كابل، د سوالګرو ښار   

په دې وروستيو كې د كابل ښار په بيلابيلو برخو، كوڅو، واټونو او سركونو كې يو زيات شمير په سوال كولو لګيا دي او له دې لارې خپل ژوند تامينوي.

ډيرى دغه كسان هغه ښځې او ماشومان دي، چې د څو لسيزو كورنيو جنګ جګړو له كبله يې د كورنۍ ټوله شتمني، وروڼه، پلرونه او ميړونه له لاسه وركړي او له مجبورې ورځې كوڅو او واټونو ته د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا كولو په خاطر راوتلي دي.

يو شمير ښځو خپل ماشومان لوڅ لغړ د ژمي په دې سړه هوا كې خپلې مخې ته اچولي، خو ځينې ماشومان بيا په خپله ګدايي كوي او له سهاره تر ماښامه په كوڅو او واټونو كې كله يوه او كله هم بل ته د سوال ماشومانه لاس اوږدوي. د كابل ښار په هره كوڅه، واټ او سرك كې دغه سوالګر ناست دي، په تيره بيا د نوي ښار او وزير محمد اكبر خان په واټونو كې، چيرته چې په هيواد كې د بهرنيو هيوادونو وګړي ډير تګ راتګ لري، اوږده قطارونه يې جوړ كړي، چې دا په خپله زموږ د هيواد ملي هويت او پيژندنې ته په نوره نړۍ كې ډير زيان رسوي او هغوى ته دا په ګوته كوي، چې ګواكې افغانستان د سوالګرو هيواد دى. په ډيره خواشينۍ بايد ووايو، چې زموږ واكمنان او چارواكي، هغه كسان چې د هيواد هر څه په دوى پورې تړلي دي، په تورو شيشو لرونكو كروزينونو كې سپاره، په ډير شان او دبدبه د هغوى تر مخ تيريږي، چې يا خو دوى اصلا ړانده دي او څه نه ويني او يا هم تورې شيشې دوى نه پريږدي، چې د خپل ملت په حال ځانونه خبر كړي.

دلته، چې هر چا يو ځل د قدرت واګى تر لاسه كړى، يوازې يې د خپلو جيبونو ډكولو په هكله فكر كړى او بس، يا يې خپل ځان ته ماڼۍ جوړې كړې او يا يې په بهر ملكونو كې بانكي حسابونه پرانستي دي، چې د دغو ښاغلو د همدغو جفاګانو له امله بې وزله او خوار ملت نور هم خوار او دربدره شوى دى. په تيرو شپږو كلونو كې سربيره پر دې ، چې په مليونونو ډالرو مرستې د بهرنيانو له خوا هيواد ته راغلې او بيلابيلې بهرنۍ مرسته كوونكې موسسې هم په فعاليت بوختې دي، خو نه د كار او ټولنيزو چارو وزارت او نه هم نور اړوند ارګانونه نه يوازې په دې بريالي شوي نه دي ، چې دغو بيكارو او دربدرو خلكو ته كار وركړي، بلكې په دولتي ادارو او وزارت خانو كې د ريفورم په راوستلو ورځ تر بلې دغه شميره نوره هم پسې زياته شوې او د لا زياتوالي اندېښنه يې هم شته.

په ولايتونو كې د جګړو او په ښارونو كې د ځانمرګو بريدونو له كبله يو زيات شمير ماشومان يتيمان او ښځې كونډې شوې او له مجبورې ورځې له يو ځاى نه بل ځاى ته مهاجر شوي دي او ټول ژمى يې تر خيمو لاندې په سړه هوا او بد حالت كې تير كړى دى ، چې د رپوټونو له مخې يو زيات شمير دغو كسانو خپل ژوند هم له لاسه وركړى او د يو شمير نورو بيا د لاسونو او پښو ګوتې پرې شوې دي. دا هرڅه له دې امله راپېښ دي، چې زموږ چارواكي د خپلو دندو په ترسره كولو كې صادق نه دي، كه چيرته زموږ چارواكي په صادقانه ډول خپلې دندې پر مخ بوځي هيڅكله هم دا ستونزې او دا حالت نه رامنځته كېږي. خلك د خپلو مشرانو په صداقت ځكه شك كوي، چې په مليونونه ډالره دې هيواد ته راغلل ، خو په سر سترګو ګوري، چې هيڅ درد پرې دوا شوى نه دى. كه چارواكي په دې خبر نه دي، چې ښآر يې له سوالګرو ډك دى، يو ځل دې د خپلې دندې په رڼا كې يوه ورځ هغه هم د قسم لپاره ښار ته ووځي او ودې ګوري، چې ولس يې په څه حال كې دى، وروسته تر هغه دې بيا تصميم ونيسي، چې لوړ بيه د تورو شيشو كروزينونو كې وګرځي او كه نه!؟