تبليغاتX
ماشومه مينه - د سوالګرو ټولول، اساسي كه سمبوليكه؟
ښځينه ادبي او ټولنيز ويبلاګ
 د سوالګرو ټولول، اساسي كه سمبوليكه؟

 

د سوالګرو ټولول، اساسي كه سمبوليكه؟

څو ورځې وړاندې د كار او ټولنيزو چارو وزارت اعلان وكړ، چې د كابل ښارله سړكونو او بازارنو څخه به د ثور يا غويي د مياشتې له لسمې نيټې څخه وروسته سوالګر ټولوي او د جمهور رئيس حامد كرزي هغه حكم به عملي كوي، چې په دې وروستيو كې يې د يوې وينا په ترڅ كې ګدايي منع اعلان كړې وه او ويلي يې وو، چې سوالګري يوه لويه ستونزه ده او دى به هڅه وكړي، چې له واټونو او كوڅو څخه هغه سوالګر ټول كړي، چې د خلكو د اذيت او ځورونې سبب ګرځي.

لكه څنګه، چې حامد كرزي په خپله وينا كې د سوال ګرو ډيريدو ته په اشارې سره دغه موضوع يوه جدي او ټولنيزه ستونزه بللې، په همدې اساس ويلى شو، چې د كابل په ښار كې د ګدايانو ډيريدلو نه يوازې دا، چې د ښار بڼه بدله كړې، بلكې كه د سوالګرو د ډيريدو مخه ونه نيول شي او په دې اړه مسوول چارواكي د پام وړ عملي او چټك ګامونه پورته نه كړي، ښايي ډيرې ناوړه پايلې ولري ځكه، چې د ګدايانو ډيرى برخه ښځې او ماشومان جوړوي او ځنې سياسي كارپوهان په دې باور دي، چې د سوالګرو د ډيريدو ستونزه د يوه طرح شوي پلان له مخې هغه ستونزه ده، چې د ځينو مافيايي كړيو له خوا د يو شمير خاصو اهدافو د ترسره كولو لپاره په كار اچول كيږي، چې له دې جملې څخه په ټولنه كې د اخلاقي فساد ډيروالى، د مخدره توكو قاچاق، غلا او نورهغه څه دي، چې د سوالګرۍ له ستونزو سره نيغ په نيغه اړيكه  لري.

بل د پام وړ او اساسي ټكى دا دى، كله چې دغه سوالګر ټوليږي آيا يوازې د دې په خاطر،چې يوه مړۍ ډوډۍ ورته وركړل شي او كله، چې بيا موقع په لاس ورشي بيرته ښار او واټونو ته ووځي او په سوالګرۍ لاس پورې كړي او كه كومه اساسي لاره او چاره د دوى د ژوندانه د اړتياوو د پوره كولو په خاطر په پام كې نيول شوې او دوى به په مناسبو كارونو او كسبونو ګمارل كيږي ، ځكه چې يوازې دوى ته د نس مړول به اساسي چاره نه وي بلكې دوى به بيا هم په مفته ډوډۍ خوړلو عادت كيږي .

يوه خبره، چې دلته يې راوړل اړين بريښي هغه دا ده، چې ګدايي نن سبا د يو كسب او حرفې بڼه خپله كړې او ځنې ګدايان پرې ماشومان د پيسو په مقابل كې استخداموي.

په هيواد كې درې لسيزو جنګ جګړو د نورو بدمرغيو تر څنګ دا هم را په برخه كړې ، چې په زرهاوو ښځې مو كونډې او ماشومان مو يتيمان شي او دا جوته خبره ده ، چې دا كونډې او يتيمان د هغو پلرونو زامن او هغو ميړونو ښځې دي ، چې يا يې د جنګ په جبهه او يا يې په بمي ، راكټي او انتحاري حملو كې خپل ژوند له لاسه وركړى،  خو له بده مرغه نن ورځ ، چې د دوى اولادونه او د كورنۍ غړي له كړاوونو سره لاس او ګريوان دي ،د مرستې څوك يې نه شته.

خو اوس ، چې افغان دولت د دغو سوالګرو د ټولولو پريكړه كړې، يو مثبت او ګټور ګام دى، خو په دې شرط، چې ورته د كار زمينه مساعده او كومې اقتصادي ستونزې، چې لري حل شي.

او كه چېرې يوازې او يوازې د هغوى پر اعاشه او اباطه كولوفكروشي، څرګنده ده، چې دا به يوه مقطعي حل لاره وي او كومه مثبته نتيجه به ونه لري.

 

|+| ليكوال: امنه مایار  |
 
 
پورته