په عمومي حشر كې د خلكو ونډه كمه وه
له تېرو شپږو كلونو راپديخوا، چې اكثرو مهاجرينو د نوي نظام له راتګ سره هيواد ته مخه كړې، ټول زور يې پر كابل ښار اچولى او له دې كبله دغه ښار له هره اړخه له ګڼو ستونزو سره مخ دى. يوه لويه ستونزه، چې كابل تل ورسره په دې شپږو كلونو مخ دى هغه د ښار صفايي ده، چې نه دولت او نه هم خلكو ورته پوره توجه كړېده.
كابل ښاروالۍ وخت ناوخته ځينې هڅې كړې دي، خو تر هغه بريده، چې دغه هڅې موثرې ثابتې شي، كوم اساسي ګام نه دى پورته شوى. ځكه كابل د افغانستان پايتخت دى او په كار ده، چې د يوه پايتخت په توګه د هغه پاكي او صفايي ته توجه وشي، چې نه ده شوې.
د كابل ښار اوسېدونكو هم د هغه مسووليت له كبله، چې د خپل ښار په وړاندې لري، دغه مسووليت نه دى ترسره كړى، چې څرګنده بېلګه يې موږ د كابل ښار په لارو كوڅو كې په ځاى بيځايه د كثافاتو په كوټې كولو كې وينو.
د دې لپاره، چې موږ هم د نورې نړۍ د هيوادونو د پايتختونو په خېر خپل پايتخت هم پاك او سوتره ووينو په كار ده، چې خلك او دولت په ګډه مټې راونغاړي او د چاپيريال په پاك شاتلو كې ونډه واخلي. د دې كار لپاره لازمه ده، چې پخپله خلك او يا هم ښاروالي د يوه منظم پلان له مخې په هرو دريو مياشتو كې يو عموموي حشر په لاره واچوي او دا هغه كار دى، چې د ښار د پاكوالي ضمانت كولى شي. خو متاسفانه، چې دغه روحيه ډېره كمزورې ده او بايد د هغه غښتلتيا لپاره ډېر كار وشي.
د زمري په څلورمه نيټه د جمعې په ورځ، د كابل ښار د پاكۍ په خاطر يو عمومي حشر په لاره واچول شو، چې په دې كار سره د همغې ورځې تر پايه پورې د ښار بيلابيلې برخې د ښاروالۍ د كاركوونكو، وزارت خانو د مامورينو، امنيتي ارګانونو او نورو بنسټونو له خوا پاكې شوې، چې په رښتيا هم د ښار د پاكۍ په خاطر يو مثبت او ګټور اقدام و.
انسان په كومه ټولنه كې، چې ژوند كوي، دنده لري، چې په اړونده ټولنه كې د نورو ټولنيزو نزاكتونو د مراعاتولو تر څنګ د خپلې سيمې د پاكۍ په ساتلو كې هم پوره پاملرنه وكړي او لكه څنګه، چې د خپلې كورنۍ چاپيريال پاك ساتي، خپله كوڅه او ښار هم پاك وساتي.
نن سبا د ټولې نړۍ په كچه د چاپيريال د ساتنې په برخه كې يو زيات شمير ستونزې لكه د هوا ككړوالى، صوتي ككړوالى او نورې ستونزې موجودې دي. خو له بده مرغه دغه ستونزې بيا تر نورو ټولو زموږ په هيواد كې ډيرې تر سترګو ګيږي.
زموږ د هيواد په لويو ښارونو په تيره بيا د كابل ښار كې د خلكو د ډيرې ګڼې ګوڼې له كبله دغه ستونزې بنسټيزې او د پام وړ ګرځيدلې، چې په هيواد او په تيره په لرې پرتو سيمو كې د امنيتي ستونزو، وچكالۍ او كمزوري اقتصادي له كبله د هغو سيمو استوګن د كار موندلو په موخه دې ته اړ شوي، چې لويو ښارونو او په تيره بيا مركز (كابل ښار) ته مخه كړي.
د وګړو د همدغې ګڼې ګوڼې له كبله د كابل ښار استوګن، د چاپيريال او صوتي ككړتيا څخه له ستونزو سره مخامخ دي.
كه څه هم د ښار په بيلا بيلو برخوكې د كثافاتو د اچولو په خاطر صندقونه ايښودل شوي، خو له بده مرغه زموږ ځينې ښاريان د مسووليت د نه احساس كولو له كبله د دې په ځاى، چې كثافات په ټاكلي ځاى كې واچوي، د صندوق شاو خوا يې اچوي او يا خو د ځان د نه په عذابولو په خاطر دا زحمت نه وباسي، چې ترټاكلي ځاى پورې يې ورسوي او همدا، چې د خپل كور له دروازې څخه يې را و ايستل د كور مخې يا د بل ګاونډي د كور مخې ته اچوي، چې دا كار بيا پخپل وارخورا ناوړه عمل دى.
زموږ د ځينو هيوادوالو او ښاريانو د همدغې نه پاملرنې له كبله زموږ كوڅې او ښارونه له كثافاتو ډك دي، چې له يوې خوا د ښار بڼه ناپاكه ښكاري، له بلې خوا ښاريان له بيلا بيلو ناروغيو سره لاس او ګريوان كوي. د ښار په پاكۍ او ستره ګۍ كې يوازې ښاروالي نه شې كولاى، چې د ټول ښار او كوڅو نظافت وساتي، بلكې همدا ښاريان دي، چې د مسووليت په احساسولو كولاى شي، د ښاروالۍ له چارواكو سره مرسته وكړي او خپل ښار هم خپل كور وګڼي. له بلې خوا د اسلام په مقدس دين كې هم نظافت د ايمان جز ګڼي، نو اړينه ده، چې هرڅوك په دې امر كې خپله ايماني او وجداني دنده ترسره كړي، خو په خواشينې سره بايد ووايو، چې زموږ ډير شمير ښاريانو په دغه ټولنيز امر يعني حشر كې لكه څنګه، چې اړينه وه برخه وانه خستله او ځانونه يې بې مسووليته وګڼل او لكه د نورو ورځو په څير يې خپلو ورځنيو دندو ته ادامه وركړه، چې د دوى دغه بې تفاوتي او برخه نه اخستنه د ډير تاسف او خواشينۍ وړ ده، ځكه كه د نړۍ په كچه نورو هيوادونو ته نظر واچوو وينو، چې وګړي يې څومره د خپلو خلكو او ټولنې په وړاندې د مسووليت احساس كوي او تل خپلې شخصي ګټې د ملت په ګټو كې ويني خو موږ بيا داسې نه يو، تل مو خپلې شخصي ګټې د ملت تر ګټو پورته ګڼلې او هيچكله مو د هيواد پالنې احساس په زړونو كې نه دى را ژوندى كړى ا و دا مو هم نه دي ويلي، چې هيواد مو د كور حيثيت لري.
د هيواد، ټولنې او خلكو په وړاندې همدغه بې تفاوتي د دې لامل ګرځي، چې زموږ هيواد په وروسته پاتې هيوادونو كې وشميرل شي.