ايډز د شلمې پيړۍ ښامار
په دې وروستيو كې په هيواد كې د ايډز ناروغۍ د پيژندنې او درملنې لومړنى مركز په كابل كې پرانستل شو،چې پكې به ناروغان په وړيا توګه تر درملنې لاندې نيول كيږي.
په افغانستان كې د ايډز ناروغۍ د ناروغانو شميره مخ په زياتيدو ده او تر اوسه د ټول هيواد په كچه ۵۵۰ تنه په دې ناروغۍ اخته دي، چې دا شميره صحي مركزونو ته د دغو كسانو له ورتګ څخه په ډاګه شوې ده. همداشان چارواكو ګواښنه كړې، چې شايد دغه شميره د ټول هيواد په كچه د ۲۰۰۰ نه تر ۲۵۰۰ پورې ورسيږي.
خو ځينې كارپوهان بيا په دې ګروهه دي، چې ښايي دغه شميره تر ۴۰۰۰ تنو پورې هم ورسيږي. په افغانستان كې ډير داسې بالقوه عوامل شته، چې په دغې ناروغۍ د ككړو كسانو په شمير كې د پام وړ زياتوالى راولي. له هيواد څخه مهاجرتونه، د معتادو كسانو لخوا د ككړو پيچكاريو استعمال ، د نا مشروع جنسي اړيكو درلودل ، هغه څه دي، چې د دغې خطر ناكې ناروغۍ د خوريدو لمن پراخوي.
په نړۍ کې د ايډز دناروغۍ له پيژندلو کابو درې لسيزې تيريږي په دغه لنډ وخت کې دايډز له امله کابوديرش ميليونه کسان مړه شوي دي او اوس هم څه باندې ديرش ميليونه نور په دې ويروس ککړ دي .
داپه داسې حال کې دي، چې هر کال کابوپنځه ميليونه نورپه دغه ويروس ککړيږي .
په دغو کسانوکې څه نا څه اويافيصده دافريقا دصحرا په جنوبي هيوادونوکې ژوندکوي ددې سيمې په ځينوهيوادونوکې په هرو دريو لويانوکې يو کس په دغه ويروس ککړ دى .
ايډزيواځې په 2005 ميلادي کال کې پنځه مليونه اوپنځه لکه کسان ووژل، چې داشمېره په ټولوجګړوکې د وژل شووکسانوله شمېرې سره د پرتلې وړنده په تېرو ديرشوکلونوکې ديرش مليونه کسانو په ايډز ناروغۍ داخته کېدو له امله خپل ژوندونه له لاسه ورکړى دى او څلوېښت مليونه کسان نورهم ددې وژونکې ناروغۍ لېږدوونکي دي .
ايډز د اوسنۍ پيړۍ تر ټولو وژونکې ناروغي ده هغه ناروغي، چې له پيژندنې يې ٢٥ کاله تيريږي، خو څه د پاسه ٢٤ ميليونه انسانان يې د مرګ کندې ته استولي دي د غه شميره په نولسمه پيړۍ کې د طاعون د ناروغۍ او ډيرو جنګونو او سيلابونو له قربانيانو ډيره ده. ملګرو ملتونو له ايډز سره د مبارزې ادارې د دسامبر دمياشتې لومړۍ نيټه له دغې وژونکې ناروغۍ سره د مبارزې ورځ اعلان کړې ده، چې د ايډز نړيواله ورځ بلل کيږي.
له ايډز سره د مبارزې ورځ له دې امله مهمه ده، چې نړيوالو ته ورپه زړه کوي، چې ايچ آي وي ويروس اوس هم شته دى او له منځه نه دى تللى او ضروري ده، چې د ختمولو لپاره يې اساسي اقدامات وشي.
د سيمې په كچه افغانستان هغه هيواد دى، چې ډېر ژر د دغې مهلكې ناروغۍ ښكار ګرځېدلى شي، ځكه يو زيات شمېر افغانان د تېرو جګړو او دوامدارې اوزګارتيا له كبله نږدې ګاونډيو هيوادونو ته كډوال شوي او په بېلابېلو بڼو د دغې ناروغۍ ښكار شوي دي. اوس، چې دغه هيواد وال بېرته راګرځي، دغه ناروغي هم ورسره رادرومي، دغه د بېرته راستنيدو لړۍ، چې ورځ په ورځ پراختيا مومي ورسره د دغې ناروغۍ د انتقال وېره هم زياته ده. كه څه هم اړوندې ادارې او چارواكي يو لړ امار او ارقام په دې برخه كې وړاندې كوي، خو دا هيڅكله هم هغه واقعي ارقام نه ارايه كوي، چې څومره افغانان د ايډز په ناروغۍ اخته دي.
وړم كال هم د عامې روغتيا وزارت يوه څيړنه تر سره كړې وه ، چې دهغې په ترڅ كې دا څرګنده شوې وه ،چې شايد زموږ زيات شمير هيوادوال په دې ناروغۍ د بيلابيلو عواملو له كبله اخته وي ، چې بې له شكه د ډېرې اندېښنې او تشويش وړ ده او ضروري ښكاري، چې زموږ چارواكي او اړوندې ادارې د نړيوالو هيوادونو او موسسو په ملتيا د دغې ناروغۍ د لا خورېدو مخ نيوى وكړي. د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره په كار ده، چې د تشخيص او مشورې د مركزونو د جوړولو ترڅنګ د ټول هيواد او په تېره بيا د لويو ولايتونو په كچه د درملنې مركزونه رامنځته كړي او نړيوال دې ته وهڅوي، چې په دې برخه كې لا زياته مرسته ورسره وكړي.
دغه ناروغي په افغانستان كې بدنامه ناروغي ګڼل كېږي او ډېرى خلك هغه په جنسي روابطو پورې تړي، نو له دې كبله ډېرى خلك روغتيايي مركزونو ته له مراجعې څخه ډډه كوي.
پر نورو لارو سربېره لكه څنګه، چې دمخه ورته اشاره وشوه، ايډز هغه ناروغي ده، چې د مخدره موادو د استعمال له لارې هم سرايت كوي، د ملګرو ملتونو د سازمان د وروستيو احصاييو او ارقامو له مخې دم ګړۍ په افغانستان كې، له يو مليون نه پورته خلك په مخدره توكو روږدي دي او له دې جملې څخه تقريبا ۷۰۰۰ تنه دغه معتادان تزريقي مخدرات كاروي، چې په خواشينۍ سره تراوسه د دغو كسانو معاينات هم نه دي ترسره شوي، چې دا په خپل ځاى د ډېرې اندېښنې وړ خبره ده اود ايډز د ناروغۍ پراختيا يوه ستره نړيواله اندېښنه ده.