افغان ماشومان او ورپيښ ګواښونه
د جوزا دوولسمه د ماشوم نړيواله ورځ وه، چې په ټوله نړۍ كې ولمانځل شوه . دا ورځ په داسې حال كې په افغانستان كې لمانځل كېږي، چې د ماشومانو له حقونو ، ساتنې او پالنې څخه په دغه چاپيريال كې هېڅ خبره نه كېږي او د افغانستان كوچني او ګلالي ماشومان له رنګارنګ كړاوونو سره لاس او ګريوان دي.
زموږ تنكي ماشومان د زيږون له لومړيو شيبو د ژوند نا خوالې څكي او له همدې كبله ده، چې د كورنۍ د ناوړه اقتصادي وضعيت له امله په خوار ځواكۍ ( سو تغذي ) اخته كيږي او كله، چې خپل ښى او چپ لاس وپيژني بيا د يوه كپ ډوډۍ د پيدا كولو په خاطر په كوڅو او بازارونو كې په شاقه او له توانه وتلو كارونو لګيا كيږي .
د هغو سر شميرنو او څيړنو له مخې ، چې په دې وروستيو كې تر سره شوې د افغانستان د نفوس په سلوكې ۵۲ ماشومان او كوچنيان جوړوي، ، چې عمرونه يې له ۱۸ كلونو ښكته دي او شمير يې ۱۳ مليونه تنو ته رسيږي.
له دغې جملې ۶مليونه تنه يې د ښوونې او روزنې وزارت له خوا جذب شوي او ۵\۶ مليونه نور يې د نا امنۍ، كورني تعصب او كمزوري اقتصاد له كبله ښوونځيوته نشي تللاى.
زموږ په ټولنه كې د ماشومانو ښوونې او روزنې ته نه يوازې جدي پاملرنه نه كيږي ، بلكې هغوى ډيرو ناوړه او شاقه كارونوته اړويستل كېږي، حال داچې دوى په دغه عمر كې جدي روزنې او ښوونې ته اړتيا لري دې . مګر د روزګار د جفا له وجهې د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا كولو لپاره له سهاره تر ماښامه په خپلو تنكيو لاسونو موټر شويي كوي ، سپيلني دودوي ، پلاستيكي كڅوړې پلوري ، اوبه خرڅوي او دې ته ورته په نورو كارونو بوخت دي.
د افغانستان د بشري حقونو كميسيون د يوه تازه رپوټ په ترڅ كې كښلي، چې يوازې د كابل په كچه نږدې ۶ زره تنه ماشومان له كورني چاپيريال نه لرې له ګواښ سره مخ دي.
افغانستان يو له هغو هيوادونو څخه دى ، چې په لوړه كچه په كې ماشومان په شاقه كارونو بوخت دي او تر اوسه دولت او نړيواله ټولنه يو هم په دې نه دي توانيدلي ، چې د هغوى د حقونو د تامين په برخه كې دې مثبت ګام اوچت كړي .
په داسې حال كې ، چې د كار او ټولنيزو چارو وزارت چارواكي وايي ، چې څه د پاسه لس زره بې سر پرسته ماشومان په ۶۱ دولتي روزنتونونو كې د دولت تر روزنې او پالنې لاندې وخت اړوي . څيړنې ښيي ، چې يوازې د كابل په ښار كې د څلورو زرو په شاوخوا كې كوڅه ګرده ماشومان شته دي . دغه ماشومان له دې كبله ، چې د ژوندانه له آسانتاوو څخه محروم دي او د ليك لوست په برخه كې هم ورته پاملرنه نه كيږي ، له روحي او رواني ستونزو سره لاس او ګريوان دي . له بلې خوا د لويانو او با نفوذه اشخاصو له خوا له تاو تريخوالي سره هم مخامخ دي. دغه راز د امريكا له خوا په يوه بيان كې د دې ادعا پخلى هم شوى، چې درې تنه افغان ماشومان د ګوانتنامو په زندان او ۱۰ تنه نور د بګرام په هوايي ډګر كې له امريكايي ځواكونو سره د بند شپې تيروي.
دغه راز ډيرى افغان ماشومان ځاى ځاى له جنسي تاوتريخوالي او اختطافونو سره مخ دي . د يوې ناتاييد شوې سروې له مخې ويلاى شو،چې يوازې په ۲۰۰۴ كال كې د قاچاق شويو ماشومانو شميره درې سووته رسيږي .
كه څه هم، چې د بنيادمانو سوداګري په تيره بيا د ماشومان تښتونه، له هغوى څخه جنسي استفاده، د هغوى له غړو څخه ګټه اخيستل او اخلاقي مفاسدوته يې اړويستل يوه امريكايي، افريقايي او اسيايي پديده ده، خو په نورو قاروكې هم ليدل كيږي، چې په نړيواله كچه د جدي مبارزې اړتيا رامځته كوي.
خو تركومه ځايه ، چې په افغان ماشومانو پورې اړه لري ليدل كېږي، چې افغان ماشومان په دې تېرو شپږو كلونو كې خپلو لومړنيو حقه حقونوته نه دي رسيدلې او لاهم په زيات شمېركې ماشومې نجونې له جنسي تاوتريخوالي سره مخ كېږي، چې د يوه څرګند مثال په توګه يې د ولسي جرګې د هغه وكيل له زوى څخه يادونه كولاى شو، چې پريوې څوارلس كلنۍ نجلۍ يې جنسي تيرى كړى و. دغه راز دې ته ورته پيښې په كندهار، كابل ، تخار، سرپل او بغلان ولايتونو كې هم پيښې شوې او ان په څلوركلنواو پنځو كلونو نجونو هم رحم نه دى شوى اودا لړۍ لاهم پسې روانه ده.