افغان ولس له غذايي بحران سره مخ دى
ټول افغانان شاهد دي، چې په دې وروستيو كې د كابل او نوروولايتونو په ښارونو كې د اوړو اونورو خوراكي توكو بيې په بې ساري توګه لوړې شويدي اوډيرى خلك د دغو بيود لوړېدلو پړه د افغانستان د كرنې وزارت پرچارواكو وراچوي او پردې يې ګرموي، چې د نا دقيقو شمېرو په ارايه كولويې دغه بحران ته لمنه وهلې.
افغان دولت له تېرو شپږوكلونو راهيسې د كرنې په برخه كې په پوره بې كفايتۍ برخورد كړى اوتراوسه هم په دې لړ كې د كومې دقيقې ستراتيژۍ خاوند نه دى.
د افغانستان د كرنې وزارت چارواكو د اوړو او نورو خوراكي توكو د بيو ترلوړېدو وړاندې په وار وار څرګنده كړې وه، چې افغانستان به په راتلونكو دوو كلونو كې د خودكفايي پړاوونه ووهي، خو د پوښتنې وړ خبره دا ده، چې آيا د دې دومره بې ساري نيشه يي توكو په شتون كې دا شونې ده، چې هېواد دې دغلې له اړخه خودكفا كړل شي؟ حال دا، چې د قحطۍ ، لوږې او قيمتۍ اوسنى بحران د دغه وزارت ټولې كړنې او ويناوې ترپوښتنې لاندې راولي.
دغه وزارت تېركال اعلان وكړ، چې د ټول افغانستان په كچه څلورنيم مليونه ټنه غنم توليد شوي دي، چې له يوه ولايت نه بل اوله بل نه يې بل ته په لېږدولو سره دخلكو لومړنۍ خوراكي اړتياوې پوره كيدلى شي، خو د خواشينۍ خبره ده، چې همدا اوس اوس د قيمتۍ او لوږې بحران ټول افغانستان پرسراخيستى اوان په ځينو ولايتونو كې يا خلك له لوږې واښه خوري اويا هم خپل بچيان خرڅوي، چې دا له انساني فاجعې او غمېزې پرته په بل هېڅ شي نه شي تعبيرېدلى.
دا به څرنګه خودكفايي اوپريمانې وي، چې د افغانستان بازارونه د بهرنيو هېوادونو له خوراكي ټوكو ډك دي او څوك يې نشي پيرلى او دا به څرنګه درواغجنه خودكفايي وي، چې همدا څو ورځې وړاندې زموږ جګپوړو چارواكو، چې دغه ببولالې غږولې په ډېرې عاجزۍ او بې وسۍ پاكستان ته سفرونه وكړل او له هغوى يې وغوښتل، چې افغانستان ته دې د اوړو پرلېږد ليګدلى بندېز لرې كړي.
د افغان دولت په تېره بيا د كرنې او اقتصاد وزارتونو نيمګړتيا او تشه په دې كې ده، چې د تل لپاره يې د پاكستان او نورو ګاونډيو هېوادونو په خوراكي توكو اتكا كړې او د داسې يوې ستراتيژۍ پرجوړاوي يې سترګې پټې كړې، چې له مخې يې له هندوستان، امريكا او ياكاناډا څخه د غنمو په واردولو لاس پورې كړي.
د خوراكي توكو په برخه كې په ګاونډيو هېوادونو په تېره بيا داسې هېوادونو، چې د افغانستان له هروضعيته د ځان په ګټه كار اخلي باور ناوړه چاره ده اوكيداى شي، چې افغان حكومت او افغان ملت له نورو زياتو كړاوونو او ستونزو سره مخ كړي.
پاكستان ، چې په كلنۍ كچه د افغانستان له سوداګرۍ څخه نږدې يونيم ميليارد ډالره ګټه پورته كوي، نن خپله ګټه په دې كې وينې، چې افغان ولس له غذايي بحران سره مخ او پرافغان حكومت دا فشار راوړي، چې دا ونه وايي، چې ترهګر له ډيورند پولې له هاخوا سيموڅخه افغانستان ته را اوړي.
افغان ته پكاروه، چې دلته د چوپ كيناستو پرځاى يې د خپل سفارت له لارې د پاكستاني حكومت چارواكو ته په ډاګه كړې واى، چې د دغه اقدام د دوام په صورت كې به د پاكستان يوه امتعه د افغانستان په بازارونو كې پلور ته نه وړاندې كېږي، خو كومه دى هغه فكر او اند، چې دا وړ مسئلې جدي وګڼې.
پرپورتنۍ خبرې مو ټينګار ددې لپاره دى، چې افغان حكومت د دا وړ پيښو په وړاندې كره او جدي ستراتيژي نه لري او دا نه اټكلوي، چې د دا وړ ستونزو په رامنځته كيدلو سره دوى بايد څه وكړي او له كومې ممكنې لارې څخه هغه هېوادونه وننګوي، چې د افغانستان په ننګولو او كړولو راوځي.
نو كه چېرې افغان حكومت د پاكستان له لوري د اوړو پربنديز په هماغه لومړيو ورځو كې شديد غبرګون ښودلى واى او ورته يې په ډاګه كړې واى، چې افغانستان هم په ورته معاملو او كارونو لاس پورې كولاى شي، نه يوازې دا چې دا بنديز نه شو اوږدېدلى ، بلكې د افغانستان په بازارونو كې به د اوړوښه پريماني واى.
نوكه چېرته افغان حكومت په راتلونكو ورځو شپو كې همداسې بې ستراتيژۍاو پلانه مخته ولاړ شي او دغه قيمتي او قحطي مهارنه كړاى شي، خلك به د وښو پرځاى د ونو ډډونه هم وخوري او دا به بيا هغه وخت وي، چې ملت به نور د تل لپاره پردغو بلډنګ جوړونكو او په بهرنيو بانكونوكې په ذخيره كوونكو افرادو هېڅ باور ونه كړي او ان خپله رايه به بيرته ترې واخلي.