تبليغاتX
ماشومه مينه
ښځينه ادبي او ټولنيز ويبلاګ
 حق نه وركول كېږي، اخستل كېږي

حق نه وركول كېږي، اخستل كېږي

 څه موده مخكې د پاكستان په بلوچستان ايالت كې پنځه تنه بې ګناه  پيغلې نجونې، چې په زور او جبر سره يې له واده كولو انكار كاوه، د سيمې د سپين ږيرو، مشرانو او د دغو پيغلو د كورنيو لخوا لومړۍ په ګوليو وويشتل شوې او بيا وروسته پداسې حال كې، چې ځينې يې لا هم ژوندۍ وې، ژوندۍ ترخاورو لاندې شوې.

خو ترټولو جالبه دا ده، چې له دغې ناوړه او وحشيانه پيښې، د پاكستان دولت يوه سناتور هم په ډيرې بيشرمۍ سره ملاتړ وكړ او دغه انساني ضد عمل يې پر ځاى او مناسب وګاڼه.

دا پېښه داسې مهال په بلوچستان كې رامنځته شوې ده، چې نړۍ د پرمختګ او تمدن پر خوا رهي ده  او د هرډول ظلم اواستبداد په وړاندې سنګرونه نيسي. دا كاراو دا عمل نه له اسلامي قوانينو سره سرلګوي او نه هم له نړيوالو قوانينو، نو پوښتنه دا ده، چې دا پيغلې د كوم قانون پربنسټ پردغې سزا محكومې شوې دي؟ دا وحشيانه پېښه همدا اوس اوس د هراګاه او باخبره انسان په ذهن كې د جهالت د وختونو پېښې انځوروي، چې كوچنۍ جنكۍ به ژوندۍ په ځمكه ننويستل كېدلي.

څوارلس سوه كاله كېږي، چې د اسلام مقدس دين خپل پلويان لري او د جهالت او ناپوهۍ ټولې پردې يې له منځه وړې او خپل د ايمان په رڼا سره د جهالت له تاريكيو راايستي دي، خو جالبه ده، چې يوشمېرخلك لاهم د ظلمت د تورو تمبو ترشا ژوند تېروي او په داسې ناوړه او ناروا اعمالو لاس پورې كوي.

د اسلام د مقدس دين ترټولو لومړنى درس دا وه، چې ښځه يې له نارينه وو سره سياله كړه او خلك يې وپوهول، چې ښځه هم د نارينه وو په څېرحقونه لري او پكارده، چې د دغو حقونو درناوى يې وشي، خو د زياتې اندېښنې ځاى دى، چې د پاكستان په څېر په يوه هېواد كې ، چې په نن او سبا كې له پرمختللې نړۍ سره د سيالۍ ټټر وهي او  آټومي وسلې جوړوې، سناتوران يې د پوچ باور څښتنان وي او له داسې شرموونكې څخه ملاتړ وكړي، حال داچې همدا اوس اوس د پاكستان په ډېرو ادارو او څوكيو كې باندې ښځې حكومت كوي او ان ويل كېږي، چې دغه سناتور د پيپلزګوند غړى دى، داسې يوه ګوند غړى، چې مشري يې ترڅه وخت وړاندې پورې مرحومې بينظيربوټو كوله.

كه د ګاونډي هيواد پاكستان څخه، خپل هيواد افغانستان  ته راستانه شو، دا ډول  پيښو د تل لپاره زموږ په هيواد كې د خلكو او مدني ټولنو او ښځينه بنسټونو غبرګونونه راوپارول او دغه كار يې وغانده. په رښتيا هم، چې ښځې په هغو هيوادونو كې، چې وروسته پاتې دي او يا هم د پرمختګ په لور خپل لومړني ګامونه اوچتوي يوه محرومه برخه جوړوي.زموږ په هيواد كې هم زموږ ځوريدلو ښځو، خويندو او ميندو له كړاوونو ډك ژوند تير كړى او لا تر اوسه يې هم تيروي.

كه په ټولييز ډول په هيواد كې د ښځو ژوندانه ته نظر واچو ليدل كېږي،  چې زموږ د هيواد ماشومې نجونى په لرې پرتو سيمو او ولايتونو كې په ډير كم عمر كې يا په زور سره  ود يږي ، يا په بدو كې وركول كيږي، يا خرڅيږي او يا هم د ټوپكواكانو او زورواكانو له خوا پرې جنسي تېري كېږي، چې په دې وروستيو څو مياشتو كې يې د څرګندو بېلګو او نمونو شاهدان يو.

په دې وروستيو كې د جنسي تېري زياتې پېښې ثبث شوي او ان ويل، چې يو تېري كوونكى، چې په ډله ييزه توګه يې د يوې ښځې اود هغې پرلورجنسى تېرى كړى و او بيا په دولس كاله بند محكوم شوى و، د جمهور رئيس كرزي په فرمان له بنده خوشې شوى دى او دا كار عمل د دې څرګندويي كوي، چې د دا ډول پېښو عاملينو ته يا سزا نه وركول كېږي او يا هم زوروركسان دي، چې د خلكو عزت او ناموس ورته دوه توته ارزښت نه لري.

كه څه هم ، چې په څو وروستيو كلونو كې د هېواد  په لويو ښارونو په تيره بيا په پلازمينې كابل كې ښځو ته تر ډيره د زده كړې او كار شرايط آماده شوي ، خو موږ يوازې ښارونو ته ټول هيواد نه شو ويلاى ، ځكه  چې د هيواد په لرې پرتو سيمو، كليواليو او بانډو كې لاهم زموږ خويندې له كور څخه د باندې د وتلو اجازه نه لري ، د ليك لوست لپاره ورته شرايط نه دي آماده ، په كورنيو كې ورته له نارينه و سره برابر حقوق نه دي وركړل شوي او  لا هم ورته د دوهم جنس په سترګه كتل كيږي ، په زوره او جبر وديږي او په حقيقت كې  خپل برخليك په خپله خوښه نه شي ټاكلى.

كه څه هم د ښځو د حقوقو او دفاع تر نامه لاندې ډير داسې بنسټونه شته ، چې كار كوي ، خو لكه څنګه ، چې اړينه ده د هغوى د ستونزو د لرې كولو په لار كې يې مثبت رول نه دى لوبولى او په تشو كنفرانسونو او سيمينارونو پيسې لګوي. كه چېرې دا ډول بنسټونه د كليوالو ښځو پرمټ او مرسته د خپلو حقونو په خونديتوب راووځي څرګنده ده، چې په ټولنه كې به يې اغېزمتوب ثابت شي، ځكه چې حق نه وركول كېږي، بلكې اخيستل كېږي.

|+| ليكوال: امنه مایار  |
 د هيواد په سلو كې ديارلس ښځې په مخدره توكو روږدې دي

د هيواد په سلو كې ديارلس ښځې په مخدره توكو روږدې دي

زموږ د هيواد له اساسي او مهمو ستونزو څخه يو هم په مخدره توكو روږدې كيدل دي، چې له بده مرغه زموږ يو زيات شمير هيوادوال پرې اخته دي، چې د پراخيدو كچه يې د ټولنې په بيلابيلو قشرونو او طبقو كې خورا زياته او د پام وړ ده، چې ورځ تربلې يې په شميره كې زياتوالى راځي.

په هيواد كې وروستي آمار ښيي، چې د يو ميليون په شاوخوا كې كسان په ترياكو او هيروئينو روږدي دي، چې د هغو له ډلې څخه ديارلس په سلوكې ښځې دي، چې د نورو ستونزو او ناخوالو تر څنګ،چې زموږ د هيواد د ښځو لمن يې نيولې دا فيصدي ډيره دردونكې ده، چې كه د پراخيدو مخه يې و نه نيول شي، اور به يې د ډيرى كورنيو لمن هم ونيسي، چې بيا به يې د مهار او له منځه وړلو كار ډير ستونزمن وي.

زموږ په هيواد كې ښځې د بيلابيلو لاملونو له كبله روږدي شوې، چې علل او عوامل يې ډير دي.

تر ټولو د مخه د هغوى روحي او رواني ستونزې دي، چې زموږ ډيرى ښځې په دې اند، چې د نشې له لارې به وكړاى شي، د څه وخت لپاره د رنځ او غم پيټى يې له اوږو لرې شي او رنځ او غم به له ياده وباسي مخدره توكو ته مخه كوي.

د كابل په ښار كې د ((۶۰)) زرو په شا وخوا كې په هيروئينو او ترياكو اخته كسان شته، چې د هغو له ډلې څخه ديارلس په سلو كې يې ښځې او ماشومان دي، چې د پورتنيو يادوشويو ستونزو له كبله يې مخدره توكو ته پناه وړې ده.

بله دا، چې په هغو كورنيو كې، چې نارينه په مخدره توكو روږدي دى، د دې لپاره چې د خپلو ښځو له مقاومت او مخالفت سره مخ نه شي، هڅه كوي خپلې ښځې هم پدې ناوړه عمل اخته كړي.

ځينې ښځې بيا د شاقه كارونو د سرته رسولو او دارو درملو د نه درلودلو له وجهې د دې لپاره، چې خپل دردونه او ستړيا يې د څو شيبو لپاره له منځه وړي وي اعتياد ته مخه كوي.

په ځينو نورو سيمو كې ښځې د غاليو په اوبدلو بوختې وي او د دې لپاره، چې ماشومان هغوى ته مزاحمت ونكړي، هغوى ته ترياك وركوي څو آرامه بيده شي، چې د وخت په تيريدو هغه په دغه ناوړه او وژونكو موادو روږدي كيږي او د هغوى د كورنۍ شيرازه د بربادۍ پر لوري ځي.

زموږ په هيواد كې مخدره توكو، خصوصاً ترياكوته لاس رسى خورا آسانه كار دى.

په ډيرى كليو او بانډو كې د ترياكو كښت دود دى، چې په ډيره آسانۍ كولاى شو هغو ترلاسه كړو. له بلې خوا د نورو هيوادونو په پرتله دا توكي ډير ارزانه هم دي او هر څوك يې تر لاسه كولاى شي.

په ښارونو كې هم د مخدره توكو په سلګونه خپرونكي شته، چې په هره كوڅه كې تر سترګو كيږي، چې دا وضعيت دې ته زمينه مساعدوي، چې د دغه وژونكو توكو د پراختيا او خپريدو چارې چټكې پر مخ لاړې شي.

په هيواد كې د مخدره توكو د كركيلي، قاچاق او خپريدو يوه بله اساسي ستونزه د امنيتي چارواكو نه پاملرنه او د هغو په مخنيوي كې د دوى نه وړتيا ده ،ان تر دې ،چې ځينې دولتي او لوړ پوړي چارواكي د مخدره توكو په قاچاق كې د لاس په لرلو تورن هم دي هغه متل دى ،چې وايي : ( هرچه بگندد نمکش می زنند ، وای به آن روز که بگندد نمک )دغوټولو لاملونو لاس سره يو كړى او  د دې لامل ګرځيدلي  څو دغه ناوړه پديده ، په پراخه كچه پرمختګ وكړي.

د دغه كور وراني ښامار په وړاندې د مبارزې په خاطر بايد د هغه د كښت، قاچاق او خپريدو په مخنيوي كې ډيره هڅه او هاند وشي.

خاصې محكمې بايد هغو كسانو ته جوړې شي كوم، چې غواړي زموږ بې وزلي او مظلوم هيواد وال په دغه ناوړه عمل اخته كړي او جزا دې ورته وركړل شي.

د روږدي كسانو د تداوي په خاطر دې ځانګړي مركزونه جوړ او هغوى دې تر جدي درملنې او پاملرنې لاندې ونيول شي.

دا امكان نلري، چې پدې برخه كې دې نړيواله ټولنه، د افغانستان ګاونډيان، دولت، خيريه ټولنې، خلك په تيره بيا هغه كورنۍ، چې غړي يې روږدي وي د زړه له كومي مرسته او هڅه ونكړي.

|+| ليكوال: امنه مایار  |
 امنيتي كمپنۍ تر كومه بريده په جرمونو ښكيل دي؟

 امنيتي كمپنۍ تر كومه بريده په جرمونو ښكيل دي؟

په هيواد كې د امنيت ساتنې په موخه دپوليسو او اردو پر ځواكونو سر بيره يو شمير داسې كورنۍ او بهرنۍ امنيتي كمپنۍ هم شتون لري ، چې د شخصي شركتونو ،بانكونو ،انجيوګانو اونورو د امنيت ساتنې په موخه دنده تر سره كوي .

په دې وروستيو كې په ګڼو سيمو په تيره بيا د كابل په ښار كې له خلكو سره داسې شكونه موجود  وو، چې په خپله امنيتي كسان ( پوليس او اردو ) په شوكو، غلاوو او تښتونو كې لاس لري او د شپې په تياره كې د پوليسو او ملي اردو په جامو كې غلا كوي، ماشومان تښتوي، لارې نيسي او داسې نور جنايتونه تر سره كوي.

ښايي له همدې امله وو، چې د كورنيو چارو وزارت لاس په كار شو او دا لټه يې پيل كړه، چې څرګنده كړي، څوك د ملي پوليسو له يونيفورم څخه په استفادې په غلا او غدو لاس پورې كوي او د خلكو په وړاندې د ملي پوليسو دريځ كمزورى كوي. د نوموړي وزارت وياند زمري بشري د يوه كنفرانس په ترڅ كې وويل، چې د دوى د معلوماتو له مخې د يو شمېر شخصي امنيتي كمپنيو غړي په غلاو او تښتونو كې لاس لري. نوموړي دا هم وويل، چې يو شمېر دغه كمپنۍ پخپل سر فعاليت كوي او تر اوسه يې د كار او فعاليت رسمي جواز نه دى ترلاسه كړى او راجستر نه دي.

د همدغو شكونو او تورونو له وجهې وو، چې د كابل د پوليسو مشر عليشاه پكتياوال وويل، چې د خصوصي امنيتي شركتونو يو شمير كار كوونكي په سترو جنايتونو، داړو، سړي وژنو او نورو شوكو كې ښكيل دي.

د لوړ پوړو امنيتي چارواكو د دغو څرګندونو له امله خلك دې ته منتظر وو، چې دولت به پر دغو كمپنيو پشپړې څېړنې تر سره كوي او تر خپلو څېړنو وروسته به يو شمېر كمپنۍ او د هغوى غړي د همدغو جرمونو د ترسره كولو له امله زندان ته اچوي. خو لكه څنګه، چې ليدل كېږي دولت په دې برخه كې ډېر جدي ګام پر مخ نه ږدي، پرته له دې اړينه وه، چې يو څو كمپنۍ او دهغوى غړي په دې جرمونو نيول كېږي.

په افغانستان كې د پوليسو چارواكي وايي، چې په كابل كې يې د يو شمير امنيتي كمپنيو د تړلو چاره پيل كړې ده. دا هغه كمپنۍ دي، چې د دولت له اړخه يې د اخستل شوې اجازې موده پاى ته رسيدلې وه. د كابل د امنيه قوماندانۍ چارواكي وايي، چې په تيرو څو ورځو كې يې د دغو شخصي كمپنيو نه ايله دوه تړلې او د نورو د تړلو هڅې هم روانې دي. دغه چارواكي دا هم وايي، چې دم ګړۍ تر ۶۰ زيات امنيتي خصوصي شركتونو په شاوخوا كې په كابل كې امنيتي دندې تر سره كوي. د پوليسو چارواكي دا مني، چې د دغو شركتونو يو شمير كار كوونكي په سترو جنايتونو، داړو، سړي وژنې او نورو شوكو كې ښكيل دي.

د كابل د پوليسو د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې مشر عليشاه پكتياوال وايي، چې پخوا هم د دغو شركتونو كاركوونكي په ورته تورونو نيول شوي او د يو شمير نورو نوم لړ اوس هم د كابل د پوليسو په واك كې دى. د كابل پوليسو د چارواكو په وينا همدا اوس هم د هغو مشكوكو كسانو نوم لړ، چې په غلا غديو كې ښكيل دي او له دغو شركتونو سره تړاو لري، د پوليسو تر پلټنې لاندې دي.

دغه چارواكي وايي، چې دا مهال د ۶۰ په شاوخوا كې امنيتي شركتونه يوازې په كابل كې فعاله دي، چې په سپكو او درندو وسلو سمبال دي. له دوى سره ماشينګڼې، راكټونه او لاسي بمونه شته، چې پخوا يې د افغانستان له دولته جواز تر لاسه كړى دى.

خو تر دې مهاله روښانه نه ده، چې څومره امنيتي كمپنيو د افغان حكومت جواز تر لاسه كړى دى.

څه موده وړاندې د كابل ښاريانو هم له دولته غوښتي وو، چې دغه شركتونه دې وتړي، هغوى هم په دې خبره ټينګار كړى، چې د دغو كمپنيو كاركوونكي په غلاوو او وسله والو شوكو كې ښكيل دي.

خو افغان چارواكي وايي، چې يوازې هغه خصوصي كمپنۍ تړل كيږي، چې د هغوى د كار د جواز موده تيره شوې او تر دې وروسته د هغوى چارې نا قانونه ګڼل كيږي. اوس مهال زرګونه كسان په دغو كمپنيو كې په كار بوخت دي، چې د بهرنيو ادارو، يو شمير بانكونو او په افغانستان كې د بيا رغونې د ادارو د امنيت چارې پر مخ بيايي. پوښتنه دا ده، چې ايا دولتي چارواكو پر دې هم فكر كړى او كه نه، چې د تړل كېدونكو كمپنيو كسان به نورو كمپنيو ته مخه كوي او بيا بۀ هم ستونزې راولاړوي؟

ډېرى د نظرخاوندان په دې اند دي، چې دولت بايد په ښكاره توګه دا ډاګيزه كړي، چې كومې كمپنۍ تر كومه بريده په جرم او جنايتونو كې ښكېل دي او دولت له هغوى سره څه ډول چلند كوي؟

|+| ليكوال: امنه مایار  |
 نيمګړى تعليمي نصاب، نسل نيمګړى كوي

 

نيمګړى تعليمي نصاب، نسل نيمګړى كوي

 ښوونه اوروزنه، چې د يوې ټولنې د پرمختگ  او ترقۍ اساسې بنسټ شمېرل كېږي، له كلونو كلونو راهيسي يې چارې يې له ننګونو او ستونزو سره مخ دي .

د ښوونې او روزنې منظم بهير كلونه وړاندې پرافغانستان د سره پوځ د يرغل په كلونو كې ګډوډ او په ښوونېزنصاب كې يې لاسوهنې وشوې، چې ان تراوسه هم له ځوړسره مخ دى.

همدا اوس اوس كه چېرې د رسنيو خبري سرويسونوته ځېرشو، داسې ورځ او يا اوونۍ به نه وي، چې يو يا څو ښوونځي دې د اور په لمبو كې ونه سوځي او سلګونه نجونې او هلكان دې د زده كړې له نعمت څخه بې برخې نشي.

په دې وروستيو كې تر ټولو دردونكى واقعيت دا دى، چې له شپږ نيم كلونو، هڅو سره سره، بيا هم خلك او زده كوونكي په ښوونځيو كې د يوه منظم درسي سيستم له نشت څخه سرټكوي او ويل كېږي، چې ډېرى ښوونځي تش په نوم د زده كوونكو پرمخ خلاص دي.

 په دولتي ښوونځيو كې د منظم درسي سيستم د نشت  له كبله، ډيرى كورنۍ ، چې ان لږ اقتصادي امكانات هم لري ، خپل ماشومان خصوصي او شخصي ښوونځيو ته استوي او پر دې باور دي، چې زامن او لوڼې به يې په خصوصي ښوونځيو كې په شامليدو سره وكولاى شي، چې يو څه زده  او په را تلونكي كې خپلو هيلو او اميدونو ته ورسيږي.

كه چېرې په واقعبينانه توګه دغې لړۍ ته ځېر شو، تر يوه حده د دغو كورنيو انديښنه پر ځاى ده، ځكه موږ وينو، چې په رښتيا هم په ښوونځيو كې د بيلا بيلو عواملو له كبله لكه څنگه، چې اړينه ده ليك لوست نشته،  له يوې خوا د ښوونكو د معاشونو كموالى او له بلې خوا د هغوى نه پاملرنه د دې لامل گرځيدلې، چې د تعليمى كال نږدې نهه مياشتنۍ موده، پنځه نيمو مياشتو ته راښكته او د زده كوونكو ښوونيز بهيرټكنۍ كړي.

كه چېرې همدا پنځه نيمې مياشتې محاسبه كړل شي او د ملي رخصتيو او د ښوونكو د نه حاضرېدو ورځې ترې كسرشي، بيا پخپله قضاوت وكړى، چې زده كوونكي بايد په څومره كې موده كې خپل كلنۍ نصاب بشپړكړي؟ حال دا چې په ډېرى ښوونځيو كې زده كوونكي د كتاب ۳۰ پاڼې ته هم نه دي رسيدلي.

د پورتنۍ ستونزې ترڅنګ يوبل سبب هم شته، چې د افغانستان د ښوونيزسيستم تعليمي نصاب يې ګډوډ كړى او هغه د نوي نصاب رامنځته كېدل او د نويو كتابونو چاپ دى، چې ډېربې وخته  او ان د كال په نيمايي كې وويشل شول او زده كوونكي نه شي كولاى، چې د كال ترپايه دا نوي كتابونه بشپړ كړي، ان ويل كېږي، چې په يوشمېر ښوونځيو كې استادانو، چې زاړه كتابونه تر۳۰ مې پاڼې پورې لوستي وو، نوي كتابونه يې له ۳۱ مې پاڼې پيل كړي، چې په دې توګه زده كوونكي نه له زوړ نصاب نه څه زده كولاى شي او نه هم له نوي نصاب نه .

له دې سره سره، چې د افغانستان د ښوونې وزارت چارواكو د ښوونې د بهير د ګړنديتوب او چټكتيا پرموخه ځاى ځاى د ښوونځيو او مكتبونو د ودانېو پرجوړولو لاس پورې كړى، خو لاهم ډېرى زده كوونكي په هغو ښوونځيو كې زده كړې كوي، چې ودانۍ نه لري، نه پكې د تختې او تباشيردرك شته او نه هم يې ښوونكي پروخت حاضرېږي.

امنيتي ستونزې او د كورنيو خراب اقتصادي حالت بيا هغه څه بلل كېږي، چې نږدې شپږنيم مليونه هغه ماشومان يې له ښوونځيو بې برخي كړي دي، چې د ښوونځيو ته د ورتګ په شرايطو برابر دي.

نو كه چېرې افغان حكومت دغې ستونزې ته جدي پاملرنه ونه كړي او د هېواد دماشومانو د روزولو لپاره جدي او كارنده  مټې بډ نه وهي، افغانستان به خپل يوبل نسل هم له لاسه وركړى وى.

 

 

|+| ليكوال: امنه مایار  |
 اختر ، بې ځايه ملاماتوونكي دودونه او قيمتي

اختر ، بې ځايه ملاماتوونكي دودونه او قيمتي  

اختر په رارسيدو دى او زموږ مسلمان او متدين خلك وروسته له يوې مياشتې روژې او عبادت، د اختر د راتګ هر كلى كوي.

كه څه هم په هيواد كې دا اختر، له شپږو كلونو مخكې اختر څخه ډېر جوت توپير لري، خو له بده مرغه لا هم په هيواد كې پوره او ډاډمن امنيت او ثبات نشته او زموږ زيات شمير هيوادوال په بيلابيلو نومونو او تورونو، كله د بهرنيو ځواكونو په بمبار اوكله هم د دولت د مخالفينو د انتحاري حملو قرباني كيږي، دم ګړى هم د رسنيو د رپوټونو په بنسټ د هيواد په جنوب كې زموږ يو زيات شمېر هيوادوال په اوښكو او وينو كې شپې تېروي او د خپلو عزيزانو په ماتم كې ناست دي. همدا شان د روژې په دې مباركه مياشت كې كابل ښاريان هم بې داغه پاتې  نه شول او په وروستيو انتحاري حملو كې زموږ يو زيات شمير بې ګناه هيواد وال  ، ښځې او ماشومان شهيدان شول ، چې كورنۍ يې په وير او ماتم كښيناستې . له بلې خوا په بازار كې د خوراكي توكو لوړه بيه هم د دې لامل ګرځيدلې، چې زموږ بې وسه او بې وزلي خلك له راز، راز انديښنو سره لاس او ګريوان وي . د بيو دا بې حده او زياتې لوړيدنې خلك دې ته رسولي ، چې يوازې د يوې مړۍ وچې ډوډۍ په موندلو اكتفا وكړي . په تيره بيا په دې ورځو كې د وچو ميوو دانو بيې خو بيا ان هغه د چا خبره آسمان ته اچتې شوې ، چې يوازې يو محدود شمير كسان كولاى شي ، چې تر لاسه يې كړي او غريب او بيچاره خلك يې بيا يوازې په ليدلو ځان تسلا كوي .

افغاني ټولنه، چې يوه اسلامي، سنتي او دوديزه ټولنه ده پكې د مذهبي او ملي ورځو په رارسيدو سره د هيواد په بيلابيلو سيمو كې ډول، ډول دود او دستورونه شته. د اختر په رارسيدو، كورنۍ له خپل وس او توان سره سم وچې او تازه ميوې اخلي، د كورنيو ټول غړي نوې جامې جوړوي او كه د كورنۍ هلك نامزد وي، نو د كوژدنې كورته يې د اختر جوړه وړي، چې پكې وچه اوتازه ميوه ، د نجلۍ او د هغې د كورنۍ نورو غړو ته جامې شاملې وي، چې په ځينو سيمو كې بيا دغه دود له اندازې زيات مصارف لري او زموږ هيوادوال، چې ډيرى يې له اقتصادي ستونزو او نيمګړتياوو سره مخامخ دي، نشي كولاى د دغو بې ځايه مصرفونو جوګه شي، په تيره بيا په اوسني نرخ او نوا كې، چې بيې ډيرې اوچتې دي او د آزاد بازار په نامه هر څوك، چې هر څه يې زړه غواړي او په هره بيه يې، چې زړه وي د هيواد والو د اړتيا وړ مواد پلوري. دولت هم له دې امله، چې له ازاد بازار نه ملاتړ اعلان كړى پر بازار حتى ډېر لږ كنټرول هم نه لري.

په ټولنه كې بې ځايه او ملا ماتوونكي دود او دستورونه له پخوا نه حاكم دي، ان په ځينو سيمو كې خلك دومره ورته د ډېر ارزښت په سترګه ګوري، چې كه ډير خراب اقتصادي حالت هم ولري، د دغو رواجونو په ځاى كول خپله وجيبه بولي، چې دا كار له يوې خوا كورنيو ته اقتصادي ستونزې رامنځ ته كوي او له بلې خوا هغه زاړه او بې ځايه رسم و رواجونه، چې له ډيرو پخوا وختونو دود  وو پر ځاى ساتي.

اوس، چې زموږ ټولنې له پخوا څخه له فرهنګي، علمي، تخنيكي او ټولنيز پلوه ډير بدلون كړى او د تمدن او پرمختګ په لور ګام اوچتوي اړينه ده، چې په دې برخه كې هم پوره پاملرنه وشي او د ټولنې پوه او تعليم يافته وګړي په خپلو ښو او ګټورو نظريود هغو كسانو، چې د دغه ډول بې ځايه او ملا ماتوونكو دودونو ملاتړ او پيروي كوي د پوهاوي هڅه وكړي. 

|+| ليكوال: امنه مایار  |
 
 
پورته