لیکنه: شپږ مليونه ماشومان
شپږمليونه ماشومان
له بيلابيلو ګواښونو سره مخامخ دي
ماشومان، چې د سبا ورځې ځوانان او جوړوونكي دي، ډيرې پاملرنې او ښې ښوونې او روزنې ته اړتيا لري.
له بده مرغه زموږ په هيواد كې دغو تنكيو ګلانو او نيالګيو ته لكه څنګه، چې ښايي پرته له هغو كورنيو څخه، چې د ژوندانه ټولې آسانتياوې ورته برابرې دي ، پاملرنه نه كيږي. دغه ماشومان د زيږون له ورځې بيا تر ځوانۍ پورې له ډول، ډول نا خوالو سره لاس او ګريوان وي. په هيواد كې د تنظيمونو د خپلمنځي جګړې له كبله، خلك له بيلا بيلو اقتصادي او ټولنيزو ستونزو سره غاړه غړۍ دي. كله ، چې يو ماشوم زيږي لومړۍ خو هغه د مور له بطن څخه د نه خوړو او يا نورو عواملو له كبله ډير ضعيف او نا توانه حتى معيوب نړۍ ته راځي ، وروسته له څه مودې د كورنۍ د اقتصادي ستونزو له كبله له خوار ځواكۍ سره لاس او ګريوان كيږي او كله ، چې بيا لږ رالوى شي د خپلې كورنۍ د اقتصادي ستونزو له وجهې او د دې لپاره، چې يوه مړۍ ډوډۍ هم ځان او هم خپلې كورنۍ ته لاسته راوړي شاقه كارونو ته مخه كوي. په داسې حال كې ، چې د بشر د حقونو په قانون كې ماشومان د شاقه كارونو له كولو څخه منع كړى شوي دي.
په هيواد كې د شپږ مليونو په شاوخوا كې ماشومان له بيلا بيلو خطرونو لكه شاقه كارونه، جنسي تيرى، په مخدره توكو روږدتيا، اجباري او مخكې له وخت څخه ودونو سره مخامخ دي.
دغه شميره پنځوس په سلو كې هغه نجونې او هلكان دي، چې تر نولسو كلونو ښكته عمر لري، چې په اوس وخت كې له دوولس مليونه ماشومانو څخه يوازې شپږ مليونه يې ښوونځيو ته جذب شوي او پاتې نور يې له پورته يادو شوو خطرونو سره مخامخ دي.
د هيواد په ځينو ولايتونو په تيره بيا په كابل ښار كې د ګوتو په شمير د ماشومانو لپاره د آشيانې په نامه مركزونه او يو دوه مرستونونه شته، چې په هغو كې هغه ماشومان، چې د جنګ جګړو له كبله يې خپل پلرونه او ميندې له لاسه وركړي او يا هم د اقتصادي ستونزو له وجهې كار كولو ته اړ دي راټول شوي.
څه موده مخكې، د بلخ په ولايت كې هم د كار او ټولنيزو چارو وزارت د چارواكو له خوا د (ماشومانو لپاره د امن كور ) تر نامه لاندې يو محافظتي مركز، چې مخكې پرانستل شوى و، وكتل شو او د نوموړي وزارت د يوه مرستيال په وينا په نورو ولايتونو كې به هم دا ډول مركزونه پرانستل شي.
خو دا، چې د دغه ډول مركزونو جوړيدل به تر كومه بريده بريالي او ګټور وي بيله خبره ده، ځكه تر هغه چې زموږ په هيواد كې شته ستونزې لكه جنګ، اقتصادي ستونزې، بيكاري، بې كوري، قيمتي او داسې نور له منځه لاړ نه شي، په ټوليز ډول به د دغه ډول مركزونو جوړول، چې كه څه هم څه نا څه ګټور دي، د خوارو، بې وزلو او در په دره ماشومانو ژوند ښه نه كړي.
دولت ته ښايي، چې په دې هكله جدي او بنسټيز ګامونه پورته كړي او هغه تنكي ګلان او د راتلونكي شتمني، چې د ژوندانه ناخوالو مړاوې كړي دي، سره راټول او دا زمينه ورته برابره كړي، چې دوى هم لكه د نورې نړۍ د ماشومانو په څېر، زده كړه وكړي او سالمه او ښه روزنه تر لاسه كړي.