په اردو كې د ښځو ونډه
په اردو كې د ښځو ونډه
د دفاع وزارت د چارواكو په وينا ، چې دمګړۍ د ملي اردو په ليكو كې د سرتيرو شميره كابو سل زره تنو ته رسيږي ، چې دا شميره به د روان كال تر پايه ۱۶۰ زره تنو ته ورسيږي. يوازې په وروستيو دريو مياشتو كې د پوځ ليكو ته تر څلرويشت زره زيات كسان ورغلي ، چې د پام وړ ټكى خو دا دى ، چې په دې شميره كې يو زيات شميريې ښځې او نجونې دي ، چې غواړي په اردو كې د سر تيرو په توګه دنده تر سره كړي . دا په داسې حال كې ده ، چې څه موده وړاندې د كورنيو چارو مسوولينو ويلي وو ، چې په نژدې راتلونكې كې به په ملي پوليسو كې د ښځو شمير ۵۰۰۰ تنو ته اوچت شي ، چې د دواړو امنيتي ارګانونو دا ګام ،چې اوچت كړى يې دى د هيواد سياسي او امنيتي حالاتو ته په كتو سره ګټور او پر ځاى اقدام دى .
دا ټولو ته جوته ده ، چې ملي پوليس او ملي اردو دوه هغه مهم او د پام وړ ارګانونه دي ، چې په مستقيم ډول د هيواد په امنيت كې ونډه لري ، نو كله چې په دې دواړو ارګانونو كې د نارينه و تر څنګ ښځې هم برخه اخلي او د هيواد د امنيت په تامين كې مرسته كوي ، په رښتينې چې مثبت اغيز به ولري ، ځكه ښځې هم د ټولنې نيمه برخه ده ، چې ټولنه ورته په هره برخه كې اړتيا لري .
له بلې خوا د تاريخ په اوږدو كې ښځو په يو ډول نه يو ډول يې له هيواد څخه د دفاع په لار كې خپله ونډه ادا كړې او له نارينه وو سره اوږه په اوږه د جګړې په ډګر كې را څرګندې شوې دي. له بلې خوا د هيواد اوسنيو سياسي او امنيتي شرايطو ته په كتو سره ، په امنيتي برخو( اردو او پوليسو) كې د ښځو ګډون زموږ د ټولنې اړتيا ده . كله چې نظر په اړتيا امنيتي كسان دې ته اړ شي ، چې كورونه تلاشي يا وپلټي ،نو اړينه بريښي چې د كورنيو ښځينه او د هغوى جامې د ښځينه وو له خوا وپلټل شي ، ځكه كه دا كار ، د نارينه و له خوا وشي ، د ټولنې د ځينو غړو له حساسيت سره مخامخ كيږي ، نو له همدې كبله د ښځينه پوليسو او اردو ځواكونو روزنه ضروري ګڼل كيږي. همدا اوس هم زموږ يو زيات شمير خويندې په دې برخو كې په دندو بوختې دي او حتى د جګړې په ډګر كې له خپلو وروڼو سره يو ځاى د زخميانو په درملنه كې مرسته كوي. د ملي اردو او پوليسو د ښې ښوونې او روزنې په خاطر نړيوالې ټولنې او بهرنيو هيوادونو سر بيره پر مالي مرستو د دغو ځواكونو د روزنې لپاره مسلكي او مجرب كسان هم را استولي ، چې روزنه وركړي . دا هم د يادونې وړ ده ، چې په تيرو اتو كلونو كې د ملي اردو په ښوونه او روزنه شاوخوا ۱۷ نيم مليارده ډالر لګيدلي ، چې ۱۷ مليارده يې د امريكا او پاتې نور يې د نړيوالې ټولنې لخوا وركړل شوي . دا په داسې حال كې ده ، چې امريكا د اردو د ښوونې او روزنې لپاره د نورو ۱۶ مليارده ډالرو مرستې ژمنه هم كړې ، خو په دې برخه كې به دا هم بسنده نه وي ، ځكه يو ځل بيا د ملي اردو په پښو درول او هغه حالت ته يې راوستل لكه څنګه ، چې ۳۰ ، ۳۵ كاله پخوا و ، ډير لګښت ته اړتيا لري .
په هر صورت تر دا ټولو ، چې تير شو ، يو ځل بيا دا ټكى د پاملرنې وړ دى ، چې سر بيره پر دومره ستونزو او بنديزونو، چې زموږ په ټولنه كې د ښځو په وړاندې موجود دي ، بيا هم زموږ خويندې د اردو او پوليسو په ليكو كې د دندې تر سره كولو ته حاضريږي ، چې دا په خپله يو ښه زيرى دى ، ځكه په يوه ټولنه كې ، چې ښځې او نارينه په هره برخه كې اوږه په اوږه كار وكړي ، ډير زر د ټولنې د پرمختګ او بدلون نښې نښانې تر سترګو كيږي ، په تيره بيا زموږ په هيواد كې ، چې تر هر څه لومړىس سولې او امنيت ته اړتيا لرو .