كندهارۍ نجونې په انټرنټ زده كړې كوي
ښوونه او روزنه د هرې ټولنې د نيكمرغۍ بنسټ جوړوي ، چې په اساس يې د يوې ټولنې او هيواد راتلونكې اټكل كيږي او دا جوتيږي، چې د پوهو ، كارفهمو ، با درايته او متخصصو وګړو پر مټ كېداى شي يوه ټولنه د پرمختګ او برياوو لوړو پوړيو ته ورسيږي .
خو له بده مرغه په افغانستان كې د كلونو كلونو تحميلي جګړو په نتيجه كې دغه بهير سخت ټكنى شوى دى او همدا وجه ده، چې شاوخوا پنځه نيم مليونه هغه ماشومان، چې په ښوونځيو كې د شموليت په شرايطو برابر هم دي، زده كړې نه شي كولى او د سواد له نعمته بې برخې دي.
د دې په څنګ كې امنيتي ناخوالې ، د ښوونكو، ښوونځيو كمښت او د كورنيو اقتصادي ضعف د هغو عواملو په ډله كې راځي، چې د دغه بهير په لا ټكني كولو يې خپل اغېزښندلى دى.
خو پر دې ټولو ستونزو ، ناخوالو اونيمګړتياوو سربيره كله، چې د هېواد د ښوونيز سيستم په برخه كې د كومې بريا او مخته تلنې خبر مو ترغوږونو شي، د خوښۍ احساس كوو، په تېره بيا، چې دا بريا د هېواد په يوه نا امنه او لرې پراته ولايت كې وي.
له څه وخت راهيسې د هېواد په جنوب د كندهار په جګړه ځپلې ولايت كې څه د پاسه ٧٠٠ زده کوونکي د انټرنېټ پر مټ د کاناډا هېواد په ښوونځيو او پوهنتونو کې زده کړې کوي، چې څلور سوه يې نجونې دي . په جنگ ځپلي سويلي ولايت کندهار کې د ښوونې او روزنې بهير د هېواد ترنورو ولايتونو زيات ټکنى دى، په ولسواليو کې د نجونو او هلکانو په لسگونه ښوونځي تړل شوي او زده کونکي يې له يوه ورک برخليک سره لاس او گرېوان دي، خو اوس له همدغه کندهاره داسې خبر خپرېږي، چې ۷۰۰ او پنځوس تنه زده کوونکي د انټرنېټ پر مټ ځانگړې او لوړې زده کړې کوي. دا اسانتيا په کندهار ولايت کې افغان کاناډا ټولنيز مرکز برابره کړې او د خورا ستاينې وړ ده.
د دغه ګام اوچتول، هغه هم په داسې يوه ولايت كې ، چې د امنيتي ستونزو او د پوليسود كمزوري رول له كبله يې د مكتبي نجونو پرمخونو په رڼا ورځ تېزاب پاشل كېږي، خورا د قدر وړ دى او د دې سپيناوى كوي، چې د پوهې او زده كړې مخالفان په خپلو بدو كړنواوعملونو، هومره هم، چې ويره خوره ده، د نجونو د زړورتياوو مخه نه شي نيولى او دا مبارزه به ښځې لاپسې چټكه كړي، ځكه زده كړه لكه څنګه چې د نارينه وو حق دى، د ښځو حق هم دى او هرهغه څوك، چې له ښځو څخه دا حق واخلي، ښځې به يې سخته مقابله وكړي.
د كندهار ولايت د ښوونې او روزنې د چارواكو په وينا په دې ولايت كې ټول ټال ۳۶۹ليسې شته ، چې ۷۷۵۹۷زده كوونكي په كې زده كړې كوي ، چې ۱۳۴۲۰ تنه يې نجونې دي . د دغو ښوونځيو له ډلې څخه ۱۳۷يې تړل شوي . همدا شان په ګاونډي ولايت هلمند كې بيا ۲۲۶ ښوونځي شته، چې ۵۹يې فعال او ۱۶۹ يې يا سوځول شوي او يا هم د بيلابيلو ستونزو له كبله تړل شوي دي.
په كندهارولايت كې د انټرنيټ له لارې د نجونو د زده كړې مسئله داسې مهال راپورته كېږي، چې د ښوونځيو د پيل كېدو نېټې ته هم زيات وخت نه دى پاتې. پروسږكال د تعليمي كال د پيل پرمهال د ښوونې وزارت چارواكو ويلي وو، چې نږدې شپږنيم مليونه زده كوونكو، چې ۳۰ سلنه يې نجونو جوړوله، ښوونځيوته تلل،چې دا دافغانستان په تاريخ كې يو بې سارى زيرى وګڼل شو، هماغه مهال دا هم وويل شول ، چې دغه شمېر زده كوونكو ته د يو سلو څلوېښت زره ښوونكو له خوا روزنه او زده كړه وركول كېده او سږكال هيله كېږي، لكه څنګه چې د ښوونې وزارت نوې رهبرى وعده كړې ده، د هېواد په نا امنه ولايتونو كې هغو زده كوونكو ته د زده كړې اسانتيا برابره كړي ، چې ترې بې برخې دي.
پرهرحال چارواکي كه څه چې له ۲۰۰۱ كال څخه راپه دې خوا د ۲۰۰۰ او يا ترهغو د پورته ښونځيو د جوړېدلو خبره كوي خو دوى بيا دا خبره نه ده كړې، چې له دغه ښوونځيو څخه څومره يې د کتاب، لابراتواراو نورو درسي توكوڅخه بې برخې دي، د ميز او چوکۍ خبره خو بيخې كيږي نه.