لیکنه: کم درسي ساعتونه؛ بې ګټې دي
كم درسي ساعتونه؛ بې ګټې دي
په دې وروستيو كې د هيواد، د ښوونيزو ستونزو په لړ كې، يوه هم په ځينو ښوونځيو كې د درسي خونو د نه شتون او د زده كوونكو د ډيرې شميرې له كبله په دريو او آن څلورو ټايمونو يا وختونو كې د زده كړې بهير دى، چې په ګڼو ښوونځيو كې دې ستونزې د زده كړې منظم بهير له خنډ سره مخامخ كړى دى.
كه د سهار له شپږو بجو نه د ماښام تر پنځو بجو پورې په څلورو ټايمونو يا وختونو كې د لوست بهير وويشو، نو هر يوه درسي وخت يا ساعت ته به درې ساعتونه يا ۱۸۰دقيقې ورسيږي، پداسې حال كې چې يو زده كوونكى بايد په ورځ كې شپږ درسي ساعته، چې هر ساعت څه نا څه ۴۵ دقيقې وي، لوست وكړي، خو له بده مرغه، چې په هيواد كې د پورتنيو يادو ستونزو له كبله، دغه بهير ټكنى شوى او د زده كوونكو په ښوونيز سيستم كې بې نظمي رامنځته شوې او درسي ساعتونه ډير لنډ دي، چې پدې ډول نه يوازې ښوونكي نه شي كولاى، چې درسي پلان يا مهال ويش په بشپړ ډول تطبيق كړي، بلكې زده كوونكي هم له هغه څخه ګټه نه شي پورته كولاى. په دې توګه په څرګند ډول وينو كله، چې تعليمي كال ختمېږي، نو زده كوونكو لا نيمايي كتابونه نه وي لوستي.
يوې انځورېزې رسنۍ همدا تېره اوونۍ يو تصوير خپور كړ او په هغه كې يې د يوه ښوونځي يو زده كوونكى وښود،چې د يوې پوښتنې په ځواب كې يې وويل: زه په لسو بجو ښوونځي ته ځم او په يوولس ، يوولسنيمو بجو بېرته راوځم. كه څه هم د دغه زده كوونكي دا خبره تر ډېره بريده سمه او په ځاى نه بريښي خو د دې خبرې پخلى كوي، چې درسي ساعتونه ډېر لنډ شوي او زده كوونكي كومه اساسي ګټه ترې نه شي پورته كولى.
پداسې حال كې، چې د طالبانو د دولت له سقوط نه وروسته او د نوي دولت په منځته راتګ سره، د نړيوالو او ګاونډيو هيوادونو پاملرنه زموږ هيواد ته را واوښته او پدې ډول د هيواد د پرمختګ او بيارغونې په خاطر ډيرې مرستې تر لاسه شوې، چې بيا هم په خواشينۍ سره بايد وويل شي، چې له دغو مرستو څخه په هيڅ يوه برخه كې په سمه او اساسي توګه ګټه نه ده پورته شوې.
په ټوليزه توګه زموږ په هيواد او په تيره بيا په كابل ښار كې لا هم د ښار د واټونو، سړكونو، بريښنا، اوبو او د ژوندانه د نورو آسانتياوو، نه شتون او خراب حالت د اندېښنې وړ دى. په كابل ښار، شاوخوا سيمو او لرې پرتو ولايتونو كې زده كوونكي تر خيمو، ونو او حتى تر سور لمر لاندې پرته له ميز او څوكۍ څخه په زده كړو بوخت دي.
د كتابونو، لابراتوارونو، مسلكي ښوونكو او نورو درسي موادو كمښت بله اساسي ستونزه ده، چې د زده كوونكو د زده كړې پروسه له خنډ سره مخامخ كوي او لكه څنګه، چې ښايي زده كوونكي زده كړه نه شي كولاى.
يوه بله د پام وړ او بنسټيزه ستونزه په هيواد كې د ښوونكو اقتصادي كمزورتيا او اړتياوې دي، چې په هيڅ دولت او حكومت كې ورته پاملرنه نده شوې.
ښوونكي، چې د هيواد د راتلونكي نسل روزونكي او د پوهې، ښوونې او روزنې خوځنده ځواك دى، دې ته اړتيا لري، چې هوسا او آرامه ژوند ولري.
پداسې حال كې، چې زموږ ښوونكي په ډير لږ معاش خپل ژوند په مخ وړي. سر بيره پر دې، چې د ژوندانه اړتياوې يې پوره نه دي، له ډول ډول نا خوالو سره هم لاس او ګريوان دي.
لكه څنګه چې يادونه وشوه، په تېرو پنځو كلونو كې زموږ دولتي چارواكي يوازې دې ته خوشاله وو او د يوې سترې لاسته راوړنې په توګه يې ترې يادونه كوله، چې ګواكې په مليونونه نجونو او هلكانو ښوونځيو ته مخه كړې، خو هيڅكله يې په اساسي توګه دې ته پاملرنه نه ده، كړې چې په څه ډول دغو په مليونونو زده كوونكو ته درسي اسانتياوې برابرې كړې. په تېرو كلونو كې څومره مرستې، چې له افغانستان سره وشوې لازمه وه، چې د ښوونې او روزنې د بهير د پرمختګ او پراختيا لپاره اساسي ګامونه پورته شوي واى. په داسې حال كې، چې نه له هغو مرستو څخه منطقي ګټه پورته شوه،بلكې د معارف د كچكول د پيسو حساب هم ورك پاتې شو. ډېرى كارپوهان په دې اند وو، چې د معارف د كچكول له طرحې سره به په رښتينې توګه د معارف د پراختيا او پرمختګ لپاره كار وشي، چې داهم ونه شول او زموږ معارف لا هم د ستونزو په منګولو كې مروړل كېږي.
اوس هم زموږ چارواكي د معارف د وضعې د ښه كولو خبرې كوي، خو دغه خبرې به هغه وخت مثبتې ثابتې شي، چې د نوموړي وزارت چارواكي د يوې سنجول شوې ستراتېژۍ له مخې د معارف ستونزو ته دپاى ټكى كېږدي، پرته له دې د زياتو پيسو راجذبول هم كوم درد نه شي دوا كولى.