تبليغاتX
ماشومه مينه - ولې ځان سوزونه؟
ښځينه ادبي او ټولنيز ويبلاګ
 ولې ځان سوزونه؟

 

ولې ځان سوزونه؟

په دې وروستيو كې د هرات په ولايت كې د ځان سوزونو پيښې زياتې شوې او د دغو پيښو زياتيدل يو ځل بيا د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي څرګندويي كوي او دا په ګوته كوي، چې ښځې څومره او په كومه كچه تر تاوتريخوالي لاندې دي، چې له دغه ظلم او زور زياتي څخه د خلاصون په خاطر ځان سوزونې ته، چې تر ټولو سخته وژنه ګڼل كيږي، حاضريږي.

خو دا، چې ولې د ځان سوزونې ډيرى پيښې په هرات ولايت كې تر سره كيږي، د دغه ولايت نژدې والى له ګاونډي ايران هيواد سره نيغ په نيغه اړيكې لري او داسې ويل كيږي، چې دا ناوړه پديده هيواد ته  له ايران څخه را اوښتې ده.

زموږ په ټولنه كې د ښځو او نجونو په وړاندې تر زياتې كچې تاوتريخوالى شته او حتى په ځينو لرې پرتو سيمو كې خو بيا دا تاوتريخوالى په دود بدل شوى. كه څه هم له تيرو اوو كلونو راپديخوا، چې كوم بنسټونه د ښځو د حقوقو د تامين په لار كې په هڅو لګيا دي، څه ناڅه په دې توانيدلي، چې ښځو ته په ټولنه كې د حق په وركولو كې مرسته وكړي او په كورنيو او ټولنه كې د دوى په وړاندې له تاوتريخوالي څخه د كار اخستو مخه ونيسي، خو دې كار يوازې په لويو ښارونو او هغو كورنيو كې د عمل جامه اغوستې، چې يو څه روڼ اندي كسان دي. خو له بده مرغه په كليو او بانډو كې بيا هماغه د پخوا په شان نجونې د پيسو په مقابل كې خرڅيږي، په بدو كې وركول كيږي، په كم عمر او په زوره وديږي، جنسي تيرى پرې كيږي او په پاى كې د كورنۍ د غړو لكه ميړه، خسر، ليور او نورو لخوا وهل، ټكول كيږي او يا خو د ژوند له ناخوالو څخه دومره په تنګيږي، چې په خپله ځان سوزوي او يا په بل ډول ځان وژنې ته پناه وړي.

موږ ډيرى وخت د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د تر سره كيدو شاهدان يو او كولاى شو ووايو، چې افغانه ښځه د تاريخ په اوږدو كې د منفي ذهنيتونو په شتون له جنسيتي توپير سره مخامخ شوې ده ، چې دغه توپير هر وخت او په هر ځاى كې شته او د يوه فرهنګي ارزښت په توګه يې په افغاني ټولنه كې ريښې ځغلولې دي .

زموږ په هيواد كې هغه ښځې، چې په ټولنيزو چارو كې برخه لري او د معاش په نامه له يوه امتياز څخه برخمنې دي، د هغو ښځو په پرتله، چې له كوره بهر نه وځي او رسمي دندې نه لري، لږ له تاوتريخوالي سره مخامخ كيږي، ځكه دوى د نارينه و تر څنګ د كور د اقتصاد په پياوړتيا كې برخه اخلي او له بلې خوا دوى تحصيل لرونكې او روڼ اندې هم دي.

خو موږ يوازې د ښاري ښځو ژوند ته په كتو سره نشو كولاى، د هغوى د حقونو د تامين يا نه تامين ارزونه وكړو بلكې د هيواد په لرې پرتو سيمو كې زموږ خويندې په ډير بد او ناوړه حالت كې ژوند كوي او اصلا د حق تر نامه لاندې كومه كلمه هم نه پيژني، پاتې لا څه، چې دوى زده كړه وكړي او يا هم له كور څخه بهر ووځي او يا هم د نظر وركولو حق ولري. په هر صورت د ځان سوزونې ناوړه او شومه پديده پر ښځو باندې د نارينه او كورنۍ د نورو غړو له خوا له حده زيات زور زياتى او ظلم څرګندوي ، چې په پايله كې يوه ښځه دې ته حاضريږي، چې خپل ژوند ته چې د نړۍ ټولو موجوداتو ته د خداى وركړه او پيرزوينه ده د پاى ټكى كيږدي.

|+| ليكوال: امنه مایار  |
 
 
پورته