تبليغاتX
ماشومه مينه
ښځينه ادبي او ټولنيز ويبلاګ
 افغان مهاجر ځورول كيږي

 

افغان مهاجر ځورول كيږي

د تېر دېرش كلن ناتار يوه غټه غميزه دا وه، چې په مليونونه افغانان له خپلو كورونو او مينو بې ځايه شول او په بهرنيو په تېره ګاونډيو هيوادونو: ايران او پاكستان كې ځاى په ځاى شول. افغانانو په دغو هيوادونو كې كه څه هم د نړيوالو په مرسته يو څه اسانتياوو ته لاسرسى درلوده، خو وخت ناوخته د دغو هيوادونو د نظامي چارواكو له خوا ځورول شوي، وهل شوي او ټكول شوي دي.

دم ګړۍ داسې رپوټونه شته، چې ويل كېږي يو زيات شمېر بې ګناه افغانان په ايران او پاكستان كې پرته له كوم جرم نه په بنديخانو كې شپې تېروي. يو زيات شمېر افغانان، چې اوس هم له سختې ورځې په نوموړو ملكونو كې پاتې دي، له سختو ستونزو سره مخامخ دي او وخت ناوخته په بيلابيلو پلمو نيول كېږي او بنديخانو ته ټېل وهل كېږي، كورونه يې نړول كېږي او په زوره له پاكستان څخه ايستل كېږي، پرته له دې چې مجبوريتونو او په تېرو دوه دريو لسيزو كې په دغو هيوادونو كې د هغوى پانګونو ته پاملرنه وشي، ځكه ډېرى افغانان په نوموړو ملكونو كې د دې دومره اوږدو مهاجرتونو په جريان كې د يادونې وړ پانګونې كړې دي، چې په دې كار سره غټ اقتصادي تاوانونه ورته اړول كېږي.

همدا تېره اوونۍ داسې رپوټونه خپاره شول، چې په كارخانو، رينګ روډ او د افغانو كډوالو كمپونو ته پر تللو لارو، پاكستاني پوليسو پيرې درولې او له خلكو يې پيسې اخيستي دي. دا څرګنده نه ده، چې ولې كله كله د چپاو په ډول پاكستاني پوليس د افغان كډوالو په نيولو لاس پورې كوي. يو تن مهاجر چې تازه له پاكستان څخه راغلى او هلته په كراچۍ كې په سوداګرۍ بوخت و، وايي، يوه ورځ چې پوليسو افغانان نيول زه يې هم سره له دې، چې اسنا د مې درلودل ونيولم. ده وويل، چې ما پوليسو ته وويلې، چې زه خو قانوني اسناد لرم، خو يو پوليس راته كړه، چې وروره! دا منم چې  هرڅه دې سم دي، خو زموږ چارواكو له موږ نه خلك غوښتي، چې بايد په شمېر بنديان ورته پيدا كړو.

دغسې وخت ناوخت پاكستاني او ايراني چارواكي يا د فشار او د كوم بل دليل له مخې له خپلې خاورې د افغانانو په زور ايستلو لاس پورې كوي. د تيرو څلورو پنځو كلونو په ترڅ كې په زرګونه افغانان په ډېر بدحالت د ايراني چارواكو له خوا له ايران څخه وويستل شول او حتى تر دې چې يو شمېر افغانان له بلندمنزلونو څخه ښكته راګوزار كړل او په يخ ژمي كې يې له كرښې پورې ايستل. اوس هم  داسې رپوټونه شته، چې هره ورځ د زرو، دوو زرو په شاوخوا كې افغانان له ايران څخه ايستل كېږي او د ژوند په ډېر بد حالت كې قرار لري.

كه څه هم د افغانستان، ايران او پاكستان ترمنځه يو لړ تړونونه شته او په دې وروستيو كلونو كې نوي شوي هم دي، چې له مخې يې هغوى نبايد بې وسه افغانان په زوره له خپل هيواد نه وباسي، خو بيا هم ګورو، چې دغه توافقنامې له نظره غورځول كېږي او افغان مهاجر له سختيو سره مخ كېږي.

افغانان د افغانستان د ناورين په كلونو كې د خپلو ګاونډيو هيوادونو له ميلمه پالنې سخت منندوى دي خو اوس دا هيله هم لري، چې اوس هم د ښه ګاونډيتوب د ثبوت وړاندې كولو په خاطر له ميشتو مهاجرو سره داسې چلن وكړي، چې د دغه چلن خاطرې يې كلونه كلونه په ذهنونو كې ژوندي پاتې شي.

د داسې پېښو په رامنځته كېدو سره كومه پوښتنه، چې رامنځته كېږي، هغه دا ده، چې ولې افغان دولت د  دې هرڅه په بيا بيا ليدلو او تكرارېدو سره غلى پاتې او كوم داسې غبرګون نه څرګندوي، چې افغان مهاجر په ګاونډيو هيوادونو كې د نظامي چارواكو له خوا نور ونه ځورول شي. كه تر دې وروسته بيا هم افغان دولت او په تېره د افغانستان د كورنيو چارو وزارت كوم رغنده ګام اوچت نه كړي دا به په اثبات ورسېږي، چې حكومت پخپلو بهرنيو پاليسيو كې كمزورى دى او دا تمه ترې نه شي كېداى، چې په بهر كې د خپلو هيوادوالو د ژوند د خوندي كېدو هڅه وكړي.  

 

 

|+| ليكوال: امنه مایار  |
 د زده كوونكو مسمومول،بل جنايت

 

د زده كوونكو مسمومول،بل جنايت

څه موده وړاندې (د ثور په ۶) د پروان ولايت د مركز چاريكارو د ښار، د نجونو په صادقي ليسه كې د مسموم كوونكو موادو په وسيله ۴۲ تنه زده كوونكې مسمومې شوې، چې تر هغه څو ورځې وروسته (د ثور په ۲۱) بيا هم د همدغه ولايت د مركز چاريكارو ښار په حره جلالي ليسه كې ۶۰ تنه زده كوونكې په سمي موادو مسمومې شوې او د درېيم ځل لپاره د كاپيسا ولايت په آفتابه چي ليسه كې د ثور په (۲۲) د سلو تنو په شاوخوا كې زده كوونكې، ښوونكي او نور كاركوونكي د سمي موادو په وسيله مسموم شول، چې وروسته له يو څه مودې د پروان ولايت امنيتي مسوولينو د دې پيښو د تړاو په تور د دوو تنو د نيولو خبر هم وركړ.

خو له بده مرغه په دې وروستيوكې مو خبر تر لاسه كړ، چې د بدخشان ولايت د حصارك ولسوالۍ په يوه ليسه كې هم په لسهاوو زده كوونكې مسمومې شوې او د هغه ځاى صحي چارواكي وايي، چې دا يو ډول ناروغي ده، چې (ميرګي) ته ورته ده او هغه څوك، چې پرې اخته كيږي په خوله يې ځګونه راځي او وروسته بيا بې هوشه كيږي. خو پوښتنه دا ده، چې ولې دا ناروغي په ښوونځيو كې؟ آيا كومې پيښې، چې څه موده مخكې يې شاهدان وو، په جدي توګه وڅيړل شوې او كه نه؟ داسې نه شي، چې يو ځل بيا د سولې او آرامۍ دښمنان د تيرو كلونو په څير له دې لارې زموږ د نوي نسل د زده كړې او تحصيل مخه ونيسي.اړينه خو دا ده ، چې امنيتي ارګانونه د داسې پيښو د مخنيوي په لار كې جدي ګام اوچت كړي اودا مسله بابيزه ونه ګڼي ، ځكه چې دا هم د دښمن بل شوم پلان دى،چې د هيواد د ښوونې او روزنې په لار كې خنډ رامنځ ته كړي.

هسې خوهم زموږ د ښوونې او روزنې د بهير په وړاندې بيلابيل خنډونه پراته دي، چې تر ټولو زيات بيا دغه ستونزې زموږ د خويندو په وړاندې ډيرې محسوسيږي او وينو، چې په لرې پرتو او نا امنه سيمو كې نجونې د څومره ستونزو په ګاللو د زده كړې د حاصلولو په لار كې ګام ږدي.

امنيت د تعليمي بهير د ښه او ګړندي پر مختللو لپاره لومړنۍ اړتيا ده. لكه څنګه، چې ليدل كيږي، د افغانستان په ځينو جنوبي ولايتونو كې نجونې زده كوونكې د امنيت د نشتوالي له كبله، ښوونځيو ته نه شي تللى يا يې ښوونځي له منځه تللي او يا خو د دولت د مخالفينو له خوا د هغوى په مخ تړل شوي دي او نه شي كولى، چې خپلو زده كړو ته دوام وركړي، كه چيرته دغه نا امني سږ كال هم همداسې دوام ومومي بې له شكه ډيرې نجونې به، چې غواړي زده كړې وكړي، د زده كړو له بهير څخه پاتې شي.

په هغو سيمو كې، چې د نجونو ښوونځي شته هم دي، د هيواد  د نا امنو او نا مساعدو  شرايطو  او هغو فسادونو له وجهې، چې په ټولنه كې حاكم دي نجونې په ډاډ او اطمينان نه شي كولاى ښوونځي ته لاړې شي او دا، چې په دې وروستيو كې حتى په هغو ښوونځيو كې، چې امنيت هم نسبي ښه دى بيا د هيواد دښمنان د سمي موادو په پاشلو غواړي، چې دغه بهير له ستونزو سره مخ كړي، د ښوونځيو د ادارو او اړوندو امنيتي چارواكو دنده ده، چې جدي پاملرنه ورته وكړي او پرې نږدي، چې د هيواد د سولې او پرمختګ دښمنان خپلو شومو اهدافو ته په رسيدو سره د هيواد د پرمختګ اوسوكالۍ مخه ونيسي.

د ښوونې او روزنې په برخه كې كومې نورې ستونزې، چې د ښوونځيو نجونې او هلكان ورسره مخ دي او نه شي كولى، چې د خپلې زده كړې پروسه په ښه توګه مخ ته يوسي، هغه د درسي خونو، ميز او څوكۍ، كتابونو، مسلكي ښوونكو او لابراتوارونو نشتوالى دى.

د هيواد په كچه په هغو سيمو كې، چې امنيت ښه او يا نسبي شتون لري، ډيرى زده كوونكي د درسي خونو د نشتوالي له كبله تر خيمو لاندې او يا په آزاده فضا كې درس وايي. دا هغه ستونزه ده، چې په پسرلي او دوبي كې د بارانونو د وريدو  او ګرمۍ له امله د ناروغيو ښكار كيداى شي.

د كتابونو نشتوالى او يا نا منظم ويش، هغه ستونزه ده چې د زده كړې بهير له ډير غټ خنډ سره مخ كولى شي.

كه څه هم د ښوونې او روزنې وزارت په دې وروستيو كې د دغه بهير د ښه كيدو په لار كې هلې ځلې پيل كړې او يو شمير تړلي ښوونځي يې د زده كوونكو پر مخ پرانيستي دي او د ښوونكو د ظرفيتونو د كچې د لوړيدو او هغوى ته د لوړو معاشونو د وركړې په لاره كې يې هڅې پيل كړې، خو دا ټول هم امنيت او سولې ته اړتيا لري او هيله من يو، چې د هيواد امنيتي ارګانونه په دې برخه كې له ښوونې او روزنې وزارت  سره مرسته او ملاتړ يې وكړي.  

|+| ليكوال: امنه مایار  |
 كندهارۍ نجونې په انټرنټ زده كړې كوي

 

كندهارۍ نجونې په انټرنټ زده كړې كوي

ښوونه او روزنه د هرې ټولنې د نيكمرغۍ بنسټ جوړوي ، چې په اساس يې د يوې ټولنې او هيواد راتلونكې اټكل كيږي او دا جوتيږي، چې د پوهو ، كارفهمو ، با درايته او متخصصو وګړو پر مټ كېداى شي يوه ټولنه د پرمختګ او برياوو لوړو پوړيو ته ورسيږي .

خو له بده مرغه په افغانستان كې د كلونو كلونو تحميلي جګړو په نتيجه كې دغه بهير سخت ټكنى شوى دى او همدا وجه ده، چې شاوخوا پنځه نيم مليونه هغه ماشومان، چې په ښوونځيو كې د شموليت په شرايطو برابر هم دي، زده كړې نه شي كولى او د سواد له نعمته بې برخې دي.

 د دې په څنګ كې امنيتي ناخوالې ، د ښوونكو، ښوونځيو كمښت او د كورنيو اقتصادي ضعف د هغو عواملو په ډله كې راځي، چې د دغه بهير په لا ټكني كولو يې خپل اغېزښندلى دى.

خو پر دې  ټولو ستونزو ، ناخوالو اونيمګړتياوو سربيره كله، چې د هېواد د ښوونيز سيستم په برخه كې د كومې بريا او مخته تلنې خبر مو ترغوږونو شي، د خوښۍ احساس كوو، په تېره بيا، چې دا بريا د هېواد په يوه نا امنه او لرې پراته ولايت كې وي.

له څه وخت راهيسې د هېواد په جنوب د كندهار په جګړه ځپلې ولايت كې څه د پاسه ٧٠٠ زده کوونکي د انټرنېټ پر مټ د کاناډا هېواد په ښوونځيو او پوهنتونو کې زده کړې کوي، چې څلور سوه يې نجونې دي . په جنگ ځپلي سويلي ولايت کندهار کې د ښوونې او روزنې بهير د هېواد ترنورو ولايتونو زيات ټکنى دى، په ولسواليو کې د نجونو او هلکانو په لسگونه ښوونځي تړل شوي او زده کونکي يې له يوه ورک برخليک سره لاس او گرېوان دي، خو اوس له همدغه کندهاره داسې خبر خپرېږي، چې ۷۰۰ او پنځوس تنه زده کوونکي د انټرنېټ پر مټ ځانگړې او لوړې زده کړې کوي. دا اسانتيا په کندهار ولايت کې افغان کاناډا ټولنيز مرکز برابره کړې او د خورا ستاينې وړ ده.

د دغه ګام اوچتول، هغه هم په داسې يوه ولايت كې ، چې د امنيتي ستونزو او د پوليسود كمزوري رول له كبله يې د مكتبي نجونو پرمخونو په رڼا ورځ تېزاب پاشل كېږي، خورا د قدر وړ دى او د دې سپيناوى كوي، چې د پوهې او زده كړې مخالفان په خپلو بدو كړنواوعملونو، هومره هم، چې ويره خوره ده، د نجونو د زړورتياوو مخه نه شي نيولى او دا مبارزه به ښځې لاپسې چټكه كړي، ځكه زده كړه لكه څنګه چې د نارينه وو حق دى، د ښځو حق هم دى او هرهغه څوك، چې له ښځو څخه دا حق واخلي، ښځې به  يې سخته مقابله وكړي.

د كندهار ولايت د ښوونې او روزنې د چارواكو په وينا په دې ولايت كې ټول ټال  ۳۶۹ليسې شته ، چې ۷۷۵۹۷زده كوونكي په كې زده كړې كوي ، چې ۱۳۴۲۰ تنه يې نجونې دي . د دغو ښوونځيو له ډلې څخه ۱۳۷يې تړل شوي . همدا شان په ګاونډي ولايت هلمند كې بيا ۲۲۶ ښوونځي شته، چې ۵۹يې فعال او ۱۶۹ يې يا سوځول شوي او يا هم د بيلابيلو ستونزو له كبله تړل شوي دي.

په كندهارولايت كې د انټرنيټ له لارې د نجونو د زده كړې مسئله داسې مهال راپورته كېږي، چې د ښوونځيو د پيل كېدو نېټې ته هم زيات وخت نه دى پاتې. پروسږكال د تعليمي كال د پيل پرمهال د ښوونې وزارت چارواكو ويلي وو، چې نږدې شپږنيم مليونه زده كوونكو، چې  ۳۰ سلنه يې نجونو جوړوله، ښوونځيوته تلل،چې دا دافغانستان په تاريخ كې يو  بې سارى زيرى وګڼل شو، هماغه مهال دا هم وويل شول ، چې دغه شمېر زده كوونكو  ته د يو سلو څلوېښت زره ښوونكو له خوا روزنه او زده كړه وركول كېده او سږكال هيله كېږي، لكه څنګه چې د ښوونې وزارت نوې رهبرى وعده كړې ده، د هېواد په نا امنه ولايتونو كې هغو زده كوونكو ته د زده كړې اسانتيا برابره كړي ، چې ترې بې برخې دي.

پرهرحال چارواکي كه څه چې  له ۲۰۰۱ كال څخه راپه دې خوا  د ۲۰۰۰ او يا ترهغو د پورته ښونځيو د جوړېدلو خبره كوي خو دوى بيا دا خبره نه ده كړې، چې له دغه ښوونځيو څخه څومره يې د کتاب، لابراتواراو نورو درسي توكوڅخه بې برخې دي، د ميز او چوکۍ خبره خو بيخې كيږي نه.

 

 

 

|+| ليكوال: امنه مایار  |
 افغان ماشومان، ربړې او كړاوونه

 

افغان ماشومان، ربړې او كړاوونه

د جوزا ( غبرګولي ) يوولسمه نيټه د ماشوم له نړيوالې ورځې سره سمون لري ، چې په ټوله نړۍ كې لمانځل كيږي ، خو زموږ په هيواد كې د ماشومانو وضعيت ته په كتو سره بايد څه ډول له دغې ورځې څخه يادونه وكړو؟

زموږ په هيواد كې د څه د پاسه دريو لسيزو جنګ جګړو له كبله د ماشومانو د ښوونې او روزنې، روغتيا اواقتصادي وضعيت ته جدي پاملرنه نه ده شوې.

د هغو سر شمېرنو او څېړنو له مخې، چې په تيرو كلونو كې ترسره شوې د افغانستان د نفوس په سلو كې ۵۲ ماشومان او كوچنيان جوړوي، چې عمرونه يې له ۱۸ كلونو ښكته دي او شمېر يې ۱۳ مليونه تنو ته رسيږي.

سربيره پر دې په افغاني ټولنه كې ماشومان له كله نه، چې خپل ښى اوچپ لاس پېژني د ژوندانه د ناخوالو له كبله له ډول، ډول  ستونزو لكه اقتصادي، صحي او نورو سره لاس او ګريوان وي.

دغه راز ډيرى وخت ليدل شويدي،چې له دا ډول بې وزله ماشومانو څخه  د مخدره توكوپه قاچاق ، غلا ، كيسه برۍ او نورو ناوړه اوغيرانساني چاروكې ګټه پورته كېږي .

كه څه هم، چې  په تيرو اوو كلونو كې بيلابيلو ټولنو د ماشومانو د حقوقو نارې سورې پيل كړې، خو هيچا هم افغان بچيانو ته د زړه له كومې هڅه اوكارندى كړى.  لا هم په هيواد كې جګړې روانې دي او هره ورځ په بمباريو، ځانمرګو بريدونواود چاودنو په ترڅ كې زموږ لسګونه تنه ماشومان  وژل كېږي.

په افغانستان كې د ماشومانو پر بد او ناوړه وضعيت د بشر د حقوقو خپلواك كميسيون هم خپله انديښنه څرګنده كړې او له دولت اونړيوالې ټولنې څخه يې غوښتي، چې په افغانستان كې دې د هغو ماشومانو د وضعيت د ښه والي په خاطر پاملرنه وكړي كوم، چې د سړك او واټونو پر مخ كار كوي.

زموږ په ټولنه كې  د ماشومانو په وړاندې تر ټولو بده او ځورونكې پديده، جنسي تاوتريخوالى دى ،چې  يو زيات شمير پيښې يې ثبت او  راجسترشوي او عاملين نه يوازې د قانون منګولو ته نه دي سپارل شوي او كه سپارل شوي هم وي، د هېواد دقضايي ارګانونو له لوري يا خوشې كېږي او يا داسې لنډمهالي سزاوې ګالي، چې هغوى ته دعبرت سبب نه ګرځي.

د ګوتو په شمېر يو شمير كورنۍ شته دي، چې اقتصادي ستونزې نه لري او ماشومان يې په موجود كې چاپېريال كې له هرډول روزنيزو امكاناتو برخمن دي او په ټولنه كې د دا ډول كورنيو شمېر خورا راښكته دى، حال دا چې د افغانستان ډېرى كورنۍ له ډول ډول ناخوالو سره لاس او پنجې نرموي.

 د كورنيو د خراب اقتصادي حالت له كبله ماشومان مجبور دي، چې د كورنۍ له مشرانو سره د نفقې د پيدا كولو په خاطر ډيرو شاقه او له توانه وتلو كارونو ته مخه كړي.

په هر صورت داسې ، چې زموږ په ټولنه كې ماشومان له تاو تريخوالي سره مخامخ دي په هيڅ يوه بل هيواد كې به يې سارى نه وي ، ځكه په نورو هيوادونو كې ماشومانو ته له هر پلوه ډيره پاملرنه او توجه كيږي ، ځكه دوى په دې باور دي ، چې دغه تنكي ګلان د هر هيواد راتلونكي جوړوي ، نو كه سم وروزل شي ، بې له شكه به هغه ټولنه پرمختللې او هوسا وي .

نو افغان دولت ته په كار ده، چې پورتنيو ټولو فكتونو او ننګونو ته جدي پاملرنه وكړي او افغان ماشومانو ته د ژوندانه ټولې آسانتياوې برابرې كړي تر څو مو په راتلونكې كې يوه نيمكمرغه او هوسا ټولنه په برخه شي.

د يوې وروستۍ خبرې په توګه ويلاى شو، چې دولت، نړيوالې اومدني ټولنو ته په كار ده، چې د ماشومانو حقونو ته په پاملرنې سره هغوى ته د زده كړې، ښه ژوند او روغتيايي اسانتياوو په برابرولو كې هڅاند واوسي او پرداسې لاروچارو غور وكړي، چې له مخې يې د ماشومانو په ژوند كې پوره پوره بهبود او ښه والى ترسترګو شي.

 

|+| ليكوال: امنه مایار  |
 د پرله پسې وعدو يوه ژمنه عملي كېدونكې ده

 

د پرله پسې وعدو يوه ژمنه عملي كېدونكې ده

د مسلكي ښوونكو كمښت، د تدريسي امكاناتو نشت، د درسي كتابونو او نصاب نه موجوديت، په تېره بيا د ښوونكو د معاشونو لږوالى او د سرپناه نه لرل له هغو عواملو څخه ګڼل كېږي، چې د ښوونيز بهير كچه يې خورا راټېټه كړې او دا ندېښنه راولاړه شوې، چې د افغانستان د پوهنې وزارت به په دې ونه توانېږي، چې په لنډ وخت كې د زده كوونكو د زده كړې كچه لوړه كړي.

پوښتنه دا ده، كله چې ښوونكي د ژوندانه لپاره حد اقل هغه نسبي آرامتيا هم ونه لري او د معلمۍ ترڅنګ په څو نورو كارونو هم بوخت شي، په لوى لاس د ورځني تدريس لپاره د تياري زمينه، د مطالعې له لارې د خپلې پوهنېزې سطحې د لوړولو، د زده كوونكو د ارزيابۍ او د هغوى د كورنۍ دندې ليدنه، د ورځنۍ اړتيا له مخې زده كوونكو ته د درسي موادو د راغونډولو هڅه او نورې ضروري اړتياوې له منځه ځي ، ايا خود په خوده د زده كوونكو د زده كړې كچه نه راټېټېږي او بيا په داسې يو وضعيت كې دا هيله كيدلى شي، چې وړ او تكړه زده كوونكي دې ټولنې ته وړاندې شي، حال دا چې ټول په دې پوهېږي، چې له يوه معياري معارف پرته او د زده كوونكي د تحصيلي كچې له لوړولو پرته ناشونې ده، چې د هېواد راتلونكې سمسوره شي.

په تېرو اووكلونو كې له ښوونكو سره هركال، د معاشونو د زياتولو او د سرپناه د برابرولو وعدې وركړل شوې دي، خو دغه وعدې پخپل وخت نه دي ترسره شوي او د عملي كېدو په برخه كې يې ډېر ځنډ راغلى او يا هېرې شوې دي.

 د معاشونو ترڅنګه د افغان ښوونكو يوه ډېره ستره ستونزه، د سرپناه نه لرل دي، ډېرى ښوونكي دا شكايت لري، په كوم معاش، چې دولت يې ورته وركوي، نه شي كولى، چې د كورونو كرايې پرې كړي.    

تېر كال د پوهنې مخكيني وزير ښاغلي حنيف اتمر ويلي وو، چې دوى د افغان ښوونكو لپاره په ۲۴ ولايتونو كې سل جريبه ځمكه د سرپناه د برابرولو لپاره په نظر كې نيولې ده، خو دغه لړۍ لكه څنګه چې تمه كېږي، هومره جدي نه ده نيول شوې او له دې كبله په څرګنده ډول دا ثابته نه ده، چې د ښوونكو دغه ستونزه كله اوارېږي.

د سرپناه نه لرل، هغه ستره ستونزه ده، چې تر ډېره بريده يې د ښوونيز بهير پر كيفي كچې اغېز ښندلى، ځكه زموږ ښوونكي د خپلو كورنيو د نفقې د برابرولو او د كورونو د لوړې كرايې د پرې كولو لپاره دې ته اړ دي، چې څو ځايه كار وكړي او دا هغه څه دي، چې خود په خوده د ښوونكو وړتيا اغېزمنوي او نه شي كولى، لكه څنګه چې په كار ده، ښوونيز بهير مخ ته يوسي.

تېره اوونۍ رسنيو رپوټ وركړ، چې د پوهنې وزارت د هغې ژمنې پر بنسټ، چې په ۲۴ ولايتونو كې به خپلو ښوونكو ته سل جريبه ځكمه وركوي، په مزارشريف كې ۳۵ زره ښوونكوته يوه يوه نمره ځمكه وركړل شوه. دا خبره د پوهنې وزارت د بيا بيا ژمنو په لړ كې يوه ستره پراختيا ده او دا هيله پيدا كوي، چې بالاخره افغان ښوونكي، چې هيڅ ډول امكانات نه لري او د ډېرو سختو شرايطو په شتون كې تدريسي چارې مخ ته وړي، د سرپناه څښتنان كېږي. دا هغه څه دي، چې د ښوونكو د روحي آرامتيا سبب ګرځي او كولى شي، چې تر دې وروسته په پوره خاطرجمعى خپلې تدريسي چارې منظمې كړې او په دې توګه زموږ ښوونيز  بهير كچه، چې ډېر ځله تر انتقاد لاندې ده، لوړه شي. داهم خبره هم د پام وړ ده، چې ښوونكي به د دغو نومرو د اخيستلو په بدل كې ټاكل شوې پيسې په قسطونو وركول او له معاش څخه به يې ګرځي. خو لكه څنګه چې د دمګړۍ د ښوونكو معاشونو لږ دې ټولو ته دا پوښتنه مطرح، چې ښوونكي څرنګه كولاى شي، چې د خپلو دغو لږو معاشونو څخه دا قسطونه وركړي؟

د پوهني وزارت دا هم ويلي، چې د سږكال له پيله به تر راتلونكو دوو كلونو پورې د ښكوونكو په معاشونو كې هم د پام وړ زياتوالى ترسترګو شي او ښوونكې به دې ته اړ نه وي، چې د خپلو كورنيو د اړتياوو د پوره كولو لپاره څو ځايه كار وكړي.

 

|+| ليكوال: امنه مایار  |
 ائتلافي ځواكونه په ښځو هم بمباركوي!

 

ائتلافي ځواكونه په ښځو هم بمباركوي!

افغانستان ته د ناټو او ائتلافي ځواكونو له راتګ راهيسې د دوى په ځمكنيو او هوايي عملياتوكې په سلګونه افغانان وژل شوي دي، چې خورا زياته برخه يې بيا  د كليو اوبانډوهغه بې ګناه ښځې اوماشومان جوړوي، چې يا په خپلو كورونو او يا په پوله او پټې كې په نښه شوې دي.

 په افغانستان كې د بهرنيوځواكونو خپلسرو او بې پرسانه وژنو د خلكو په زړونو  كې د دولت او بهرنيو ځواكونو په وړاندې د كركې او نفرت اورونه بل كړي او ځاى ځاى خلكو په لاريونو او ګواښنو هم سرفه نه ده، چې د څرګندو بيلګو په توګه يې د پكتيا ولايت او په تېركال كې د ننګرهار ولايت د خلكو له لاريونونو او له غوسې ډكو اعتراضونو څخه يادونه كولاى شو.

اوس اوس د ټولو افغانانو په وړاندې په افغانستان كې د ميشتو بهرنيو ځواكونو په اړه د خلكو نظر تر زياتې كچې بدل شوى او داسې انګيرل كيږي ، چې د دوى مرګ ژوبله د دولت او بهرنيانو په وړاندې هيڅ ارزښت نه لري.

 په هيواد كې د ميشتو بهرنيو ځواكونو له خوا  د خپلسرۍ دغې لړۍ  د تير كال په پرتله زور اخيستى او يو زيات شمير ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . د ۱۳۸۶ كال د وري په ۲۸ مه د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په  ۱۶۶ مخيز رپوټ كې د امريكايي او ناټو ځواكونو په عمليات كې د ټول ټال ۳۲۰ تنو د وژل كيدلو خبر وركړاى و. خو د ۲۰۰۷ ميلادي د پاى پرمهال د ملګرو ملتونو سرمنشي بان كې مون ډاګېزه كړه، چې په تېريوه كال كې په افغانستان كې اته زره تنه عام وګړي، په بمباريو، ځمكنيو عملياتو، چاودنو، د سړك د غاړې په بمي بريدونو او ځانمرګي بريدونو كې وژل شويدي.

د تير كال د كب د مياشتې په ۱۳ نيټه ائتلافي ځواكونو د ننګرهار په بټي كوټ ولسوالۍ كې تر يوه ځانمرګي بريد وروسته پر عامو خلكو په رڼا ورځ ډزې وكړې ، چې ۱۶ تنه پكې ووژل شول او۳۵ تنه ټپيان شول .

همدارنګه د تېركال د كب په ۱۵ د ائتلافي ځواكونو په هوايي بريد  كې د كاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ د يوې كورنۍ ۹ تنه ووژل شول .

همدا شان د تير كال د ثور د مياشتې په ۲۹ د سره صليب نړيوالې ادارې اعلان وكړ ، چې د هرات ولايت په څلورو كليو كې د ائتلافي ځواكونو په عملياتو كې څه د پاسه ۵۰ تنه ملكي وګړي وژل شوي ۱۷۳ د استوګنې كورونه نړيدلي او نژدې ۲۰۰۰ كورنۍ هجرت ته اړ شوې دي .

همداشان دې ته ورته نورې پيښې هم تير كال د دغو ځواكونو لخوا رامنځ ته شوې ، چې وروسته بيا دغو ځواكونو د بښنې غوښتنه كړې .  

خو دا دى سږ كال بيا د هيواد په بيلا بيلو سيمو كې د ائتلافي او ناټو ځواكونو لخوا په رامنځته شويو هوايي او ځمكنيو عملياتو كې د ملكي وګړو ، ښځو ، ماشومانو او سپين ږيرو د وژل كيدو خبرونه تر غوږو كيږي .

همدا يوه اوونۍ وړاندې په پكتيا ولايت كې د ائتلافي ځواكونو په عملياتو كې، چې د هغه ولايت په مټا خان ولسوالۍ كې ترسره شول، ۴۸ تنه ووژل شول،  چې ۱۶ يې ښځې او ۱۱ تنه يې ماشومان وو.

په ولسي جرګه كې د دغه ولايت استازې شريفه زرمتۍ بيا وويل، چې د يوشمېر كسانو مړي څاګانوته هم غورځول شوي وو.

دغو ځواكونو د جوزا د مياشتې په ۲۴- ۲۵ – ۲۶ په دغو ولايتونو كې خپلو عملياتو ته دوام وركړ ، چې پكې ۸ تنه ديوې كورنۍ او ۱۱ تنه د بلې كورنۍ غړي ووژل شول.

وروسته تر دغو عملياتو د دغو سيمو خلكو په لاريونونو لاس پورې كړ ، چې په ترڅ كې يې دغو ځواكونو ته خبردارى وركړ ، چې كه د دغه ډول په خپل سرو عملياتو مخه ونه نيول شي ، خلك به دې ته اړ شي ، چې ځاى ځاى راپورته شي اوپردولت باندې كلك  اعتراضونه وكړي، چې پايلې به يې له غميزو ډكې وي او بيا به يې هيڅ بهرنى او كورنى قوت مهار نه كړاى شي ، چې بيا هم د دغو لاريونونو په ترڅ كې د خلكو او دولتي كسانو تر منځ نښتې رامنځ ته شوې ، چې څوتنه پكې ټپيان او ووژل شول.

په هر صورت د يوې لنډې پايلې په توګه ويلى شو ، چې كه چيرته د دغه ډول نا همغږو  او په خپل سرو عملياتو مخه ونه نيول شي ، نو په رښتيا به هم  له خلكو سره  د دولت او بهرنيو قوتونو په وړاندې كركه او نفرت زيات شي او يو ځل بيا به خلك دې ته اړ شي ، چې غرونو ته مخه كړي ، چې پايلې به يې نه يوازې دولت بلكې ټولو نړيوالو ته د زغملو وړ نه وي .

 

 

 

|+| ليكوال: امنه مایار  |
 مخدره مواد،كور ورانى ښامار

مخدره مواد،كور ورانى ښامار

وروستۍ شميرې او ارقام ښيي ،چې د هيواد په دوو بلخ او هلمند ولايتونو كې د روږدو كسانو شميره تر پخوا مخ په زياتيدو ده ، چې د بلخ په ولايت كې ۹۰زره او په هلمند كې ۷۰ زره تنه په نشه يي موادو روږدي دي،چې په كې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

زموږ د هيواد له اساسي او مهمو ستونزو څخه يو هم په مخدره توكو روږدې كيدل دي، چې له بده مرغه زموږ يو زيات شمير هيوادوال پرې اخته دي، چې د پراخيدو كچه يې د ټولنې په بيلابيلو قشرونو او طبقو كې خورا زياته او د پام وړ ده او  ورځ تربلې يې په شميره كې زياتوالى راځي.

په هيواد كې د يونيم ميليون په شاوخوا كې كسان په ترياكو، هيروئينو او نورو نشه يي توكو روږدي دي ، چې په هغو كې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د نورو ستونزو او ناخوالو تر څنګ،چې زموږ د هيواد د ښځو لمن يې نيولې دا ستونزه هم  ډيره دردونكې ده، چې كه د پراخيدو مخه يې و نه نيول شي، اور به يې د ډيرى كورنيو لمن هم ونيسي، چې بيا به يې د مهار او له منځه وړلو كار ډير ستونزمن وي.

زموږ په هيواد كې ښځې د بيلابيلو لاملونو له كبله روږدي شوې، چې علل او عوامل يې ډير دي. تر ټولو د مخه د هغوى روحي او رواني ستونزې دي، چې ډيرى ښځې په دې اند، چې د نشې له لارې به وكړاى شي، د څه وخت لپاره د رنځ او غم پيټى يې له اوږو لرې شي او رنځ او غم به له ياده وباسي مخدره توكو ته مخه كوي.

بله دا، چې په هغو كورنيو كې، چې نارينه په مخدره توكو روږدي دي، د دې لپاره چې د خپلو ښځو له مقاومت او مخالفت سره مخ نه شي، هڅه كوي خپلې ښځې هم پدې ناوړه عمل اخته كړي.

ځينې ښځې بيا د شاقه كارونو د سرته رسولو او دارو درملو د نه درلودلو له وجهې د دې لپاره، چې خپل دردونه او ستړيا يې د څو شيبو لپاره له منځه وړې وي اعتياد ته مخه كوي.

په ځينو نورو سيمو كې ښځې د غاليو په اوبدلو بوختې وي او د دې لپاره، چې ماشومان هغوى ته مزاحمت ونكړي، هغوى ته ترياك وركوي څو آرامه بيده شي، چې د وخت په تيريدو هغه په دغه ناوړه او وژونكو موادو روږدي كيږي او د هغوى د كورنۍ شيرازه د بربادۍ پر لوري ځي.   

په هيواد كې د مخدره توكو د كركيلي، قاچاق او خپريدو يوه بله اساسي ستونزه د امنيتي چارواكو نه پاملرنه او د هغو په مخنيوي كې د دوى نه وړتيا ده ،ان تر دې ،چې ځينې دولتي او لوړ پوړي چارواكي د مخدره توكو په قاچاق كې د لاس په لرلو تورن هم دي.

د دغه كور وراني ښامار په وړاندې د مبارزې په خاطر بايد د هغه د كښت، قاچاق او خپريدو په مخنيوي كې ډيره هڅه او هاند وشي.

خاصې محكمې بايد هغو كسانو ته جوړې شي كوم، چې غواړي زموږ بې وزلي او مظلوم هيواد وال په دغه ناوړه عمل اخته كړي او جزا دې ورته وركړل شي.

د روږدي كسانو د تداوي په خاطر دې ځانګړي مركزونه جوړ او هغوى دې تر جدي درملنې او پاملرنې لاندې ونيول شي.

كه څه هم يو شمير د علاج مركزونه شته، خو د معتادينو د شمير په پرتله ډير لږ دي. دغه ستونزه نه يوازې په هيواد، بلكې په نړيواله كچه  لمن پراخوي  او د افغانانو لپاره يوه زړه بوږنوونكې پيښه ګڼل كيږي.

نو بالاخره د يوې ټوليزې پايلې په توګه ويلاى شو، افغان دولت ته پكارده، چې په سږني كال كې د نيشه يي توكو په وړاندې په خپله مبارزه كې رښتنى واوسي او د دغه ناوړه بوټي په له منځه وړلو كې د نړيوالې ټولنې پوره ملاتړخپل كړي او كه نه، نو دا بحران به د افغانستان د راتلونكي نسل لپاره له زغمه وتلى وي

 

|+| ليكوال: امنه مایار  |
 د ژورنالستانو سپكاوى ، كه د بيان د ازادۍ سپكاوى

د ژورنالستانو سپكاوى ، كه د بيان د ازادۍ  سپكاوى

د بيان آزادي د افغانستان د خلكو يوه پر ځاى غوښتنه او حق دى . كه څه هم اوسنى دولت دغه آزادي د خپلو لويو لاسته راوړنو يوه بيلګه بولي، خو ځينې نور بيا په دې اند دي ، چې ګواكې د بيان ازادي يوه غربي پديده ده، حال داچې د بيان او مطبوعاتو ازادي زموږ په هېواد كې خورا پخه او لرغونې ماضي لري، چې ډېرو سرښندويانو د هغې د ترسره كيدنې لپاره قربانۍ وركړي دي.

په هر صورت  دغه آزادي پدې وروستيو كې له يو لړ ننګونو او ګواښونو سره مخامخ شوې او هغه كسان ، چې په دې ډګر كې په كار لګيا دي  په بيلا بيلو پلمو تر ګواښ لاندې راځي .

يوازې په تير او روان كال كې د هيواد په بيلابيلو ولايتونو كې د ژورنالستانو د وهلو ، ټكولو او وژنو څو پيښو ته د بيلګې په توګه نغوته كوو ، چې هم د دولت او هم د دولت د مخالف لوري لاس پكې دخيل ګڼلى شو.

د طالبانو په لاس  د  اجمل نقشبندي وژل ، په نا څرګند ډول د طلوع ټلويزيون د ژورنالستې  شيما رضايي ،د شمشاد ټلويزيون ويندويې  څانګې آماج او د جبل السراج راډيو د مسوولې ذكيه ذكي وژنه  هغه پيښې دي، چې پردوام يې سږكال په مزارشريف كې د ملي ټلويزيون څوتنو كاركوونكو د څوكلېمو د كارولو په سبب سزا وليده او بيا وروسته د يوشمېر هندي سريالونو پر نندارې د خصوصي ټلويزيونود چارواكو اود اطلاعاتو او فرهنګ ترمنځ ناندرو زور واخيست او ان ترهغه، چې د يوشمېر دوسيې يې څارنوالۍ ته هم وپيژندل شوې.

 د پورتنۍ پيښې پردوام د وزير په بيړني حكم له دندې څخه  د فيضي ځدران ګوښه كيدل او يا ګواښل هغه څه وو، چې په تړاو يې د هرات  والي سيد حسين انوري، په دې خاطر د هغه ولايت د راډيو ټلويزيون سرپرست ښاغلى فرهاد جويا په خپله وواهه او وډباوه، چې ګواكې د هغه له اوامرو او غوښتنو يې سرغړونه كړې ده.

 دا په داسې حال كې ده، چې ښاغلى فرهاد په  خپله خوله وايي، چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د يوه دستور په ترڅ كې هغه د دغه وزارت د اوامرو په ترسره كولو اړكړى او هغه اړ دى هغه څه، چې انوري يې وايي، هغو ته شا كړي او د وزارت په اوامرو او دستوراتو پسې ولاړ شي.

دغه رازبيا هم د هرات په ولايت كې د فردا راډيو د مديرې په كور دوه ځله بمي بريد وشو، چې په سبب يې دغه ميرمنې لاهم له ويرې خپل كور پريښى او په كابل كې په يوه هوټل كې شپې او ورځې تيروي . همداشان د هرات ولايت د ملي ټلويزيون د يوې بلې ژورنالستې ټپي كيدل ، له هغو پيښو څخه دي ، چې د ژورنالستانو د كار په وړاندې د ګواښونو او ستونزو ژوره څرګندونه كوي .

هغه هم په داسې يوه ولايت كې، چې نه يوازې د افغانستان لپاره يې لرغونتوب جوت دى، بلكې  په ټوله نړۍ كې  د فرهنګ اوتمدن په ټاتوبي يادېږي .

په هرحال په دې ترڅ كې هغه رسنۍ، چې په رښتنې مانا ځان د بيان د ازادۍ سر ښندونكي او همدارنګه د ژورنالستانو هغه اتحاديې، چې د دغو سرغړونو د جاج اخيستلو دنده لري بايد د دغو سرغړونو په وړاندې ودرېږي او له خپلې قانوني ازادۍ څخه په كلكه دفاع او ملاتړ وكړي .

 د بيان د ازادۍ او د مطبوعاتو د ازادۍ لپاره مبارزه كول د هر افغان په تېره د هغو قلم په ګوتو كړيو كاردى، چې ځانونه د دغې ازادۍ سرښندويان بولي.

دغو كړيو ته پكارده،چې د يوې همغږې كړنلارې له مخې د هغو كسانو پرضد ودرېږي، چې د بيان او مطبوعاتو دازادۍ په وړاندې خنډونه جوړوي  او كه نه ، نو دا هڅې به هومره ژورې شي، چې بيا به يې هېڅوك هم په وړاندې دمقاومت وړتيا ونه لري .

 

|+| ليكوال: امنه مایار  |
 كابل، د سوالګرو ښار

كابل، د سوالګرو ښار   

په دې وروستيو كې د كابل ښار په بيلابيلو برخو، كوڅو، واټونو او سركونو كې يو زيات شمير په سوال كولو لګيا دي او له دې لارې خپل ژوند تامينوي.

ډيرى دغه كسان هغه ښځې او ماشومان دي، چې د څو لسيزو كورنيو جنګ جګړو له كبله يې د كورنۍ ټوله شتمني، وروڼه، پلرونه او ميړونه له لاسه وركړي او له مجبورې ورځې كوڅو او واټونو ته د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا كولو په خاطر راوتلي دي.

يو شمير ښځو خپل ماشومان لوڅ لغړ د ژمي په دې سړه هوا كې خپلې مخې ته اچولي، خو ځينې ماشومان بيا په خپله ګدايي كوي او له سهاره تر ماښامه په كوڅو او واټونو كې كله يوه او كله هم بل ته د سوال ماشومانه لاس اوږدوي. د كابل ښار په هره كوڅه، واټ او سرك كې دغه سوالګر ناست دي، په تيره بيا د نوي ښار او وزير محمد اكبر خان په واټونو كې، چيرته چې په هيواد كې د بهرنيو هيوادونو وګړي ډير تګ راتګ لري، اوږده قطارونه يې جوړ كړي، چې دا په خپله زموږ د هيواد ملي هويت او پيژندنې ته په نوره نړۍ كې ډير زيان رسوي او هغوى ته دا په ګوته كوي، چې ګواكې افغانستان د سوالګرو هيواد دى. په ډيره خواشينۍ بايد ووايو، چې زموږ واكمنان او چارواكي، هغه كسان چې د هيواد هر څه په دوى پورې تړلي دي، په تورو شيشو لرونكو كروزينونو كې سپاره، په ډير شان او دبدبه د هغوى تر مخ تيريږي، چې يا خو دوى اصلا ړانده دي او څه نه ويني او يا هم تورې شيشې دوى نه پريږدي، چې د خپل ملت په حال ځانونه خبر كړي.

دلته، چې هر چا يو ځل د قدرت واګى تر لاسه كړى، يوازې يې د خپلو جيبونو ډكولو په هكله فكر كړى او بس، يا يې خپل ځان ته ماڼۍ جوړې كړې او يا يې په بهر ملكونو كې بانكي حسابونه پرانستي دي، چې د دغو ښاغلو د همدغو جفاګانو له امله بې وزله او خوار ملت نور هم خوار او دربدره شوى دى. په تيرو شپږو كلونو كې سربيره پر دې ، چې په مليونونو ډالرو مرستې د بهرنيانو له خوا هيواد ته راغلې او بيلابيلې بهرنۍ مرسته كوونكې موسسې هم په فعاليت بوختې دي، خو نه د كار او ټولنيزو چارو وزارت او نه هم نور اړوند ارګانونه نه يوازې په دې بريالي شوي نه دي ، چې دغو بيكارو او دربدرو خلكو ته كار وركړي، بلكې په دولتي ادارو او وزارت خانو كې د ريفورم په راوستلو ورځ تر بلې دغه شميره نوره هم پسې زياته شوې او د لا زياتوالي اندېښنه يې هم شته.

په ولايتونو كې د جګړو او په ښارونو كې د ځانمرګو بريدونو له كبله يو زيات شمير ماشومان يتيمان او ښځې كونډې شوې او له مجبورې ورځې له يو ځاى نه بل ځاى ته مهاجر شوي دي او ټول ژمى يې تر خيمو لاندې په سړه هوا او بد حالت كې تير كړى دى ، چې د رپوټونو له مخې يو زيات شمير دغو كسانو خپل ژوند هم له لاسه وركړى او د يو شمير نورو بيا د لاسونو او پښو ګوتې پرې شوې دي. دا هرڅه له دې امله راپېښ دي، چې زموږ چارواكي د خپلو دندو په ترسره كولو كې صادق نه دي، كه چيرته زموږ چارواكي په صادقانه ډول خپلې دندې پر مخ بوځي هيڅكله هم دا ستونزې او دا حالت نه رامنځته كېږي. خلك د خپلو مشرانو په صداقت ځكه شك كوي، چې په مليونونه ډالره دې هيواد ته راغلل ، خو په سر سترګو ګوري، چې هيڅ درد پرې دوا شوى نه دى. كه چارواكي په دې خبر نه دي، چې ښآر يې له سوالګرو ډك دى، يو ځل دې د خپلې دندې په رڼا كې يوه ورځ هغه هم د قسم لپاره ښار ته ووځي او ودې ګوري، چې ولس يې په څه حال كې دى، وروسته تر هغه دې بيا تصميم ونيسي، چې لوړ بيه د تورو شيشو كروزينونو كې وګرځي او كه نه!؟

 

|+| ليكوال: امنه مایار  |
 ناوخته خو ګټور اقدام

ناوخته خو ګټور اقدام

 

له تركمنستان څخه د  څه باندې (۱۱) مليونه او ۶۵۵زره ډالرو په ارزښت د څه باندې ۱۵ زره ټنه  اوبلنو ګازو په  وارديدو سره به په افغانستان كې د ګازو بيه ټيټه شي.

په دې وروستيو كې د تركمنستان هيواد پتېېلې، چې د نړيوال بازار له بېې څخه په كمه بيه ۱۵ زره ټنه ګاززموږ هيواد ته وارد كړي . تركمنستان هر ټن ګاز پر افغانستان په ۵۸۰ ډالرو پلوري ، چې له نړيوالې بېې څخه۱۱۹ ډالره كم دى . د دغه ګاز په بيه كې څلور نيم مليونه ډالره كمښت د نړيوالې بېې په پرتله په پام كې نيول شوى ، چې د دغه ګاز په وارديدو سره به دغه اندازه ګاز د څوارلسو افغان خصوصي شركتونو تر منځ په برابر ډول وويشل شي .

په هيواد كې سږنى ژمى له نورو كلونو يو څه سخت او له ډيرې سړې هوا او ستونزو سره يو ځاى و . له يوې خوا سړه هوا ، له بلې خوا زموږ د هيواد والو بې وزلي او كمزورى اقتصادي وضعيت ، له ګاونډيو هيوادونو څخه د مهاجرينو ډله ييز راتګ ، د خواراكي او سون موادو لوړه بيه هغه څه دي ، چې زموږ خلك ورسره لاس او ګريوان دي . د آزاد بازار اقتصاد ، له بلې خوا په بازار كې د يو لړخپلسريو زمينه برابره كړې ، چې د همدې اصل پر بنسټ لكه څنګه چې وويل شول، د ټولو توكو بيه يو په دوه حتى درې لوړه شوه، په تيره بيا د ژمي په دې سړه هوا كې د يو خروار لرګيو بيه څلور تر څلور نيم زره  افغانيو ، د يو كيلو ګاز بيه تر اويا او اتيا افغانيو او د يو ليتر تيلو بيه هم تر شپيتو اويا افغانيو پورې ورسيده ، چې رښتيا هم د بې وزلو هيواد والو له توانه يې اخستل وتلى كار و .

د دولت دنده ده ، چې د هيواد والو د ژوندانه لپاره لازمې آسانتياوې برابرې كړي . خو له بده مرغه دولت نه يوازې په دې بريالى نشو ، چې خلكو ته لازمې آسانتياوې برابرې كړي ، بلكې د آزاد بازار د سيستم په رامنځ ته كېدلو سره د خلكو دغه ستونزې نورې هم زياتې شوې .

افغانستان ، چې يو غرنى هيواد دى د بيلا بيلو قيمتي ډبرو ، ګازو او نفتو زيرمې هم په كې موجودې دي ، خو له بده مرغه په هيواد كې د پرله پسې جګړو او د نا كار آمده دولتونو د شتون له كبله ورته پاملرنه نده شوې او د وخت دولتونه په دې ندي توانيدلي ، چې د دغو زيرمو  د را ايستلو لارې ، چارې ولټوي او هغو ته پانګه اچونه وكړي . زموږ د هيواد دغه ملي شتمنۍ بيا د تاريخ په بيلابيلو پړاوونو كې د داخلي تالانګر په مرسته د پرديو لخوا چور او تالان شو، په داسې حال كې ، چې كه دغه قيمتي زيرمې را وايستل شي او پانګه اچونه ورته وشي ، نو تر ډيره به مو د هيواد اقتصادي ستونزې حل او د سوال لاس به مو يو او بل ته اوږد نه وي.

سږ كال زموږ هيواد وال د ساړه ژمي له را رسيدو سره د سون موادو  له كمښت او د هغو  له لوړو بيو څخه ډير  و ځوريدل . زموږ ډيرى بې وزلي هيواد وال د دې جوګه  نه وو ، چې دغه مواد واخلي . د ژمي په را رسيدو او سړې هوا له امله يو زيات شمير ښځو او ماشومانو خپل ژوند له لاسه وركړ . څوك بيا د جنګ ، جګړو له وجهې پرته له هر ډول آسانتياوو، په كنډوالو او خيمو كې پراته دي .

خو په هر صورت له تركمنستان څخه هيواد ته د دغه ګازو  وارديدل ، يو ښه اقدام او د هغه هيواد د چارواكو د ښه او نيك نيت څرګندونه كوي ، خو اړينه دا ده ، چې د افغانستان دولت ورته سالمه زمينه مساعده كړي ، تر څو په عادلانه او هر اړخيز ډول هيواد وال له هغو څخه په مناسبه بيه استفاده وكړي . همداشان د تركمنستان هيواد ژمنه كړې ، په هغه صورت كې ، چې افغان حكومت پيسې چمتو كړي ، حاضر دى  د ۱۰ زره ټنو نورو اوبلنو ګازو تړون هم له افغانستان سره لاسليك كړي .

كه څه هم دغه اقدام ډير نا وخته شوى او سخت ژمۍ او سړه هوا مخ په ختميدو ده ، خو بيا هم د دغه ګازو وارديدل به په راتلونكې كال كې د خلكو ستونزې حل كړي .
|+| ليكوال: امنه مایار  |
 د مارچ اتمه ، د ښځو د پيوستون ورځ

د مارچ اتمه، د ښځو د پيوستون ورځ

 

د مارچ اتمه، چې د ښځو د پيوستون له نړيوالې ورځې سره سمون خوري هر كال د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو كې د پرتمينو مراسمو په ترڅ كې لمانځل كيږي .

د ۱۹۰۸ كال د مارچ په اتمه د نيويارك نساجۍ فابريكې ښځينه كارګرانو د خپلو حقوقو د غوښتنې پر بنسټ مظاهره وكړه. د دوى غوښتنې د كار كولو ښه امكانات برابرول، د ښځو د رايې د حق پيژندل او د كوچنيانو په كار كولو بنديز لګول وو. همداشان د ښځو د نړيوال غورځنګ  بنسټګره كلارازتګين هم هغه ښځه وه، چې د لومړي ځل لپاره د ښځو د حقوقو غوښتونكې شوه .

دغه ورځ، هر كال په شاندارو مراسمو زموږ په هيواد كې هم لمانځل كيږي او هر كال د بيلابيلو موسسو، ښځينه بنسټونو، وزارتخانو، ښوونځيو او نورو ارګانونو له خوا د يوې زياتې اندازې پيسو په لګولو ، د سوغاتونو په اخستلو او په ډيرو لوكسو هوټلونو كې د ډوډۍ په خوړلو لمانځل كيږي ، چې دغه لمانځل ، وعدې او شعارونه يوازې هماغه يوه ورځ وي، وروسته تر هغې بيا د ښځو په ژوند كې هيڅ داسې بدلون منځ ته نه راځي ، چې د ښځو درد او رنځ دې پرې دوا شي. لكه څنګه، چې ليدل كېږي، په تېرو شپږو كلونو كې دغه ورځ زموږ په هيواد كې يوازې او يوازې په شعارونو، لكه: ښځه مور ده ، ښځه څراغ ده ، ښځه رڼا ده او . . . لمانځل كيږي، خو د افغانو ښځو په ژوند كې كوم اساسي بدلون نه ترسترګو كېږي.

كه د نورې نړۍ د ښځو ژوندانه ته يوه لنډه كتنه وشي ، په ټوله نړۍ كې به ډير كم داسې هيواد تر سترګو شي ، چې د افغانستان په كچه په كې پر ښځو تاوتريخوالى تر سره شي او د هغوى حقوق تر پښو لاندې شي ، د حيوان په مقابل كې تبادله شي ، په زوره او په كم عمر كې واده كولو ته اړ شي ، پزه او غوږونه يې پرې شي ، سنګسار شي ، جنسي تيرى پرې وشي او . . . داسې نور غير انساني اعمال ورسره تر سره شي .

زموږ خويندې ، ميندې او لوڼې  حتى د ژوندانه لومړني حقوق لكه زده كړه ، چې د اسلام دين هم په هر نارينه او ښځې فرض ګڼلې  نه لري. كوم بنسټونه  ، چې نن سبا د ښځو د حقوقو د دفاع چغه كوي او په دې نامه پيسې تر لاسه كوي خپله ټوله توجه يې د ښاري ښځو پر ژوند متمركزه كړې ده او كليوالې ښځې يې هېرې كړې دي، دوى بايد په دې پوه وي، چې زموږ ښځې يوازې په ښارونو كې ژوند نه كوي او د ښځې حقوقو او ژوند ته بايد يوازې په ښارونو كې پام وانه ړول شي بلكې هغه ښځې او خويندې، چې په لرې پرتو سيمو ، كليو او بانډو كې د څلورو ديوالونو شاته پرتې دي هم ورته  پاملرنه وشي ، ځكه  هغوى ته د كورنيو د نارينه و له خوا هيڅ ډول حقوق نه دي وركړل شوي ، د زده كړې حق نه لري ، له كوره بهر نه شي وتلى ، نظر او خبرې ته يې ارزښت نه وركول كيږي او يوازې د يوه كاري ماشين په توګه ترې كار اخستل كيږي .

سږ كال له نورو كلونو څخه په توپير د ښځو نړيواله ورځ زموږ په هيواد كې د ( خويندو ، ميندو ! زده كړه ځواكمنتيا ده ) تر عنوان لاندې لمانځل كيږي ، چې دا زموږ د ښځو د روښانه راتلونكې زيرى وركوي ، خو په دې شرط ، چې دغه شعار په عملي توګه پلى شي او زموږ هغه خويندې ، چې د سواد له نعمته برخمنې دي ، خپله دنده وګڼي چې تر راتلونكي كاله خپله يوه يا دوې بې سواده خويندې باسواده كړي ، چې په دې كار سره به يې خپله ايماني او وجداني دنده يا مسووليت تر سره كړى وي او له بلې خوا به څه ناڅه زموږ يو زيات شمير خويندې د بې سوادۍ له تور تمه ووځي .

د مرسل اوونيزې اداره د دغې ورځې په وياړ خپلې نيكې هيلې او مباركۍ د هيواد او نړۍ ټولو ښځو ته وړاندې كوي او هيله لري ، چې نور زموږ له هيواده د جنګ جګړو او تاوتريخوالي لمن د تل لپاره ټوله شي او په افغانستان كې د ښځو په نامه فعالې ټولنې تر دې وروسته نه يوازې د لويو ښارونو، بلكې د لرې پرتو سيمو د ښځو ژوند ته هم پاملرنه وكړي او د خپل كار موثريت ثابت كړي.    

|+| ليكوال: امنه مایار  |
 
 
پورته