ليكنه: بې پروايي او خپل سري
لیكونكې: امنه مايار
بې پروايي او خپلسري، ستونزې راولاړوي
په دې وروستيو كې كابل ښاريان د ډيرو زړه بوږنوونكو ترافيكي پيښو شاهدان دي.
كابل ښار، چې يو له ګڼې ګوڼې ډك ښار دى، د هيواد له بيلا بيلو ولايتونو څخه خلك يا د كار موندلو او يا هم د نسبي ښه امنيت له كبله په كې راټول شوي دي، نو څرګنده ده، چې په يوه داسې ګڼ ميشته ښار كې به ډيرې ترافيكي ستونزې لكه : په سړكونو كې د موټرو او نورو نقليه وسايطو او په پلو لارو كې د خلكو ګڼه ګوڼه وي.
له بده مرغه پر دومره ګڼې ګوڼې سربيره زموږ يو شمير هيوادوال په تيره بيا ځينې بې مسووليته ځوانان، چې كله د موټر اشترنګ په لاس كې واخلي، بيا نو په دې فكر كې نه وي، چې چيرته روان دي او څه كوي؟
په خورا سرعت او بې پروايۍ موټر چلوي، ته به وايې، چې د موټر چلولو په كومه مسابقه كې يې ګډون كړى، چې د دوى دغه ګړندى تګ بيا د ډيرو دردونكو ترافيكي پيښو د رامنځته كيدو لامل ګرځي. تېره اوونۍ د كابل ښار په كارته سخي سيمه كې يو كرولا ډوله موټر، چې درې څلور تنه نشه ځوانان پكې ناست وو، د ډير ګړندي تګ او نشې له وجهې د دوو بې ګناه او معصومو ماشومانو د مړينې او ټپي كيدو لامل شول. دا پيښه پداسې حال كې رامنځته شوه، چې ماشومان په پلې لار روان وو او د حيرانتيا خبره خو دا ده، چې په سړك د پوليسو په موجوديت كې د پيښې عاملين په تيښته بريالي كيږي.
ډېر ځله دا ډول پيښې په ځينو خاصو ورځو لكه د جمعې ، رخصتيو او ميلو كې رامنځته كيږي، چې زموږ ځينې ځوانان او هغه هيوادوال، چې د نيك عمل او ښو اخلاقو د درلودلو له نعمت څخه محروم او په ډول ډول نشه يي موادو روږدي دي، د دغه ډول پيښو د رامنځته كيدو لامل ګرځي.
په ښار كې د يو ښه او منظم ټرافيكي بهير او ميكانيزم نشتوالى، د ډاډه امنيت نشتوالى، د ځوانانو ښې ښوونې او روزنې ته د كورنيو نه پاملرنه، د كورنيو اقتصادي ستونزې او داسې نور د دغه ډول پيښو زيږنده دي.
ځينې وخت بيا دغه ځوانان په داسې حالتونو كې، چې نشه يې هم كړې وي په يوه وړه خبره يا خو تر خپل منځه او يا هم له نورو سره په جګړه كيوزي او په چاقو يا نورو وژونكو وسايلو باندې د مقابل لوري د ټپي كيدو او آن وژنې لامل ګرځي.
د داسې پيښو د رامنځته كيدو عاملين، ډير لږ د امنيتي ارګانونو تر پوښتنو ګرويږنو لاندې راځي، ځكه يا خو په تيښته بريالي كيږي او يا خو زورمندان او قدرتمندان ورته واسطه كيږي، ځكه ډيرى داسې كسان د قدرت د خاوندانو زامن، وروڼه او خپلوان وي، چې هر څه لري، ښې ماڼۍ ، د تورو شيشو درلودونكي كروزين موټر، وسله ، زور او قدرت، چې هيڅ يو امنيتي ارګان هم د دوى مخنيوئ نشي كولاى.
ځوانانو ته ښايي، چې د هيواد اوسنيو اقتصادي، سياسي، ټولنيزو او امنيتي حالاتو ته په كتو سره يوازې د هيواد او ټولنې ملي منافعو ته پاملرنه وكړي او ځان ته سالم مصروفيتونه پيدا كړي، تر څو وكولاى شي ځان، كورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.