اوس یې حلالوي هم
تیره اوونۍ د هرات ولایت په کشک کهنه ولسوالۍ کې یوه میړه په ډیره بې رحمۍ خپله ښځه د چاقو په وسیله حلاله کړه او همداشان په پروان ولایت کې هم دوه تنه پر یوې یوولس کلنې نجلۍ د ډله ییز جنسي تیري په تور ونیول شول.
دا هغه پیښې دي، چې په یو ډول نه یو ډول رابرسیره کیږي، خو دا چې څومره د دې پیښو پټې پاتې کیږي او کورنۍ او متضررین یې د څرګندیدو مخالف دي، بیا د قضیې بل اړخ دی.
پورته یادې پیښې او دې ته ورته نورې د تاوتریخوالي بیلابیلې بڼې څرګندوي، چې زموږ په ټولنه کې د ښځو په وړاندې شتون لري.
د نجونو او ښځو په وړاندې تاوتریخوالی د افغاني ټولنې د ستونزو له بیلابیلو اړخونو سرچینه اخلي. په ټولنه کې د ناوړه دود او دستور شتون، د خلکو د سواد د کچې ټیټوالی، اقتصادي کمزورتیا، د اسلامي قوانینو پر بنسټ د ښځو له حقونو بې خبري او... ټول هغه څه دي چې د ښځو په وړاندې د حساسیتونو زیږنده او د دوی په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو سبب ګرځي.
د تاریخ په اوږدو کې افغان ښځې د ټولنې هغه برخه ده، چې هر وخت یې د ټولنیزو او سیاسي بدلونونو په ترڅ کې ستونزې او ناخوالې زغملې او تر نورو ډیرې اغیزمنې شوې دي. له بیلابیلو تاوتریخوالو سره مخ شوې ان تر دې چې د وخت په تیریدو دغه تاوتریخوالي په یوه دود بدل شوي او ښځې هم پرته له دې چې هغه د تاوتریخوالي په توګه وپیژني زغمي يې او په وړاندې یې هیڅ ډول حساسیت نه ښيي. ځکه خو د افغانستان د مدني ټولنو یو شمېرغړې په دې باور دي، چې افغانې ښځې د خپلو طبیعي او اساسي حقونو څخه بې خبرې دي او په یوه ډول يې په خپله تر پښو لاندې کړي دي چې باید په خپلو اساسي حقونو ځانونه پوه کړي.
په تیر هجري شمسي کال کې د ملګرو ملتونو د سازمان د راپور پر بنسټ په سلو كې ۳۵ افغانې ښځې له فزيكي تاوتريخوالي ، په سلو كې ۴۰ له جنسي تاوتريخوالي او ۳۰ تر ۴۰ فيصده نورې له رواني تاوتريخوالي سره مخ شوي ، چې دا مساله د مدني ټولنو ، د ښځو د حقوقو د ملاتړ د ټولنو او د دولتي چارواكو د ژورې انديښنې سبب ګرځيدلې.
خو خبره دا ده چې یو نارینه په کوم حق د یوې ښځې ، چې هغه هم یو انسان ده ، د اسلام مقدس دین، د بشر د حقونو قانون او د هیواد قوانینو هم ورته مساوي حقوق ورکړي ، ژوند ترینه اخلي او بیا هغه ته دولت او د دین عالمان جزا نه ورکوي .
دا لومړۍ یا هم کومه نوې پیښه نه ده ، بلکې ویلی شو چې هر کال په لسهاوو دې ته ورته د تاوتریخوالي پیښې د ښځو په وړاندې تر سره کیږي ، خو له بده مرغه نه یوازې مخه یې نه نیول کیږي، بلکې ورځ تر بلې یې په شمیر کې زیاتوالی هم رامنځ ته کیږي.
کله چې یوې ښځې ته په داسې حال کې چې نکاح يې هم کړې، د سنګسار سزا ورکول کیږي ، کله چې یوه نجلۍ د زنا په تور په داسې حال کې چې مقابل لوری یعنې نارینه برات اخلي د مرګ جزا ورکول کیږي ، نو بیا ولې دولت او علما د یوه نارینه د جرم په وړاندې پټه خوله پاتې کیږي.
ځواب څرګند دی دا ځکه چې هغه یوه ښځه ده او زموږ په ټولنه کې ښځه یعنې محکوم ، مظلوم او له حقونو او انساني ژوند څخه محروم انسان .
موږ يوازې د ښاري ښځو ژوند ته په كتو سره نشو كولاى، د هغوى د حقونو د تامين يا نه تامين ارزونه وكړو بلكې د هيواد په لرې پرتو سيمو كې زموږ خويندې په ډير بد او ناوړه حالت كې ژوند كوي او اصلا د حق په نوم كومه كلمه هم نه پيژني، پاتې لا څه، چې دوى زده كړه وكړي او يا هم له كور څخه بهر ووځي او يا هم د نظر وركولو حق ولري.
د بشري حقونو د دفاع ډلو د رپوټونو له مخې په افغانستان کې هر کال د تاوتریخوالي، په سلګونو پیښې رامنځ ته کیږي، چې ورکې ځان وژنه، ځان سوزونه، له کور څخه تیښته، وهل ډبول، جبري ودونه او نور شامل دي.
له تیرو لسو کلونو راپدیخوا چې کوم بنسټونه د ښځو د حقونو د تامین په خاطر سره له ډیرو پیسو او امکاناتوپه کارلګیا دي او په تیره بیا د ښځو لپاره د یوه وزارت شتون د دغو ستونزو په کموالي او له منځه وړلو کې ګټور نه دي ثابت شوي.