كړو.
دغسې وخت ناوخت پاكستاني او ايراني چارواكي يا د فشار او د كوم بل دليل له مخې له خپلې خاورې د افغانانو په زور ايستلو لاس پورې كوي. د تيرو څلورو پنځو كلونو په ترڅ كې په زرګونه افغانان په ډېر بدحالت د ايراني چارواكو له خوا له ايران څخه وويستل شول او حتى تر دې چې يو شمېر افغانان له بلندمنزلونو څخه ښكته راګوزار كړل او په يخ ژمي كې يې له كرښې پورې ايستل. اوس هم داسې رپوټونه شته، چې هره ورځ د زرو، دوو زرو په شاوخوا كې افغانان له ايران څخه ايستل كېږي او د ژوند په ډېر بد حالت كې قرار لري.
كه څه هم د افغانستان، ايران او پاكستان ترمنځه يو لړ تړونونه شته او په دې وروستيو كلونو كې نوي شوي هم دي، چې له مخې يې هغوى نبايد بې وسه افغانان په زوره له خپل هيواد نه وباسي، خو بيا هم ګورو، چې دغه توافقنامې له نظره غورځول كېږي او افغان مهاجر له سختيو سره مخ كېږي.
افغانان د افغانستان د ناورين په كلونو كې د خپلو ګاونډيو هيوادونو له ميلمه پالنې سخت منندوى دي خو اوس دا هيله هم لري، چې اوس هم د ښه ګاونډيتوب د ثبوت وړاندې كولو په خاطر له ميشتو مهاجرو سره داسې چلن وكړي، چې د دغه چلن خاطرې يې كلونه كلونه په ذهنونو كې ژوندي پاتې شي.
د داسې پېښو په رامنځته كېدو سره كومه پوښتنه، چې رامنځته كېږي، هغه دا ده، چې ولې افغان دولت د دې هرڅه په بيا بيا ليدلو او تكرارېدو سره غلى پاتې او كوم داسې غبرګون نه څرګندوي، چې افغان مهاجر په ګاونډيو هيوادونو كې د نظامي چارواكو له خوا نور ونه ځورول شي. كه تر دې وروسته بيا هم افغان دولت او په تېره د افغانستان د كورنيو چارو وزارت كوم رغنده ګام اوچت نه كړي دا به په اثبات ورسېږي، چې حكومت پخپلو بهرنيو پاليسيو كې كمزورى دى او دا تمه ترې نه شي كېداى، چې په بهر كې د خپلو هيوادوالو د ژوند د خوندي كېدو هڅه وكړي.