ليكنه: د باميانو په ولايت كې ښوونيزې ستونزې
ليكونكې: امنه جان مايار
د باميانو په ولايت كې ښوونيزې ستونزې
د باميانو په ولايت كې به د مواصلاتي لارو د بنديدو له كبله د اتو زرو په شاو خوا كې زده كوونكي له زده كړو محروم پاتې شي.
په دې وروستيو كې د باميانو ولايت په ورث ولسوالۍ كې د سلطان رباط، دهن ورث، وار زاغ، پيتاب جوى او څو نورو منځنيو ښوونځيو لارې د هغو ورښتونو او سيلابونو له امله، چې پدغو سيمو كې راغلي او پلونه، پلچكونه يې ويجاړ كړي، بندې شوې.
سږ كال د نورو كلونو په پرتله د ورښتونو له كبله رامنځ ته شوې ورانې ويجاړې ډيرې دي او داسې ويل كيږي، چې تر دوو، دريو راتلونكو مياشتو پورې به هم دغه لارې جوړې نشي. پداسې حال كې، چې پدې ولايت كې د ښوونځيو لوست د غويي په پنځلسمه نيټه پيل كيږي، نو كه دولت او مرستندويه ټولنې د دې ستونزې په اوارۍ كې له خلكو سره مرسته ونكړي په رښتينې به په باميانو كې ډير زده كوونكي د ښوونځي له تګ څخه پاتې شي .
له بلې خوا د باميانو ولايت، چې يو مركزي ولايت دى خلك يې ډيرى وخت د مواصلاتي لارو د بنديدو او ډيرو ورښتونو له كبله له خورا ستونزو سره لاس او ګريوان دي .
په دغه ولايت كې له يوې خوا نا مناسبه اراضي او له بلې خوا د دغه سيمې سوړ ژمى د دغو ستونزو زيږنده دي. له بلې خوا د وخت د دولتونو نه پاملرنه هم د دې لامل كرځيدلې ، چې په دغه ولايت كې كوم د پام وړ پرمختګ منځ ته نه دى راغلى او بې وزلي خلك يې لكه د ډيرو پخوا زمانو په څير لاهم په غرونو او د غرونو په غارونو كې استوګنه لري . په دغو سيمو كې خلك د ژوندانه له هر ډول آسانتياوو لكه پاكې اوبه، بريښنا، روغتون، پاركونه او داسې نورو څخه يا خو بې برخې دي او كه شته هم د ګوتو په شمير دي.
د ژمي په موسم كې بيا د واورو د ډير ورښت له كبله لارې بنديږي او په مياشتو، مياشتو خلكو ته خوراكي او اړين مواد نه رسيږي .
په دغه ولايت كې د ټولو نورو ستونزو تر څنګ ، سږ كال د سيلابونو د راوتلو له امله ، په ډيرى سيمو كې پلونه اوپلچكونه له منځه تللي ، لارې يې بندې كړې او ښوونيز بهيريې له ځنډ سره مخ كړى ، چې خلك يې په اندښنه كې اچولي . هسې هم پدغه ولايت كې ښوونيز سيستم له ډيرو ستونزو لكه د درسي خونو ، ميز او څوكۍ ، مسلكي ښوونكو نه شتون او نورو سره مخ دى ، خو بيا هم په نسبي توګه زده كوونكي او خلك ورته هيله من وو ، خو دې وروستيو ټوكيدلو ستونزو د دغو سيمو استوګن څه نا څه انديښمن كړي .
په ټوليزه توګه په هيواد كې ښوونيز سيستم له خورا ستونزو سره مخامخ دى ، چې له بده مرغه د لنډ مهالي او انتقالي دولت له رامنځ ته كيدو راپديخوا هم په دغه سيستم كې د پام وړ او ټينګ ګامونه ندي پورته شوي . بايد ووايو ، چې څه نا څه كار شوى ، خو بيا هم حتى په پلازمينه كې زده كوونكي تر شنه آسمان او ياهم خيمو لاندې ، په تش ډاګ پرته له ميز او څوكۍ څخه زده كړه كوي . په ځينو نورو ولايتونو كې بيا زده كوونكي په تيره بيا نجونې د امنيتي ستونزو له كبله نشي كولاى ښوونځي ته لاړې شي ، چې دا ټولې هغه دپام وړ ستونزې دي ،چې په هيواد كې يې د ښوونې بهير ټكنى كړى ،چې اړونده چارواكي بايد ورته جدي پاملرنه و كړي، ځكه ښوونه او روزنه د هرې ټولنې د پرمختګ او نيكمرغۍ بنسټ جوړوي.