د ښځينه بنديانوحالت د اندېښنې وړدى
په هيواد كې د ښځو د نورو ستونزو تر څنګ، يوه ستونزه، چې ترټولو جدي برېښې هغه په زندانونو كې د هغو ښځو شتون دى، چې د ډول ډول جرمونو له امله پرتې دي. لكه څنګه ، چې ټولو ته جوته ده د تېرو شپږوكلونو په تېرېدو سره سره بيا هم د افغانستان زندانونو وړشرايط نه دي موندلي او لاهم ترې د شكنجو رپوټونه وركول كېږي. دغه حالت نه يوازې په نارينه زندانونو كې ترسترګوكيداى شي، بلكې ښځينه زندانونه هم ترې خوندي نه دي .
له يوې خوا د زندانونو غير صحي وضعيت او له بلې خوا د بنديانو دوسيو ته نه رسيدګي هغه څه برېښې، چې د بند له پوره كيدو سره سره يوشمېر بنديان په بند كې شپې تېروي.
افغانستان داسې يوه ټولنه ده، چې ښځې ته پكې د تل لپاره د دوهم جنس په سترګه كتل شويدي او نارينه يې په حق كې هرډول تاوتريخوالى روا بولي. همدا ټولنيز او كورنۍ تاوتريخوالى دى، چې ډېرى وخت يې له امله ښځې د زندان د تورو تمبو ترشا غورځول كېږي او بيا يې هغه تش په نامه حقوقي سازمانونه هم په ملاتړنه راوځي.
همدا اوس اوس ښځې په افغاني ټولنې كې په وهلو او ټكولو سربېره يا په بدو كې وركول كېږي او جبرا له يوه داسې چا سره واده ته اړ وېستل كېږي،چې هډو د نجلۍ خوښه نه وي.
كه چېرې په واقعبينانه توګه دغې قضيې ته نظر وشي، ليدل كېږي، چې په جيل كې پرتې ډېرې ښځې او نجونې په هغو كورنيو پورې اړه لري، چې يا جبرا واده ته اړ وېستل شوې وي او يا په بدوكې وركړاى شويدي، چې بيا ډېرى وخت يې دوسيې په محاكموكې د فرار منزل ترنوم لاندې ارزول كېږي.
پردې سربېره اقتصادي ستونزې او د ژوندانه ناوړه حالت ، په كورنۍ كې د نارينه او ډوډۍ راوړونكي له لاسه وركول ، هغه څه دي چې له امله يې يوشمېر بې وزله ښځې داسې كارونو او چارو ته مخه كوي، چې پايله يې يا بند وي يا فحشا او يا هم ځان سوځونه . په هرحال له ډيرى زانداني ښځو سره بيا واړه ماشومان هم په زندان كې پراته دي، چې په روزنه يې ناوړه اغيز ښندي اوپه راتكونكي كې كله ناكله يو خطر ناك مجرم جوړولاى شي .
د عدلېې وزارت د معلوماتو له مخې دمګړۍ په پلچرخي زندان كې ۸۲ تنه افغانې او ۱۰ تنه بهرنۍ ښځې بنديانې دي ، چې په بېلابېلو تورونو نيول شويدي . همداشان د كندوز ولايت زندان هم يو له هغو زندانونو څخه دى ، چې پكې د زندانيانو حالت د انديښنې وړ دى . په دغه زندان كې څه دپاسه ۱۰ تنه ښځينه بنديانې سره له ۸ ماشومانو استوګنه لري ، چې د زندان له ناوړه حالت اود چارواكو له بد چلند څخه سر ټكوي او ادعا كوي ، كه څوك واسطه او پيسې ونه لري ، نو په مياشتو او كلونو په زندان كې پاته وي ، خو كه څوك پيسې او واسطه ولري ، كه هر څومره لوى جرم يې هم كړى وي ، له بند څخه خوشي كيږي . د كابل په پلچرخي زندان كې هم د زندانيانو حالت د غور او انديښنې وړ دى . ژورنالستان حق نه لري ، چې د زندانيانو د ستونزو او اړتياوو په هكله ګزارش جوړ كړي ، حتى د زندان چارواكو د ښځو وزارت له خوا بنديانو ته د مرستو د ويشلو څخه هم ممانعت وكړ .
همداشان څه موده وړاندې د پلچرخي له زندان څخه د پارلمان د استازې له ليدو وروسته ګنګوسې شوې ، چې په زندان كې ځينې ښځې د زندان اړوندو چارواكو او ساتونكو له خوا د جنسي تيري سره مخامخ شوې دي ، چې بيا وروسته دغه ګنګوسې رد شوې ، خو په هر حال په هيواد كې د زندانونو ناوړه حالت د بشر د حقونو د خپلواك كمسيون د انديښنې وړ دى .
بنديان د زندان له ناوړه او غير صحي چاپيريال ، د كمو او بې كيفيته خوړو او غير صحي اوبو له پلوه شكايتونه لري د مثال په توګه ويلى شو ، چې د پروان ولايت په زندان كې اوبه د ټانكر په وسيله وړل كيږي او بيا په يوه حوض كې ذخيره كيږي او بنديان يې څښي .
په ۲۰۰۴ كال كې د كميسيون د كتنې او بررسۍ څانګې وكولاى شول ، چې د عدلېې وزارت په مرسته د پلچرخي په نارينه او ښځينه زندان كې د زندانيانو د شكايتونو د اچولو په خاطر صندقونه كيږدي ، چې په هغو كې له ۳۵ښځينه بنديانو ۲۸ يې او له ۶۲۳ نارينه بنديانو څخه ۱۳۶تنو بنديانو خپل شكايتونه په دغو صندقونو كې اچولي وو او د زندانونو له بد وضعيت څخه يې پكې شكايتونه كړي وو .
كه څه هم تير كال كميسيون د زندانونو د ښه والي په برخه كې ځينې ګامونه لكه د چارواكو د ښه چلند ، د ښې ډوډۍ او له ميندو څخه د هغوى د ماشومانو د بيلوالي او هغوى ته د وړكتونونو د جوړولو په برخه كې اوچت كړي وو ، خو له بده مرغه لكه څنګه چې اړينه ده ، كوم بنسټيز بدلون پكې را نغى .
په دې وروستيو كې د عدلېې وزارت د ځينو بهرنيو موسسو په مرسته د كابل په بادام باغ سيمه كې يو ښځينه زندان په دريو پوړونو او د ۲۴ خونو په درلودلو جوړ كړ ، چې په دغه زندان كې درسي خونې ، حمام ، د لاسي صنايعو او خياطۍ د زده كړې خونې ، تشنابونه او نور د اړتيا وړ توكي په پام كې نيول شوي ،او دا هيله كېږي، چې د دغه زندان په فعاليدلو به د ښځينه بنديانو د استوګنې ستونزې څه نا څه كمې او لازم سهولتونه به په اختياركې وركړاى شي. خو بند او زندان كه هرڅومره ښه شي او د ژوندانه ټول امكانات هم ولري، خوچې د انسان ازادي ترپوښتنې لاندې وي په هېڅ نه ارزي.